• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د فیفا د خصوصي کولو پلان؛ یوفا د فوټبال نړیوال جام د تحریم پرېکړه وکړه

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د اروپا د فوټبال اتحادیې «یوفا» او د هغې ۵۵ غړو د فیفا د هغه پلان په اعتراض کې چې غواړي د نړیوال جام او نورو سیالیو مالکیتي ونډې خصوصي پانګه‌والو باندې وپلوري، د فیفا له ټولو سیالیو د بایکاټ پرېکړه کړې ده.

د اروپا د فوټبال حاکمې ادارې «یوفا» او د هغې ۵۵ غړو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ د فیفا د سیالیو د بایکاټ پرېکړه وکړه، څو د نړیوال جام او نورو فیفا سیالیو د مالکیتي ونډو د خصوصي کولو مخه ونیسي.

د رویټرز د راپور له مخې، د یوفا غړو په یوه بیړنۍ غونډه کې د بایکاټ په ملاتړ ۵۵-۰ رایې ورکړې دي. یوفا ویلي، تر هغه چې د فیفا د ونډو د پلور وړاندیز په بشپړ ډول نه وي لغوه شوی، هېڅ اروپايي ملي لوبډله به د فیفا په سیالیو کې ګډون ونه کړي.

یوفا په یوه بیان کې ویلي: «موږ په اجماع او په څرګند ډول د فیفا هغه وړاندیز ردوو چې د نړیوال جام او نورو فیفا سیالیو مالکیتي ګټې خصوصي پانګه‌والو ته ولېږدوي.»

د اروپا د فوټبال ادارې ټینګار کړی چې نړیوال جام باید د پلور وړ سوداګریز محصول ونه ګڼل شي او د خصوصي پانګه‌والو ملکیت ته ونه سپارل شي.

د فیفا د پلان له مخې، د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت یو فرعي شرکت جوړېږي چې نړیوال جام او د فیفا نورې سیالۍ به اداره کوي او خصوصي پانګه‌والو ته به پکې لږه ونډه ورکول کېږي.

د فیفا مشر جیاني انفانتینو، چې راتلونکی کال د ادارې د مشرتابه لپاره بیا نوماند دی، دغه طرحه د مالي سرچینو د پراخولو او د نړیوال فوټبال د «ډیموکراتیک کولو» هڅه بللې ده.

خو یوفا دغه طرحه د فوټبال د حاکمیت لپاره جدي ګواښ ګڼي او ویلي یې دي: «هغه شېبه چې بهرني پانګه‌وال د فیفا په سیالیو کې مالکیتي ګټې ترلاسه کړي، فوټبال به د تل لپاره بدل شي.»

د یوفا دریځ یوازې په اروپا پورې محدود نه دی. د شمالي او مرکزي امریکا او کارابین د فوټبال کنفدراسیون «کونکاکاف» او ۴۱ غړو اتحادیو هم د فیفا وړاندیز رد کړی دی.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون «AFC» مشر شیخ سلمان بن ابراهیم ال خلیفه هم ویلي چې د دې وړاندیز تر عامه اعلان مخکې له دوی سره په هېڅ کچه مشوره نه ده شوې. نوموړي د حاکمیت، مالي او حقوقي اړخونو د ارزونې نشتوالی «په بشپړ ډول د منلو وړ نه» بللی دی.

شیخ سلمان ویلي: «د فیفا یواړخیز ګامونه د وچې په کچه د فوټبال بنسټونه کمزوري کوي، چې پر یوالي، همکارۍ او شفافیت ولاړ دي.»

د افریقا د فوټبال کنفدراسیون اجرایه کمېټه به راتلونکې اوونۍ د فیفا وړاندیز وارزوي، په داسې حال کې چې د اوشینیا کنفدراسیون ویلي چې دغه موضوع به راتلونکې میاشت وڅېړي. د سویلي امریکا د فوټبال کنفدراسیون «کونمیبول» تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

د لوبغاړو نړیوالې اتحادیې «فیفپرو» هم د فیفا پر پلان اعتراض کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا طرحه به د لوبغاړو پر کاري شرایطو او د نړیوالو سیالیو پر جوړښت اوږدمهاله اغېز ولري.

د رویټرز په وینا، د یوفا او فیفا ترمنځ د واک او مالي عوایدو پر سر اختلافات له کلونو راهیسې روان دي. یوفا یوازې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ فصل کې د خپلو سترو کلبونو له سیالیو شاوخوا ۴،۴ میلیارده یورو عاید ترلاسه کړی دی.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

•
•
•

نور کیسې

شېن مک‌ډرمیټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی او فیلډینګ روزونکی ټاکل شوی

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۱
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې شېن مک‌ډرمیټ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي او نوي د فیلډینګ روزونکي په توګه د لوبډلې له روزنیز پلاوي سره یوځای شوی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی د روان کال د اګست له لومړۍ نېټې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو له پیلېدو وړاندې له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

مک‌ډرمیټ د درېیمې کچې د روزنې سند لري او د کرېکټ په روزنه کې پراخه تجربه لري. هغه تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ څخه د ۲۰۲۵کال تر جولای پورې د افغانستان د ملي لوبډلې د فیلډینګ روزونکي په توګه دنده ترسره کړې وه. له هغې وروسته یې د ۲۰۲۵ کال د جولای څخه د ۲۰۲۶کال تر جولای پورې د پاکستان کرېکټ بورډ کې هم د فیلډینګ روزونکي په توګه کار کړی دی.

نوموړي له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې د فیلډینګ روزونکی هم و، او په همدې موده کې یې د دغه هېواد د «اې» لوبډلې روزنه هم پر غاړه لرله.

تر دې وړاندې، هغه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د اسټرالیا د کرېکټ په ملي مرکز کې د لنډمهالي مرستیال روزونکي، د اسټرالیا د ملي لوبډلې د فیلډینګ روزونکي، او همدارنګه د اسټرالیا د «اې» لوبډلې د لنډمهالي شنونکي او د فیلډینګ روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

شېن مک‌ډرمیټ د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په ګڼو مهمو سیالیو او سترو ټورنمنټونو کې هم د روزنیزو پلاوو غړی پاتې شوی دی. په دغو سیالیو کې د ۲۰۲۳ کال د نارینه‌وو یو ورځني نړیوال جام، او د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو د نارینه‌وو شل‌اوریز نړیوال جامونه هم شامل دي.

د افغانستان د موی‌تای غوره لوبغاړو د ټاکنې سیالۍ په بلخ کې ترسره شوې

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د موی‌تای غوره لوبغاړو د ټاکنې سیالۍ د هېواد د ۱۵ ولایتونو د ۲۴۵ ورزشکارانو په ګډون د بلخ ولایت د احمدي په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.

دغه درې ورځنۍ سیالۍ د اتلولۍ د خپلولو او هغو نړیوالو موی‌تای سیالیو ته د لارموندنې لپاره جوړې شوې وې، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په کابل کې ترسره شي.

په دغو سیالیو کې د کابل، بلخ، نیمروز، هرات، بامیان، فاریاب، هلمند، پکتیا، پکتیکا، لغمان، کندز، بغلان، غور، سمنګان او دایکندي ولایتونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پایله کې د نیمروز لوبډلې لومړی مقام خپل کړ، د بلخ لوبډله دویمه شوه، د کابل موی‌تای لوبغاړو درېیم مقام ترلاسه کړ او د هرات لوبډله په څلورم ځای کې ودرېده. د افغانستان د موی‌تای فدراسیون د راپور له مخې، د روسیې د WBC موی‌تای فدراسیون مشر او د ازبکستان یو شمېر نړیوالو موی‌تای لوبڅارانو هم په دغو سیالیو کې ګډون کړی و.

د سیالیو په پای کې، د بېلابېلو وزني کټګوریو ۶۳ غوره ورزشکاران د افغانستان د موی‌تای ملي ټاکل شوې لوبډلې ته وټاکل شول او په کابل کې د ترسره کېدونکو نړیوالو سیالیو د ګډون جواز یې ترلاسه کړ.

زین‌الدین زیدان د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۱
100%

له څو میاشتو اټکلونو وروسته زین‌الدین زیدان په رسمي ډول د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه اعلان شو. زیدان د ډیډیر ډیسچیمپس ځای ناستی شو، هغه روزونکی چې له ۱۴ کلونو بریالۍ دندې وروسته یې د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام په پای کې خپله دنده پای ته ورسوله.

د فرانسې د فوټبال دغه افسانوي ستوری او د ۱۹۹۸ کال د سرو زرو توپ (Ballon d'Or) ګټونکی، چې فرانسې ته یې د ۱۹۹۸ نړۍوال جام او د اېرو ۲۰۰۰ اروپا اتلولۍ جامونه هم ګټلي، له پنځه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د روزنې ډګر ته راستون شوی دی.

نوموړی د فوټبال په تاریخ کې یوازینی روزونکی دی، چې له ریال ماډریډ لوبډلې سره یې درې ځله پرله‌‌پسې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي خپله کړې ده.

ټاکل شوې، چې زیدان اګست میاشت د خپل روزنیز کادر په بشپړولو تېره کړي او د سپټمبر له لومړۍ نېټې خپله دنده پیل کړي. د فرانسې د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه به د هغه لومړۍ لوبه (د سپټمبر په ۲۵مه) د اروپا د ملتونو لیګ په سیالۍ کې د ترکیې ملي لوبډلې پر وړاندې وي.

د زیدان تر ټولو لویه ځانګړنه د لوبډلې د جامو خونې ژوره پېژندنه او د ستورو لوبغاړو د مدیریت ځانګړی مهارت بلل کېږي. هغه د مارسیلو لیپي او کارلو انسیلوټي له روزنیز سبک څخه الهام اخیستی او تمه کېږي، چې د فرانسې د ستورو لوبغاړو کیلیان ایمباپي، عثمان ډیمبلي او مایکل اولیس د بریالیتوب لپاره مناسبه فضا برابره کړي.

بغلان کې د «یو اېف سي» رزمي سیالیو اتلولي د کوربه ولایت لوبغاړو وګټله

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، په بغلان ولایت کې د «یو اېف سي» رزمي سبک سیالۍ د اوو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې د بغلان لوبغاړو لومړی، کندز دویم او بلخ درېیم مقام خپل کړ.

دغه ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د «یو اېف سي» رزمي سبک سیالۍ د دې څانګې د فدراسیون د استازولۍ او د بغلان د بدني روزنې او سپورټ آمریت په ګډه همکارۍ د بغلان ولایت په مرکز کې ترسره شوې.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دغو یو ورځنیو سیالیو کې د بغلان، بلخ، کندز او د هېواد د نورو ولایتونو په ګډون د اوو ولایتونو ۸۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پایله کې د کوربه بغلان لوبغاړو د اتلولۍ جام وګاټه، د کندز لوبغاړي دویم او د بلخ ورزشکاران درېیم مقام خپل کړ.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، د دغو سیالیو موخه د رزمي ورزشونو پراختیا، د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول او د ولایتونو ترمنځ د سیالیو پیاوړتیا ده.

د پهلوانۍ غوره لیګ؛ قوشتېپې او اخوت لوبډلو د سیالیو پایلوبې ته لار ومونده

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، د افغانستان د پهلوانۍ د لومړي پړاو غوره لیګ سیالیو په دوام د سیالیو په اوومه ورځ د قوشتېپې او ستاره‌ها او همدارنګه د اخوت او فتح لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

د یادې ادارې په وینا، په دغو سیالیو کې د څلورو لوبډلو ۴۰پهلوانانو برخه اخیستې وه چې په هره لوبډله کې لس تنه وو او د شلو جوړو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

د سیالیو د پایلو له مخې، قوشتېپې او اخوت لوبډلو پایلوبې (فاینل) ته لار پیدا کړې او ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د اتلولۍ لپاره له یو بل سره مخامخ شي.

بلخوا، د نن ورځې بایلونکو لوبډلو، فتح او ستاره‌ها، ترمنځ به د درېیم مقام د ګټلو لپاره سیالي د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.