د بېپولې خبریالانو سازمان: طالبان د ۰۱۵ ریاست له لارې خبریالان شکنجه کوي او رسنۍ کنټرولوي

د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ ریاست د خبریالانو د څار، ګواښلو، نیولو او شکنجې په برخه کې مهم رول لري او هڅه کوي د افغانستان رسنۍ د طالبانو په تبلیغاتي وسیلو بدلې کړي.
