نوموړي چې تازه د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع» د دورهيي مشر په توګه ټاکل شوی، د افغانستان انټرنشنل له خبریال طاهر قادري سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو اصلي بدیل خپله د افغانستان خلک دي.
د داوودزي په وینا، طالبان که د جګړې له لارې او که د سیاسي هوکړې له لارې واک ته ورسېدل، خو ونه توانېدل چې د خلکو مشروعیت ترلاسه کړي.
هغه وویل: «طالبان د ټوپک په زور یا د سیاسي جوړجاړي له لارې راغلل او واک یې غصب کړ. هوکړه دا وه چې یوه لنډمهاله اداره جوړه شي او وروسته د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د افغانستان خلکو ته مراجعه وکړي؛ خو له دې څخه هېڅ هم ترسره نه شول».
«اپوزیسیون له محدودیتونو سره مخ دی»
داوودزي په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو د لږو لاسته راوړنو په اړه د نیوکو په ځواب کې وویل چې د مخالفانو لپاره د سیاسي فعالیت شرایط برابر نه وو.
هغه زیاته کړه، که دغه جریانونه په افغانستان کې دننه وای، یا یې په بهر کې د سیاسي فعالیت لپاره رسمي او منطقي فرصتونه درلودای، پایله به بل ډول وای.
د هغه په وینا، د سیمې هېوادونه په تدریجي ډول د طالبانو سیاسي مخالفانو ته د فعالیت لپاره ډېر فرصتونه برابروي، څو دغه جریانونه لا ډېر یووالي ته ورسېږي. خو داوودزي د اپوزیسیون یوه له سترو کمزوریو څخه د دغو جریانونو په مشرتابه کې د ځوان نسل نشتوالی وباله.
د نوموړي په خبره: «د دغو سیاسي اجماعګانو د مشرتابه د غړو ډېری یې د اویا او اتیا کلونو ترمنځ عمرونه لري. په مشرتابه کې د ځوان نسل ونډه ډېره کمرنګه ده او دا یوه لویه نیمګړتیا ګڼل کېږي».
«له بهره پر افغانستان د بدلون تپل د دغه هېواد په ګټه نه دي»
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع نوبتي مشر په افغانستان کې د بدلون لپاره دوه سناریوګانې مطرح کړې؛ یوه د ټولنې له منځه بدلون او بل هغه بدلون چې د بهرنیو لوبغاړو له خوا پر افغانستان وتپل شي.
هغه وایي، لا هم د کورني بدلون څرګندې نښې نه لیدل کېږي، خو د هغو بدلونونو په اړه هم خوشبین نه دی چې له بهره پر افغانستان وتپل شي.
داوودزي زیاته کړه: «هر بدلون چې له بهره افغانستان ته راشي، ښه پایله نه لري. موږ هڅه کوو چې بدلون له منځه رامنځته شي، څو یو ځل بیا په هماغه کړۍ کې راګیر نه شو چې په تېرو ۴۵ کلونو کې مو تجربه کړې ده».
د داوودزي په باور، افغانستان داسې حللارې ته اړتیا لري چې ټولې خواوې په کې ونډه او حضور ولري.
د پاکستان د رول په اړه د نظر اختلاف
داوودزي تایید کړه چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د غړو ترمنځ له پاکستان سره د تعامل د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه شته.
نوموړي وویل، ځینې غړي په دې باور دي چې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره باید له هر ډول ممکنې مرستې، د سیمې د هېوادونو له مرستو سره هم، هرکلی وشي. خو بله ډله دغه تګلاره ناسمه بولي.
د هغه په وینا، د دې تګلارې منتقدان استدلال کوي چې افغانستان مخکې هم دا ډول تجربه تېره کړې او اوسني ستونزې تر یوه بریده د هماغو بهرنیو لاسوهنو پایله ده.
«حللاره په ملي خبرواترو کې ده»
داوودزي د مرکې په بله برخه کې له طالبانو سره د خبرو اترو د امکان په اړه وویل چې پخوانۍ تجربې، د بن غونډې او د دوحې هوکړې په ګډون، په حقیقت کې د افغانانو ترمنځ رښتینې خبرې اترې نه وې.
هغه په دې باور دی چې افغانستان د یوې ملي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره باید د لویې جرګې پر سیاسي دود تکیه وکړي. نوموړي په ورته وخت کې هیله څرګنده کړه چې طالبان به په پای کې اصلاحات ومني.
هغه زیاتوي: «هیله لرم چې دغه اصلاحات له وینې تویېدنې پرته رامنځته شي. زه په دې اړه خوشبین یم».
«پاکستان د طالبانو له سیاست سره ستونزه لري، نه له خپله طالبانو سره»
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر د طالبانو او پاکستان د اړیکو د ارزونې په ترڅ کې وویل چې اسلاماباد په تېرو وختونو کې طالبان د خپلو دښمنانو پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه کارولي دي.
هغه زیاته کړه، پاکستان د جمهوري نظام پر وړاندې د طالبانو ملاتړ کاوه، ځکه چې دغه نظام یې د خپلو ګټو پر زیان باله.
د داوودزي په باور، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اوسنی کړکېچ تر ډېره د طالبانو پر سیاستونو دی، نه د هغوی د واکمنۍ پر اصل.
دې پخواني چارواکي وویل، طالبان هڅه کوي د یوه خپلواک حکومت په توګه عمل وکړي، په داسې حال کې چې پاکستان غواړي د افغانستان په سیمهییزو اړیکو کې پرېکنده رول ولري.
«هیله لرم بدلون په میاشتو کې راشي، نه په کلونو کې»
داوودزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان خلک به تر کومې مودې د بدلون په تمه وي، وویل چې د بدلون لپاره مشخص وخت نه شي ټاکلی، خو هیله لري چې دا انتظار اوږد نه شي.
هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې کلونه نه، بلکې میاشتې وي».
نوموړي همدارنګه وویل چې نړیوال بحرانونو د دې لامل شوي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په لومړیتوبونو کې ځای ونه لري، خو ښايي د شرایطو په بدلېدو سره دې هېواد ته لا ډېره پاملرنه وشي.
داوودزي ټینګار وکړ چې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د بېرته ستنېدو مخالف دی او د تېرو دوو لسیزو تجربې ښودلې چې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور مطلوبه پایله نه ده لرلې.
هغه وویل: «افغانستان فرصت ته اړتیا لري. ځکه فشارونه نه، بلکې همدا فرصتونه دي چې د بدلون لپاره زمینه برابروي».