• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د حماس د بې‌وسلې کولو لپاره له «تاریخي هوکړې» خبر ورکړ

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې «د سولې پلاوی» په غزه کې د حماس او نورو وسله‌والو ډلو د بشپړې بې‌وسلې کولو لپاره یوې «تاریخي» هوکړې ته رسېدلی دی. هغه زیاتوي، د غزې اداره به د فلسطین نوي حکومت ته وسپارل شي چې د سولې له پلاوي سره به په همغږۍ کار کوي.

د هغه په وینا؛ دغه هوکړه د «ټرمپ د ۲۰ ماده‌ییز پلان» له مخې په څو پړاوونو کې عملي کېږي او د بې‌وسلې کولو له بهیر سره هم‌مهاله به اسراییلي ځواکونه هم له غزې ووځي. ټرمپ وویل، د غزې اداره به د فلسطین نوي حکومت ته وسپارل شي چې د سولې له پلاوي سره به په همغږۍ کار کوي.
هغه زیاته کړه، د یوه نړۍوال ثبات ځواک او نوي فلسطیني پولیس به د غزې د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلي. د امریکا ولسمشر همدارنګه د مصر، قطر او ترکیې له منځګړتوب مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، هغه ګواښ چې د اکتوبر د اوومې له بریدونو څخه رامنځته شوی و، بیا به د رامنځته کېدو اجازه ورنه کړل شي.

دغه اعلان داسې مهال کېږي، چې د ټرمپ ۲۰ ماده‌ییز پلان د ۲۰۲۵کال له مني راهیسې د غزې د جګړې د پای ته رسولو د اصلي چوکاټ په توګه مطرح شوی دی. د دغه پلان په لومړي پړاو کې اوربند، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د بشري مرستو زیاتول شامل وو.

دویم پړاو چې د وسله‌والو ډلو پر بې‌وسلې کولو، د اسراییلي ځواکونو پر وتلو او د ملکي ادارې پر لېږد تمرکز لري؛ د ښکېلو خواوو د اختلافونو او د خبرو اترو د ځنډ له امله څو میاشتې ځنډېدلی و. د سپینې ماڼۍ تر څار لاندې د سولې پلاوي وروستۍ خبرې اترې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د سیمه‌ییزو هېوادونو په منځګړیتوب پر مخ وړې دي.

د امریکايي چارواکو په وینا؛ په نوې هوکړه کې د وسلو پړاو په پړاو سپارل، د تونلونو او د وسلو د تولید د تاسیساتو له‌منځه وړل او د یوه نړۍوال ثبات ځواک ځای پرځای کول شامل دي. دغه ځواک به له نوي جوړېدونکي فلسطیني پولیسو سره په ګډه کار کوي. همدارنګه غزه به د سولې کمېسیون تر څار لاندې د ټیکنوکراتیک فلسطیني حکومت له‌خوا اداره کېږي.

پر همدې مهال د کره وخت توضیحات، د بې‌وسلې کولو د تایید مېکانیزم او د ګوندونو د عملي ژمنو بشپړ جزییات لاتراوسه نه‌دي خپاره شوي. د یادې هوکړې بریالي عملي کېدل د اسراییل او فلسطیني ډلو په همکارۍ پورې تړلی دی.

لومړني غبرګونونه ښيي، چې د اسراییل تر وتلو وروسته د امنیتي ضمانتونو په اړه محتاط دریځ لري او حماس هم تراوسه د دغه هوکړې رسمي او بشپړ تایید نه‌دی کړی.

کارپوهان باور لري، چې د یادې طرحې بریالیتوب د نړۍوالې اغېزمنې څارنې، د غزې د بیارغونې لپاره د مالي سرچینو برابرولو او د پوځي ګواښونو د بیا راڅرګندېدو مخنیوي پورې تړلی دی. ټرمپ دغه پرمختګ د تلپاتې سولې پر لور یو ستر ګام بللی؛ خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د دغه هوکړې د عملي کېدو بهیر به لاهم له ګڼو سیاسي او امنیتي خنډونو سره مخ وي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

د کوټې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د وژل شويو کان‌کېندونکو شمېر ۳۴ ته ورسېد

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
100%

د بلوچستان ایالت د کوټې ښار اړوند د سورنج په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږترلږه ۳۴ کان‌کېندونکي وژل شوي دي. د بلوچستان د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د کان دننه تر چاودنې وروسته ګڼ شمېر کارګر بند پاتې شوي او د ژغورنې ډلې لاهم د پاتې کسانو د ژغورلو هڅه کوي.

د بلوچستان د کانونو او کاني سرچینو وزیر شعیب نوشېرواني ویلي، د ژغورنې ډلو له سختو شرایطو سره، سره خپل عملیات دوامداره ساتلي او د بند پاتې کارګرو د ژغورلو لپاره ټول امکانات کارول کېږي.

نوموړي ویلي، د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او حکومت به د هر وژل شوي کان‌ کېندونکي کورنۍ ته پنځه لکه او هر ټپي ته درې لکه پاکستانۍ کلدارې تاوان ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره به هر اړخیزې پلټنې ترسره شي. د کان څښتن ویلي، چاودنه د کان دننه د میتان ګاز د راټولېدو له امله شوې ده. د هغه په وینا؛ د چاودنې پرمهال په کان کې ۴۲ کارګرو حضور لاره او ټول یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

فارن پالیسي: د امریکا او ایران جګړې سیمه‌ییز ابعاد خپل کړي دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
100%

فارن پالیسي مجلې په یوه شننه کې لیکلي، له عراق، اردن، کویټ، مصر او سعودي عربستان ته د نښتو له پراخېدو سره، د امریکا او ایران جګړې تر پخوا ډېر سیمه‌ییز ابعاد خپل کړي دي.

خو مجله زیاتوي چې د بریدونو بڼه لا هم د تېرو څو میاشتو د بهیر دوام ښيي، او تر اوسه داسې کومه نښه نه لیدل کېږي چې د جګړې په ماهیت کې بنسټیز بدلون راغلی وي.

دغه راپور وروسته له هغې خپور شوی چې امریکا او سعودي عربستان په ګډه په عراق کې د وسلوالو ډلو پر مورچلو بریدونه وکړل او په سیمه کې کړکېچونه نور هم زیات شول.

فارن پالیسي په دې شننه کې د جګړې د پراخېدو احتمالي پایلې او وروستي پوځي او سیاسي بدلونونه ارزولي دي.

احمد الشرع د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د برید د غندنې ترڅنګ د ریاض ملاتړ اعلان کړ

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱
100%

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران پلوو عراقي ملیشو له لوري د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د برید د هڅې غندنه کړې او د دغه هېواد د امنیت او حاکمیت لپاره یې د دمشق پر «ثابت ملاتړ» ټینګار کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي، د سوریې ولسمشر په دې خبرو کې د ایران پورې تړلو عراقي ملیشو له لوري د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د برید هڅه په کلکه غندلې ده.

د سوریې ولسمشر ټینګار کړی چې هېواد یې د سعودي عربستان د امنیت او حاکمیت په برخه کې خپل «ثابت ملاتړ» ته دوام ورکوي.

د امریکا سنا د ایران په تړاو د ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو د محدودولو طرحه رد کړه

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱
100%

د امریکا سنا جرګې د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د زیاتېدو په منځ کې هغه طرحه رد کړه چې موخه یې د ایران په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو محدودول وو. دغه طرحه د پنجشنبې په ورځ، د زمري په اتمه، د ۵۰ مخالفو او ۴۹ موافقو رایو په پایله کې ناکامه شوه.

دا په تېرو دوو اوونیو کې دویم ځل و چې د امریکایي سناتورانو داسې طرحه ارزوله چې غوښتل یې ولسمشر ټرمپ له کانګرس پرته د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له دوام څخه منع کړي، خو دا هڅه هم بریالۍ نه شوه.

د طرحې له مخې، که تصویب شوې وای، د امریکا حکومت به مکلف و چې هغه امریکايي ځواکونه له هر ډول پوځي ښکېلتیا وباسي چې د کانګرس له رسمي اجازې پرته د ایران پر ضد ترسره کېږي.

د دغې طرحې مخالفانو استدلال کاوه چې ولسمشر باید د ملي امنیت د ګواښونو پر وړاندې د چټک اقدام لپاره لازم واکونه ولري، خو ملاتړو یې ویل چې د جګړې د اعلان او پوځي عملیاتو په اړه د کانګرس اساسي قانوني صلاحیتونه باید خوندي پاتې شي.

د سنا له لوري د دې طرحې ردېدل په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې یو ځل بیا زیاتې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

بښنې نړیوال سازمان: هند د غزې جګړې له پیل راهیسې اسراییل ته ۲۵۹۶ پوځي بارونه لېږدولي دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان وايي، هند د غزې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۲۵۹۶ محمولې چې په کې وسلې، مهمات او پوځي پرزې شاملې دي، اسراییل ته لېږدولي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د دې لړۍ دوام ښايي هند د نړیوالو قوانینو په سرغړونو کې د همکارۍ له ګواښ سره مخ کړي.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، د ازمري په اتمه، خپل ۴۲ مخیز راپور «په هند کې جوړ شوي؛ اسراییل ته د وسلو او مهماتو برابرول» تر سرلیک لاندې خپور کړ.

په راپور کې له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې څخه د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر ۳۰مې پورې د دغو پوځي بارونو د لېږد بهیر ارزول شوی دی.

بښنې نړیوال سازمان وايي، څېړونکو یې د هر بار اړوند سوداګریز معلومات جلا جلا څېړلي دي.

د راپور له مخې، هندي شرکتونو اسرائیلي شرکتونو ته لږ تر لږه د سپکو پوځي وسلو ۳۹۰ زره او ۵۱۶ پرزې، د چاودېدونکو مهماتو ۵۶۴ زره او ۹۷۰اړوند توکي، او د پوځي وسایطو ۲۹۸ پرزې لېږدولي دي.

سازمان زیاتوي، ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي، ځکه د ځینو بارونو معلومات بشپړ نه وو او سلګونه هغه توکي چې پوځي یا ملکي کارونه یې روښانه نه وو، له څېړنې ایستل شوي دي.

د ماشینګڼو له پرزو تر د توپونو مرمیو پورې

په راپور کې راغلي چې د هند پي‌اېل‌ار سیسټمز شرکت د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په ترڅ کې د اسراییل پوځي صنعت ته د «نیګف» ماشینګڼو لپاره له ۱۰زرو څخه زیات د مهماتو د تغذیې ځانګړي پرزې صادرې کړې دي. د اسرائیل پوځ د دې ماشینګڼې بېلابېل ډولونه کاروي.

دغه شرکت همدارنګه د پوځي وسلو ۳۳ زره او ۳۳ نورې اساسي پرزې هم اسراییلي پوځي صنعت ته لېږدولي دي. بښنې نړیوال سازمان وايي، د سوداګریزو اسنادو له مخې دغه توکي د پوځي وسلو د پرزو په توګه ثبت شوي دي.

د کلیاني ستراتېژیک سیسټمز شرکت هم د ۱۵۵ میلی‌متري توپونو د مرمیو ۹۶۰۰ خولۍ د اسرائیل پوځي صنعت ته صادرې کړې دي. دغه اسرائیلی شرکت د البیټ سیسټمز فرعي برخه ده او د اسرائیل پوځ لپاره توپچي مهمات تولیدوي.

د هند دولتي شرکت مونېشنز انډیا هم د ۱۵۵ میلی‌متري چاودېدونکو مرمیو یوه محموله، چې زر مرمۍ پکې شاملې وې، البیټ سیسټمز ته لېږلې ده.

په یوه بله پېښه کې، د هند یوه بشپړ دولتي شرکت د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې ۱۲۰ د ۸۱ میلی‌متري هاوانونه البیټ سیسټمز ته استولي دي. یو بل دولتي شرکت هم هغه حسکوونکي او برېښنايي پرزې صادرې کړې دي چې د څارنې، تعقیب او هدف ټاکلو په سیستمونو کې کارول کېږي او د اسرائیل د دفاع وزارت یوه قراردادي شرکت ته رسېدلي دي.

د هند دولتي شرکتونه هم په دې لېږدونو کې ښکېل دي

بښنې نړیوال سازمان وايي، د دغو شرکتونو مشران د هند د کابینې د ټاکنو کمېټې له خوا ټاکل کېږي او یو شمېر کارکوونکي یې د دفاع وزارت له لوري دغو شرکتونو ته استول شوي دي.

د راپور له مخې، د هند او اسرائیل دفاعي اړیکې په تېرو درېیو لسیزو کې د پام وړ پراخې شوې دي.

هند په ۱۹۹۲ کال کې له اسراییل سره بشپړې ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې او له هغه وروسته د وسلو پېر، د پوځي تجهیزاتو ګډ تولید او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو شرکتونو جوړول زیات شول.

بښنې نړیوال سازمان وايي، هند په وروستیو کلونو کې یوازې د اسراییلي وسلو لوی پېرودونکی نه دی پاتې شوی، بلکې د اسرائیل د پوځي تجهیزاتو د تولید او اکمالاتي ځنځیر برخه هم ګرځېدلی دی.

د سازمان په وینا، د وسلو دا لېږدونه په داسې حال کې دوام لري چې د غزې په جګړه کې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او د نسل‌وژنې د احتمال په اړه پراخ نړیوال خبرداری ورکړل شوی و.

دغه سازمان باور لري چې هندي چارواکي نه شي ویلای له دې خطره ناخبره وو چې دا تجهیزات ښايي د نړیوالو قوانینو په سرغړونو کې وکارول شي.

بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د وسلو د لېږد دوام به د هند حکومت د نړیوالو قوانینو په نقض کې د همکارۍ له خطر سره مخ کړي، او د هغو شرکتونو مسئولان چې پوهېدل یې محصولات یې ښايي په جرمونو کې وکارول شي، ممکن له ملکي او په ځینو مواردو کې له جزایي مسئولیت سره هم مخ شي.

بښنې نړیوال سازمان له هند غوښتي چې اسرائیل ته د وسلو، مهماتو، پوځي پرزو، ټکنالوژۍ او نورو پوځي مرستو مستقیم او غیرمستقیم لېږد سمدستي ودروي او پر اسرائیل هر اړخیز وسلوال بندیز ولګوي.