د اټکل له مخې؛ سږکال به په روزګان کې تر ۲۴زره مټریک ټنه ډېر بادام ترلاسه شي

په روزګان کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږکال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر پرتله زیات شوي؛ خو کروندګر د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار د نشتوالي له امله اندېښمن دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ په روزګان کې د بادامو باغونه پر شاوخوا ۵زره او ۵۹۰ هکټاره ځمکه جوړ شوي او اټکل کېږي، چې سږکال به ترې نږدې ۲۴زره او ۹۶۰ مټریک ټنه بادام ترلاسه شي.
په روزګان کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، د ژمي په موسم کې د یخنۍ د زیان نه رسېدو له امله د بادامو حاصلات د تېرو کلونو پرتله ښه شوي او کروندګرو هم د بادامو باغونو جوړولو ته ډېره پاملرنه کړې ده.
یوشمېر بڼوال د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي؛ خو وایي د خپلو بادامو لپاره مناسب بازار نهلري. هغوی له حکومته غواړي، چې د دوی د محصولاتو د پلور او صادراتو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په روزګان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست هم وایي، د بادامو او نورو وچو مېوو د بازارموندنې لپاره هڅې روانې دي. د دغه ریاست د مسوولینو په وینا؛ د ازبکستان په ګډون په نړۍوالو نندارتونونو کې د روزګان د بادامو د معرفي کولو لپاره ځانګړې برنامې جوړې شوې او تمه لري، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه محصولاتو لپاره نوي نړۍوال بازارونه وموندل شي.
