سرچینې: د کابل په سیدال ناصري لېسه کې زدهکوونکي ځورول شوي او سپکاوی یې شوی

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کابل په سیدالناصري لېسه کې د طالبانو لهخوا ګومارل شوي مرستیال یو شمېر زدهکوونکي ډبولي او په زور یې ورته وېښتان هم قیچي کړي دي.
سرچینو د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه، له ټولګي دننه د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي، چې دا پېښه د درسي ساعتونو پر مهال شوې ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ هغه مهال شوې، چې په دې ښوونځي کې د طالبانو لهخوا تازه ګومارل شوي مرستیال له یو شمېر مسوولینو او خدمتګارانو سره ټولګي په ټولګي پلټنه کړې ده. نوموړي ټول هغه زدهکوونکي چې وېښتان یې اوږده وو، د نورو په وړاندې سپک کړي او په قیچي یې وېښتان ور لنډ کړي دي.
سرچینې زیاتوي، چې دا سپکوونکی چلند له فزیکي تاوتریخوالي سره مل و او د ښوونځي مسوولینو د اوږدو وېښتانو لرلو له امله یو شمېر هلکان ډبولي دي.
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې د دې لېسې د یوه درسي ټولګي د فرش داسې صحنې لیدل کېږي، چې د قیچي شویو وېښتانو لویې غوټې یې په بېلابېلو برخو کې پرتې دي.
په دې ویډیو کې ویل کېږي، چې دغو طالبانو د یوولسم او دولسم ټولګیو زدهکوونکي د وېښتانو په پلمه ځورولي دي او دا غیرانساني چلند «نه په اسلام کې شته او نه په هېڅ بل دین کې». د ویډیو په دوام کې د دغو صحنو په اعتراض کې د «مرګ پر طالبانو» شعارونه ورکول کېږي.
رواني او ښوونیزې پایلې
په سویډن کې د ښوونې او روزنې فعالې فریدې سعید له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اقداماتو د زیانمنو پایلو په اړه وویل: «په عام محضر کې سپکاوی، په زور د وېښتانو خریل او په ټولګي کې وهل ټکول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو انساني کرامت سخت زیانمنوي او د اوږدمهاله رواني ټپونو، سختې اندېښنې، د ناامنۍ احساس او د ژورې بېارزښتۍ لامل کېږي».
دې ښوونیزې فعالې ټینګار وکړ، چې په تعلیمي چاپېریالونو کې تاوتریخوالی او سپکوونکی چلند د زدهکړې انګېزه له منځه وړي او د ښوونځي پرېښودو او له زدهکړو څخه د لاس اخیستو لامل کېږي. هغې زیاته کړه: «کله چې ښوونځی د فکري ودې او روزنې لپاره د یوه خوندي مرکز پر ځای، د پلټنې، ځپنې او زورزیاتي پر چاپېریال بدل شي، د زدهکړو په اړه د تنکیو ځوانانو باور او لېوالتیا په بشپړه توګه له منځه ځي او د دغو رواني زیانونو اغېزې به تر کلونو پورې ورسره پاتې وي».
طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د لېسو او ښوونیزو مرکزونو مدیریت خپلو پورې تړلو کسانو ته سپارلی او د زدهکوونکو او ښوونکو پر ظاهري بڼه او جامو یې سخت څار او محدودیتونه لګولي دي.
د بشري حقونو څار سازمان د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۱۵مه، د «د هلکانو ښوونځي هم زیانمنېږي؛ په افغانستان کې د هلکانو پر زدهکړو د طالبانو اغېز» تر سرلیک لاندې په یوه څېړنیز راپور کې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو تر واک لاندې ښوونځیو کې سپکوونکی چلند، بدني سزا او په زور د وېښتانو پرې کول زیات شوي او د زدهکړو بهیر یې له کړکېچ سره مخ کړی دی.
