د پکتیا ولایت د یوې ښځینه دارالعلوم یوشمېر زدهکوونکې وایي، ښوونکې یې د تدریس پرځای ډېر وخت د طالبانو لهخوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو او قوانینو پر ستاینې تېروي او ورته وایي چې د طالبانو ټولې پرېکړې او تګلارې شرعي او د منلو وړ دي.
د دغه زدهکوونکو په وینا؛ ښوونکې دوی د طالبي حجاب رعایتولو ته اړ باسي، ان تر دې چې پر سترګو هم د نقاب تورې پردې راټیټول لازمي ګڼي. دوی زیاته کړې، په دې وروستیو کې زدهکوونکو ته خبرداری ورکول شوی که له دې امر سرغړونه وکړي نو د امربالمعروف محتسبین به یې ونیسي.
دغه زدهکوونکو تر دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په مدرسو کې د ښځو اړوند ځینې موضوعات سانسور کېږي او ښوونکې یې ان له تدریس تېرېږي. د زدهکوونکو په وینا؛ په ټولګیو کې د بحثونو پرمهال ښځه د نارینه پرتله ټیټه او بېوسې معرفي کېږي.
یوه زدهکوونکې وایي، له هغې ورځې چې مدرسې ته ځي، له ژور خپګان او ذهني فشار سره مخ ده. هغې زیاته کړه: «کله چې په ځینو موضوعاتو له استادانو سره بحث کوو، که هر څومره منطقي او قانع کوونکي دلایل هم وړاندې کړو، هغوی په تونده لهجه او له تاوتریخوالي ډک چلند ځواب راکوي او خپله خبره پر موږ تحمیلوي».
دغه زدهکوونکې همداراز ادعا کوي، چې د دوی ډېری ښوونکې مسلکي نهدي او د مضامینو د تدریس له مسوولیت څخه په سمه توګه نهشي وتلی. د هغوی په وینا؛ یوازې د ګوتو په شمېر داسې ښوونکې شته چې له دارالعلومونو فارغې شوې وي او پاتې نورې یوازې طالبانو ته د تبلیغ لپاره ګومارل شوې دي.
دوی وایي، دغه ښوونکې له خپلو شخصي معلوماتو زدهکوونکو ته نوټونه برابروي او په ډېرو مضمونونو کې کوم مشخص درسي کتاب یا معیاري نصاب نهشته چې زدهکوونکي ورته لاسرسی ولري.
یوشمېر زدهکوونکو ویلي، د دې لپاره مدرسو ته تللي چې د نجونو لپاره له مدرسو پرته د زدهکړو بل مرکز نهشته. د دوی په وینا؛ زدهکوونکې د علمي سویې د ارزونې پر ځای یوازې د عمر له مخې په ټولګیو کې شاملېږي، چې له امله یې ډېری زدهکوونکې د عربي ژبې او ځینو نورو مضامینو په زدهکړه کې له ستونزو سره مخ دي.
دوی زیاتوي، چې ریاضي، ساینس او نور فرعي مضامین یوازې په سمبولیک ډول تدریسېږي او ډېره پاملرنه ورته نهکېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله اوس ډېری نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې او د عصري علومو ځای اوس مدرسو نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ افغانستان کې اوسمهال د نجونو مدرسې هم ډېرې شوې دي.