• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټي‌ټي‌پي نوی کتاب؛ دغه ډله څنګه د پاکستان پر ضد خپله جګړه او راتلونکی هدف توجیه کوي؟

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۰۵ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په یوه تازه خپاره شوي ۱۷۴ مخیز کتاب کې هڅه کړې چې د پاکستان پر ضد خپله شاوخوا دوې لسیزې وسله‌واله جګړه له مذهبي، تاریخي او سیاسي اړخه مشروعه وښيي.

دغه کتاب چې «اعتراف؛ تحریک طالبان پاکستان» نومېږي، په اردو ژبه خپور شوی او دغه ډله وایي چې پښتو ژباړه به یې هم ژر خپره کړي.

کتاب د ټي‌ټي‌پي د یوه لوړپوړي غړي له خوا لیکل شوی او د دې ډلې د رسمي ایډیالوژیک دریځ تر ټولو مفصل بیان بلل کېږي. لیکوال په کې د تحریک د جوړېدو لاملونه، د پاکستان د پوځ او دولت پر ضد د جګړې دلیلونه، مذهبي استدلالونه او د ډلې راتلونکی لیدلوری تشریح کوي.

د کتاب له مخې، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته پاکستان د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف ته د پوځي، لوژستیکي او استخباراتي اسانتیاوو په برابرولو سره د افغانستان جګړې ته داخل شو. لیکوال ادعا کوي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځي عملیات، د بې ځایه کېدو پېښې او د امریکا ملاتړ د دې لامل شول چې وسله‌وال مقاومت رامنځته او وروسته د تحریک طالبان پاکستان بنسټ کېښودل شي.

د کتاب تر ټولو لویه برخه د پاکستان د پوځ پر ضد جګړه د «دفاعي جهاد» په توګه د توجیه لپاره ځانګړې شوې ده. په دغه برخه کې د قران کریم ایتونه، حدیثونه، فقهي استدلالونه او د ځینو دیوبندي علماوو فتواوې را اخیستل شوې او استدلال کېږي چې پاکستاني پوځ د امریکا او ناټو د پوځي ایتلاف ملاتړ کړی، نو ځکه د هغه پر ضد وسله‌واله مبارزه شریعت له‌مخې مشروع ده.

کتاب یوازې پر پوځ په انتقاد بسنه نه کوي، بلکې د پاکستان ټول سیاسي جوړښت تر پوښتنې لاندې راولي. لیکوال حکومت، پوځ، محکمې او نافذه قوانین «غیرشرعي» بولي او ادعا کوي چې د هېواد واکمن نظام د اسلامي شریعت پر ځای د لوېدیځو قوانینو او سیاسي نفوذ پر بنسټ ولاړ دی. د کتاب له مخې، د پاکستان پوځ د برتانوي هند د پوځ دوام دی او د خپل تاریخ په اوږدو کې یې د بهرنیو قدرتونو ګټې خوندي کړې دي.

په کتاب کې د افغان طالبانو تجربه هم د د ټي ټي پي د دریځ د توجیه لپاره یادېږي. لیکوال د افغان طالبانو شل کلنه وسله واله جګړه د یوې بریالۍ بېلګې په توګه وړاندې کوي او هڅه کوي وښيي چې په پاکستان کې هم ورته وسله‌واله مبارزه د «اسلامي نظام» د رامنځته کېدو لپاره اړینه ده.

د کتاب یوه بله برخه د هغو نیوکو ځواب دی چې د ټي‌ټي‌پي ډله د افراطي تفسیر او تکفیر له امله ورسره مخ ده. یادې ډلې ادعا کړې چې د حنفي فقهې او د اهل سنتو د علماوو له منهج څخه پیروي کوي او د داعش یا خوارجو په څېر د ټولو مسلمانانو د تکفیر قایله نه ده، بلکې خپلې پرېکړې د ځانګړو فقهي اصولو پر بنسټ کوي.

د کتاب له محتوا ښکاري چې د ټي‌ټي‌پي یوازې د خپلې تېرې جګړې دفاع نه کوي، بلکې د خپل راتلونکي سیاسي او نظامي لیدلوري انځور هم وړاندې کوي. ټي‌ټي‌پي د پاکستان د اوسني نظام د بدلون، د پوځ او دولتي ادارو د مشروعیت د ردولو او د خپلې ادعا له مخې د «اسلامي نظام» د رامنځته کولو غوښتنه کوي. په همدې موخه، کتاب د دعوت، تعلیم، اقتصاد، دفاع، رسنیو او نورو برخو لپاره د تنظیمي جوړښتونو یادونه هم کوي او ځان د یوې پراخې سیاسي او اداري پروژې په توګه معرفي کوي، نه یوازې د یوې وسله‌والې ډلې په توګه.

دغه کتاب د تحریک طالبان پاکستان د تبلیغاتي او ایډیالوژیکو خپرونو د لړۍ برخه ده او د ډلې رسمي سیاسي او مذهبي دریځ منعکسوي. کتاب په اردو ژبه خپور شوی او د ټي ټي پي ویلي چې پښتو ژباړه به یې هم په نږدې راتلونکې کې خپره کړي. په کتاب کې مطرح شوې ادعاوې د ډلې خپل روایت دی او افغانستان انټرنشنل پښتو یې په خپلواک ډول نه تاییدوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

اوبه د فشار د وسیله په توګه؛ د جنوبي اسیا د امنیت لپاره یو پراخېدونکی ګواښ

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۱
•
محمد اسحاق رحمان
100%

د ۲۰۲۵ کال د پهلګام له پېښې وروسته د هند له خوا د انډس (سند) اوبو تړون ځنډول، د جنوبي اسیا د اوبو د مدیریت په تاریخ کې یو جدي بدلون بلل کېږي. دا تړون چې په ۱۹۶۰ کال کې د نړیوال بانک په منځګړیتوب شوی و، له اوږدې مودې راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د ثبات یو مهم بنسټ پاتې شوی و.

خو د اوسني ځنډني حالت اوبه له یوې ګډې سرچینې څخه په ستراتیژیکې وسلې بدلې کړې دي، چې دا کار د سیمې امنیت ته بې ساري ګواښونه رامنځته کوي او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

د بنسټیزو میکانیزمونو ماتېدل

د تړون ځنډول په سیستماتیک ډول د دې تړون عملي جوړښت کمزوری کړی دی. د انډس(سند) دایمي کمېسیون، چې مخکې یې د اړیکو او معلوماتو د تبادلې رسمي لاره برابره کړې وه، اوس یې فعالیتونه سخت زیانمن شوي دي. د دې ماتې له امله د سېلابونو د وړاندوینې، د اوبو لګولو پلان جوړونې او کرنیز مهالوېش لپاره مهم وسایل له منځه تللي دي.

پاکستان، چې د سیندونو لاندې هېواد دی، اوس د پورته جریان د وضعیت په اړه محدود معلومات لري، چې دا کار د اوبو پورې تړلو سیستمونو کې خطرناک نامعلوم حالت رامنځته کوي.

د شخړو د حل میکانیزم، چې مخکې یو څو پړاوه سیستم و—تخنیکي اختلافونو بېطرفه متخصصینو ته او قانوني شخړې د حکمیت محکمو ته وړل کېدې—اوس په عملي ډول درېدلی دی. دا حقوقي تشه او اختلافونه بې له حل څخه راټولوي او تخنیکي مسایل سیاسي ډګر ته ټېل وهي، چېرته چې حل یې لا ستونزمن کېږي. د رسمي تعامل نشتوالی د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي خطر زیاتوي.

د اوبو زېربناوې د ستراتیژیک فشار وسیله

تر ټولو اندېښمن کوونکی بدلون دا دی چې د برېښنا د اوبو پروژې اوس د ستراتیژیک فشار د وسیلو په توګه کارول کېږي. د تړون له ځنډ وروسته، هند په جمو او کشمیر کې د ګڼو پروژو کار چټک کړی، لکه: پاکل ډل، راتلې، کیرو، کوار او لوی ساولکوټ بند. دا ټولې پروژې په ګډه د چیناب او جهلم سیندونو پر سر د کنټرول لویه پراختیا ښيي.

دا پروژې یوازې عادي پرمختیایي پروژې نه دي، بلکې د بندونو، تونلونو او زېرمو ګډ مدیریت هند ته دا توان ورکوي چې د اوبو بهیر په همغږۍ سره تنظیم کړي. دا توان اوبه د “ستراتیژیک فشار جوړښت” ته اړوي. د اوبو د خوشې کولو وخت د ټول حجم څخه مهم شوی، ځکه چې په مهمو کرنیزو موسمونو کې د اوبو کنټرول کولی شي د کرنې دوره ګډه وډه کړي، پرته له دې چې سیند په بشپړه توګه واړول شي.

د تړون ځنډ د اوبو د مدیریت له لارې د فشار یو نوی ډول رامنځته کړی دی. اوس د سیندونو هر تخنیکي تصمیم سیاسي معنا لري. دې بدلون تخنیکي مدیریت او سیاسي پریکړې سره نږدې کړې دي او اوبه یې د جیوپولیټیکي سیالۍ وسیله ګرځولې دي.

د اوبو د جریان کنټرول اوس تر ټولو مهم عامل ګرځېدلی، چې په پاکستان کې کرنه، د برېښنا تولید او د سېلابونو خطر ټاکي. دا حالت د اوبو اداره د نفوذ په وسیله بدلوي، چېرته چې مهالوېش د اوبو لاندې سیمو ثبات اغېزمنوي.

100%
د سند د اوبو تړون د نړیوال بانک په منځګړیتوب په ۱۹۶۰ کې لاسلیک شوی

چاپېریالي زیانمنتیا او اقلیمي فشار

د هند او پاکستان تر منځ امنیتي ستونزې د چاپېریال له فشارونو سره لا زیاتې شوې دي. د یخچالونو وېلي کېدل او د بارانونو بدلون د سیندونو جریان بدل کړی دی او د تړون ځنډ ګډې حللارې کمزورې کړې دي. دا حالت د سختو پېښو لکه سېلابونو او وچکالۍ پر مهال د ناسمو پرېکړو احتمال زیاتوي، چې بشري بحرانونه رامنځته کولی شي.

حقوقي او ډیپلوماتیک اړخونه

پاکستان دا موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړې ده او ټینګار کوي چې دا وضعیت بشري او امنیتي خطرونه زیاتوي. د اوبو د همغږۍ نشتوالی د سېلابونو چمتووالی، د اوبو لګولو پلانونه او کرنه اغېزمنوي.

که څه هم د تړون حقوقي چوکاټ لا هم شته، خو اغېز یې په سیاسي ارادې پورې تړلی دی. د دواړو خواوو له هوکړې پرته د تړون ځنډول د نړیوال قانون هغه اصل تر پوښتنې لاندې راولي چې وايي تړونونه باید په ښه نیت عملي شي. دا کار د نړیوالو اوبو قوانینو لپاره خطرناک مثال جوړوي.

پایله

د انډس (سند) د اوبو تړون نور د تخنیکي همکارۍ یو بېطرفه چوکاټ نه دی پاتې، د ۲۰۲۵ وروسته اوبه اوس په یو حساس ستراتیژیک ډګر بدلې شوې دي، چېرته چې زېربناوې او امنیتي محاسبې سره نښتي دي. دغه تړون پخوا د تاوتریخوالي مخنیوی کاوه، خو اوس یې کمزورتیا د خطر کچه لوړه کړې ده.

که اصلاحات او شفافیت رامنځته نه شي، دا تړون به د همکارۍ پر ځای د سیالۍ سرچینه شي. د سیمې راتلونکی ثبات په دې پورې تړلی دی چې ایا دواړه هېوادونه همکاري غوره کوي او که اوبه د شخړې نوې جبهه ګرځي.

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۳۲ وسله‌والو د وژلو خبر ورکړی

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۱
100%

د پاکستان پوځ وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ او د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۳۲ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د جولای د ۲۸مې او ۲۹مې ترمنځ یې د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې دعملیاتو پر مهال یې ۲۴ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې په همدې موده کې یې د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم عملیات ترسره کړي چې د یوې نښتې په پایله کې اته وسله وال وژل شوي او له هغوی وسلې، مهمات او لاسي جوړ چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي.

د پاکستان پوځ په خپلو عملیاتو کې وژل شوي کسان د «فته الخوارج او فته الهندوستان» یاد کړي دي. د پاکستان پوځ یاد نومونه د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ ډلې او ټي‌ټي‌پي اړوند وسله والو ته منسوبوي.

بې‌پولې ډاکټران: د نیول کېدو وېرې افغان کډوال له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۱
100%

د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوالې بشري ادارې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې زرګونه افغانان د نیول کېدو، د عاید له لاسه ورکولو او له پاکستان څخه د ایستل کېدو له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.

دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ډېر افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي او یا هم هغه مهال د درملنې لپاره ورځي چې ناروغي یې جدي شوې وي.

د دغه بنسټ په وینا، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی د هغو ناروغیو د زیاتېدو لامل شوی چې مخنیوی یې ممکن دی، چې پکې د ماشومانو خوارځواکي او د امیندوارۍ جدي ستونزې هم شاملې دي.

سازمان د یوه افغان کډوال کیسه هم خپره کړې چې ویلي یې دي، سره له دې چې د قانوني ثبت اسناد یې لرل، د پولیسو د عملیاتو پر مهال ونیول شو.

د هغه په وینا، مېرمن یې چې درې میاشتې امیندواره وه، د نوموړي تر نیول کېدو وروسته د سخت رواني فشار له امله د وینې بهېدنې سره مخ شوه او خپل ماشوم یې له لاسه ورکړ.

بې‌پولې ډاکټرانو زیاته کړې چې د افغانانو د ایستلو تګلارې او د نیول کېدو وېرې د دوی کاري فرصتونه محدود کړي او د ډېرو کورنیو وړتیا یې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره کمزورې کړې ده.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د یاد سازمان ګرځنده روغتیايي کلینیکونو د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د ماشومانو ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده.

د دغو معلوماتو له مخې، له معاینه شویو ماشومانو څخه یو پر درېیمه برخه په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو. په دې ډله کې ۷.۶ سلنه ماشومان په شدیدې حادې خوارځواکۍ او ۲۵.۷ سلنه په منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ اخته وو.

راپور وایي، د خوارځواکۍ د درملنې لپاره نږدې ۹۰ سلنه مراجعه کوونکي افغان کډوال وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان جوړول.

بې‌پولې ډاکټران له ټولو هغو هېوادونو څخه چې د افغان کډوالو کوربه‌توب کوي غوښتنه کړې، تر هغه چې په افغانستان کې د خوندي ستنېدو شرایط نه وي برابر شوي، د افغانانو له جبري بېرته ستنولو ډډه وکړي.

بلوچستان کې په وسله‌والو بريدونو کې د یوه جګپوړي پولیس افسر په ګډون ۳ کسان وژل شوي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱
100%

په بلوچستان ایالت کې په جلا جلا پېښو کې د يوه پوليس افسر په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي، د یوه موټر چلوونکی ټپي شوی، شپږ کارګران تښتول شوي او پنځه باروړونکې لارۍ له دوو د ګازو ټانکرونو سره یوځای سوځول شوي دي. دا پېښې په بارکهان، کېچ او چاغي ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د ټريبيون ورځپاڼې د راپور له مخې، پوليس افسر (ډي ایس پي) مرید بګټي هغه مهال ووژل شو کله چې وسله والو کسانو د سې شنبې په ماښام په خټه چوکۍ په سیمه کې د ګزمې پر مهال د هغه د پولیسو پر موټر ډزې وکړې.

د بلوچستان ايالتي وياند بابر يوسفزي ويلي، د بارکهان د پوليسو مشر مرید بګټي په مېړانه د وسله والو مقابله کړې او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې زياته کړل شوې، په یوه بله پېښه کې، ناپېژانده وسله والو د کېچ ولسوالۍ په مرکز تربت کې د اوو کارګرانو موټر ودرولی، بریدګرو د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ اوسېدونکی جاوید خان په ډزو وژلی او پاتې شپږ کارګران یې تښتولي، په تښتول شویو کارګرانو کې څلور د پنجاب او دوه د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وو.

د دې پېښې په جریان کې، یو لاروی د پولیسو او وسله والو ترمنځ په نښته کې د ښکېل کېدو له امله هم وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، په خضدار سیمه کې څلور نور کسان هم ناپېژانده وسله والو تښتولي دي. ويل شوي دغو کسانو د اوبو په يوه پروژه کار کولو.

دې ته ورته په په چاغي ولسوالۍ کې د کوټې تفتان پر لويه لاره ناپېژانده کسانو پنځه ټریلرونه او دوه د ګازو ټانکرونه سوځولي دي.

د سيمه ييزو سرچينو له مخې، د سه شنبې په ورځ په نوشکي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په يوه پوسته وسله وال بريد شوی او بيا د بلوچستان د کورنيو چارو محکمې د سه شنبې د شپې څخه تر ۳۱مې جولای پورې په دغه ولسوالۍ ګرځبنديز اعلان کړی دی.

سېنټکام: د ایران د بالیستیکو توغندیو برید مو شنډ کړ

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱
100%

د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ويلي، د ايران د سپاه پاسداران ځواکونو د سه شنبې په ورځ د ختیځ پر وخت مازدیګر په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو د ناڅاپي برید په موخه له ایرانه څو بالستیک توغندي وتوغول خو دغه برید د دفاعي سیستمونو په واسطه په بشپړ ډول ناکامه کړل شوی دی.

سېنټکام په یوه اعلامیه کې وويل، چې ځواکونه یې په سیمه کې په لوړ چمتووالي کې دي او د هر ډول احتمالي بریدونو د ځوابولو لپاره پوره بیداري لري.

امریکایي ځواکونو ټینګار کړی چې د خپلو سرتېرو او اډو د امنیت ساتلو لپاره به هر ډول لازم اقدامات ترسره کړي.

سېنټکام له ایران له خوا د دغو بالستيک توغنديو د بريد خبر په داسې حال کې ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه د ایران پر ضد د امریکا بریدونه وځنډول، څو ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړل شي.