سره له دې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو د مخالفو وسلهوالو چریکي بریدونو دوام درلود، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې د لومړي ځل لپاره په بدخشان ولایت کې یوه ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د یادې ډلې د مخالفو وسلهوالو له لوري ونیول شوه.
د «سپاهیان مهین» په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسلهوالې ډلې (د چنګاښ په ۲۶مه) د څو ساعتونو لپاره د بدخشان یفتل پایین ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوسته. د دغې ولسوالۍ له لنډ مهالي سقوط وروسته د طالبانو یوې بلې وسلهوالې مخالفې ډلې (ازادۍ جبهې) هم د بدخشان د زېباک ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر سیمو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې پیل کړې.
له دې سره سم، د جمهوري نظام د ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې بیا همدا ۴ ورځې مخکې له سیاسي هلو ځلو سربېره خپل وسلهوال فعالیتونه هغه هم له کندهاره پیل کړل. دغې جبهې په یوې ویډیو کې ادعا کړې، چې د زمري پر ۸مه یې د کندهار- سپین بولدک ترمنځ د لارې په اوږدو کې پر طالبانو برید کړی دی.
له دې سره سم، متحدې جبهې د یکشنبې په ورځ په بادغیس کې د دوو طالبانو له وژلو خبر ورکړ او همداراز یې ادعا وکړه، چې د غور په مرکز کې یې د ملي پولیسو د پخوانۍ افسرې «نګار» یو قاتل (طالب) هم وژلی دی.
دغه پولیس افسره شاوخوا ۴ کاله وړاندې په فیروز کوه ښار کې په خپل کور کې د خپلې کورنۍ د غړو په مخکې په ډزو وژل شوې وه. ویل کېږي دغه ښځه د وژل کېدو پر مهال امیندواره هم وه.
له دغو پېښو وروسته د طالبانو دفاع وزارت د کندهار او بدخشان ولایتونو په ګډون په ۷ ولایتونو کې د تازه دمو جنګیالیو له جذب څخه خبر ورکړی. کندهار او بدخشان هغه ولایتونه دي، چې په دې وروستیو ورځو او اونیو کې د طالبانو د مخالفو وسلهوالو د بریدونو ښکار شوي دي.
د طالبانو د لوی درستیز د رسنیو دفتر د یکشنبې په ماخوستن (د زمري ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په کندهار، بدخشان، خوست، کونړ، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې یې ۵۴۷ کسان خپلو صفوفو ته جذب کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ځوانان د نظامي او مسلکي زدهکړو په موخه د حضرت عبدالله بن مسعود د محاربوي ګډو تعلیماتو قومندانۍ ته معرفي شوي او زیاته شوې: «دغه داوطلبان به له نظامي او مسلکي زدهکړو وروسته د اسلامي اردو د منسوبینو په توګه خلکو او د اسلامي نظام لپاره خدمت کولو ته چمتو شي».
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په کندهار، بدخشان، خوست، کونړ، لوګر، زابل، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو لیکو ته د جنګیالیو د جذب بهیر دوام لري.
د طالبانو د لوی درستیز د رسنیو دفتر له لوري په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري، چې د دغو تازه جذب شویو جنګیالیو سرونه خرېل شوي، په داسې حال کې چې طالبان په خپله څڼې پرېښې دي.
تازه جذب شوي جنګیاليد شنونکو او څارونو په باور، طالبانو په داسې حال کې چې ۵ کاله مخکې د واکمنېدو له پیل سره سم، د تېر جمهوري نظام د روزل شوې مسلکي اردو او ملي پولیسو افسران او سرتېري له دندو ګوښه کړل او په وینا یې، طالبان اوس د جنګیالیو د احتمالي کمښت په موخه د جذب پروسه پیل کړې ده.
له دې سره سم، استخباراتي شنونکو بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو جبهو وروستي تحرکات د طالبانو د دویمې دورې د «استبداد» د پای پیل بللی دی.
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رييس ضیا سراج د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د ازادۍ جبهې، سپاهیان میهن او متحدې جبهې وروستي تحرکات د طالبانو د دویم «استبدادي» دورې د پای بهیر پیلېدل ښيي.
د نوموړي په وینا، حتی له وسلهوالو مخالفینو پرته به هم د طالبانو «رژیم» د خپلو ناسمو کورنیو او بهرنیو سیاستونو له امله له سقوط سره مخ شي.
ضیا سراج په ډاګه کړې، چې د طالبانو فرمانونو او پرېکړو د دې ډلې اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړې ده. هغه زیاته کړې، چې په تېر نظام کې د طالبانو د راتګ د پایلو په اړه خبرداري مبالغه ګڼل کېدل، خو اوس حقایق ټولو ته روښانه شوي دي.
له دې ټولو سره سره د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د یوې خبري غونډې پرمهال د تېر جمهوري نظام د پوځ د ځانګړو ځواکونو د پخواني قوماندان سمیع سادات په مشرۍ د متحده جبهې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه په غبرګون کې وویل، د دوی له حضوره خبر دي، خو د لا ډېر فعالیت اجازه به ورنهکړي.
نوموړي وویل: «موږ دغه خبره نهشو ردولی؛ ځکه دوی له پخوا راهیسې حضور لري. په تېرو وختونو کې دوی د تنظیمونو په بڼه حضور لاره. یو وخت دوی د لویو ډلو په بڼه هم حضور لاره او په بېلابېلو نومونو یې ډلې جوړې کړې وې».
د طالبانو ویاند همدارنګه د یادې ډلې د مخالفینو فعالیت تر خواله رسنیو محدود وباله. هغه زیاته کړه: «دا هماغه خلک دي چې بهر ته تښتېدلي او په نویو نومونو یې ډلې جوړې کړې دي او غواړي افغانستان ناامنه کړي او یا یې ناامنه ښکاره کړي».