یونسکو او یونیسف په خپل تازه ګډ راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د لومړني ښوونځي د عمر ۵۳ سلنه ماشومان لا هم له رسمي زدهکړو بهر دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او د زدهکړو اړتیا ورځ تر بلې لوړېږي.
د «افغانستان د زدهکړو وضعیت ۲۰۲۶» راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له متوسطه او لېسې زدهکړو محرومې شوې دي. راپور ټینګار کوي چې افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له ۱۲ کلنۍ وروسته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري. راپور وايي، د نجونو لپاره د ټولنیزو زدهکړو ټولګي، د سواد زدهکړې پروګرامونه، انلاین زدهکړې او خصوصي درسونه شته، خو د رسمي ښوونیز نظام بدیل نه شي کېدای. د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې شاوخوا ۵۳۰۰ ټولنیز ټولګي فعال وو چې ۱۶۲ زره زدهکوونکي پکې شامل وو او ۶۴ سلنه یې نجونې وې. د یونسکو او یونیسف د شمېرو له مخې، د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو شمېر له ۲۰۱۹ کال کې د ۱۰.۴ میلیونو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی دی. د زدهکوونکو د شمېر زیاتوالی پر ښوونځیو، ښوونکو او تعلیمي خدمتونو فشار نور هم زیات کړی دی. که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې ۶.۶ میلیونه ماشومان په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې شامل وو، چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۵۶۰ زره زیاتوالی ښيي، خو راپور وايي دا وده د نفوس د چټک زیاتوالي له کچې سره برابره نه ده. راپور د زدهکړو کیفیت هم د جدي اندېښنې وړ بللی دی. د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۵۵ زرو څخه د ډېرو زدهکوونکو ارزونه ښيي چې له نیمايي کم د څلورم ټولګي زدهکوونکي د درېیم ټولګي د ژبې لومړني معیارونه پوره کوي او یوازې له هرو څلورو زدهکوونکو یو تن د ریاضۍ اړین معیار ته رسېدلی دی. یونسکو او یونیسف وايي، د وړوکتون زدهکړې هم ډېرې محدودې دي او د درېیو او څلورو کلونو عمر لرونکو ماشومانو له سلو څخه له یوه کم ماشوم دغو پروګرامونو ته لاسرسی لري. راپور د راستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي یادونه هم کوي او وایي، د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې ۱.۲۳ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۲۴۵ زره ماشومان د زدهکړو مرستو او فرصتونو ته اړتیا لري. د راپور له مخې، د نجونو پر لوړو زدهکړو د بندیزونو دوام د افغانستان د پوهنتونونو پر وضعیت هم اغېز کړی دی. په ۲۰۲۶ کال کې د پوهنتونونو د محصلانو شمېر شاوخوا ۲۰۸ زره ته رسېدلی، خو دا لا هم د ۲۰۲۰ کال د نږدې ۴۳۰ زره محصلانو له شمېر څخه ډېر ټیټ دی. یونسکو او یونیسف له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو د زدهکړو حق بېرته تأمین کړي او هغه محدودیتونه لرې کړي چې د زدهکړو لاسرسی او کیفیت زیانمنوي. دواړه ادارې خبرداری ورکوي چې که بیړني اقدامات ونه شي، افغانستان به یو بشپړ نسل له زدهکړو محروم کړي او د هېواد د راتلونکي پرمختګ او بیارغونې بهیر به له لا ډېرو ننګونو سره مخ شي.
د غور ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ د سېشنبې په ورځ، د لړم په ۱۲مه، اعلان وکړ چې د پسابند ولسوالۍ په یوه ۲۰ ورځني عملیات کې د نشهیي توکو د تولید اته فابریکې کشف او ویجاړې شوې دي او ۲۷ کسان هم د نشهیي توکو په سوداګرۍ کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
بلخوا:د هلمند ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ د سېشنبې په ورځ د کجکي، نوزاد او موسیکلا ولسوالیو کې د نشهیي توکو د تولید د څلورو فابریکو د کشف خبر ورکړ. دغې ادارې په دغو فابریکو کې د تولیدېدونکو موادو د ډول او یا هم په تړاو یې د کوم چا د نیول کېدو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
په غور او هلمند کې د طالبانو مسوولانو همدارنګه د دغو عملیاتو پر مهال د سلګونو کیلوګرامه نشهیي توکو او یو شمېر موټرو د کشف او ضبط خبر ورکړی، خو د کشف شویو موادو کره اندازه او د موټرو شمېر یې نه دی مشخص کړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت هم د سېشنبې په ورځ د ارزګان ولایت د ترینکوټ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د نشهیي توکو د تولید د یوې فابریکې د کشف او ویجاړولو خبر ورکړ.
د دغه بنسټ په وینا، له دې فابریکې څخه درې زره او ۱۵۰ کیلوګرامه اومان، ۴۵۰ کیلوګرامه چونه، ۶۷۵ کیلوګرامه سود او ۱۶۰ لېټره تېزاب ترلاسه شوي چې له فابریکې سره یو ځای سوځول شوي دي. طالبانو ویلي چې د دغې فابریکې په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.