• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړیوال بنسټونه: د افغان میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازو په افغانستان کې د میندو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د کورنیو د لا زیات ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، د شیدو ورکولو نړیوالې اوونۍ په مناسبت په یوې غونډه کې شوې دي.

د نړیوالو سازمانونو استازو ویلي، که څه هم د مور شیدې د ماشوم د سالمې ودې او روغتیا لپاره ډېرې مهمې دي، خو په افغانستان کې ګڼې میندې د عامه پوهاوي د کمښت، د مشورتي روغتیايي خدمتونو د محدود لاسرسي او اقتصادي ستونزو له امله خپلو ماشومانو ته د مناسبې تغذیې په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

دوی خبرداری ورکړی چې خوارځواکي د ماشومانو پر جسمي او ذهني ودې جدي منفي اغېزې کولای شي او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې د مور د شیدو ورکولو د ترویج، د تغذیې د پوهاوي او د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو د پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف همداراز ویلي چې د کورنیو ملاتړ او د لومړنیو روغتیايي او تغذیوي خدمتونو پراخول د میندو او ماشومانو د روغتیا د ښه والي لپاره مهم ګامونه دي او نړیواله همکاري په دې برخه کې ځانګړی اهمیت لري.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۰۰ کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه سکه د بغلان موزیم ته وسپارل شوه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بغلان کې د شاوخوا دوه زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه سکه تر موندلو او قانوني مراحلو تر بشپړېدلو وروسته په رسمي توګه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه‌ییز موزیم ته د ساتنې په موخه وسپارل شوه. ویل کېږي دغه سکه یوه ماشوم موندلې وه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولوو سره ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه سکه به د یونان باختر دورې پورې اړه ولري او شاوخوا دوه زره کاله لرغونتوب لري، خو د کره تاریخ او مشخصاتو د معلومولو لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.

د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي وایي: «دغه تاریخي سکه یوه کم‌عمره هلک د بُرکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د څارويو د څرولو پر مهال موندلې ده».

د نوموړي په وینا، دغه سکه په رسمي توګه د خوندي ساتلو په موخه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوې او د اوس لپاره د دغه ریاست په سیمه‌ییز موزیم کې ساتل کېږي.

100%
د بغلان موزیم

یاد طالب مسوول د بغلان له اوسېدونکو څخه وغوښتل، چې د تاریخي اثارو د موندلو په صورت کې یې دوی ته وسپاري، څو د هېواد له کلتوري میراثونو څخه په سمه توګه ساتنه وشي.

راشد خان: ملي لوبې راته تر هر څه ډېر لومړيتوب لري

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د کرېکټ پیژندل شوي ستوري راشد خان له ايرلېنډ سره د افغان لوبډلې د سیاليو په تړاو ويلي: «ملي لوبې داسې يو څه دي چې له هر څه ډېر لومړیتوب لري». نوموړي دغه څرګندونې د ۱۰۰ باليز ليګ پرېښودو او د ملي لوبډلې سره د یو ځای کېدو لپاره ايرلېنډ ته د راونېدو پر مهال کړې دي.

د کريک انفو وېب پاڼې له مخې، راشد خان چې د (اېم آی لندن) لوبډلې سره د ۱۰۰ باليز ليګ په سیاليو کې لوبېده، په خپله وروستۍ سيالۍ کې یې په ۲۰ بالونو د ۱۷ منډو په ترڅ کې پنځه لوبغاړي سوځولي دي. د راشد خان لوبډلې دغه سيالي ګټلې او دی د سیالۍ غوره لوبغاړی ګرځېدلی دی.

راشد خان په دغو سياليو کې د برخې اخيستو په اړه ويلي: «کله چې زه تل دلته راځم، له دې ځایه ډېر خوند اخلم. خو ملي دنده هغه څه ده چې زما لومړیتوب دی، نن شپه بېرته ایرلېنډ ته د یو ورځنیو سیالیو لپاره ستنېږم. دا به ډېر خوندور وي چې په ښه باور او اعتماد سره بېرته لاړ شم».

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اګست له پنځمې نېټې څخه د ايرلېنډ پر وړاندې د پنځو يو ورځنيو سیالۍ لړۍ پيلوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې، افغان کرېکټ لوبډله به د اګست په پنځمه، اوومه، لسمه، ۱۲مه او ۱۵مه نېټه د ايرلېنډ سره پنځه يو ورځنۍ سيالۍ کوي.

کرېکټ بورډ د جولای په ۲۴مه نېټه ویلي و: «افغان لوبغاړي به نن په همدې موخه د ايرلېنډ هېواد په لوري حرکت وکړي، ترڅو له سیالیو وړاندې د یادې مهمې لوبلړۍ لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي».

د افغان لوبډلې مشري رحمت شاه، مرستيال مشر یې رحمان الله ګربز، او په لوبډله کې ورسره ابراهيم ځدران، صدیق الله اتل، هشمت الله شهيدي، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام عليخېل، ننګيال خروټی، راشد خان، اې اېم غضنفر، يامين احمدزی، سليم ساپی، فضل حق فاروقي او ضيا الرحمان شرافي شامل دي.

سرچینې: طالبانو په کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي اوسېدونکو ته د کورونو د تخلیې امر کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۱
100%

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د کابل په لوېدیځ کې د «امید سبز» په نوم ښارګوټي اوسېدونکو ته د زمري تر ۱۵مې، د پنجشنبې ورځې پورې، وخت ورکړی چې خپل کورونه تخلیه کړي.

د سرچینو په وینا، دغه پرېکړه د یکشنبې په ورځ د ښارګوټي د ګذر وکیلانو او د معاملاتو د لارښود دفترونو له مسؤلینو سره په یوې غونډه کې ابلاغ شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو د «امید سبز» ښارګوټي د معاملاتو د لارښود دفترونه هم مهر او تړلي دي.

د هغې خبرتیا له مخې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، د زمري له ۱۱مې نېټې وروسته د ښارګوټي هېڅ اوسېدونکی حق نه لري چې خپل کور په کرایه ورکړي یا له کرایه‌دارانو څخه کرایه واخلي.

په خبرتیا کې راغلي چې د زمري ۱۵مه د کورونو د تخلیې او د ښارګوټي د پرېښودو وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو یوې ځانګړې محکمې د روان کال د غويي میاشتې په پیل کې د «امید سبز» ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۰جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې وه.

طالبانو د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې پر مهال د دغو ځمکو د ملکیت د ارزونې بهیر پیل کړی و. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون اعلان وکړ، د «امید سبز» ښارګوټي د ځینو ځمکو ملکیت دولت پورې اړه لري.

شاه محمود میاخېل د طالبانو د امربالمعروف محتسبین «مُرده شویان» بللي دي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د طالبانو «شرطه» او «سپین کمیسي» (د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر محتسبین) «مرده‌ شویان» وبلل. میاخېل زیاته کړه، د دوی مشر نه‌ښکاري، «خو د اسلام، انسانیت او افغانیت پر ضد فرمانونه صادروي» او ورسره یې اسلام «بدنام» کړی دی.

شاه محمود میاخېل د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) په ایکس خواله رسنۍ کې د یوې لیکنې په خپرولو سره ویلي، طالبان له پنځو کلونو راهیسې د «جمهوریت» او «لنډغرو» پر ضد شعارونه ورکوي او ټوله ملامتیا پر «لنډغرو» او «جمهوریت» اچوي، خو میاخېل د «لنډغرو» د تعریف په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

میاخېل زیاته کړه: «هو! جمهوریت او لنډغر ځکه ملامته دي چې د طالبانو راتګ ته یې زمینه مساعده کړله. طالبان ولس ته همدا وایي چې دوی د جمهوریت او لنډغرو نه ښه دي او خلک په دې وېروي چې ګوندې که دوی له منځه ځي، نو پخواني لنډغر او فاسد جمهورتیان به بیا راځي».

د دغه پخواني چارواکي په باور، طالبانو د خپلې لومړۍ «ناکامې دورې» د کړنو پر بنسټ، د دوی په اصطلاح پخوانیو «لنډغرو» بیا راتګ ته زمینه مساعده کړله او زیاتوی: «طالبان د خپل اوسني حاکمیت خپله لنډغري او د حکومتولۍ تګلاره نه ګوري چې شرطه او سپین کمیسي مرده شویان یي څه نه کوي؟ افغانستان چا د انزوا حالت سره مخامخ کړی دی؟ د لنډغرو د بیا راتګ لپاره زمینه څوک مساعدوي»؟

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د جمهوري نظام پر مهال د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو پر وزارت بدل کړ او کارکوونکي یې «محتسبین» وبلل. دغې ډلې بیا محتسبینو ته د ډاکټرانو په څېر سپینې چپنې د یونیفورم په توګه وټاکه.

100%
د طالبانو محتسبین

شاه محمود میاخېل زیاته کړې: «د مشر یې [ملا هبت‌الله] درک نه‌ښکاري، خو د اسلام، انسانیت او افغانیت په ضد فرمانونه صادروي. هم یې اسلام بدنام کړ، هم افغانیت او هم انسانیت».

د ملي دفاع وزارت دغه پخواني سرپرست په ډاګه کړې، چې د وقفه‌يي جګړو پر مهال د پاکستان ضد تبلیغاتو د یو څو ورځو لپاره طالبانو ته «ساه» ورکړه، خو په وینا یې، هغه تبلیغ نور بازار نه‌لري ځکه ولس د دوی پر مذهب نه پوهیږي، چې دوی له پاکستان سره «زرګري» اختلاف لري که اساسي اختلاف؟ او په باور یې: «که اساسي اختلاف یې درلودلې نو باید د ولس حمایت لپاره یې مراجعه کړې وه او زمینه یې د یوه قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره مساعده کړې وه».

د هغه په باور: «یوازې په خپلو شرطه او سپین چپنو مرده شویانو د پاکستان په وړاندې دفاع هېڅکله نه‌شي کولای».

نوموړي څرګنده کړې: «د طالبانو دا روایتونه نور بازار نه لري. دیګ بخار شپیلقونه په چغارو راغلي او دیګ بخار خامخا انفجار کوي. د دیګ بخار سړول هم اسانه نه‌دي، ځکه د دیګ بخار لاندې اور زیات شوی او ګاونډیانو د سوي ګیس والونه بیرته کړي دي».

هغه په ټینګار سره ویلي، چې جګړه د مسایلو د حل لاره نه‌ده، خو په باور یې «دا په دې معنی نه‌ده چې د طالبانو تګلاره سمه ده. په کراتو مو ویلي، چې د طالبانو موجوده تګلاره په‌خپله راروانو جنګونو او د ګاونډیانو مداخلو ته زمینه مساعدوي او مسوولیت یې هم د دوی پر غاړه دی».

د نوموړي په اند، ډیرې افغانان د جنګ پلوي نه‌دي، خو چې څوک تنګ شي، خامخا به جنګ کوي او ویلي یې دي: «موږ به د جنګ برخه نه اوسو خو د جنګ د سون مواد په افغانستان کې کمبود نه‌لري».

ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران له امله د انساني قاچاق ګواښ زیات شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (یو‌اېن‌او‌سي‌ډي) ویلي، په هېواد کې د بشري او اقتصادي بحران له ژورېدو سره د انساني قاچاق ګواښ هم زیات شوی دی.

دغه دفتر د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د ټولنیزو او اقتصادي فشارونو له امله خلک د انساني قاچاق، استثمار او جبري کار پر وړاندې ډېر زیانمن شوي دي.

دیادې ادارې په وینا، د څه باندې شپږو میلیونو افغانانو بېرته ستنېدل، د بدیلو معیشتي فرصتونو له برابرېدو پرته د کوکنارو د کښت له منځه وړل او د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه، هغه مهم عوامل دي چې په افغانستان کې یې د انساني قاچاق ګواښ زیات کړی دی.

یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د دغو ستونزو د حل لپاره باید د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو، د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کولو او د زیانمنو قشرونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای‌او‌اېم) هم په افغانستان کې د انساني قاچاق د زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی وو.

د دغه سازمان په وینا، له ایران او پاکستان څخه میلیونونه راستنېدونکي افغانان د بې‌وزلۍ، د کار د فرصتونو د کمښت او د بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي له امله د انساني قاچاق، استثمار او نورو ناوړه ګټه اخیستونکو له جدي ګواښ سره مخ دي.