• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له مراکش نه هسپانیا ته په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۴۹ زره پناه غوښتونکي ورغلي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۱

هسپانیا او مراکش د جمعې په ورځ د هسپانوي سیوتا سیمې پر سرحدي کټارو ځواکونه زیات کړل او داسې ښکاري چې د یوې ورځې په ترڅ کې د سمندر او ځمکې له لارې د لسګونو زرو کسانو له اوښتلو وروسته یې د غیرقانوني اوښتنو مخه نیولې ده. په همدې ترڅ کې په اوبو کې لږ تر لږه د ۱۹ کسانو مړي موندل شوي.

د هسپانیا د ملي امنیت ادارې په خپله وېبپاڼه کې، د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي وو چې اټکل کېږي په ۲۴ ساعتونو کې له ۴۹ زرو څخه زیات کسان په غیرقانوني ډول اوښتي دي. دغه اعلامیه وروسته له وېبپاڼې لرې شوه، خو سملاسي یې کوم دلیل وړاندې نه شو.

د مراکش له خاورې د مدیترانې سمندر پر لور د هسپانیا تر کنټرول لاندې کوچنۍ سیمه سیوتا ته د خلکو دغه پراخ ورتګ په اروپا کې د حیرانتیا او اختلاف سبب شوی دی.

فرانسې ویلي چې له هسپانیا سره پر پوله به خپل کنټرول زیات کړي او ایټالیا ګواښ کړی چې ښايي د اروپايي اتحادیې له داخلي خلاص سرحدي سیستم «شېنګن» څخه هسپانیا ګټه اخېستنه وځنډوي.

هسپانیايي چارواکو ویلي، هڅه کوي هغه کسان چې په غیرقانوني ډول داخل شوي، ژر تر ژره بېرته وشړي.

ټاکل شوې وه چې د هسپانیا صدراعظم پېدرو سانچېز د جمعې په ورځ له کورنیو چارو وزیر فرناندو ګراندې-مارلاسکا سره سیوتا ته سفر وکړي.

سیوتا؛ د اروپا او افریقا ترمنځ حساسه پوله

سیوتا او میلیلا، چې بله هسپانیايۍ خپلواکه سیمه ده او د مراکش په شمال کې موقعیت لري، د اروپايي اتحادیې یوازینۍ ځمکنۍ پولې دي چې له افریقا سره نښتې دي.

ددغو دوو ښارونو هر یو شاوخوا ۸۵ زره نفوس لري او وخت ناوخت د هغو کډوالو د هڅو شاهد وي چې غواړي اروپا ته ورسېږي، خو د پنجشنبې ورځې د ورتګ کچه بې‌سارې بلل شوې ده.

د هسپانیا د سیمه‌ییزې پالیسۍ وزیر انخل ویکتور تورس وویل چې د دې زیاتوالي یو لامل ښايي د هسپانیا د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه وي. د دې پرېکړې له مخې، هغه کډوال چې سیوتا یا میلیلا ته د رسېدو پر مهال په سمندر کې نیول کېږي، د ځانګړو قوانینو له مخې په سملاسي ډول بېرته نه شي شړل کېدای.

تورس وویل چې حکومت سملاسي غبرګون ښودلی او هڅه کوي کډوال بېرته ستانه کړي، خو د محکمې پرېکړو او د کډوالو حقونو ته به درناوی کوي.

د مراکش له لوري، د امنیتي ځواکونو له زیات حضور سره سره، د شپې په اوږدو کې زرګونه کډوال د فنیدق ښار ته ورننوتل. که څه هم ډېری هڅې د پولې د اوښتو لپاره ناکامې شوې، خو ځینو ډلو له کټارې د تېرېدو لپاره د ساحل له لارې بدیلې لارې لټولې او ځینو د لامبو وهلو هڅه هم کوله.

۳۲کلن ابراهیم، چې یوازې یې خپل لومړی نوم یاد کړ، وویل، « زه ناوخته ورسېدم».

هغه وویل له طنجه څخه راغلی و او غوښتل یې له دروازې تېر شي، خو دروازه تړلې وه.

په اوښتیو هیله‌منو کسانو کې ښځې او ماشومان هم وو، چې ځینې یې د مراکش او ځینې د افریقا د صحرا سوېلي سیمو څخه راغلي وو.

د اروپا غبرګون

د هسپانیا د ملکي ګارد پولیسو اتحادیېپه اېکس کې ویلي چې د پنجشنبې ورځې د لویې څپې پر مهال په سرحد کې د څار لپاره کافي پولیس نه وو، له همدې امله د خلکو د مخنیوي توان کم شوی و.

کډوالي په ټوله اروپا کې یوه حساسه موضوع ده. په ځانګړي ډول له ۲۰۱۵ کال راهیسې، چې له یو میلیون څخه زیات کسان، چې ډېری یې د سوریې له جګړې تښتېدلي وو، اروپا ته ورغلل، ښي اړخي ګوندونه پیاوړي شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز وویل چې د هسپانیا پر پوله یې د «سملاسي کنټرولونو د زیاتولو» امر کړی دی.

په عادي حالت کې د شېنګن سیمې د غړو هېوادونو ترمنځ سرحدي کنټرول نشته، خو په استثنايي شرایطو کې د لنډ وخت لپاره بېرته فعالېدای شي.

د ایټالیا ښي اړخي صدراعظمې جورجیا میلوني وویل: « موږ چمتو یو چې د پولو او د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره بېړني اقدامات وکړو، چې له هسپانیا سره د شېنګن د تړون ځنډول هم پکې شامل دي».

د فنلنډ د کورنیو چارو وزیر، چې هغه هم د ښي اړخي ګوند غړی دی، د میلوني له وړاندیز څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې اروپايي اتحادیه باید د ایټالیا لار تعقیب کړي.

د هسپانیا سوسیالیستي حکومت وايي چې د غیرقانوني اوښتنو پر وړاندې به کلک پاتې شي، خو ټینګار کوي چې کډوال د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کوي.حکومت داسې عمومي بښنه هم اعلان کړې چې د تېر کال په ترڅ کې یې سلګونو زرو کسانو ته د تابعیت د غوښتنې زمینه برابره کړې ده.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني وویل: « له سیوتا څخه راتلونکي انځورونه ښيي چې له ۵۰۰ زرو څخه زیاتو غیرقانوني کډوالو ته د هسپانوي او اروپايي تابعیت ورکولو پرېکړه ژوره تېروتنه ده او د انسان قاچاق هڅوي».

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوسې مانویل البارس د تاجاني څرګندونې «نامناسبې» وبللې او ویې ویل چې هسپانیا له خپلو شریکانو څخه «پیوستون غواړي، نه سیاسي تبلیغات». هغه زیاته کړه چې د ایټالیا سفیر به د اعتراض لپاره راوغواړي.

د فرانسې د ښي اړخي ملي تجمع ګوند د ولسمشرۍ نوماندې مارین لوپن وویل، چې که راتلونکی کال انتخابات وګټي، نو د شېنګن د ازاد تګ راتګ حق به یوازې اروپايي اتباعو ته محدود کړي.

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

۴

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۵
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

•
•
•

نور کیسې

اسراییلي پوځ یو وار بیا د لبنان پر سوېلي سیمو بریدونه کړي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۰۷ GMT+۱
100%

د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسراییل پوځ یو وار بیا د دغه هېواد پر سوېلي سیمو پراخ هوايي او توپچي بریدونه کړي دي. د راپور له مخې؛ دغه بریدونه تېره شپه ترسره شوي او د سوېلي لبنان په بېلابېلو سیمو کې یې زورورې چاودنې رامنځته کړې دي.

ویل شوي، یحمر الشقیف، ارنون او کفر تبنیت هغه سیمې دي چې سخت بریدونه پرې شوي دي. د چاودنو غږ او ټکانونه تر الخروب او خالده سیمو پورې هم احساس شوي دي.

د لبنان دولتي خبري اژانس وايي، د مرجعیون په سیمه کې د شقیف (بوفورت) تاریخي کلا ته نږدې هم زورورې چاودنې شوې دي. د دغه چاودنو له امله د قلیا ښارګوټي د یوشمېر کورونو ښیښې ماتې شوې او ځینو کورونو ته زیان اوښتی دی.
ځایي اوسېدونکو ویلي، د چاودنو ټکانونو ټوله سیمه لړزولې او د باروتو بوی په پراخه کچه خپور شوی و. راپور زیاتوي، اسراییلي ځواکونو د صور اړوند، المنصوري او بیوت‌السیاد سیمې هم په نښه کړې او په ورته وخت کې یې پر المنصوري د توپچي بریدونه هم کړي دي.

د راپور له مخې؛ د اسراییل د پوځ ټانکونه د براعشیت له غونډۍ څخه د بنت جبیل ولسوالۍ د عایناتا ښارګوټي پر لور هم خوځېدلي دي. ویل کېږي، له دغه پوځي تحرکاتو سره هم‌مهاله د سوېلي لبنان په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې د چاودنو غږونه او ټکانونه احساس شوي دي.

ټرمپ د حماس د بې‌وسلې کولو لپاره له «تاریخي هوکړې» خبر ورکړ

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې «د سولې پلاوی» په غزه کې د حماس او نورو وسله‌والو ډلو د بشپړې بې‌وسلې کولو لپاره یوې «تاریخي» هوکړې ته رسېدلی دی. هغه زیاتوي، د غزې اداره به د فلسطین نوي حکومت ته وسپارل شي چې د سولې له پلاوي سره به په همغږۍ کار کوي.

د هغه په وینا؛ دغه هوکړه د «ټرمپ د ۲۰ ماده‌ییز پلان» له مخې په څو پړاوونو کې عملي کېږي او د بې‌وسلې کولو له بهیر سره هم‌مهاله به اسراییلي ځواکونه هم له غزې ووځي. ټرمپ وویل، د غزې اداره به د فلسطین نوي حکومت ته وسپارل شي چې د سولې له پلاوي سره به په همغږۍ کار کوي.
هغه زیاته کړه، د یوه نړۍوال ثبات ځواک او نوي فلسطیني پولیس به د غزې د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلي. د امریکا ولسمشر همدارنګه د مصر، قطر او ترکیې له منځګړتوب مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، هغه ګواښ چې د اکتوبر د اوومې له بریدونو څخه رامنځته شوی و، بیا به د رامنځته کېدو اجازه ورنه کړل شي.

دغه اعلان داسې مهال کېږي، چې د ټرمپ ۲۰ ماده‌ییز پلان د ۲۰۲۵کال له مني راهیسې د غزې د جګړې د پای ته رسولو د اصلي چوکاټ په توګه مطرح شوی دی. د دغه پلان په لومړي پړاو کې اوربند، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د بشري مرستو زیاتول شامل وو.

دویم پړاو چې د وسله‌والو ډلو پر بې‌وسلې کولو، د اسراییلي ځواکونو پر وتلو او د ملکي ادارې پر لېږد تمرکز لري؛ د ښکېلو خواوو د اختلافونو او د خبرو اترو د ځنډ له امله څو میاشتې ځنډېدلی و. د سپینې ماڼۍ تر څار لاندې د سولې پلاوي وروستۍ خبرې اترې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د سیمه‌ییزو هېوادونو په منځګړیتوب پر مخ وړې دي.

د امریکايي چارواکو په وینا؛ په نوې هوکړه کې د وسلو پړاو په پړاو سپارل، د تونلونو او د وسلو د تولید د تاسیساتو له‌منځه وړل او د یوه نړۍوال ثبات ځواک ځای پرځای کول شامل دي. دغه ځواک به له نوي جوړېدونکي فلسطیني پولیسو سره په ګډه کار کوي. همدارنګه غزه به د سولې کمېسیون تر څار لاندې د ټیکنوکراتیک فلسطیني حکومت له‌خوا اداره کېږي.

پر همدې مهال د کره وخت توضیحات، د بې‌وسلې کولو د تایید مېکانیزم او د ګوندونو د عملي ژمنو بشپړ جزییات لاتراوسه نه‌دي خپاره شوي. د یادې هوکړې بریالي عملي کېدل د اسراییل او فلسطیني ډلو په همکارۍ پورې تړلی دی.

لومړني غبرګونونه ښيي، چې د اسراییل تر وتلو وروسته د امنیتي ضمانتونو په اړه محتاط دریځ لري او حماس هم تراوسه د دغه هوکړې رسمي او بشپړ تایید نه‌دی کړی.

کارپوهان باور لري، چې د یادې طرحې بریالیتوب د نړۍوالې اغېزمنې څارنې، د غزې د بیارغونې لپاره د مالي سرچینو برابرولو او د پوځي ګواښونو د بیا راڅرګندېدو مخنیوي پورې تړلی دی. ټرمپ دغه پرمختګ د تلپاتې سولې پر لور یو ستر ګام بللی؛ خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د دغه هوکړې د عملي کېدو بهیر به لاهم له ګڼو سیاسي او امنیتي خنډونو سره مخ وي.

د کوټې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د وژل شويو کان‌کېندونکو شمېر ۳۴ ته ورسېد

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
100%

د بلوچستان ایالت د کوټې ښار اړوند د سورنج په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږترلږه ۳۴ کان‌کېندونکي وژل شوي دي. د بلوچستان د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د کان دننه تر چاودنې وروسته ګڼ شمېر کارګر بند پاتې شوي او د ژغورنې ډلې لاهم د پاتې کسانو د ژغورلو هڅه کوي.

د بلوچستان د کانونو او کاني سرچینو وزیر شعیب نوشېرواني ویلي، د ژغورنې ډلو له سختو شرایطو سره، سره خپل عملیات دوامداره ساتلي او د بند پاتې کارګرو د ژغورلو لپاره ټول امکانات کارول کېږي.

نوموړي ویلي، د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او حکومت به د هر وژل شوي کان‌ کېندونکي کورنۍ ته پنځه لکه او هر ټپي ته درې لکه پاکستانۍ کلدارې تاوان ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره به هر اړخیزې پلټنې ترسره شي. د کان څښتن ویلي، چاودنه د کان دننه د میتان ګاز د راټولېدو له امله شوې ده. د هغه په وینا؛ د چاودنې پرمهال په کان کې ۴۲ کارګرو حضور لاره او ټول یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

فارن پالیسي: د امریکا او ایران جګړې سیمه‌ییز ابعاد خپل کړي دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
100%

فارن پالیسي مجلې په یوه شننه کې لیکلي، له عراق، اردن، کویټ، مصر او سعودي عربستان ته د نښتو له پراخېدو سره، د امریکا او ایران جګړې تر پخوا ډېر سیمه‌ییز ابعاد خپل کړي دي.

خو مجله زیاتوي چې د بریدونو بڼه لا هم د تېرو څو میاشتو د بهیر دوام ښيي، او تر اوسه داسې کومه نښه نه لیدل کېږي چې د جګړې په ماهیت کې بنسټیز بدلون راغلی وي.

دغه راپور وروسته له هغې خپور شوی چې امریکا او سعودي عربستان په ګډه په عراق کې د وسلوالو ډلو پر مورچلو بریدونه وکړل او په سیمه کې کړکېچونه نور هم زیات شول.

فارن پالیسي په دې شننه کې د جګړې د پراخېدو احتمالي پایلې او وروستي پوځي او سیاسي بدلونونه ارزولي دي.

احمد الشرع د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د برید د غندنې ترڅنګ د ریاض ملاتړ اعلان کړ

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱
100%

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران پلوو عراقي ملیشو له لوري د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د برید د هڅې غندنه کړې او د دغه هېواد د امنیت او حاکمیت لپاره یې د دمشق پر «ثابت ملاتړ» ټینګار کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي، د سوریې ولسمشر په دې خبرو کې د ایران پورې تړلو عراقي ملیشو له لوري د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د برید هڅه په کلکه غندلې ده.

د سوریې ولسمشر ټینګار کړی چې هېواد یې د سعودي عربستان د امنیت او حاکمیت په برخه کې خپل «ثابت ملاتړ» ته دوام ورکوي.