ګوټرېش په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، نړۍ د یوې بلې جګړې د زغملو توان نه لري او ټولې ښکېلې خواوې باید جګړه ودروي او د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.
ملګرو ملتونو د جمعې ورځ(د زمري۹مه) وویل چې په غزه، لبنان او لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی او د ملکي وګړو مرګژوبله لا هم په زیاتېدو ده. د یاد سازمان سرمنشي انتونیو ګوټرېش ټینګار کړی چې د جګړو دوام د سیمې ترڅنګ د نړۍ پر امنیت او اقتصادي ثبات هم ناوړه اغېزې کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، د روان کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د لبنان په سوېل کې لږ تر لږه څلور زره او ۳۲۹ کسان وژل شوي او ۱۲ زره او ۲۳۳ نور ټپیان دي. د راپور له مخې، د وروستي اوربند له اعلان وروسته هم سلګونه نور کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو ادارې (UNRWA) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له اوربند څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۲۲مې پورې په غزه کې یو زر او ۱۸۰ فلسطینیان وژل شوي او درې زره او ۸۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اداره (اوچا) د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، چې د اسرايیل او حماس جګړه پیل شوې، یو زر او ۱۲۲ فلسطینیان وژل شوي چې لږ تر لږه ۲۴۶ یې ماشومان دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) ویلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د سیمې په شپږو هېوادونو کې له څلور زرو ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. یونیسف خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو بریدونو له امله ماشومان لا هم د جګړو تر ټولو ستر قربانیان دي او حتی په خپلو کورونو، ښوونځیو او ټولنو کې هم خوندي نه دي.
ګوترش همدارنګه د هرمز او بابالمندب تنګیو د سمندري تګ راتګ د بشپړ عادي کېدو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د روانو شخړو دوام به نړیواله سوداګري، د خوراکي توکو او انرژۍ بیې او د نړۍ اقتصادي ثبات له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي سوریې ته د خپل وروستي سفر په اړه هم وویل چې نړیواله ټولنه باید د بندیزونو په بشپړ لرې کولو او دوامداره ملاتړ سره د دغه هېواد د بیارغونې او اقتصادي رغېدو بهیر پیاوړی کړي.