طالبانو په پکتیا کې د لسګونو میلو وسلو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پکتیا د مرکز ګردېز ـ زرمت پر لویه لار یې د ۵۰ میله وسلو د قاچاق مخه نیولې ده. طالبان وايي، یادې وسلې له پکتیا څخه غزني ته قاچاق کېدي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پکتیا د مرکز ګردېز ـ زرمت پر لویه لار یې د ۵۰ میله وسلو د قاچاق مخه نیولې ده. طالبان وايي، یادې وسلې له پکتیا څخه غزني ته قاچاق کېدي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې په نیول شویو وسله کې ۳۰ میله تومانچې او ۱۳ میله کلاشنکوفونه شامل و.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، یادې وسلې د پکتیا د پټان ولسوالۍ له لارې غزني ولایت ته قاچاق کېدلي.
طالبانو زیاته کړې، چې د یادو وسلو د قاچاق په تور یې دوه تنه نیولي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به د یادې ډلې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو روان بهیر د هغه ښځینه افغان محصلانو اندېښنې زیاتې کړې، چې په دغه هېواد کې پر لوړو زدهکړو بوختې دي. دوی وايي، که د زدهکړو له بشپړېدو وړاندې افغانستان ته د ستنېدو لپاره اړې شي؛ نو د څو کلونو زحمت به یې په اوبو لاهو شي.
دوی داسې هېواد ته د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي، چې پهکې د نجونو پر لوړو زدهکړو بندیز لګېدلی او د زدهکړو دوام پهکې ناشونی دی.
۲۰ کلنه افغان محصله فرشته بيبي (مستعار نوم) چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده، له خپلې کورنۍ سره له څو کلونو راهیسې د پېښور په ښار کې ژوند کوي. نوموړې دامهال په یوه خصوصي پوهنتون کې د ګرځندوی او هوټل مدیریت د څلورم سمستر محصله ده.
فرشتې بيبي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د کډوالۍ ژوند هېڅکله اسانه نه و؛خو بیا یې هم خپلې زدهکړې ونه درولې ځکه باور لري چې زدهکړه د ښه راتلونکي یوازینۍ هیله ده. هغې وویل: «دغه ډېګري زما لپاره یوازې یو سند نه؛ بلکې د باعزته ژوند دروازه ده. زه غواړم پر خپلو پښو ودرېږم او په ټولنه کې مثبت رول ولرم».
هغې زیاته کړه: «کله چې موږ ته وویل شول، چې باید بېرته افغانستان ته ولاړ شو داسې احساس مې وکړ لکه ټوله نړۍ چې راباندې نسکوره شوې وي. زدهکړې ذهني ارامتیا غواړي خو کله چې هره شېبه د بېرته ستنېدو وېره وي؛ نو پر درس تمرکز ناشونی وي. که افغانستان ته ستنه شم نه یوازې به مې د پوهنتون زدهکړې نیمګړې پاتې شي؛ بلکې د څو کلونو زحمت به مې هم ضایع شي».
هغې وویل، که بېرته افغانستان ته ستنه شي او وروسته وغواړي یوازې پاکستان ته ولاړه شي؛ ترڅو خپلې زدهکړې بشپړې کړي کورنۍ به یې اجازه ورنه کړي او له دې سره به یې زدهکړې د تل لپاره پای ته ورسېږي.
فرشته بيبي له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې افغان محصلانو او ښځینه محصلانو ته اجازه ورکړي؛ څو لږترلږه خپلې روانې زدهکړې بشپړې کړي. هغه وایي: «موږ یوازې دومره وخت غواړو، چې خپله ډېګري بشپړه کړو. له هغې وروسته چې حکومت هره پرېکړه کوي، موږ ته د منلو وړ ده».
هغې دا هم وویل، پلار یې پرېکړه کړې چې راتلونکې اوونۍ به له ټولې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږي. د هغې په وینا؛ که افغانستان ته ستنه شي نو هلته د نجونو پر زدهکړو لا له وړاندې بندیز لګېدلی.
افغان ښځینه محصلانې وايي، اوسمهال د دوو هېوادونو ترمنځ په داسې وضعیت کې راګیرې دي چې نه یې په پاکستان کې راتلونکی روښانه دی او نه هم په افغانستان کې د زدهکړو مناسب فرصتونه شته. د دوی په باور؛ پاکستان یوازې د پناه ځای نه و بلکې هغه ځای و چې دوی پهکې د خپلې زدهکړې او راتلونکي خوبونه جوړ کړي وو.
د زدهکړو او بشري حقونو کارپوهان وايي، زدهکړه د کډوالو لپاره یوازې یو امتیاز نه؛ بلکې د خپلواک ژوند، عزت او ښه راتلونکي بنسټ دی. د دوی په وینا؛ که زدهکوونکو ته د خپلو زدهکړو د بشپړولو فرصت ور نه کړل شي، نو اغېزې به یې یوازې پر همدې محصلانو محدودې نه وي.
په بدخشان، کندهار، بادغیس او نورو ولایتونو کې د مخالفو وسلهوالو جبهو د بریدونو له پراخېدو وروسته طالبانو د نورو جنګیالیو د جذب بهیر پیل کړی. دغې ډلې ویلي، تازه یې د بدخشان او کندهار په ګډون په ۷ ولایتونو کې نږدې ۵۵۰ تازه دمي جنګیالي جذب کړي دي.
سره له دې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو د مخالفو وسلهوالو چریکي بریدونو دوام درلود، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې د لومړي ځل لپاره په بدخشان ولایت کې یوه ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د یادې ډلې د مخالفو وسلهوالو له لوري ونیول شوه.
د «سپاهیان مهین» په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسلهوالې ډلې (د چنګاښ په ۲۶مه) د څو ساعتونو لپاره د بدخشان یفتل پایین ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوسته. د دغې ولسوالۍ له لنډ مهالي سقوط وروسته د طالبانو یوې بلې وسلهوالې مخالفې ډلې (ازادۍ جبهې) هم د بدخشان د زېباک ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر سیمو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې پیل کړې.
له دې سره سم، د جمهوري نظام د ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې بیا همدا ۴ ورځې مخکې له سیاسي هلو ځلو سربېره خپل وسلهوال فعالیتونه هغه هم له کندهاره پیل کړل. دغې جبهې په یوې ویډیو کې ادعا کړې، چې د زمري پر ۸مه یې د کندهار- سپین بولدک ترمنځ د لارې په اوږدو کې پر طالبانو برید کړی دی.
له دې سره سم، متحدې جبهې د یکشنبې په ورځ په بادغیس کې د دوو طالبانو له وژلو خبر ورکړ او همداراز یې ادعا وکړه، چې د غور په مرکز کې یې د ملي پولیسو د پخوانۍ افسرې «نګار» یو قاتل (طالب) هم وژلی دی.
دغه پولیس افسره شاوخوا ۴ کاله وړاندې په فیروز کوه ښار کې په خپل کور کې د خپلې کورنۍ د غړو په مخکې په ډزو وژل شوې وه. ویل کېږي دغه ښځه د وژل کېدو پر مهال امیندواره هم وه.
له دغو پېښو وروسته د طالبانو دفاع وزارت د کندهار او بدخشان ولایتونو په ګډون په ۷ ولایتونو کې د تازه دمو جنګیالیو له جذب څخه خبر ورکړی. کندهار او بدخشان هغه ولایتونه دي، چې په دې وروستیو ورځو او اونیو کې د طالبانو د مخالفو وسلهوالو د بریدونو ښکار شوي دي.
د طالبانو د لوی درستیز د رسنیو دفتر د یکشنبې په ماخوستن (د زمري ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په کندهار، بدخشان، خوست، کونړ، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې یې ۵۴۷ کسان خپلو صفوفو ته جذب کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ځوانان د نظامي او مسلکي زدهکړو په موخه د حضرت عبدالله بن مسعود د محاربوي ګډو تعلیماتو قومندانۍ ته معرفي شوي او زیاته شوې: «دغه داوطلبان به له نظامي او مسلکي زدهکړو وروسته د اسلامي اردو د منسوبینو په توګه خلکو او د اسلامي نظام لپاره خدمت کولو ته چمتو شي».
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په کندهار، بدخشان، خوست، کونړ، لوګر، زابل، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو لیکو ته د جنګیالیو د جذب بهیر دوام لري.
د طالبانو د لوی درستیز د رسنیو دفتر له لوري په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري، چې د دغو تازه جذب شویو جنګیالیو سرونه خرېل شوي، په داسې حال کې چې طالبان په خپله څڼې پرېښې دي.
د شنونکو او څارونو په باور، طالبانو په داسې حال کې چې ۵ کاله مخکې د واکمنېدو له پیل سره سم، د تېر جمهوري نظام د روزل شوې مسلکي اردو او ملي پولیسو افسران او سرتېري له دندو ګوښه کړل او په وینا یې، طالبان اوس د جنګیالیو د احتمالي کمښت په موخه د جذب پروسه پیل کړې ده.
له دې سره سم، استخباراتي شنونکو بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو جبهو وروستي تحرکات د طالبانو د دویمې دورې د «استبداد» د پای پیل بللی دی.
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رييس ضیا سراج د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د ازادۍ جبهې، سپاهیان میهن او متحدې جبهې وروستي تحرکات د طالبانو د دویم «استبدادي» دورې د پای بهیر پیلېدل ښيي.
د نوموړي په وینا، حتی له وسلهوالو مخالفینو پرته به هم د طالبانو «رژیم» د خپلو ناسمو کورنیو او بهرنیو سیاستونو له امله له سقوط سره مخ شي.
ضیا سراج په ډاګه کړې، چې د طالبانو فرمانونو او پرېکړو د دې ډلې اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړې ده. هغه زیاته کړې، چې په تېر نظام کې د طالبانو د راتګ د پایلو په اړه خبرداري مبالغه ګڼل کېدل، خو اوس حقایق ټولو ته روښانه شوي دي.
له دې ټولو سره سره د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د یوې خبري غونډې پرمهال د تېر جمهوري نظام د پوځ د ځانګړو ځواکونو د پخواني قوماندان سمیع سادات په مشرۍ د متحده جبهې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه په غبرګون کې وویل، د دوی له حضوره خبر دي، خو د لا ډېر فعالیت اجازه به ورنهکړي.
نوموړي وویل: «موږ دغه خبره نهشو ردولی؛ ځکه دوی له پخوا راهیسې حضور لري. په تېرو وختونو کې دوی د تنظیمونو په بڼه حضور لاره. یو وخت دوی د لویو ډلو په بڼه هم حضور لاره او په بېلابېلو نومونو یې ډلې جوړې کړې وې».
د طالبانو ویاند همدارنګه د یادې ډلې د مخالفینو فعالیت تر خواله رسنیو محدود وباله. هغه زیاته کړه: «دا هماغه خلک دي چې بهر ته تښتېدلي او په نویو نومونو یې ډلې جوړې کړې دي او غواړي افغانستان ناامنه کړي او یا یې ناامنه ښکاره کړي».
د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د طالبانو «شرطه» او «سپین کمیسي» (د امربالمعروف او نهې عنالمنکر محتسبین) «مرده شویان» وبلل. میاخېل زیاته کړه، د دوی مشر نهښکاري، «خو د اسلام، انسانیت او افغانیت پر ضد فرمانونه صادروي» او ورسره یې اسلام «بدنام» کړی دی.
شاه محمود میاخېل د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) په ایکس خواله رسنۍ کې د یوې لیکنې په خپرولو سره ویلي، طالبان له پنځو کلونو راهیسې د «جمهوریت» او «لنډغرو» پر ضد شعارونه ورکوي او ټوله ملامتیا پر «لنډغرو» او «جمهوریت» اچوي، خو میاخېل د «لنډغرو» د تعریف په تړاو نور جزییات نهدي ورکړي.
میاخېل زیاته کړه: «هو! جمهوریت او لنډغر ځکه ملامته دي چې د طالبانو راتګ ته یې زمینه مساعده کړله. طالبان ولس ته همدا وایي چې دوی د جمهوریت او لنډغرو نه ښه دي او خلک په دې وېروي چې ګوندې که دوی له منځه ځي، نو پخواني لنډغر او فاسد جمهورتیان به بیا راځي».
د دغه پخواني چارواکي په باور، طالبانو د خپلې لومړۍ «ناکامې دورې» د کړنو پر بنسټ، د دوی په اصطلاح پخوانیو «لنډغرو» بیا راتګ ته زمینه مساعده کړله او زیاتوی: «طالبان د خپل اوسني حاکمیت خپله لنډغري او د حکومتولۍ تګلاره نه ګوري چې شرطه او سپین کمیسي مرده شویان یي څه نه کوي؟ افغانستان چا د انزوا حالت سره مخامخ کړی دی؟ د لنډغرو د بیا راتګ لپاره زمینه څوک مساعدوي»؟
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د جمهوري نظام پر مهال د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو پر وزارت بدل کړ او کارکوونکي یې «محتسبین» وبلل. دغې ډلې بیا محتسبینو ته د ډاکټرانو په څېر سپینې چپنې د یونیفورم په توګه وټاکه.
شاه محمود میاخېل زیاته کړې: «د مشر یې [ملا هبتالله] درک نهښکاري، خو د اسلام، انسانیت او افغانیت په ضد فرمانونه صادروي. هم یې اسلام بدنام کړ، هم افغانیت او هم انسانیت».
د ملي دفاع وزارت دغه پخواني سرپرست په ډاګه کړې، چې د وقفهيي جګړو پر مهال د پاکستان ضد تبلیغاتو د یو څو ورځو لپاره طالبانو ته «ساه» ورکړه، خو په وینا یې، هغه تبلیغ نور بازار نهلري ځکه ولس د دوی پر مذهب نه پوهیږي، چې دوی له پاکستان سره «زرګري» اختلاف لري که اساسي اختلاف؟ او په باور یې: «که اساسي اختلاف یې درلودلې نو باید د ولس حمایت لپاره یې مراجعه کړې وه او زمینه یې د یوه قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره مساعده کړې وه».
د هغه په باور: «یوازې په خپلو شرطه او سپین چپنو مرده شویانو د پاکستان په وړاندې دفاع هېڅکله نهشي کولای».
نوموړي څرګنده کړې: «د طالبانو دا روایتونه نور بازار نه لري. دیګ بخار شپیلقونه په چغارو راغلي او دیګ بخار خامخا انفجار کوي. د دیګ بخار سړول هم اسانه نهدي، ځکه د دیګ بخار لاندې اور زیات شوی او ګاونډیانو د سوي ګیس والونه بیرته کړي دي».
هغه په ټینګار سره ویلي، چې جګړه د مسایلو د حل لاره نهده، خو په باور یې «دا په دې معنی نهده چې د طالبانو تګلاره سمه ده. په کراتو مو ویلي، چې د طالبانو موجوده تګلاره پهخپله راروانو جنګونو او د ګاونډیانو مداخلو ته زمینه مساعدوي او مسوولیت یې هم د دوی پر غاړه دی».
د نوموړي په اند، ډیرې افغانان د جنګ پلوي نهدي، خو چې څوک تنګ شي، خامخا به جنګ کوي او ویلي یې دي: «موږ به د جنګ برخه نه اوسو خو د جنګ د سون مواد په افغانستان کې کمبود نهلري».
د طالبانو تر واک لاندې د نجونو له ځینو دیني مدرسو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په دغه مدرسو کې د تدریس پرځای تر ډېره د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سختو تګلارو ملاتړ او تبلیغ کېږي او زدهکوونکې هڅول کېږي چې دغه قوانین سم او د منلو وړ وبولي.
د پکتیا ولایت د یوې ښځینه دارالعلوم یوشمېر زدهکوونکې وایي، ښوونکې یې د تدریس پرځای ډېر وخت د طالبانو لهخوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو او قوانینو پر ستاینې تېروي او ورته وایي چې د طالبانو ټولې پرېکړې او تګلارې شرعي او د منلو وړ دي.
د دغه زدهکوونکو په وینا؛ ښوونکې دوی د طالبي حجاب رعایتولو ته اړ باسي، ان تر دې چې پر سترګو هم د نقاب تورې پردې راټیټول لازمي ګڼي. دوی زیاته کړې، په دې وروستیو کې زدهکوونکو ته خبرداری ورکول شوی که له دې امر سرغړونه وکړي نو د امربالمعروف محتسبین به یې ونیسي.
دغه زدهکوونکو تر دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په مدرسو کې د ښځو اړوند ځینې موضوعات سانسور کېږي او ښوونکې یې ان له تدریس تېرېږي. د زدهکوونکو په وینا؛ په ټولګیو کې د بحثونو پرمهال ښځه د نارینه پرتله ټیټه او بېوسې معرفي کېږي.
یوه زدهکوونکې وایي، له هغې ورځې چې مدرسې ته ځي، له ژور خپګان او ذهني فشار سره مخ ده. هغې زیاته کړه: «کله چې په ځینو موضوعاتو له استادانو سره بحث کوو، که هر څومره منطقي او قانع کوونکي دلایل هم وړاندې کړو، هغوی په تونده لهجه او له تاوتریخوالي ډک چلند ځواب راکوي او خپله خبره پر موږ تحمیلوي».
دغه زدهکوونکې همداراز ادعا کوي، چې د دوی ډېری ښوونکې مسلکي نهدي او د مضامینو د تدریس له مسوولیت څخه په سمه توګه نهشي وتلی. د هغوی په وینا؛ یوازې د ګوتو په شمېر داسې ښوونکې شته چې له دارالعلومونو فارغې شوې وي او پاتې نورې یوازې طالبانو ته د تبلیغ لپاره ګومارل شوې دي.
دوی وایي، دغه ښوونکې له خپلو شخصي معلوماتو زدهکوونکو ته نوټونه برابروي او په ډېرو مضمونونو کې کوم مشخص درسي کتاب یا معیاري نصاب نهشته چې زدهکوونکي ورته لاسرسی ولري.
یوشمېر زدهکوونکو ویلي، د دې لپاره مدرسو ته تللي چې د نجونو لپاره له مدرسو پرته د زدهکړو بل مرکز نهشته. د دوی په وینا؛ زدهکوونکې د علمي سویې د ارزونې پر ځای یوازې د عمر له مخې په ټولګیو کې شاملېږي، چې له امله یې ډېری زدهکوونکې د عربي ژبې او ځینو نورو مضامینو په زدهکړه کې له ستونزو سره مخ دي.
دوی زیاتوي، چې ریاضي، ساینس او نور فرعي مضامین یوازې په سمبولیک ډول تدریسېږي او ډېره پاملرنه ورته نهکېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله اوس ډېری نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې او د عصري علومو ځای اوس مدرسو نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ افغانستان کې اوسمهال د نجونو مدرسې هم ډېرې شوې دي.
په کندهار کې د وسلهوالو فعالیتونو په تړاو د متحدې جبهې د راپورونو له خپرېدو وروسته د دغې جبهې مشر جنرال سمیع سادات له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه کړې، ځکه په وینا یې، جبهه یې یوازې له طالبانو سره نه، بلکې له الـ.ـقاعده، داعـ.ـش او ټيټيپي سره جنګېږي.
د جمهوري نظام د ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ویلي، چې خپل وسلهوال فعالیتونه یې له کندهاره پیل کړي او په یوې ویډیو کې ادعا کړې، چې د زمري پر ۸مه یې د کندهار- سپین بولدک ترمنځ د لارې په اوږدو کې پر طالبانو برید کړی دی.
د یادو فعالیتونو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په یوه ۹ دقیقهيي ویډیويي پیغام کې چې د یکشنبې په سهار وختي (د زمري ۱۱مه) خپره شوې په ۲۰۰۱ کال کې له افغانستان څخه د ملاتړ له امله له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو مننه کړې او یو ځل بیا یې ترې د «سیاسي» ملاتړ د غوښتنې په ترڅ کې ویلي: «موږ ستاسو سرتېري نهغواړو، موږ د خپل هېواد لپاره له تاسو څخه مرکزونه نهغواړو، موږ د طالبانو پر وړاندې د جګړې وس لرو، خو موږ په دې پړاو د تاسو سیاسي ملاتړ غواړو».
هغه څرګنده کړې: «موږ يوازې د طالبانو پر وړاندې نه، بلکې د القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جنګېږو کومې چې په افغانستان کې موجودې دي. په دې وخت کې بايد له موږ څخه ملاتړ وشي».
سمیع سادات څرګنده کړې، چې له طالبانو سره په جګړه کې به نړۍوال قوانین په پام کې نیسي او زیاته کړې یې ده: «موږ به په دې کار کې له کوم بل هېواد څخه اجازه هم وانهخلو، موږ يوازې خپله ازادي غواړو، موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د تاریخ له سم اړخ سره ودريږي».
سادات په ټینګار سره ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو هڅو ته باید د پای ټکی کېښودل شي او په باور یې دا «پروسه باید ناکامه بهیر وبلل شي» او زیاتوي: «زموږ جګړه د ازادۍ لپاره ده، افغانان ازادي خوښوونکي خلک دي».
د متحدې جبهې مشر په دې ویډیويي پیغام کې روان بهیر ننګونکی او له قربانیو سره مل وباله او همداراز یې وویل: «زه په هېواد کې دننه او په نړۍ کې پر مېشتو افغانانو غږ کوم چې له موږ سره ملګري شئ، د افغانستان د راتلونکې لپاره په جګړه کې برخه واخلئ، راځئ چې ازادي ترلاسه کړو او د درې رنګه بېرغ لاندې متحد شو».
جنرال سمیع سادات د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته په خپل پیغام کې وویل: «موږ افغانستان د طالبانو له رژيم څخه ازادول غواړو... موږ نهغواړو چې خپلو ګاونډيو ته کومه ستونزه جوړه کړو، موږ خپل راتلونکی له تاسو سره يو ځای ګورو، موږ ستاسو پر ضد نه يو، دا طالبان دي چې ستاسو پر ضد دي».
هغه افغانانو ته په خطاب سره وويل: «موږ ستاسو تکليف وينو، موږ د تاسو لپاره بېرته راځو او موږ به د تاسو په نوم جنګېږو، تاسو له جګړې مه ويرېږئ دا د طالبانو پر ضد ده، موږ به تاسو خوندي ساتو».
د متحدې جبهې مشر د افغانستان د راتلونکې په اړه یې وويل: «چې افغانستان ازاد کړو، لويه جرګه به راوغواړو پلان مو دا دی چې واک نارینه او ښځو مشرانو ته وسپارو چې هغوی د نوي افغان حکومت لپاره پاليسي جوړه کړي، موږ به یې ملاتړ کوو او ټول افغانان لوی او واړه، ښځې او نارینه به په دې پروسه کې شامل وي».
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان متحده جبهه د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې او تر اوسه یې ډېری سیاسي فعالیتونه کول، خو دا لومړی ځل دی چې د یادې جبهې سرچینې پر طالبانو د وسلهوال برید خبر ور کوي.
د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله د پوره کېدو په درشل کې دي او د طالبانو یوې بلې مخالفې ډلې ازادۍ جبهې په بدخشان او یو شمیر نورو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
تر اوسه طالبانو د متحدې جبهې د برید او څرګندونو په اړه څه غبرګون نهدی ښودلی.