د عمر ګلستان ښارګوټي اوسېدونکي: طالبان زموږ د شخصي کورونو کرایه غواړي

د کابل د درېیمو مکروریانو اړوند د عمر ګلستان ښارګوټي اوسېدونکي وایي، له سختو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا؛ طالبانو وړاندې دغه ښارګوټی دولتي ملکیت اعلان کړی و او اوس له هغه کسانو څخه چې خپل کورونه او جایدادونه یې په شخصي پیسو اخیستي، د کرایې غوښتنه کوي.
د یاد ښارګوټي یوشمېر اوسېدونکي وایي، ورته ویل شوي چې یا دې د خپلو کورونو کرایه ورکړي او یا دې خپل کورونه او جایدادونه تخلیه کړي. دوی ټینګار کوي، چې خپل کورونه یې په حلالو او شخصي پیسو اخیستي او اوس له جدي فشارونو سره مخ دي.
د دوی په خبره؛ د ځمکو اصلي مالکان لاهم حضور لري، خو طالب چارواکي هغوی غاصبین بولي. د خلکو په وینا؛ له هغه کسانو سره چې په رښتینې توګه د ځمکو د غصب تورونه پرې لګېدلي، تر اوسه کوم عملي چلند نهدی شوی بلکې فشارونه پر هغو خلکو زیات شوي چې کورونه یې په قانوني ډول اخیستي دي.
بل لور ته ځايي سرچینې وایي، چې د اګست په لومړۍ نېټه د عمر ګلستان ښارګوټي څو پانګهوال د کوم څرګند دلیل له وړاندې کولو پرته د طالبانو له لوري نیول شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي. د سرچینو په وینا؛ دغه کسان د ماښام شاوخوا ۵:۳۰ بجې د رسمي کاري وخت له پای ته رسېدو وروسته نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت د عمر ګلستان ښارګوټي نږدې ټوله ۱۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه.
