عمر داوودزی: له بهره پر افغانستان د بدلون تپل د هېواد په ګټه نه تمامېږي

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او په ایران او پاکستان کې د دغه هېواد پخواني سفیر عمر داوودزي ویلي، د افغانستان د بحران حل له بهره نه، بلکې د ټولنې له منځه شونی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او په ایران او پاکستان کې د دغه هېواد پخواني سفیر عمر داوودزي ویلي، د افغانستان د بحران حل له بهره نه، بلکې د ټولنې له منځه شونی دی.
نوموړي چې تازه د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع» د دورهيي مشر په توګه ټاکل شوی، د افغانستان انټرنشنل له خبریال طاهر قادري سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو اصلي بدیل خپله د افغانستان خلک دي.
د داوودزي په وینا، طالبان که د جګړې له لارې او که د سیاسي هوکړې له لارې واک ته ورسېدل، خو ونه توانېدل چې د خلکو مشروعیت ترلاسه کړي.
هغه وویل: «طالبان د ټوپک په زور یا د سیاسي جوړجاړي له لارې راغلل او واک یې غصب کړ. هوکړه دا وه چې یوه لنډمهاله اداره جوړه شي او وروسته د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د افغانستان خلکو ته مراجعه وکړي؛ خو له دې څخه هېڅ هم ترسره نه شول».
«اپوزیسیون له محدودیتونو سره مخ دی»
داوودزي په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو د لږو لاسته راوړنو په اړه د نیوکو په ځواب کې وویل چې د مخالفانو لپاره د سیاسي فعالیت شرایط برابر نه وو.
هغه زیاته کړه، که دغه جریانونه په افغانستان کې دننه وای، یا یې په بهر کې د سیاسي فعالیت لپاره رسمي او منطقي فرصتونه درلودای، پایله به بل ډول وای.
د هغه په وینا، د سیمې هېوادونه په تدریجي ډول د طالبانو سیاسي مخالفانو ته د فعالیت لپاره ډېر فرصتونه برابروي، څو دغه جریانونه لا ډېر یووالي ته ورسېږي. خو داوودزي د اپوزیسیون یوه له سترو کمزوریو څخه د دغو جریانونو په مشرتابه کې د ځوان نسل نشتوالی وباله.
د نوموړي په خبره: «د دغو سیاسي اجماعګانو د مشرتابه د غړو ډېری یې د اویا او اتیا کلونو ترمنځ عمرونه لري. په مشرتابه کې د ځوان نسل ونډه ډېره کمرنګه ده او دا یوه لویه نیمګړتیا ګڼل کېږي».
«له بهره پر افغانستان د بدلون تپل د دغه هېواد په ګټه نه دي»
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع نوبتي مشر په افغانستان کې د بدلون لپاره دوه سناریوګانې مطرح کړې؛ یوه د ټولنې له منځه بدلون او بل هغه بدلون چې د بهرنیو لوبغاړو له خوا پر افغانستان وتپل شي.
هغه وایي، لا هم د کورني بدلون څرګندې نښې نه لیدل کېږي، خو د هغو بدلونونو په اړه هم خوشبین نه دی چې له بهره پر افغانستان وتپل شي.
داوودزي زیاته کړه: «هر بدلون چې له بهره افغانستان ته راشي، ښه پایله نه لري. موږ هڅه کوو چې بدلون له منځه رامنځته شي، څو یو ځل بیا په هماغه کړۍ کې راګیر نه شو چې په تېرو ۴۵ کلونو کې مو تجربه کړې ده».
د داوودزي په باور، افغانستان داسې حللارې ته اړتیا لري چې ټولې خواوې په کې ونډه او حضور ولري.
د پاکستان د رول په اړه د نظر اختلاف
داوودزي تایید کړه چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د غړو ترمنځ له پاکستان سره د تعامل د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه شته.
نوموړي وویل، ځینې غړي په دې باور دي چې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره باید له هر ډول ممکنې مرستې، د سیمې د هېوادونو له مرستو سره هم، هرکلی وشي. خو بله ډله دغه تګلاره ناسمه بولي.
د هغه په وینا، د دې تګلارې منتقدان استدلال کوي چې افغانستان مخکې هم دا ډول تجربه تېره کړې او اوسني ستونزې تر یوه بریده د هماغو بهرنیو لاسوهنو پایله ده.
«حللاره په ملي خبرواترو کې ده»
داوودزي د مرکې په بله برخه کې له طالبانو سره د خبرو اترو د امکان په اړه وویل چې پخوانۍ تجربې، د بن غونډې او د دوحې هوکړې په ګډون، په حقیقت کې د افغانانو ترمنځ رښتینې خبرې اترې نه وې.
هغه په دې باور دی چې افغانستان د یوې ملي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره باید د لویې جرګې پر سیاسي دود تکیه وکړي. نوموړي په ورته وخت کې هیله څرګنده کړه چې طالبان به په پای کې اصلاحات ومني.
هغه زیاتوي: «هیله لرم چې دغه اصلاحات له وینې تویېدنې پرته رامنځته شي. زه په دې اړه خوشبین یم».
«پاکستان د طالبانو له سیاست سره ستونزه لري، نه له خپله طالبانو سره»
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر د طالبانو او پاکستان د اړیکو د ارزونې په ترڅ کې وویل چې اسلاماباد په تېرو وختونو کې طالبان د خپلو دښمنانو پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه کارولي دي.
هغه زیاته کړه، پاکستان د جمهوري نظام پر وړاندې د طالبانو ملاتړ کاوه، ځکه چې دغه نظام یې د خپلو ګټو پر زیان باله.
د داوودزي په باور، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اوسنی کړکېچ تر ډېره د طالبانو پر سیاستونو دی، نه د هغوی د واکمنۍ پر اصل.
دې پخواني چارواکي وویل، طالبان هڅه کوي د یوه خپلواک حکومت په توګه عمل وکړي، په داسې حال کې چې پاکستان غواړي د افغانستان په سیمهییزو اړیکو کې پرېکنده رول ولري.
«هیله لرم بدلون په میاشتو کې راشي، نه په کلونو کې»
داوودزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان خلک به تر کومې مودې د بدلون په تمه وي، وویل چې د بدلون لپاره مشخص وخت نه شي ټاکلی، خو هیله لري چې دا انتظار اوږد نه شي.
هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې کلونه نه، بلکې میاشتې وي».
نوموړي همدارنګه وویل چې نړیوال بحرانونو د دې لامل شوي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په لومړیتوبونو کې ځای ونه لري، خو ښايي د شرایطو په بدلېدو سره دې هېواد ته لا ډېره پاملرنه وشي.
داوودزي ټینګار وکړ چې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د بېرته ستنېدو مخالف دی او د تېرو دوو لسیزو تجربې ښودلې چې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور مطلوبه پایله نه ده لرلې.
هغه وویل: «افغانستان فرصت ته اړتیا لري. ځکه فشارونه نه، بلکې همدا فرصتونه دي چې د بدلون لپاره زمینه برابروي».
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین سره مخ دی او د خوړو ناامني، خوارځواکي، د ساري ناروغیو پراخېدل، د کډوالو ډلهییزه راستنېدنه او د بشري مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو افغانانو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان، چې ۱.۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، د سپټمبر تر پایه ۶۷ سلنه له بودجې بېبرخې پاتې و. یونیسف وايي، د تمویل دغه کمښت د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو او خوندیتوب په ګډون مهمو بشري خدمتونو ته جدي زیان رسولی دی.
یونیسف ویلي، دا مهال ۱۵.۹ میلیونه افغانان د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ دي او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر او د ۲۰۲۷ کال د اپرېل ترمنځ به دا شمېر ۱۹.۲ میلیونو کسانو ته لوړ شي. د راپور له مخې، نږدې پنځه میلیونه کسان ښايي بیړني حالت ته ورسېږي.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا ۴.۰۴ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې اړتیا ولري.
د روغتیا په برخه کې یونیسف خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د پولیو او نورو ساري ناروغیو له ګواښ سره مخ دی. د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په هېواد کې د پولیو ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۵ پېښې و.
د راپور له مخې، د شدیدې اوبلنې نس ناستې ناروغۍ ۴۷۷ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي چې ډېری یې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې دي.
یونیسف وايي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر درېیمې پورې نږدې ۱.۳ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي. په دغو راستنېدونکو کې له ۵۶۳ زرو ډېر کسان په جبري ډول ایستل شوي کډوال دي.
راپور وايي، راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، د روغتیا، زدهکړو، پاکو اوبو، سرپناه او د عاید د فرصتونو له جدي ستونزو سره مخ دي.
یونیسف ویلي چې یوازې د سپټمبر په میاشت کې یې د ۲۳۹۰ روغتیايي مرکزونو او ۱۶ ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې له ۶.۸ میلیونو څخه ډېرو کسانو ته روغتیايي خدمات رسولي دي.
د تغذیې په برخه کې، یونیسف او شریکانو یې ۱.۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له پلوه ارزولي او له ۱۰۷ زرو زیات ماشومان یې د درملنې پروګرامونو ته شامل کړي دي.
راپور همداراز ښيي چې په سپټمبر میاشت کې له ۲۱۵ زرو څخه ډېرو ماشومانو ته د بیړنیو زدهکړو خدمتونه وړاندې شوي، خو د ښوونیزو امکاناتو کمښت، د ښوونکو نشتوالی او د راستنېدونکو کورنیو زیاتوالی لا هم د زدهکړو پر وړاندې لوی خنډونه دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې د بودجې دوامدار کمښت د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو لپاره د ژوند ژغورونکو خدمتونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی او نړیوالې مرستې لا هم د بشري اړتیاوو له کچې ټیټې دي.
یونسکو او یونیسف په خپل تازه ګډ راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د لومړني ښوونځي د عمر ۵۳ سلنه ماشومان لا هم له رسمي زدهکړو بهر دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او د زدهکړو اړتیا ورځ تر بلې لوړېږي.
د «افغانستان د زدهکړو وضعیت ۲۰۲۶» راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له متوسطه او لېسې زدهکړو محرومې شوې دي. راپور ټینګار کوي چې افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له ۱۲ کلنۍ وروسته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.
راپور وايي، د نجونو لپاره د ټولنیزو زدهکړو ټولګي، د سواد زدهکړې پروګرامونه، انلاین زدهکړې او خصوصي درسونه شته، خو د رسمي ښوونیز نظام بدیل نه شي کېدای. د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې شاوخوا ۵۳۰۰ ټولنیز ټولګي فعال وو چې ۱۶۲ زره زدهکوونکي پکې شامل وو او ۶۴ سلنه یې نجونې وې.
د یونسکو او یونیسف د شمېرو له مخې، د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو شمېر له ۲۰۱۹ کال کې د ۱۰.۴ میلیونو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی دی. د زدهکوونکو د شمېر زیاتوالی پر ښوونځیو، ښوونکو او تعلیمي خدمتونو فشار نور هم زیات کړی دی.
که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې ۶.۶ میلیونه ماشومان په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې شامل وو، چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۵۶۰ زره زیاتوالی ښيي، خو راپور وايي دا وده د نفوس د چټک زیاتوالي له کچې سره برابره نه ده.
راپور د زدهکړو کیفیت هم د جدي اندېښنې وړ بللی دی. د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۵۵ زرو څخه د ډېرو زدهکوونکو ارزونه ښيي چې له نیمايي کم د څلورم ټولګي زدهکوونکي د درېیم ټولګي د ژبې لومړني معیارونه پوره کوي او یوازې له هرو څلورو زدهکوونکو یو تن د ریاضۍ اړین معیار ته رسېدلی دی.
یونسکو او یونیسف وايي، د وړوکتون زدهکړې هم ډېرې محدودې دي او د درېیو او څلورو کلونو عمر لرونکو ماشومانو له سلو څخه له یوه کم ماشوم دغو پروګرامونو ته لاسرسی لري.
راپور د راستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي یادونه هم کوي او وایي، د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې ۱.۲۳ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۲۴۵ زره ماشومان د زدهکړو مرستو او فرصتونو ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، د نجونو پر لوړو زدهکړو د بندیزونو دوام د افغانستان د پوهنتونونو پر وضعیت هم اغېز کړی دی. په ۲۰۲۶ کال کې د پوهنتونونو د محصلانو شمېر شاوخوا ۲۰۸ زره ته رسېدلی، خو دا لا هم د ۲۰۲۰ کال د نږدې ۴۳۰ زره محصلانو له شمېر څخه ډېر ټیټ دی.
یونسکو او یونیسف له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو د زدهکړو حق بېرته تأمین کړي او هغه محدودیتونه لرې کړي چې د زدهکړو لاسرسی او کیفیت زیانمنوي.
دواړه ادارې خبرداری ورکوي چې که بیړني اقدامات ونه شي، افغانستان به یو بشپړ نسل له زدهکړو محروم کړي او د هېواد د راتلونکي پرمختګ او بیارغونې بهیر به له لا ډېرو ننګونو سره مخ شي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لورن نونز د دوشنبې په ورځ د نومبر پر درېیمه د دغه هېواد پارلمان ته تایید کړه، چې پاریس له طالبانو سره د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه «تخنیکي خبرې» پیل کړې دي.
نونز د پارلمان د استازو د پوښتنو په ځواب کې وویل، د فرانسې حکومت هڅه کوي افغانستان ته د هغو افغانانو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړي چې په ناقانونه توګه په فرانسه کې ژوند کوي.
فرانس پرېس خبري اژانس لومړی ځل د اکټوبر په پیل کې د یوه ډیپلوماتیکې سرچینې له خولې راپور ورکړی و چې فرانسې له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې فرانسوي چارواکي یې په رسمي ډول پخلی کوي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر روښانه کړه چې دا خبرې یوازې په تخنیکي کچه روانې دي او زیاته یې کړه چې نور اروپایي هېوادونه، لکه جرمني هم دا چاره پر مخ وړي. نونز ټینګار وکړ چې د هغه د کار لومړیتوب د هغو افغانانو اېستل دي چې عامه نظم ته ګواښ پېښوي. هغه څرګنده کړه، فرانسه که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې د واک تر ترلاسه کولو وروسته د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او هېڅ رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره نه لري، خو د اروپایي ټولنې له نږدې ۲۰ هېوادونو لکه جرمني، بلجیم او سوېډن سره یوځای شوې ترڅو د هغو افغانانو شړل چټک کړي چې د محکمو له خوا مجرم پېژندل شوي دي.
له بلې خوا، د فرانسې د حکومت دې اقدام په پارلمان کې توند غبرګونونه راپارولي دي. د زرغون ګوند استازې لیا بالاج الماریکي حکومت تورن کړ چې د اړیکو په عادي کولو بوخت دی. هغې وویل، حکومت له داسې یوې ډلې سره چې د هغې په وینا د «جنسیتي اپارتاید» له لارې د بشریت پر ضد جرمونه کوي، تعامل کوي. د بشري حقونو نړیوالې محکمې تر دې وړاندې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده، د دوی د سترې محکمې د مشر او د پوهنې د دوو وزیرانو پر ضد د ښځو او نجونو د حقونو د سختو محدودیتونو له امله د بشریت پر ضد د جرمونو په تور د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د اېستلو بهیر د چټکتیا لپاره په تېر جون کې هم په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپایي ټولنې د ۱۵ هېوادونو د چارواکو ترمنځ ناسته شوې وه، چې د بشري حقونو سازمانونو او کیڼاړخو اروپایي وکیلانو په کلکه وغندله. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین پر وړاندې پر نړیوالې چوپتیا نیوکه کړې وه او غوښتنه یې کړې وه چې افغانستان ته دې د افغانانو اجباري ستنول سمدستي ودرول شي، ځکه طالبانو له ۱۲ کلونو د پورته نجونو زدهکړې منع کړې او ښځې یې له لوړو زدهکړو محرومې کړې دي.
طالبانو په تېرو ۲ ورځو کې د نشهیي توکو د تولید د ۱۴ فابریکو د کشف او ویجاړولو خبر ورکړی دی.ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې د تریاکو تولید ۵ برابره زیات شوی او په ۲۰۲۵کال کې له ۳۰۰ ټنو څخه په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د خپرو شویو راپورونو له مخې، د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د تولید اته فابریکې، د هلمند ولایت په کجکي، نوزاد او موسیکلا ولسوالیو کې څلور فابریکې، د ارزګان ولایت په ترینکوټ ولسوالۍ کې یوه فابریکه او د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یوه فابریکه پېژندل شوې او ویجاړې شوې دي.
د غور ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ د سېشنبې په ورځ، د لړم په ۱۲مه، اعلان وکړ چې د پسابند ولسوالۍ په یوه ۲۰ ورځني عملیات کې د نشهیي توکو د تولید اته فابریکې کشف او ویجاړې شوې دي او ۲۷ کسان هم د نشهیي توکو په سوداګرۍ کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
بلخوا:د هلمند ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ د سېشنبې په ورځ د کجکي، نوزاد او موسیکلا ولسوالیو کې د نشهیي توکو د تولید د څلورو فابریکو د کشف خبر ورکړ. دغې ادارې په دغو فابریکو کې د تولیدېدونکو موادو د ډول او یا هم په تړاو یې د کوم چا د نیول کېدو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
په غور او هلمند کې د طالبانو مسوولانو همدارنګه د دغو عملیاتو پر مهال د سلګونو کیلوګرامه نشهیي توکو او یو شمېر موټرو د کشف او ضبط خبر ورکړی، خو د کشف شویو موادو کره اندازه او د موټرو شمېر یې نه دی مشخص کړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت هم د سېشنبې په ورځ د ارزګان ولایت د ترینکوټ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د نشهیي توکو د تولید د یوې فابریکې د کشف او ویجاړولو خبر ورکړ.
د دغه بنسټ په وینا، له دې فابریکې څخه درې زره او ۱۵۰ کیلوګرامه اومان، ۴۵۰ کیلوګرامه چونه، ۶۷۵ کیلوګرامه سود او ۱۶۰ لېټره تېزاب ترلاسه شوي چې له فابریکې سره یو ځای سوځول شوي دي. طالبانو ویلي چې د دغې فابریکې په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.
په همدې حال کې، د طالبانو د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د تخار ولایت په ملکیان او خطایان سیمو کې د نشهیي توکو د قاچاق په تور د څلورو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. د دغه بنسټ په وینا، له دغو کسانو څخه ۹۴ کیلوګرامه نشهیي توکي ترلاسه شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۱مه، هم په بدخشان کې د ۳۷ کیلوګرامه، په تخار کې د ۲۸ کیلوګرامه او په کاپیسا کې د نږدې ۱۰ کیلوګرامه نشهیي توکو د کشف او ضبط خبر ورکړی و.
دغه وزارت همدارنګه اعلان کړی چې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د نشهیي توکو د تولید یوه فابریکه له ۵۱بوجیو د یامه بوټي سره یو ځای کشف او سوځول شوې ده او اووه کسان د نشهیي توکو د تولید، قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي.
د طالبانو د راپورونو له مخې، په ټوله کې په دې موده کې د غور، هلمند، ارزګان او هرات په څلورو ولایتونو کې د نشهیي توکو د تولید ۱۴ فابریکې کشف او ویجاړې شوې دي. سربېره پر دې، دغو ادارو په څو نورو ولایتونو کې د کسانو د نیولو او د بېلابېلو اندازو نشهیي توکو د کشف او ضبط خبر هم ورکړی دی.
د تریاکو د تولید زیاتوالی او د ملګرو ملتونو د راپور په اړه د طالبانو غبرګون
په وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت او تولید د وضعیت په اړه خپل نوی راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو ټولیز تولید په ۲۰۲۵ کال کې له شاوخوا ۳۰۰ ټنو څخه په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۱۵۰۰ټنو ته لوړ شوی دی. د دغه زیاتوالي لامل هم د کوکنارو د کرکېلې د ساحې پراخېدل او هم د بارانونو د غوره شرایطو له امله د حاصلاتو زیاتوالی ښودل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د نشهیي توکو بندیز کمرنګه ښکاري.
ویل شوي چې که څه هم د کوکنارو د کښت کچه لا هم د بندیز تر مخه د کلونو په پرتله ټیټه ده، خو په ۲۰۲۵ کال کې له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه په ۲۰۲۶ کال کې په څرګند ډول زیاته شوې او له ۴۳ زره هکټاره څخه اوښتې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر راپور «غیرواقعي» بللی او د دغه راپور معلومات یې رد کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو راپور په افغانستان کې له موجودو واقعیتونو سره سمون نه لري او په هغه کې د نشهیي توکو د کښت او تولید د مخنیوي په برخه کې د طالبانو لاسته راوړنې له پامه غورځول شوې دي.
طالب چارواکو واک ته تر بیا رسېدو وروسته څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د نشهیي توکو کښت، تولید او قاچاق صفر ته رسولی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) افغانستان انټرنشنل ته ومنله، چې د بودیجې د کمښت له امله یې په ټوله نړۍ او له هغې ډلې په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی دی. په کابل کې د دغې ادارې یو شمېر ښځینه افغان کارکوونکو هم د خپلو کارونو د ځنډ خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) د سهشنبې په ورځ(د لړم په ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا ښځینه یې رسمي کارکوونکې نه دي او ښایي د همکارو ادارو یا قراردادیانو له خوا ګومارل شوې وي.
معترضې مېرمنې وایي، چې له دې ډلې، ۹ کسان د اچبيایل موسسې له لارې ګومارل شوې وې او لږ تر لږه څلور تنه د یونیسف رسمي کارکوونکې وې.
یونیسف وویل، چې په ټوله نړۍ کې د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې «د مالي سرچینو برابرولو له سختو شرایطو» سره مخ دی.
په افغانستان کې د یونیسف دفتر تایید کړه، چې د بودیجې کمښت د دې بنسټ د ښځینه او نارینه کارکوونکو پر دوام اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ټینګار وکړ، چې د بودیجې له کمېدو سره سره، هڅه کوي چې افغان ماشومانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر وساتي.
دغه بنسټ وویل، چې د ملګرو ملتونو د ژمنو سره سم، د خپلو کارکوونکو ترمنځ جنسیتي تنوع په پام کې نیسي.
یوې ډلې افغان مېرمنو ادعا کړې، چې یونیسف د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار د بندیز له امله، د دوی کاري قراردادونه نه دي غځولي.
دغو ښځو وویل، چې شمېر یې ۱۳ کسانو ته رسېږي چې ډېرو یې د وړوکتون د ښوونکو په توګه او همدارنګه په پلچرخي کې د یونیسف په مرکزي دفتر کې د منلو او صفاکارۍ په برخو کې کار کاوه.
دغو مېرمنو افغانستان انټرنشنل ته په یوه لیک کې لیکلي، وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېد، په تېر نږدې یو کال کې خپلو دندو ته له تګ څخه بېبرخې شوې، خو معاش یې ترلاسه کاوه.
دوی ادعا کوي، چې په دې وروستیو کې یونیسف ویلي چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار د بندیز له امله دوی ته «اړتیا نه لري.»
معترضې ښځې وایي دوی د کابل په پلچرخي کې د یونیسف په مرکزي دفتر کې کار کاوه.
همدارنګه دوی ادعا کوي، چې ځینو یې له شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې په دې دفتر کې کار کړی دی.
د معلوماتو له مخې، ۱۰ تنه د وړوکتون د ښوونکو په توګه او څلور نور کسان د هرکلي، صفاکارۍ او سوپروایزرۍ په برخو کې کار کړی دی.
طالبانو د تېر کال په وږي میاشت کې د خپل مشر هبتالله اخندزاده په امر د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو د ننوتو مخه ونیوله.
تر هغې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې خپلو دفترونو ته د تګ اجازه نه لري.
ملګرو ملتونو د زمري میاشتې په منځ کې اعلان وکړ چې د طالبانو د محدودیتونو په پایله کې، درې زره او ۳۰۰ ښځینه او نارینه کارکوونکي په کور شوي دي.
د ملګرو ملتونو چارواکو په دې موده کې بیا- بیا ټینګار کړی چې د میلیونونو اړمنو کسانو لپاره د ژغورونکو مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه اړینه ده.
د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز د افغان فعالانو غبرګونونه هم راپارولي دي.
له هېواده بهر د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو ملګري ملتونه د طالبانو د جنسیتي تبعیض پر عادي کولو تورن کړي دي.
د بشري حقونو فعالې زبیده اکبر د لړم په پنځمه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وویل، چې افغان ښځې به تر کومه وخته انتظار وباسي او د طالبانو له خوا د خپلو حقونو د تر پښو لاندې کېدو کوم اسناد او شواهد وړاندې کړي ترڅو نړۍ یو اقدام ترسره کړي.
مېرمن اکبر ملګري ملتونه له بشري حقونو او د ښځو له حقونو سره پر انتخابي چلند تورن کړل او زیاته یې کړه چې دغه سازمان د طالبانو د غوښتنو د پوره کولو لپاره، له طالبانو سره په لیدنو کې د ښځینه استازو له شتون څخه ډډه کوي.