هغې همداراز وویل، چې هېواد یې د «ښځو، سولې او امنیت» موضوع له خپلو لومړیتوبونو ګرځولې او زیاته کړې یې ده چې د اګست په میاشت کې به هم د امنیت شورا بحثونه پر همدې موضوعاتو راڅرخي.
کرېسټینا مارکوس لاسن دا نهدي ویلي، چې ایا امنیت شورا به د روانې میاشتې په ترڅ کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي که نه. طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال (د زمري ۲۴مه) د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول.
له هغه وخت راهیسې پر ښځو او نجونو د زدهکړو، کار، له محرم پرته د سفر او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. همداراز نجونې له شپږم ټولګي پورته له منځنیو زدهکړو او له لوړو زدهکړو محرومې شوې دي. ملګرو ملتونو په وار، وار د دغه محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او د افغانستان پر راتلونکې یې د یادو پرېکړو د منفي اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د کونړ ولایت مرکز اسعداباد کې هم طالبان جوماتو ته ورغلي او د پخوانیو سرتیرو د معلوماتو د راټولولو په اړه یې ملا امامانو ته سپارښتنه کړې.
د خاص کونړ ولسوالۍ یو قومي سپینږیری هم وايي چې طالبانو له ملا امامانو او قومي مشرانو څخه د پخوانیو امنیتي ځواکونو د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
دغه سپینږیری، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې طالبان د پخوانیو سرتېرو پر نوملړونو کار کوي، خو د دې اقدام اصلي موخه معلومه نه ده.
نوموړي وویل: «معلومه نه ده چې دا لیسټونه ولې برابرېږي، ممکن تر شا یې شوم اهدف وي. خلکو تر اوسه دا نوملړونه نه دي ورکړي، خو مجبورېږي چې د پخوانیو سرتېرو معلومات ترې واخلي.»
د نوموړي په وینا، د کونړ او ننګرهار په څو ولسوالیو کې هم طالبان د قومي مشرانو او ملا امامانو کورونو او ځایونو ته ورغلي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه یې معلومات ترې غوښتي دي.
د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مستندې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له واک ته رسېدو وروسته د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې وژنې، خپلسري نیونې، شکنجه او نورې سرغړونې ثبت شوې دي.
د اروپايي ټولنې د پناهحقونو ادارې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپاره کړي راپور کې د یوناما له شمېرو نقل کړي چې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې یوناما د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې ۲۱۸ له قضايي پروسې پرته وژنې، ۱۴ جبري ورکېدنې، ۴۲۴ خپلسري نیونې او بندونه او ۱۴۴ د شکنجې او ناوړه چلند موارد مستند کړي وو.
د همدې ادارې د معلوماتو له مخې، د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې سرغړونې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته هم درېدلې نه دي. یوناما د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې د پخوانیو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ۲۷ وژنې او د پخوانیو ملکي او امنیتي چارواکو پر وړاندې ۵۲ خپلسري نیونې او بندونه او ۱۱ د شکنجې او ناوړه چلند موارد ثبت کړي دي.
د یوناما د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو میاشتو کې په پنجشېر او کابل کې ځینې کسان د پخواني حکومت له جوړښتونو سره د تړاو او د ملي مقاومت جبهې سره د اړیکې په تور نیول شوي وو.
د بشري حقونو د څار سازمان هم په خپل ۲۰۲۶ نړیوال راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ او دویمه ربع کې یوناما د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې ۳۱ د خپلسري نیونې او بند او اته د شکنجې او ناوړه چلند ادعاوې ثبت کړې وې او لږ تر لږه شپږ پخواني افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.
د اروپايي ټولنې د پناهحقونو ادارې په عین حال کې وايي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د سرغړونو د ثبت کچه په وروستیو کلونو کې راټیټه شوې، خو دا کموالی حتمي نه ده چې د وضعیت د ښه کېدو معنا ولري. د معلوماتو محدودیت او د قربانیانو او کورنیو وېره هم د کم شمېر د ثبتېدو لامل کېدای شي.
د اوسنیو ادعاوو خپلواک تایید
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره ځينو سرچینو ادعا کړې چې په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نوملړونو او معلوماتو د راټولولو غوښتنه شوې ده.
خو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو اړوندو ادارو رسمي وضاحت نه دی کړی او دا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې دغه معلومات د څه هدف لپاره راټولېږي.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښي چې د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور د خپل زوي عارف الله منصور په ګډون، خپل ورورڼه او وریرونه په بېلابېلو ادارو کې ګومارلي دي.
منصور تر خپل واک لاندې وزارت کې خپل وراره او د زوی اوښی هم په بېلابېلو بستونو کې ګومارلي دي.
د موندونو پر بنسټ د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبدالطیف منصور ورور مولوي عبدالباقي منصور د تداروکاتو ملي ادارې د رییس په توګه کار کوي او یو وراره یې بیا له همدې ورور سره سکرتر په توګه کار کوي.
عارف الله منصور د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر زوی او د سرې میاشتې ټولې ځوانانو چارو رییس
د دغه طالب وزیر زوی عارف الله منصور بیا د سرې میاشتې ټولنې د ځوانانو چارو رییس دی او بل وراره یې بخت الله منصور بیا د طالبانو د استخباراتو په ۰۳۰ ریاست کې دنده لري.
د عبداللطیف منصور یو بل وراره مطیع الله منصور د کلیو او پراختیا وزارت کې او یو بل وراره یې روح الله منصور بیا د دفاع وزارت په کشف ریاست کې دنده ترسره کوي.
د عبداللطیف بل وراره وحیدالله منصور او زوم یې مفتي شهزاد د کابل په ښاري محکمه کې د محریر په توګه کار کوی.
د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر د خپل زوی اوښی نورالحق منصور هم د خپل سکرتر په توګه ټاکلی دی.
د عبدالطیف منصور د لور خسر محمد عزیز تکل کابل کې د برېښنا شرکت د بشري سرچینو د مدیر ګومارلی دی.
شفیق منصور، مصطفی منصور، عزیز الرحمن منصور، شیر محمد منصور، عبدالرحمن منصور، رباني منصور او بهادر قاري بیا د دغه طالب وزیر نور هغه خپلوان دي چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې دندې لري.
د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، وروسته له هغه چې د دې ډلې مشر مولوي هبت الله په ادارو کې د خپلو خپلوانو د ګومارلو په اړه فرمان ورکړ، په کابل کې طالب چارواکو د یو بل تر واک لاندې ادارو کې خپل خپلوان سره ځای پر ځای کړل.
دوی همدراز زیاتوي، هغه طالب چارواکي چې د مولوي هبت الله له لوري د فساد په تور له دندو ګوښه شوي، د کومې محاکمې پرته له یوه وزارت بل وزارت ته او یا هم له یوې څخه بلې ادارې ته معرفي شوي دي.
په دولتي ادارو کې د خپلوانو د ګومارلو په اړه دا یوازې د یوه وزیر بیلګه ده، په داسې حال کې چې ګڼ لوړپوړو طالب چارواکو تر خپل لاس لاندې ادارو کې د مسلکي کسانو پر ځای خپل خپلوان په دندو ګومارلي دي.
په دولتي ادارو کې د طالبانو له لوري د خپلویو پاللو په اړه ګڼ کسان اندېښمن دي او زرګونو مسلکي کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او ګڼ ځوانان بیا اړ کېږي چې د غیرقانوني لارو څخه بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي. خو په دغو کسانو کې ډېر کم کسان د تګ چانس تر لاسه کوي او یو شمېر یې د نیمروز په ریګو کې او یا هم د ایراني او ترکي پولیسو تر وهلو ډبولو لاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.