• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیمروز په دښتو کې د قرباني شوي کس وروستی پیغام: د ځنکدن سګلۍ مې دي ماته بخښه وکړئ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۹ GMT+۱

د نیمروز په دښتو کې قرباني شوي کس په خپل وروستي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې له ډېرې تندې د ژوندي پاتې کېدو تمه نه‌لري. د حیات‌الله په نوم دغه ځوان په خپل پیغام کې وایي: «دعا کوه مورجانې مرمه، تمه نه‌لرم چې بچ به شم، ټول ماته خپل حق وبښئ».

د هغه ۱۹ افغانانو له ډلې چې په ناقانونه ډول یې غوښتل ایران ته سفر وکړي او د نیمروز په دښتو کې مړه شول؛ د حیات‌الله په نوم یو کس خپل وروستی ویډیویي پیغام ثبت کړی دی. په ویډیو کې د میرادم په نوم یو بل کس پر حیات‌الله غږ کوي او د بښنې غوښتنه کوي.

حیات‌الله په دغه ویډیويي پیغام کې وایي، دا یې وروستی دیدن دی او ګومان نه‌کوي چې د تندې له امله به ژوندی پاتې شي. هغه خپلو دوستانو او خپلوانو ته د وروستي پیغام په توګه وایي، که له چا پوروړی وي، د توان تر بریده به یې ورور دغه پور ادا کړي او که ممکنه وي بښنه دې ورته وکړي.

دغه ویډیو په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. تر دې څو ورځې وړاندې د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ په «ګرد لالو» سیمه کې د یوشمېر هغه افغانانو مړي موندل شوي وو چې ایران ته د ناقانونه تګ پرمهال لادرکه شوي وو.

په نیمروز کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل‌محمد قدرت وړاندې ویلي و، چې دغه کسان د سختې هوا او د دښتې له ستونزمنو شرایطو سره مخ شوي او د تندې او ستړیا له امله مړه شوي دي.
تازه د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو ویلي، چې د نیمروز په دښتو کې د مړو شویو ۱۴ کسانو جسدونه یې له هرات وروسته بادغیس ولایت ته لېږدولي. یاد کسان ایران ته د ناقانونه تګ پرمهال لادرکه شوي وو او جسدونه یې څو ورځې وړاندې د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې موندل شوي وو.

ترویج لرونکی

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي
۱

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۲

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

۳

جنرال سمیع‌ سادات: له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه لرو

۴

طالبانو په کابل کې د ۷ غلو د وژلو ادعا کړې

۵
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې اداره: د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د خوست او پکتیکا د دوو قومونو ترمنځ د غره پر سر نښته له څو ورځو راهیسې لاهم روانه ده

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۳۷ GMT+۱
100%

له خوست نه سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ د «ډیوه» غره پر سر شخړه له څو ورځو راهیسې روانه ده او نن پنځمې ورځې ته غځېدلې ده.

له سیمې خپرې شوې ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د نښتې پرمهال دواړه خواوو له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی. د معلوماتو له مخې؛ دغه شخړه د ځدراڼ د بورخېل او ګیان‌خېلو قومونو ترمنځ رامنځته شوې ده، چې شاوخوا اته لسیزې مخینه لري.
ځینې ځایي اوسېدونکي دغه لانجه د سپېرې ولسوالۍ د ریزو قوم او د ګیان ولسوالۍ د ګیانخېلو قوم ترمنځ د ډیوې غره او ځمکې د مالکیت پر سر بولي. د سیمې اوسېدونکي وایي، هرکال د ځڼغوزیو د حاصلاتو راټولولو پرمهال ورته شخړې رامنځته کېږي او له اړوندو چارواکو یې غوښتي چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د یادې اوږدمهاله لانجې لپاره عادلانه او دوامداره حل‌لاره ومومي؛ څو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي.

ورته مهال په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د وضعیت کنټرول لپاره د یادې ډلې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی دی. هغه زیاته کړې، چې د دواړه ولایتونو د والیانو او نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون د ستونزې د حل لپاره هڅې پیل شوې دي.

لاتراوسه د یادې نښتې له امله د کره مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د بشري حقونو څار بنسټ: طالبانو افغانستان د بشري حقونو له ژور ناورین سره مخ کړی

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۴۰ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځمې کلیزې په مناسبت په خپور کړي راپور کې ویلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د پراخو محدودیتونو په لګولو سره د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو سختو تګلارو افغانستان د نړۍ بشري حقونو له ژور ناورین سره مخ کړی دی. د راپور له مخې؛ طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځې او نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې کړې، د کار، بیان ازادۍ او تګ‌راتګ په برخو کې یې محدودیتونه زیات کړي دي.

راپور کې ویل شوي، چې خبریالان، مدني فعالان او پر طالبانو نیوکه کوونکي له ګواښونو، خپل‌سرو نیونو او شکنجې سره مخ شوي او د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو سلګونه غړي د جبري ورکېدو او له محکمې پرته وژنو قرباني شوي دي.

دغه بنسټ د بشري مرستو د کمښت یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې د بهرنیو مرستو له کمښت وروسته د افغانستان نږدې نیمایي وګړي د خوړو او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. د راپور له مخې؛ تر ۳.۷ مېلیونه ډېر ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او روغتیايي خدمتونه هم کمزوري شوي دي.

راپور کې د پاکستان او ایران له لوري د افغان کډوالو د جبري ستنولو، له پاکستان سره د وسله‌والې شخړې د بیا پیل او د داعش ډلې د بریدونو یادونه شوې چې د دغه بنسټ په وینا د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل شوي دي.

د بشري حقونو څار بنسټ همداراز د ښځو او نورو ډلو پر وړاندې د تبعیضي چلند، د اېل‌جي‌بي‌ټي (LGBT) کسانو د ځورونې، بدني سزاوو او صحرایي محکمو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه اقدامات د قانوني او نړۍوالو معیارونو خلاف دي.

دغه بنسټ همداراز ویلي، د جرمونو نړۍوالې محکمې له لوري د طالب مشرانو د نیولو د حکمونو صادرېدل او په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خپلواک حساب‌ورکونې تګلارې جوړېدل، د بشري حقونو د سرغړوونکو د معافیت پای ته رسولو لپاره مهم ګامونه دي.

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، یوازې د طالبانو د تګلارو غندل بسنه نه‌کوي او له حکومتونو یې غوښتي چې پر دې ډلې فشار زیات کړي؛ څو د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول لګول شوي محدودیتونه لرې کړي، له نړۍوالې حساب‌ورکونې بهیرونو ملاتړ وکړي، د افغانستان د بشري مرستو پروګرامونو بودجه برابره کړي او د افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو جبري اېستل پای ته ورسوي.

د طالبانو د کرنې وزارت پلاوی د کرنیزو همکاریو پیاوړتیا په موخه مالدووا ته سفر کړی

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د مالدووا د کرنې او خوړو صنعت وزارت په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ په پنځه ورځني سفر دغه هېواد ته ولاړ.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سفر به د روانې زېږدیزې میاشتې له ۲مې تر ۷مې نېټې دوام وکړي. یاد وزارت د دغه سفر موخه د بوټو ساتنې، د افتونو مدیریت، د فیرومون ټېکنالوژۍ، کرنیزو څېړنو، د سوداګریزو بڼونو د مدیریت او د افغانستان او مالدووا ترمنځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا ښودلې.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه سفر کې له عثماني سره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار ګل حضرت حماد او د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ د اساسي او توافقي څېړنو مشر محمد رفیع باوري هم ګډون لري.

یاد وزارت ویلي، تمه ده د دغه سفر علمي او تخنیکي لاسته راوړنې د هېواد د کرنې عصري کولو، د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو د کیفیت او د حاصلاتو لوړولو او د دوامداره کرنیزې ودې لپاره وکارول شي.

د طالبانو د کرنې وزارت همداراز وایي، د نړۍوالو همکاریو پراختیا، د کرنیزو څېړنو پیاوړتیا او د پرمختللو کرنیزو ټېکنالوژیو د لېږد لپاره له بېلابېلو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو سره خپلې اړیکې پراخوي.

له پاکستان نه د ستنېدو اندېښنه؛ د ښځینه افغان محصلانو د زده‌کړو هیلې له ګواښ سره مخ دي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو روان بهیر د هغه ښځینه افغان محصلانو اندېښنې زیاتې کړې، چې په دغه هېواد کې پر لوړو زده‌کړو بوختې دي. دوی وايي، که د زده‌کړو له بشپړېدو وړاندې افغانستان ته د ستنېدو لپاره اړې شي؛ نو د څو کلونو زحمت به یې په اوبو لاهو شي.

دوی داسې هېواد ته د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي، چې په‌کې د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیز لګېدلی او د زده‌کړو دوام په‌کې ناشونی دی.

۲۰ کلنه افغان محصله فرشته بي‌بي (مستعار نوم) چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده، له خپلې کورنۍ سره له څو کلونو راهیسې د پېښور په ښار کې ژوند کوي. نوموړې دامهال په یوه خصوصي پوهنتون کې د ګرځندوی او هوټل مدیریت د څلورم سمستر محصله ده.

فرشتې بي‌بي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د کډوالۍ ژوند هېڅکله اسانه نه و؛خو بیا یې هم خپلې زده‌کړې ونه درولې ځکه باور لري چې زده‌کړه د ښه راتلونکي یوازینۍ هیله ده. هغې وویل: «دغه ډېګري زما لپاره یوازې یو سند نه؛ بلکې د باعزته ژوند دروازه ده. زه غواړم پر خپلو پښو ودرېږم او په ټولنه کې مثبت رول ولرم».

هغې زیاته کړه: «کله چې موږ ته وویل شول، چې باید بېرته افغانستان ته ولاړ شو داسې احساس مې وکړ لکه ټوله نړۍ چې راباندې نسکوره شوې وي. زده‌کړې ذهني ارامتیا غواړي خو کله چې هره شېبه د بېرته ستنېدو وېره وي؛ نو پر درس تمرکز ناشونی وي. که افغانستان ته ستنه شم نه یوازې به مې د پوهنتون زده‌کړې نیمګړې پاتې شي؛ بلکې د څو کلونو زحمت به مې هم ضایع شي».

هغې وویل، که بېرته افغانستان ته ستنه شي او وروسته وغواړي یوازې پاکستان ته ولاړه شي؛ ترڅو خپلې زده‌کړې بشپړې کړي کورنۍ به یې اجازه ورنه کړي او له دې سره به یې زده‌کړې د تل لپاره پای ته ورسېږي.

فرشته بي‌بي له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې افغان محصلانو او ښځینه محصلانو ته اجازه ورکړي؛ څو لږترلږه خپلې روانې زده‌کړې بشپړې کړي. هغه وایي: «موږ یوازې دومره وخت غواړو، چې خپله ډېګري بشپړه کړو. له هغې وروسته چې حکومت هره پرېکړه کوي، موږ ته د منلو وړ ده».

هغې دا هم وویل، پلار یې پرېکړه کړې چې راتلونکې اوونۍ به له ټولې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږي. د هغې په وینا؛ که افغانستان ته ستنه شي نو هلته د نجونو پر زده‌کړو لا له وړاندې بندیز لګېدلی.

افغان ښځینه محصلانې وايي، اوس‌مهال د دوو هېوادونو ترمنځ په داسې وضعیت کې راګیرې دي چې نه یې په پاکستان کې راتلونکی روښانه دی او نه هم په افغانستان کې د زده‌کړو مناسب فرصتونه شته. د دوی په باور؛ پاکستان یوازې د پناه ځای نه و بلکې هغه ځای و چې دوی په‌کې د خپلې زده‌کړې او راتلونکي خوبونه جوړ کړي وو.

د زده‌کړو او بشري حقونو کارپوهان وايي، زده‌کړه د کډوالو لپاره یوازې یو امتیاز نه؛ بلکې د خپلواک ژوند، عزت او ښه راتلونکي بنسټ دی. د دوی په وینا؛ که زده‌کوونکو ته د خپلو زده‌کړو د بشپړولو فرصت ور نه کړل شي، نو اغېزې به یې یوازې پر همدې محصلانو محدودې نه وي.

د نورستان له غمځپلو سره د غمرازۍ پرمهال د طالبانو د پلاوي خندا قومي مشران خواشیني کړي دي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱
100%

د نورستان د وروستیو سېلابونو له کبله د ویجاړونکې غمیزې ۱۵ ورځې وروسته، د طالبانو یو پلاوی د غمرازۍ په موخه دغه ولایت ته تللی. د فاتحې او غمشریکۍ په مراسمو کې د پلاوي د غړو د خندا ویډیوګانو د نورستان قومي مشرانو او ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

دغه قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، داسې مهال چې د نورستان خلک لاهم د پراخې ویجاړۍ او درنې مرګ‌ژوبلې له امله د غم په ټغر ناست دي؛ د طالب پلاوي د غړو خپل منځي خندا او د هغوی چلند د غمشریکۍ له مراسمو سره مناسب نه و.

د نورستان د غمیزې له رامنځته کېدو شاوخوا ۱۵ ورځې تېرېږي. د دغه قومي مشرانو په وینا؛ په دې موده کې لاهم د قربانیانو د موندلو هڅې روانې وې او پرون هم د دوو کسانو مړي موندل شوي دي.

که څه هم طالبانو لاتراوسه د یادې پېښې د ځاني زیان په اړه وروستۍ شمېرې نه‌دي خپرې کړې؛ خو تېره اونۍ د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي و، چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو رسمي شمېر نږدې ۳۰ ته رسېدلی او تر ۱۰۰ ډېر لاهم لادرکه دي.

قومي مشران وايي، د ناورین له امله د سیمې شاوخوا ۸۰ سلنه اقتصادي زېربناوې او شتمنۍ زیانمنې شوې او خلک لاهم مرستو او بیارغونې ته اړتیا لري. دوی د طالبانو د حکومت پر ناوخته غمرازۍ هم نیوکې کړې ده.
د نورستان یو قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د طالبانو دغه پلاوی د خلکو له پراخو نیوکو وروسته سیمې ته تللی: «د ناورین له رامنځته کېدو ۱۵ ورځې وروسته د طالبانو پلاوی د خلکو له پراخو نیوکو وروسته د غمرازۍ لپاره نورستان ته راغلی او هغه هم د فاتحې په مراسمو کې یو له بل سره خاندي».

یوشمېر قومي مشران بیا د طالب چارواکو د ادعاوو او عملي اقداماتو ته په اشارې وايي: «هغه حکومت چې ځان د ابادۍ اتل بولي، باید په داسې سختو شرایطو کې پر وخت د خلکو ترڅنګ ولاړ وای».

د سیمې یو بل اوسېدونکي د غمشریکۍ په مراسمو کې د طالب چارواکو د خندا خپرې شوې ویډیوګانو ته په اشارې ویلي: «طالب مشران اوس د فاتحې لپاره راغلي که د تفریح لپاره؟ دا هر څه د افسوس وړ دي».