• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې د ښځو د نیولو لړۍ دوام؛ د طالبانو امر بالمعروف 'پنځه نورې ښځې نیولې دي'

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۲۴ GMT+۱

په هرات کې سرچینې وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو په تېرو دوو ورځو کې د هرات له دولتي روغتون او لیلامۍ بازار څخه پنځه ښځې نیولې دي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هغه ښځو د نیولو راپورونه هم خپاره شوي چې حجاب یې مراعت کړی و.

طالبانو لاتراوسه د دغه ښځو د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي او دا چې دغه مېرمنې یې چېرته ساتلې دي په دې اړه یې هم جزییات نه‌دي ورکړي. د لیلامي سړک د هرات ښار په مرکز کې یو له مهمو سوداګریزو مرکزونو او د ښځو لپاره له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده. پر دغه سړک وړاندې هم د ښځو د نیولو راپورونه ورکړل شوي دي.
د سرچینو په وینا؛ د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د امر بالمعروف محتسبانو د هرات حوزوي روغتون څخه درې مېرمنې ونیولې، دوی د روغتون دروازه د څو شېبو لپاره وتړله او بیا یې د درېیو مېرمنو له نیولو وروسته بېرته پرانیسته.
په هرات کې د ښځو د نیولو نوې څپه د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) پیل شوه. طالبانو په یاده نېټه لږترلږه پنځه ښځې له پل رنګینه سیمې او یوشمېر سوداګریزو مرکزونو ونیولې.
د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) د ورېښمو او خواجه عبدالله انصاري لارې په اوږدو کې هم ګڼ شمېر ښځې ونیول شوې. د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) د طالبانو محتسبانو لږترلږه څلور نورې ښځې له سوداګریزو مرکزونو ونیولې.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۴

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

۵

جنرال سمیع‌ سادات: له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه لرو

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د مخالفو وسله‌والو د بریدونو له پراخېدو وروسته د نویو جنګیالیو د جذب بهیر پیل کړی

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۲:۰۰ GMT+۱
100%

په بدخشان، کندهار، بادغیس او نورو ولایتونو کې د مخالفو وسله‌والو جبهو د بریدونو له پراخېدو وروسته طالبانو د نورو جنګیالیو د جذب بهیر پیل کړی. دغې ډلې ویلي، تازه یې د بدخشان او کندهار په ګډون په ۷ ولایتونو کې نږدې ۵۵۰ تازه دمي جنګیالي جذب کړي دي.

سره له دې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو د مخالفو وسله‌والو چریکي بریدونو دوام درلود، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې د لومړي ځل لپاره په بدخشان ولایت کې یوه ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د یادې ډلې د مخالفو وسله‌والو له لوري ونیول شوه.

د «سپاهیان مهین» په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله‌والې ډلې (د چنګاښ په ۲۶مه) د څو ساعتونو لپاره د بدخشان یفتل پایین ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوسته. د دغې ولسوالۍ له لنډ مهالي سقوط وروسته د طالبانو یوې بلې وسله‌والې مخالفې ډلې (ازادۍ جبهې) هم د بدخشان د زېباک ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر سیمو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې پیل کړې.

له دې سره سم، د جمهوري نظام د ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې بیا همدا ۴ ورځې مخکې له سیاسي هلو ځلو سربېره خپل وسله‌وال فعالیتونه هغه هم له کندهاره پیل کړل. دغې جبهې په یوې ویډیو کې ادعا کړې، چې د زمري پر ۸مه یې د کندهار- سپین بولدک ترمنځ د لارې په اوږدو کې پر طالبانو برید کړی دی.

له دې سره سم، متحدې جبهې د یکشنبې په ورځ په بادغیس کې د دوو طالبانو له وژلو خبر ورکړ او همداراز یې ادعا وکړه، چې د غور په مرکز کې یې د ملي پولیسو د پخوانۍ افسرې «نګار» یو قاتل (طالب) هم وژلی دی.

دغه پولیس افسره شاوخوا ۴ کاله وړاندې په فیروز کوه ښار کې په خپل کور کې د خپلې کورنۍ د غړو په مخکې په ډزو وژل شوې وه. ویل کېږي دغه ښځه د وژل کېدو پر مهال امیندواره هم وه.

له دغو پېښو وروسته د طالبانو دفاع وزارت د کندهار او بدخشان ولایتونو په ګډون په ۷ ولایتونو کې د تازه دمو جنګیالیو له جذب څخه خبر ورکړی. کندهار او بدخشان هغه ولایتونه دي، چې په دې وروستیو ورځو او اونیو کې د طالبانو د مخالفو وسله‌والو د بریدونو ښکار شوي دي.

د طالبانو د لوی درستیز د رسنیو دفتر د یکشنبې په ماخوستن (د زمري ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په کندهار، بدخشان، خوست، کونړ، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې یې ۵۴۷ کسان خپلو صفوفو ته جذب کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ځوانان د نظامي او مسلکي زده‌کړو په موخه د حضرت عبدالله بن مسعود د محاربوي ګډو تعلیماتو قومندانۍ ته معرفي شوي او زیاته شوې: «دغه داوطلبان به له نظامي او مسلکي زده‌کړو وروسته د اسلامي اردو د منسوبینو په توګه خلکو او د اسلامي نظام لپاره خدمت کولو ته چمتو شي».

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په کندهار، بدخشان، خوست، کونړ، لوګر، زابل، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو لیکو ته د جنګیالیو د جذب بهیر دوام لري.

د طالبانو د لوی درستیز د رسنیو دفتر له لوري په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري، چې د دغو تازه جذب شویو جنګیالیو سرونه خرېل شوي، په داسې حال کې چې طالبان په خپله څڼې پرېښې دي.

100%
تازه جذب شوي جنګیالي

د شنونکو او څارونو په باور، طالبانو په داسې حال کې چې ۵ کاله مخکې د واکمنېدو له پیل سره سم، د تېر جمهوري نظام د روزل شوې مسلکي اردو او ملي پولیسو افسران او سرتېري له دندو ګوښه کړل او په وینا یې، طالبان اوس د جنګیالیو د احتمالي کمښت په موخه د جذب پروسه پیل کړې ده.

له دې سره سم، استخباراتي شنونکو بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو جبهو وروستي تحرکات د طالبانو د دویمې دورې د «استبداد» د پای پیل بللی دی.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رييس ضیا سراج د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د ازادۍ جبهې، سپاهیان میهن او متحدې جبهې وروستي تحرکات د طالبانو د دویم «استبدادي» دورې د پای بهیر پیلېدل ښيي.

د نوموړي په وینا، حتی له وسله‌‌والو مخالفینو پرته به هم د طالبانو «رژیم» د خپلو ناسمو کورنیو او بهرنیو سیاستونو له امله له سقوط سره مخ شي.

ضیا سراج په ډاګه کړې، چې د طالبانو فرمانونو او پرېکړو د دې ډلې اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړې ده. هغه زیاته کړې، چې په تېر نظام کې د طالبانو د راتګ د پایلو په اړه خبرداري مبالغه ګڼل کېدل، خو اوس حقایق ټولو ته روښانه شوي دي.

له دې ټولو سره سره د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د یوې خبري غونډې پرمهال د تېر جمهوري نظام د پوځ د ځانګړو ځواکونو د پخواني قوماندان سمیع سادات په مشرۍ د متحده جبهې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه په غبرګون کې وویل، د دوی له حضوره خبر دي، خو د لا ډېر فعالیت اجازه به ورنه‌کړي.

نوموړي وویل: «موږ دغه خبره نه‌شو ردولی؛ ځکه دوی له پخوا راهیسې حضور لري. په تېرو وختونو کې دوی د تنظیمونو په بڼه حضور لاره. یو وخت دوی د لویو ډلو په بڼه هم حضور لاره او په بېلابېلو نومونو یې ډلې جوړې کړې وې».

د طالبانو ویاند همدارنګه د یادې ډلې د مخالفینو فعالیت تر خواله رسنیو محدود وباله. هغه زیاته کړه: «دا هماغه خلک دي چې بهر ته تښتېدلي او په نویو نومونو یې ډلې جوړې کړې دي او غواړي افغانستان ناامنه کړي او یا یې ناامنه ښکاره کړي».

نړیوال بنسټونه: د افغان میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازو په افغانستان کې د میندو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د کورنیو د لا زیات ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، د شیدو ورکولو نړیوالې اوونۍ په مناسبت په یوې غونډه کې شوې دي.

د نړیوالو سازمانونو استازو ویلي، که څه هم د مور شیدې د ماشوم د سالمې ودې او روغتیا لپاره ډېرې مهمې دي، خو په افغانستان کې ګڼې میندې د عامه پوهاوي د کمښت، د مشورتي روغتیايي خدمتونو د محدود لاسرسي او اقتصادي ستونزو له امله خپلو ماشومانو ته د مناسبې تغذیې په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

دوی خبرداری ورکړی چې خوارځواکي د ماشومانو پر جسمي او ذهني ودې جدي منفي اغېزې کولای شي او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې د مور د شیدو ورکولو د ترویج، د تغذیې د پوهاوي او د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو د پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف همداراز ویلي چې د کورنیو ملاتړ او د لومړنیو روغتیايي او تغذیوي خدمتونو پراخول د میندو او ماشومانو د روغتیا د ښه والي لپاره مهم ګامونه دي او نړیواله همکاري په دې برخه کې ځانګړی اهمیت لري.

د ۲۰۰۰ کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه سکه د بغلان موزیم ته وسپارل شوه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بغلان کې د شاوخوا دوه زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه سکه تر موندلو او قانوني مراحلو تر بشپړېدلو وروسته په رسمي توګه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه‌ییز موزیم ته د ساتنې په موخه وسپارل شوه. ویل کېږي دغه سکه یوه ماشوم موندلې وه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولوو سره ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه سکه به د یونان باختر دورې پورې اړه ولري او شاوخوا دوه زره کاله لرغونتوب لري، خو د کره تاریخ او مشخصاتو د معلومولو لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.

د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي وایي: «دغه تاریخي سکه یوه کم‌عمره هلک د بُرکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د څارويو د څرولو پر مهال موندلې ده».

د نوموړي په وینا، دغه سکه په رسمي توګه د خوندي ساتلو په موخه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوې او د اوس لپاره د دغه ریاست په سیمه‌ییز موزیم کې ساتل کېږي.

100%
د بغلان موزیم

یاد طالب مسوول د بغلان له اوسېدونکو څخه وغوښتل، چې د تاریخي اثارو د موندلو په صورت کې یې دوی ته وسپاري، څو د هېواد له کلتوري میراثونو څخه په سمه توګه ساتنه وشي.

راشد خان: ملي لوبې راته تر هر څه ډېر لومړيتوب لري

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د کرېکټ پیژندل شوي ستوري راشد خان له ايرلېنډ سره د افغان لوبډلې د سیاليو په تړاو ويلي: «ملي لوبې داسې يو څه دي چې له هر څه ډېر لومړیتوب لري». نوموړي دغه څرګندونې د ۱۰۰ باليز ليګ پرېښودو او د ملي لوبډلې سره د یو ځای کېدو لپاره ايرلېنډ ته د راونېدو پر مهال کړې دي.

د کريک انفو وېب پاڼې له مخې، راشد خان چې د (اېم آی لندن) لوبډلې سره د ۱۰۰ باليز ليګ په سیاليو کې لوبېده، په خپله وروستۍ سيالۍ کې یې په ۲۰ بالونو د ۱۷ منډو په ترڅ کې پنځه لوبغاړي سوځولي دي. د راشد خان لوبډلې دغه سيالي ګټلې او دی د سیالۍ غوره لوبغاړی ګرځېدلی دی.

راشد خان په دغو سياليو کې د برخې اخيستو په اړه ويلي: «کله چې زه تل دلته راځم، له دې ځایه ډېر خوند اخلم. خو ملي دنده هغه څه ده چې زما لومړیتوب دی، نن شپه بېرته ایرلېنډ ته د یو ورځنیو سیالیو لپاره ستنېږم. دا به ډېر خوندور وي چې په ښه باور او اعتماد سره بېرته لاړ شم».

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اګست له پنځمې نېټې څخه د ايرلېنډ پر وړاندې د پنځو يو ورځنيو سیالۍ لړۍ پيلوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې، افغان کرېکټ لوبډله به د اګست په پنځمه، اوومه، لسمه، ۱۲مه او ۱۵مه نېټه د ايرلېنډ سره پنځه يو ورځنۍ سيالۍ کوي.

کرېکټ بورډ د جولای په ۲۴مه نېټه ویلي و: «افغان لوبغاړي به نن په همدې موخه د ايرلېنډ هېواد په لوري حرکت وکړي، ترڅو له سیالیو وړاندې د یادې مهمې لوبلړۍ لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي».

د افغان لوبډلې مشري رحمت شاه، مرستيال مشر یې رحمان الله ګربز، او په لوبډله کې ورسره ابراهيم ځدران، صدیق الله اتل، هشمت الله شهيدي، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام عليخېل، ننګيال خروټی، راشد خان، اې اېم غضنفر، يامين احمدزی، سليم ساپی، فضل حق فاروقي او ضيا الرحمان شرافي شامل دي.

سرچینې: طالبانو په کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي اوسېدونکو ته د کورونو د تخلیې امر کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۱
100%

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د کابل په لوېدیځ کې د «امید سبز» په نوم ښارګوټي اوسېدونکو ته د زمري تر ۱۵مې، د پنجشنبې ورځې پورې، وخت ورکړی چې خپل کورونه تخلیه کړي.

د سرچینو په وینا، دغه پرېکړه د یکشنبې په ورځ د ښارګوټي د ګذر وکیلانو او د معاملاتو د لارښود دفترونو له مسؤلینو سره په یوې غونډه کې ابلاغ شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو د «امید سبز» ښارګوټي د معاملاتو د لارښود دفترونه هم مهر او تړلي دي.

د هغې خبرتیا له مخې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، د زمري له ۱۱مې نېټې وروسته د ښارګوټي هېڅ اوسېدونکی حق نه لري چې خپل کور په کرایه ورکړي یا له کرایه‌دارانو څخه کرایه واخلي.

په خبرتیا کې راغلي چې د زمري ۱۵مه د کورونو د تخلیې او د ښارګوټي د پرېښودو وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو یوې ځانګړې محکمې د روان کال د غويي میاشتې په پیل کې د «امید سبز» ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۰جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې وه.

طالبانو د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې پر مهال د دغو ځمکو د ملکیت د ارزونې بهیر پیل کړی و. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون اعلان وکړ، د «امید سبز» ښارګوټي د ځینو ځمکو ملکیت دولت پورې اړه لري.