کیېف: د شمالي کوریا د توغندیو یوه قطعه د اوکراین جګړې لپاره په روسیه کې ځای پر ځای شوې

د اوکراین د نظامي استخباراتو سازمان یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، د شمالي کوریا د توغندیو یوه قطعه لوېدیځې روسیې ته لېږدول شوې او کېدای شي د اوکراین پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي.
رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، اوکراین د پرمختللو هوایي دفاعي سیستمونو له سخت کمښت سره مخ دی او روسیه هڅه کوي له دې چانس څخه په ګټې اخیستنې د بالستیک توغندیو کارول زیات کړي، ځکه د اوکراین لپاره د دغو توغندیو شنډول خورا سخت دي.
روسیې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې پر اوکراین د شمالي کوریا لسګونه بالستیک توغندي توغولي، خو د شمالي کوریا د توغندیزو ځواکونو ځای پر ځای کول د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د دمګړۍ پراخې پوځي همکارۍ د لا زياتېدو ښکارندويي کوي.
د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو عمومي ریاست سرپرست اندري چرنیاک وویل، روسیه پلان لري، چې د شمالي کوریا ۹۰ تنه پوځي پرسونل لرونکې دا توغندیزه قطعه د روسیې د لوېدیځ په ورونیژ سیمه کې د خپل ۱۱۲م توغندیز بریګېډ په چوکات کې ځای پر ځای کړي.
چرنیاک وویل، پیونګ یانګ دمګړۍ د KN-23 او KN-24 ډول ۴۰ نوي توغندي او اړوند پرسونل روسیې ته لېږلي دي.
دا لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د روسیې په توغندیزو عملیاتو کې به د شمالي کوریایانو کره نقش څه وي.
شمالي کوریا په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له هر اړخیز برید وروسته د مسکو په یوه نږدې متحد بدله شوې او دواړو لورو په ۲۰۲۴ کې د دفاعي ملګرتیا تړون لاسلیک کړ.
اوکرایني چارواکي وايي، شمالي کوریا د روسیې د جګړې هڅو ته په میلیونونه ټُنه توپخانې مرمۍ ورکړي او په ۲۰۲۴ کې یې د روسیې د کورسک سیمې ته ۱۴ زره پوځیان لېږلي وو، څو د اوکراین د ځمکني پرمختګ مخه ونیسي.
د اوکرایني چارواکو په وینا، دا مهال د روسیې په کورسک سیمه کې له اوکراین سره پولې ته نږدې شاوخوا ۹,۵۰۰ د شمالي کوریایي سرتېري حضور لري، خو دا مهال په مستقیم ډول د اوکراین پر ضد په جګړهییزو عملیاتو کې ښکېل نهدي.
ولادیمیر زیلېنسکي تېره میاشت ویلي وو، چې کرملین غواړي شمالي کوریا ۳۰ زره نور سرتېري هم ورولېږي او د ورونیژ په سیمه کې د هغوی د ځای پر ځای کولو لپاره د روسیې چمتووالی روان دی.
