• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د غور د پخوانۍ ولایتي شورا مشر احمدخان غوري څو ورځې مخکې په ایران کې د یوه بمي برید له امله ټپي شوی و؛ خو بریدګر نن د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ایران د اېراف خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۱۰مه) د ماسپښین په شاوخوا دوو بجو د احمدخان غوري په کور کې شوې وه.
راپور زیاتوي، بریدګر د مېلمه په توګه کور ته ورغلی و او یوه کڅوړه یې چې ویل کېږي له چاودېدونکو توکو ډک پاوربانک په‌کې ځای پر ځای شوی و، د غوري مخې ته ایښې وه. څو شېبې وروسته کڅوړې چاودنه کړې او غوري او بریدګر دواړه یې ټپیان کړي وو. بریدګر څو ورځې وروسته د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
په ایران کې پر افغان پخوانیو چارواکو د بریدونو مخینه
دغه پېښه داسې مهال شوې، چې په تېرو میاشتو کې په ایران کې د افغانستان پر یوشمېر پخوانیو چارواکو او د طالبانو پر مخالفو څېرو بریدونه شوي او دغه بریدونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ۱۴۰۴کال د مرغومي پر درېیمه، د افغانستان د پولیسو پخوانی قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع او د طالبانو ضد قوماندان محمدامین الماس په تهران کې د ولیعصر په سیمه کې د موټرسایکل سپرو وسله‌والو تر برید لاندې راغلل. الماس په هماغه ځای کې ووژل شو او سریع هم وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. د هغه کورنۍ ته نږدې سرچینو او د افغانستان د پخواني حکومت ځینو چارواکو طالبان د دغه برید مسوول بللي وو. وروسته د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون یوه غړي وویل، د برید عامل نیول شوی او ښایي دغه برید له بهره پلان شوی وي.
همدارنګه، د ۱۴۰۴کال په وږي میاشت کې د هرات پخوانی جهادي قوماندان او د محمد اسماعیل‌خان نږدې کس معروف غلامي په مشهد کې په خپل دفتر کې په ډزو ووژل شو. د راپورونو له مخې، بریدګر د لیدنې په پلمه دفتر ته ننوتی و او د نورو مېلمنو له وتلو وروسته یې ډزې وکړې او تر پېښې وروسته له سیمې وتښتېده.
د خراسان رضوي څارنوالۍ د یادې پېښې په تړاو د درېیو شکمنو کسانو د نیولو خبر ورکړی و. اسماعیل‌خان او د هغه نږدې سرچینو هم طالبان د دغه برید مسوول بللي وو.
د ۱۴۰۴کال په کب میاشت کې هم د افغانستان د غور ولایت د ولسي جرګې پخوانی استازی کرام‌الدین رضازاده د ایران د کرج ښار په محمدشهر سیمه کې د دوو موټرسایکل‌سورو وسله‌والو تر برید لاندې راغی. په دغه برید کې یوه مرمۍ د هغه پر کېڼ لاس ولګېده؛ خو له برید ژوندی ووت. د بلخ پخواني والي عطامحمد نور طالبان په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړي وو.

•
•
•

نور خبرونه

کاناډایۍ دیپلوماته: په افغانستان کې د چاودنې له ټپونو وروسته مې ژوند له سره پيل کړ

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۰
100%

کاناډایۍ دیپلوماته بشرا سعید خان وايي، په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د یوې چاودنې له امله سختې ټپي شوه او د ښي پښې له لاسه ورکولو ترڅنګ یې لسګونه جراحي عملیات ترسره کړل، خو له کلونو درملنې وروسته وتوانېده عادي ژوند ته بېرته ستنه شي.

نوموړې له «لېجن مجلې» سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د تګ پرېکړه یې په مسلکي او شخصي دلایلو کړې وه. د هغې په وینا، کورنۍ یې د سیمې له خلکو سره تړاو درلود او د ځوانۍ په کلونو کې یې د افغانستان او پاکستان د سرحدي سیمو سفرونه هم کړي وو.
بشرا سعید خان ویلي، د ۲۰۰۹ کال په وروستیو کې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو ترڅنګ د حکومتولۍ، د نشه یي توکو ضد چارو او قومي مسایلو په برخه کې کار کاوه.
د هغې په وینا، د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په ۳۰مه له یوې ډلې سره د کندهار یوې سیمې ته تللې وه څو د بې‌ځایه شویو کورنیو اړتیاوې وارزوي. هغې وویل، د دویم تم ځای پر لور روان وو چې د دوی د زغره‌وال موټر تر څنګ چاودېدونکی ماین وچاودېد.
هغې وویل، په موټر کې لس کسان سپاره وو، چې پنځه تنه سمدستي ووژل شول او پنځه نور ژوندي پاتې شول.
بشرا سعید خان زیاته کړه چې چاودنې موټر څو متره هوا ته پورته وغورځاوه او وروسته چپه شو. د هغې په وینا، د بل موټر سرتېرو له موټره وایستله او تر چورلکې د رسېدو مخکې یې لومړنۍ طبي مرستې ورته برابرې کړې.
نوموړې ویلي، له کندهاره لومړی بګرام ته، بیا جرمني او وروسته کاناډا ته ولېږدول شوه. هغې زیاته کړې چې د اوږدې مودې لپاره په مصنوعي کوما کې وه.
د هغې په وینا، د ښي پښې د پرې کېدو ترڅنګ یې د بدن په بېلابېلو برخو کې سخت ټپونه اخیستي وو، غوږونو یې سم نه اورېدل، د خوراک لپاره یې پایپ کاراوه او د چپې پښې د ژغورلو لپاره یې ګڼ جراحي عملیات ترسره کړل.
هغې ویلي، د ټپونو د درملنې ترڅنګ یې له نوې ننګونې سره هم مخ وه؛ باید یو ځل بیا د تګ زده کړه کړې وای.
بشرا سعید خان وايي، وروسته د کاناډا په اوټاوا روغتون کې د مجازي واقعیت له ځانګړي سیسټم څخه د درملنې لپاره استفاده وکړه. دا ټېکنالوژي ناروغانو ته اجازه ورکوي چې په مصنوعي چاپېریال کې د بېلابېلو شرایطو تجربه وکړي او د تګ، تعادل او حرکت تمرین وکړي.
د هغې په وینا، دغه سیسټم ورسره مرسته وکړه چې نه یوازې فزیکي وړتیا بېرته ترلاسه کړي، بلکې د روغتون له چاپېریاله بهر د ژوند کولو باور هم ومومي.
هغې ویلي: «دغه پروګرام راته وښوده چې له معلولیت سره سره عادي ژوند کولی شم، کار ته ستنېدای شم او خپلې کورنۍ ته دوام ورکړم.»
بشرا سعید خان وايي، د بیارغونې په ټولو پړاوونو کې یې تر ټولو ستره هیله دا وه چې یوه ورځ مور شي.
د هغې په وینا، د درملنې هر پړاو یې له دې پوښتنې سره تړلی و چې ایا په راتلونکې کې به وکولای شي ماشومان ولري او له هغوی سره عادي ژوند وکړي که نه.
هغې ویلي، له ډېرو ستونزو وروسته یې دا هیله پوره شوه او اوس د خپلو ماشومانو مور ده.
بشرا سعید خان وايي، د افغانستان د جګړې ټپونو یې ژوند بدل کړ، خو دغو تجربو هغې ته دا هم وښوده چې له سختو پېښو وروسته د ژوند له سره جوړول ممکن دي.

د جېمزټاون راپور: قیوم خان ملنګ د طالبانو پر ضد د وسله وال مقاومت مهمه څېره ګرځېدلې ده

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰
100%

د جېمزټاون فاونډېشن په یوه تحلیلي راپور کې راغلي، چې د طالبانو له بیا ځلي ۵ کلنې د واکمنۍ وروسته، د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو ضد وسله‌والې ډلې لا هم فعالیت کوي او د قیوم خان ملنګ په مشرۍ د «سپاهیان میهن» یا «د وطن ساتونکو جبهه» د دغو ډلو له نوو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.

راپور وايي، که څه هم طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړ، خو د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو هڅې یې محدودې پایلې لرلې دي. د پاکستان او طالبانو اړیکې هم خرابې شوې او دواړو خواوو پر یو بل د وسله‌والو ډلو د ملاتړ تورونه لګولي دي. په ورته وخت کې، د خراسان داعش څانګه د طالبانو لپاره یو امنیتي ګواښ دی او د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه، د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان ازادۍ جبهه او اوس د قیوم خان ملنګ ډله هم د طالبانو پر ضد فعالیت کوي.
د راپور له مخې، قیوم خان ملنګ د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د بدخشان ولایت د یفتل سفلی ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ. ویل کېږي چې د هغه ځواکونو د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ مرکز نیولی و او طالبان یې له سیمې شا ته تګ ته اړ اېستي وو.
راپور وايي، که څه هم د طالبانو له مرستندویه ځواکونو تر رسېدو وروسته د ملنګ ځواکونه له سیمې ووتل، خو دغه برید وښوده چې طالبان لا هم په بدخشان کې له امنیتي ننګونو سره مخ دي.
جېمزټاون لیکلي، چې قیوم خان ملنګ د بدخشان اصلي اوسېدونکی او تاجک توکم دی. نوموړي کلونه د پخواني جمهوري نظام په امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کړې او وروسته د افغانستان ځانګړو ځواکونو ته شامل شوی و.
د راپور له مخې، ملنګ د امریکايي ځواکونو ترڅنګ هم کار کړی او د ځانګړو عملیاتو په ځینو قطعو کې یې د قوماندې مسوولیت درلود. هغه د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې سره یوځای شوی او د طالبانو پر ضد یې په څو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.
راپور زیاتوي چې ملنګ وروسته له ملي مقاومت جبهې جلا شو او خپله ډله یې، چې «سپاهیان میهن» نومېږي، جوړه کړه.
د جېمزټاون په وینا، د ملنګ یوه ځانګړنه دا ده چې د نورو مخالفو مشرانو برعکس، له لرې د عملیاتو لارښوونه نه کوي، بلکې په خپله په جګړه کې ګډون کوي.
راپور ادعا کوي چې د هغه ځواکونو په بدخشان کې پر ځینو طالب پوستو بریدونه کړي، وسلې او تجهیزات یې ترې نیولي او حتی په ځینو سیمو کې یې خپل بیرغونه پر دولتي ودانیو پورته کړي دي.
د راپور په ارزونه، د یفتل سفلی برید د طالبانو لپاره د ۲۰۲۱ کال راهیسې په بدخشان کې له مهمو امنیتي ننګونو څخه و.
جېمزټاون په پای کې لیکي چې که څه هم «سپاهیان میهن» تر اوسه نه ده ثابته کړې چې اوږدمهاله پوځي حضور او پراخ فعالیتونه ساتلی شي، خو د دې ډلې وروستي عملیات ښيي چې د طالبانو ضد وسله‌وال مقاومت لا هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د فعالیت توان لري.
د راپور په وینا، د قیوم خان ملنګ ډله د طالبانو د فشار، د بشري او مالي سرچینو د کمښت او د جلب او جذب له ستونزو سره مخ ده، خو په بدخشان کې یې فعالیت ښيي چې ښايي په راتلونکي کې هم د طالبانو پر ضد د مقاومت وړتیا وساتي.

سرچینې: د کابل په سیدال ناصري لېسه کې زده‌کوونکي ځورول شوي او سپکاوی یې شوی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۰
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کابل په سیدالناصري لېسه کې د طالبانو له‌خوا ګومارل شوي مرستیال یو شمېر زده‌کوونکي ډبولي او په زور یې ورته وېښتان هم قیچي کړي دي.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه، له ټولګي دننه د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي، چې دا پېښه د درسي ساعتونو پر مهال شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ هغه مهال شوې، چې په دې ښوونځي کې د طالبانو له‌خوا تازه ګومارل شوي مرستیال له یو شمېر مسوولینو او خدمتګارانو سره ټولګي په ټولګي پلټنه کړې ده. نوموړي ټول هغه زده‌کوونکي چې وېښتان یې اوږده وو، د نورو په وړاندې سپک کړي او په قیچي یې وېښتان ور لنډ کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دا سپکوونکی چلند له فزیکي تاوتریخوالي سره مل و او د ښوونځي مسوولینو د اوږدو وېښتانو لرلو له امله یو شمېر هلکان ډبولي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې د دې لېسې د یوه درسي ټولګي د فرش داسې صحنې لیدل کېږي، چې د قیچي شویو وېښتانو لویې غوټې یې په بېلابېلو برخو کې پرتې دي.

په دې ویډیو کې ویل کېږي، چې دغو طالبانو د یوولسم او دولسم ټولګیو زده‌کوونکي د وېښتانو په پلمه ځورولي دي او دا غیرانساني چلند «نه په اسلام کې شته او نه په هېڅ بل دین کې». د ویډیو په دوام کې د دغو صحنو په اعتراض کې د «مرګ پر طالبانو» شعارونه ورکول کېږي.

رواني او ښوونیزې پایلې

په سویډن کې د ښوونې او روزنې فعالې فریدې سعید له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اقداماتو د زیانمنو پایلو په اړه وویل: «په عام محضر کې سپکاوی، په زور د وېښتانو خریل او په ټولګي کې وهل ټکول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو انساني کرامت سخت زیانمنوي او د اوږدمهاله رواني ټپونو، سختې اندېښنې، د ناامنۍ احساس او د ژورې بې‌ارزښتۍ لامل کېږي».

دې ښوونیزې فعالې ټینګار وکړ، چې په تعلیمي چاپېریالونو کې تاوتریخوالی او سپکوونکی چلند د زده‌کړې انګېزه له منځه وړي او د ښوونځي پرېښودو او له زده‌کړو څخه د لاس اخیستو لامل کېږي. هغې زیاته کړه: «کله چې ښوونځی د فکري ودې او روزنې لپاره د یوه خوندي مرکز پر ځای، د پلټنې، ځپنې او زورزیاتي پر چاپېریال بدل شي، د زده‌کړو په اړه د تنکیو ځوانانو باور او لېوالتیا په بشپړه توګه له منځه ځي او د دغو رواني زیانونو اغېزې به تر کلونو پورې ورسره پاتې وي».

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د لېسو او ښوونیزو مرکزونو مدیریت خپلو پورې تړلو کسانو ته سپارلی او د زده‌کوونکو او ښوونکو پر ظاهري بڼه او جامو یې سخت څار او محدودیتونه لګولي دي.

د بشري حقونو څار سازمان د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۱۵مه، د «د هلکانو ښوونځي هم زیانمنېږي؛ په افغانستان کې د هلکانو پر زده‌کړو د طالبانو اغېز» تر سرلیک لاندې په یوه څېړنیز راپور کې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو تر واک لاندې ښوونځیو کې سپکوونکی چلند، بدني سزا او په زور د وېښتانو پرې کول زیات شوي او د زده‌کړو بهیر یې له کړکېچ سره مخ کړی دی.

دیپلومات رسنۍ:افغانستان کې د کوکنارو کښت له بندیزونو سره بیا هم زیات شوی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰
100%

دیپلوماټ په یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۲ کال د اپرېل د کوکنارو د بندیز له اعلان وروسته د تریاکو تولید د کمېدو بهیر بېرته مخ اړولی او افغانستان یو ځل بیا د کوکنارو د کښت له زیاتوالي سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو د کښت ساحه له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه ۴۳ زره هکټاره ته لوړه شوې ده. همداراز د تریاکو تولید هم له ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
راپور وايي، بېوزلي، د بدیلو عایداتي فرصتونو نشتوالی او د کرنې لپاره د مناسبو بدیلو لارو کمښت هغه عوامل دي چې ګڼ بزګران یې بېرته د کوکنارو کرلو ته اړ کړي دي.
د راپور له مخې، د کوکنارو کښت نور یوازې په جنوبي ولایتونو پورې محدود نه دی. په ۲۰۲۶ کال کې په ۱۶ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱ ولایتونه و.
راپور ښيي چې بدخشان او تخار اوس د کوکنارو د کښت اصلي مرکزونه ګرځېدلي دي. یوازې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت ساحه ۲۹ زره او ۴۸۲ هکټاره ثبت شوې، چې د ټول هېواد د کښت ۶۸ سلنه جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت یوازې ۳۵۶۱ هکټاره و.
راپور همداراز لیکي ، چې په تخار کې هم د کوکنارو کښت په چټکۍ زیات شوی دی. دغه ولایت په ۲۰۲۱ کال کې د کوکنارو له کښته پاک بلل کېده، خو اوس د کښت ساحه پکې ۳۴۰۰ هکټاره ته رسېدلې ده.
راپور وايي، د افغانستان د دودیزو کوکنار کرونکو ولایتونو، هلمند او کندهار، وضعیت هم بدل شوی او په دواړو ولایتونو کې د کوکنارو کښت په ترتیب سره ۴۰۰ او ۳۰۰ سلنه زیات شوی دی.
دیپلومات لیکي چې طالبانو سږ کال د ۲۲ زره هکټاره کوکنارو د له منځه وړلو ادعا کړې، خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د کښت او تولید زیاتوالی د بندیزونو اغېز تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
د راپور له مخې، بزګران د طالبانو له څار د ځان ساتلو لپاره اوس کوکنار په کوچنیو ټوټو، د غلو دانو د کروندو ترمنځ او یا د دېوالونو تر شا کري.
راپور همداراز د مخدره موادو د پخوانیو قاچاقي شبکو د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، یوازې د کوکنارو پر کښت بندیز لګول د ستونزې حل نه شي کېدای.
همداراز لیکي ،چې د کوکنارو د کښت کمولو لپاره بزګرانو ته د معیشت دوامدار بدیلونه، شفاف محلي مدیریت او د مخدره موادو د قاچاق د لارو د بندولو لپاره سیمه‌ییزه همکاري ضروري ده.
د راپور په وینا، تر هغه چې د کوکنارو د کروندګرو اقتصادي ستونزو ته حل نه وي موندل شوی، د افغانستان د مخدره موادو اقتصاد به په بېلابېلو بڼو بېرته ځان راژوندی کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د منځنۍ اسیا سوداګریزې موخې ستونزمنې کړې دي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۰ GMT+۰
100%

ایرواسیا نیټ رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان سیاسي او امنیتي کړکېچ د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او سیمه‌ییزې نښلونې پر پرمختګ سیوری غوړولی او د سیمې هېوادونه ورو ورو مني چې ټاکل شویو سوداګریزو هدفونو ته رسېدل به اسانه نه وي.

ایرواسیا نیټ زیاتوي، قزاقستان او پاکستان د ۲۰۲۶ کال په پیل کې هیله لرله چې د دواړو هېوادونو کلنۍ سوداګري به ژر تر یو میلیارد ډالرو واوړي، خو د نومبر په لومړۍ نېټه په استانه کې د دواړو هېوادونو د چارواکو تر لیدنې وروسته دا هدف ښکته شو او دواړو لورو د سوداګرۍ احتمالي کچه شاوخوا ۶۴۵ میلیونه ډالره وبلله.
د راپور له مخې ،ازبکستان هم له پاکستان سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره ستر هدف ټاکلی، خو اقتصادي ارقام ښيي چې دې موخې ته رسېدل به له جدي ننګونو سره مخ وي. تاشکند او اسلام‌اباد په سپټمبر کې اعلان کړی و چې غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې کلنۍ سوداګري دوه میلیارده ډالرو ته ورسوي.
راپور زیاتوي ،د دواړو هېوادونو د تېرو کلونو سوداګریزې شمېرې د دې هدف له واقعیتونو سره واټن ښيي. په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان صادرات ازبکستان ته ۱۲۹ میلیونه ډالره او د ازبکستان صادرات پاکستان ته ۲۵۷ میلیونه ډالره وو، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال سوداګري هم د پام وړ وده نه ده کړې.
راپور وایی ،که څه هم د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو چارواکي په رسمي توګه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي، خو شنونکي د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې د سوداګرۍ تر ټولو ستر خنډ بولي.
راپور کاږي ،په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي. د دواړو خواوو ترمنځ پرله‌پسې امنیتي تورونه، سرحدي محدودیتونه او د سوداګرۍ خنډونه د منځنۍ اسیا هغه پلانونه اغېزمن کړي چې غوښتل یې د افغانستان له لارې د جنوبي اسیا بازارونو او سمندري بندرونو ته لاسرسی ومومي.
همداراز راپور لیکي، چې دغه اختلافات د اکتوبر په میاشت کې د «مسکو فارمټ» په غونډه کې هم څرګند شول. د طالبانو او پاکستان استازو د ترهګرۍ په اړه پر اصطلاحاتو موافقه ونه کړه او غونډه د ګډې اعلامیې له خپرېدو پرته پای ته ورسېده.
بلخوا، د پاکستان د پانګونې وزیر قیصر احمد شیخ په استانه کې د پانګونې یوې غونډې ته ویلي چې پاکستاني بندرونه د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره مهمه سوداګریزه لاره ده او کولای شي د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
خو د سیمې د چارو څارونکي وايي، تر هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي او سیاسي کړکېچ دوام ولري، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي نښلونې سترې پروژې به د بشپړې عملي کېدو له ستونزو سره مخ وي.

ډېر لیدل شوي

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي
۱

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي

۲

ایا د دیموکراتانو بریا د افغانانو درد دوا کولی شي؟

۳

فرانسې ومنله چې د ناقانونه کډوالو د ستنولو په اړه یې طالبانو سره «تخنیکي خبرې» پیل کړي دي

۴
کلتور او ټولنه

افغانه فلم‌جوړوونکې: ښځینه فلم‌جوړوونکې په سینمايي صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي

۵

د تریاکو د تولید پنځه برابره زیاتوالی؛ طالبان وایي د نشه‌یي توکو ۱۴ فابریکې یې ویجاړې کړې