د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال جام سیالیو کې د روسیې پر وړاندې لوبېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د کانټیننټال جام فوټسال نړیوالو سیالیو په ترڅ کې په تایلنډ کې د روسیې د ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووځي.
د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» راپور ورکړی چې دغه لوبه وروسته له هغې ترسره کېږي چې د نیوزیلنډ ملي لوبډلې له روسیې سره له ټاکل شوې سیالۍ یوازې درې ساعته مخکې له لوبې انصراف وکړ. د سیالیو د مقرراتو له مخې، د دغې لوبې پایله درې ـ صفر د روسیې په ګټه اعلان شوه.
د روسیې د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي بسو زویدزه، تاس ته ویلي چې د نیوزیلنډ له انصراف وروسته یې د لوبډلې پروګرام بدل کړ او د رسمي سیالۍ پر ځای یې د افغانستان پر وړاندې راتلونکې لوبې ته ځانګړې تمریني غونډه ترسره کړه.
د ۲۰۲۶ کال د کانټیننټال فوټسال سیالۍ د زمري له ۱۰مې تر ۱۵مې پورې د تایلنډ، افغانستان، روسیې، ویتنام او نیوزیلنډ د ملي لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.
د سیالیو په لومړۍ ورځ روسیې له ویتنام سره ۲-۲ مساوي وکړه، او کوربه تایلنډ بیا نیوزیلنډ ته د ۶-۰ په ستر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان هم د دوشنبې په ورځ خپله دویمه لوبه د ویتنام پر وړاندې ترسره کړه، خو دغه سیالي یې د ۲-۱ په پایله وبایلله.
روسیه د خپلې لومړۍ لوبې له یو امتیاز سره د جدول په منځنیو ځایونو کې ده، او افغانستان به هڅه وکړي چې د روسیې پر وړاندې په راتلونکې لوبه کې خپلې لومړۍ نمرې ترلاسه کړي.
