راشد خان: ملي لوبې راته تر هر څه ډېر لومړيتوب لري

د افغانستان د کرېکټ پیژندل شوي ستوري راشد خان له ايرلېنډ سره د افغان لوبډلې د سیاليو په تړاو ويلي: «ملي لوبې داسې يو څه دي چې له هر څه ډېر لومړیتوب لري». نوموړي دغه څرګندونې د ۱۰۰ باليز ليګ پرېښودو او د ملي لوبډلې سره د یو ځای کېدو لپاره ايرلېنډ ته د راونېدو پر مهال کړې دي.
د کريک انفو وېب پاڼې له مخې، راشد خان چې د (اېم آی لندن) لوبډلې سره د ۱۰۰ باليز ليګ په سیاليو کې لوبېده، په خپله وروستۍ سيالۍ کې یې په ۲۰ بالونو د ۱۷ منډو په ترڅ کې پنځه لوبغاړي سوځولي دي. د راشد خان لوبډلې دغه سيالي ګټلې او دی د سیالۍ غوره لوبغاړی ګرځېدلی دی.
راشد خان په دغو سياليو کې د برخې اخيستو په اړه ويلي: «کله چې زه تل دلته راځم، له دې ځایه ډېر خوند اخلم. خو ملي دنده هغه څه ده چې زما لومړیتوب دی، نن شپه بېرته ایرلېنډ ته د یو ورځنیو سیالیو لپاره ستنېږم. دا به ډېر خوندور وي چې په ښه باور او اعتماد سره بېرته لاړ شم».
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اګست له پنځمې نېټې څخه د ايرلېنډ پر وړاندې د پنځو يو ورځنيو سیالۍ لړۍ پيلوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې، افغان کرېکټ لوبډله به د اګست په پنځمه، اوومه، لسمه، ۱۲مه او ۱۵مه نېټه د ايرلېنډ سره پنځه يو ورځنۍ سيالۍ کوي.
کرېکټ بورډ د جولای په ۲۴مه نېټه ویلي و: «افغان لوبغاړي به نن په همدې موخه د ايرلېنډ هېواد په لوري حرکت وکړي، ترڅو له سیالیو وړاندې د یادې مهمې لوبلړۍ لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي».
د افغان لوبډلې مشري رحمت شاه، مرستيال مشر یې رحمان الله ګربز، او په لوبډله کې ورسره ابراهيم ځدران، صدیق الله اتل، هشمت الله شهيدي، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام عليخېل، ننګيال خروټی، راشد خان، اې اېم غضنفر، يامين احمدزی، سليم ساپی، فضل حق فاروقي او ضيا الرحمان شرافي شامل دي.
