ابو مسلم فراه لوبډله د اسیا چلنج لیګ راتلونکي پړاو ته د پرمختګ په هیله بوتان ته ولاړه

د افغانستان د فوټبال لوبډلو په استازیتوب ابومسلم فراه لوبډلې اعلان کړی چې په ایران کې د چمتووالي د تمریناتي کمپ له پای ته رسېدو وروسته، بوتان ته روانه شوې ده. دغه لوبډله به د اسیا چلنج لیګ د پلی اف په سیالۍ کې د پارو اېف سي پر وړاندې ولوبېږي.
ابومسلم فراه لوبډله د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ له ۳۰مې څخه د زمري تر ۱۴مې پورې په ایران کې تمریناتي کمپ جوړ کړی و. دې لوبډلې په دغه موده کې څو تمریناتي لوبې هم ترسره کړې، څو د اسیا دې مهمې سیالۍ ته له لا ډېر چمتووالي سره داخله شي.
د دې سفر په درشل کې د بوتان له لوري افغان لوبغاړو ته د ویزو په صادرولو کې ځنډ د لوبډلې لپاره ستونزې جوړې کړې، خو د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مدیر محمد نصیر صداقت په همکارۍ ستونزه حل او ابومسلم فراه لوبغاړي وتوانېدل چې بوتان ته سفر وکړي.
ابومسلم فراه چې تېر فصل یې د افغانستان د اتلانو لیګ په ګټلو سره د اسیا چلنج لیګ د پلیاف پړاو ته د ګډون سهمیه ترلاسه کړې وه، د دویم پرلهپسې کال لپاره د پارو اېفسي پر وړاندې لوبېږي. د افغانستان دغه لوبډله په تېر پړاو کې هم له همدې سیالې لوبډلې سره مخ شوې وه، خو ماتې یې وخوړه او بل پړاو ته له تګ پاتې شوه.
خو دا ځل ابومسلم فراه هیله لري چې د غوره پلان جوړونې، تمریناتي کمپ، د څو تکړه کورنیو لوبغاړو د جذب او د بهرنیو لوبغاړو د ګمارلو له لارې به بل ډول پایله ترلاسه کړي.
دغه افغانه لوبډله غواړي له پارو اېفسي څخه په تېرېدو سره، د لومړي ځل لپاره د اسیا چلنج لیګ بل پړاو ته لار ومومي.
