د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د مالدووا د کرنې او خوړو صنعت وزارت په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ په پنځه ورځني سفر دغه هېواد ته ولاړ.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سفر به د روانې زېږدیزې میاشتې له ۲مې تر ۷مې نېټې دوام وکړي. یاد وزارت د دغه سفر موخه د بوټو ساتنې، د افتونو مدیریت، د فیرومون ټېکنالوژۍ، کرنیزو څېړنو، د سوداګریزو بڼونو د مدیریت او د افغانستان او مالدووا ترمنځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا ښودلې.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه سفر کې له عثماني سره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار ګل حضرت حماد او د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ د اساسي او توافقي څېړنو مشر محمد رفیع باوري هم ګډون لري.
یاد وزارت ویلي، تمه ده د دغه سفر علمي او تخنیکي لاسته راوړنې د هېواد د کرنې عصري کولو، د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو د کیفیت او د حاصلاتو لوړولو او د دوامداره کرنیزې ودې لپاره وکارول شي.
د طالبانو د کرنې وزارت همداراز وایي، د نړۍوالو همکاریو پراختیا، د کرنیزو څېړنو پیاوړتیا او د پرمختللو کرنیزو ټېکنالوژیو د لېږد لپاره له بېلابېلو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو سره خپلې اړیکې پراخوي.
هغې زیاته کړه: «کله چې موږ ته وویل شول، چې باید بېرته افغانستان ته ولاړ شو داسې احساس مې وکړ لکه ټوله نړۍ چې راباندې نسکوره شوې وي. زدهکړې ذهني ارامتیا غواړي خو کله چې هره شېبه د بېرته ستنېدو وېره وي؛ نو پر درس تمرکز ناشونی وي. که افغانستان ته ستنه شم نه یوازې به مې د پوهنتون زدهکړې نیمګړې پاتې شي؛ بلکې د څو کلونو زحمت به مې هم ضایع شي».
هغې وویل، که بېرته افغانستان ته ستنه شي او وروسته وغواړي یوازې پاکستان ته ولاړه شي؛ ترڅو خپلې زدهکړې بشپړې کړي کورنۍ به یې اجازه ورنه کړي او له دې سره به یې زدهکړې د تل لپاره پای ته ورسېږي.
فرشته بيبي له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې افغان محصلانو او ښځینه محصلانو ته اجازه ورکړي؛ څو لږترلږه خپلې روانې زدهکړې بشپړې کړي. هغه وایي: «موږ یوازې دومره وخت غواړو، چې خپله ډېګري بشپړه کړو. له هغې وروسته چې حکومت هره پرېکړه کوي، موږ ته د منلو وړ ده».
هغې دا هم وویل، پلار یې پرېکړه کړې چې راتلونکې اوونۍ به له ټولې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږي. د هغې په وینا؛ که افغانستان ته ستنه شي نو هلته د نجونو پر زدهکړو لا له وړاندې بندیز لګېدلی.
افغان ښځینه محصلانې وايي، اوسمهال د دوو هېوادونو ترمنځ په داسې وضعیت کې راګیرې دي چې نه یې په پاکستان کې راتلونکی روښانه دی او نه هم په افغانستان کې د زدهکړو مناسب فرصتونه شته. د دوی په باور؛ پاکستان یوازې د پناه ځای نه و بلکې هغه ځای و چې دوی پهکې د خپلې زدهکړې او راتلونکي خوبونه جوړ کړي وو.
د زدهکړو او بشري حقونو کارپوهان وايي، زدهکړه د کډوالو لپاره یوازې یو امتیاز نه؛ بلکې د خپلواک ژوند، عزت او ښه راتلونکي بنسټ دی. د دوی په وینا؛ که زدهکوونکو ته د خپلو زدهکړو د بشپړولو فرصت ور نه کړل شي، نو اغېزې به یې یوازې پر همدې محصلانو محدودې نه وي.