• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام لومړۍ سیالي ټایلنډ ته وبایلله

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کېله کوربه ټایلنډ څخه د ۶-۱ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.

د یاد ریاست په وینا، د افغانستان لپاره په دې لوبه کې یوازینی ګول محمد مرادي ترسره کړ.

ټاکل شوې چې د افغانستان ملي لوبډله خپله دویمه سیالي د دوشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماښام په ۶بجو د ویتنام پر وړاندې ترسره کړي.

د کانټنینټال جام سیالۍ د اګسټ په لومړۍ نېټه پیل شوې او د اګسټ تر شپږمې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې د کوربه ټایلنډ او افغانستان ترڅنګ د روسیې، ویتنام او نیوزیلنډ د فوټسال ملي لوبډلې هم ګډون لري.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د هواپوهنې اداره: د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې ویلي، د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، زورورو بادونو او احتمالي سېلابونو د رامنځته کېدو اټکل شوی دی.

یادې ادارې د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وضعیت د دوشنبې لپاره د نورستان، کونړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو کې اټکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو ولایتونو کې د باران کچه د سیمو له مخې د ۱۰ تر ۴۰ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

د هواپوهنې ادارې همداراز ویلي، په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي، لوېدیځو او شمالي ولایتونو کې د دوړو له طوفانونو سره د تندو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو بادونو چټکتیا به په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې د ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومترو پورې وي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو، تندو بادونو او نورو ناوړه هوايي پېښو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

طالبان وايي په هلمند کې یې څه باندې ۲۵ ټُنه قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
100%

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۲۵۳۰۹ کیلو ګرامه خوراکي، غیر خوراکي او صادراتي قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۲۰ کسان هم نیول شوي دي.

د هلمند د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو قاچاقي توکو کې انساني، حیواني او کرنیز درمل، نشه‌يي مواد، رخت، شاپینګ، پرزه‌جات، تېزاب، رنګ، تمباکو، پلاستیک، وریجې، د مخ کریمونه، پلستران، امبار، ټایرونه او همداراز ۱۰،۵۳۲ کیلوګرامه صادراتي مس او زړه اوسپنه شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې لړ کې یوه ثقیله وسله، ۲ میل کارملیان، ۵۴۵ د کارملیان مرمۍ، ۳ شاجورونه، ۳ د ثقیلې وسلې شریډونه او ۸ راکټ پټاسونه هم ترلاسه او ضبط شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه ناقانونه وارداتي او صادراتي توکي په تېره یوه اونۍ کې د لښکرګاه ښار، د ګرمسېر ولسوالۍ د رېګ سیمې، د بهرامچې ولسوالۍ د رباط رېګ سیمې او د ډیورند اړوند لارو کې ترلاسه شوي او په ناقانونه توګه یې د انتقال مخه نیول شوې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو موادو د قاچاق په تړاو ۲۰ کسان له ۱۵ موټرو سره یو ځای نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادروونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول مواد د بهرامچې له لارې پاکستان او افغانستان ته انتقال کېدل.

له شاوخوا لسو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

په یونان کې یو افغان د یوې برېتانیایۍ ښځې د وژنې په تړاو نیول شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۱
100%

د یونان پولیس وايي، یو ۲۶ کلن افغان یې د یوې ۳۸ کلنې برېتانیایۍ ښځې د وژنې په تړاو نیولی دی. د پولیسو په وینا، نیول شوي کس اعتراف کړی چې د ښځې تر وژلو وروسته یې د هغې له موبایل او بانکي کارتونو هم استفاده کړې ده.

د یونان پولیسو ویلي، د ۳۸ کلنې برېتانیایۍ ښځې الیزابت جېن راس چې «لېزا» هم بلل کېده مړی د جولای په ۱۸مه د اتن ښار د کیپسیلي په سیمه کې د یوې پرېښودل شوې ودانۍ دننه په یوه بکس کې موندل شوی و.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړې د جون په وروستیو کې یونان ته تللې وه او په څو ځایونو کې تر اوسېدو وروسته یې د اېکسارخیا په سیمه کې یو اپارتمان په کرایه نیولی و.

څېړنو ښودلې چې یو ۲۶ کلن افغان د هغې اپارتمان ته لاسرسی درلود.

پولیس وایي، د امنیتي کامرو او د موبایل د معلوماتو له ارزونې وروسته لیدل شوي چې شکمن کس د جولای د ۱۶مې په شپه یو لوی بکس له اپارتمان څخه هغې ودانۍ ته لېږدولی چې وروسته پکې د ښځې مړی وموندل شو.

پولیسو ویلي شکمن کس په لومړیو کې ادعا کړې وه چې ښځه یې په اپارتمان کې مړه موندلې او وروسته یې مړی په بکس کې ایښی و خو وروسته یې دا هم منلې چې د قرباني له موبایل څخه یې د هغې په نوم کورنۍ او ملګرو ته پیغامونه استولي او د هغې له بانکي کارتونو یې پیسې ایستلې دي.

د اګست په لومړۍ نېټه د شکمن کس په استوګنځي کې د پلټنې پر مهال یوه تقلبي ګلاک ډوله تومانچه او یوه پوځي ډوله چاړه هم موندل شوې چې له همدې امله د وسلو اړوند نور تورونه هم پرې لګېدلي دي.

پولیس وایي، د عدلي متخصصانو په مرسته د قرباني د ګوتو نښې ترلاسه شوې او د انټرپول په همکارۍ یې هویت تثبیت شوی. تورن کس عدلي ارګانونو ته سپارل شوی او د قضیې څېړنې روانې دي.

طالبان د ناروې کمېټې د رییس له قوله: نړۍ ته د افغانستان یو مثبت انځور وړاندې کوو

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رییس تاری مګنوسن واتردال د طالبانو د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره لیدلي دي. د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د بشري او پرمختیایي مرستو او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د څلور کلنې تګلارې په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو اقتصاد وزارت نن یکشنبه، د زمري پر ۱۱مه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې واتردال ټینګار کړی چې د اړیکو برخه د ناروې کمېټې د تګلارې تر ټولو مهمه برخه ده او دغه کمېټه به «هڅه وکړي چې له دې لارې نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان واقعي او مثبت انځور وړاندې کړي.»

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې تر اوسه د دې لیدنې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

طالبان چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د افغانستان وګړي په ځانګړې توګه ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې کړې او پراخ محدودیتونه یې پر لګولي، تل له رسنیو، بهرنیو چارواکو او سازمانونو غواړي چې نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان مثبت انځور وښيي.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رییس همدارنګه ویلي چې د دغه سازمان څلور کلنه تګلاره «پر درېیو اصلي محورونو لکه پر خوراکي مصونیت، د طبیعي سرچینو پر مدیریت او پر روغتیا او بیارغونې متمرکزه ده.»

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف هم د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له فعالیتونو مننه کړې او د دغه سازمان تګلاره یې «د افغانستان د خلکو د معیشتي وضعیت د ښه کولو په لاره کې یو اغېزمن ګام» بللی دی.

طالبانو له رسنیو غوښتي چې د خپلې واکمنۍ د پنځو کلونو لاسته راوړنو په اړه خپرونې چمتو کړي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي له رسنیو غوښټي چې د زمري ۲۴مې مراسمو ته پراخ رسنیز پوښښ ورکړي او د دې ډلې د پنځه کلنې واکمنۍ په اړه بېلابېلې خپرونې چمتو کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د خپرونو چارو معین فراهي په کابل کې د رسنیو له استازو سره د هغږۍ ناسته کړې.

نوموړي ویلي ،د زمري ۲۴مې د نمانځلو لپاره د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې پراخ چمتوالی نیول شوی او له رسنیو یې غوښتي چې د دغې ورځې مراسمو پراخ پوښښ ورکړي.

فراهي زیاته کړې:« رسنۍ باید د زمري ۲۴مې د نمانځلو پر مهال د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنو او د تېر شل کلن اشغال په اړه بېلابېلې خپرونې جوړې کړي، څو هېوادوال او نړیوال د یادو موضوعاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي تر څو راتلونکې ځوان نسل ته د تیر ظلمونو په اړه معلومات وشي».

همدارنګه فراهی زیاته کړې چې رسنۍ دې د پاکستان د پوځ «ناوړه عملونه» هم په ښه توګه رسنیز کړي.

په یاده خبرې ناسته کې د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم الحق حقاني او د ورزش او بدني روزنې عمومي رییس احمدالله وثیق هم د رسنیو مسولینو او خبریالانو ته سپارښتنې کړې دي.

دوی ویلي،د نظام او عامه افکارو ساتنه د ټولو ګډ مسولیت دی او رسنۍ دې د یادې ډلې د پرمختګونو او مهمو موضوعاتو په اړه بېلابېلې خپرونې جوړې او خپرې کړي.

د زمري ۲۴مه د طالبانو له لوري د یادې ډلې د بیا واکمنېدو د کلیزې په توګه نمانځل کېږي. طالبان وایي، له دې وروسته یې په هېواد کې امنیت او د بیارغونې چارې پیاوړې کړې دي، خو د دې ورځې په اړه د افغانستان دننه او بهر بېلابېل نظرونه شتون لري.