• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو د افغانستان د غنمو حاصلاتو د ژغورلو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی، چې د کیمیاوي سرو د بیو ناڅاپي لوړېدل د افغانستان د ۲۰۲۷کال د غنمو حاصلات له جدي ګواښ سره مخ کړي او د دغه ستونزې د مخنیوي لپاره یې د ۳۸ اعشاریه ۳ مېلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه هم کړې ده.

د دغه سازمان په وینا؛ یادې مرستې به تر ۶۰۰زره بزګرو کورنیو ته د ژمي د غنمو د کر له موسم وړاندې د ډای امونیم فاسفېټ او یوریا کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو د برابرولو لپاره ولګول شي.
یاد سازمان ویلي، د ۲۰۲۶کال د منځني ختیځ تر کړکېچ وروسته په نړۍوالو بازارونو کې د کیمیاوي سرو بیې لوړې شوې دي. د راپور له مخې؛ ژمني غنم د افغانستان تر ټولو مهم خوراکي محصول دی او د کلنۍ کیمیاوي سرو پرتله پرې د دوه پر درېیمې برخې زیاته لګول کېږي.
د سرو د بیو لوړېدل ښايي ډېری بزګران اړ کړي، چې د سرو کارول کم کړي یا هم د کر لاندې ځمکه راکمه کړي او ورسره به د غنمو تولید کم او د خوړو خوندیتوب له ستونزو سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان استازي ریچارډ ټرېنچارډ ویلي، افغان بزګران د وچکالۍ تر سخت کال وروسته د ښه کرنیز فصل فرصت لري؛ خو د کیمیاوي سرو لوړې بیې دغه فرصت له ډېرو کورنیو اخلي.
هغه ویلي: «ستونزه د سرو کمښت نه؛ بلکې د پېرلو د توان ده. سرې په بازار کې شته؛ خو ډېری بزګران یې د پېرلو وس نه‌لري». د دغه سازمان په وینا؛ د اصلاح شویو تخمونو، مناسبې کیمیاوي سرې او د معیاري کرنیزو طریقو ګډ استعمال د غنمو حاصلات تر ۳۲ اعشاریه ۸ سلنه زیاتوي.
د یاد سازمان په وینا؛ که مرستې د سپټمبر تر نیمايي برابرې شي، نو بزګران به وکولای شي د کر له موسم مخکې اړین تخمونه او کیمیاوي سرې ترلاسه کړي او د راتلونکي کال د خوراکي ناورین مخه ونیول شي.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳
ځانګړی

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۴

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې

۵

ګورډن براون د افغان نجونو د زده‌کړو د ملاتړ لپاره د نړیوال صندوق د جوړېدو غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۱
100%

پنځه کاله وړاندې د ۱۴۰۰کال (د زمري په ۱۵مه) د افغانستان د ولایتونو د سقوط هغه چټکه لړۍ پیل شوه، چې یوازې لس ورځې وروسته یې د کابل تر سقوط او د جمهوري نظام تر پای ته رسېدو پورې دوام وکړ. پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ د مرکزونو د نیولو لړۍ د نیمروز له مرکز زرنج ښار پیل شوه.

د طالبانو د بریدونو او د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو په وروستیو اوونیو کې د هېواد په ګڼو سیمو کې د طالبانو پرمختګ چټک شوی و؛ خو د ولایتونو د مرکزونو د نیولو لړۍ د نیمروز له مرکز زرنج ښار څخه پیل شوه.

د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې؛ هغه مهال زرنج له څو ورځو راهیسې د بې‌باورۍ، وېرې او ډار تر سیورې لاندې و. طالبانو له ګڼو خواوو ښار کلابند کړی و، د کلاشنکوفونو او درنو وسلو ډزو د زرنج ارامي له‌منځه وړې وه. د افغان ځواکونو د مقاومت لیکې زر ماتې شوې او پوځیان او چارواکي د چهاربرجک ولسوالۍ پر لور پرشا وتمبول شول.

طالبانو ګام په ګام ښاري سیمې تر خپل واک لاندې راوستلې. د ولایت مقام ته ننوتل او هلته یې خپل بېرغ وځړاوه. د هوايي ډګر کنټرول یې هم په لاس کې واخېست. د زندان دروازې یې پرانېستې او بندیان یې خوشې کړل.

په ښار کې یو غلی؛ خو ژور وهم خپور و. د زرنج امنیتي چارواکو هغه مهال رسنیو ته وویل: « موږ له مرکز نه د مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو هیڅ ځواب مو ترلاسه نه‌کړ».

تر همدې شېبې وروسته زرنج نور د افغانستان د جمهوري دولت تر واک لاندې نه‌و. د زرنج په سلګونه اوسېدونکي د ایران د پولې پر لور وتښتېدل؛ خو ایراني ځواکونو اجازه ورنه کړه، چې پر پوله واوړي.

طالبانو د زمري له ۱۵مې وروسته په لسو ورځو کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۳ ولایتونه ونیول؛ د زمري په ۲۴مه کابل هم سقوط وکړ او له دې سره د جمهوري نظام شل کلنه دوره پای ته ورسېده.

د طالبانو تر پنځه کلنې واکمنې لاندې افغانستان

له کابل نه د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته طالبان پر افغانستان کنټرول لري. د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې؛ د طالبانو د واکمنۍ بنسټونه ټینګ شوي، خو د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، د بیان او رسنیو پر ازادۍ فشارونه، خپلسرې نیونې او بدني مجازات لاهم د هېواد د بشري حقونو له مهمو اندېښنو څخه دي.

طالبانو په دې موده کې خپل سیاسي او اداري جوړښت پیاوړی کړی او هڅه یې کړې، چې له سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي؛ خو له بلې خوا افغانستان لاهم له سخت بشري او اقتصادي وضعیت سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶کال د بشري اړتیاوو د ارزونې له مخې؛ د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ او عامه ژوند محدودیتونه لاهم پراخ دي او ناوړه اقتصادي وضعیت، وچکالۍ، د مرستو کمښت او اقلیمي ستونزو د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶کال کې هم ویلي، چې د طالبانو پرله‌پسې فرمانونو د ښځو او نجونو حقونه لا محدود کړي دي. د همدې کال په جون میاشت کې یوازې په هرات ښار کې شاوخوا ۳۰ ښځې د «بې‌حجابۍ» په تور نیول شوې وې.

په تېرو پنځو کلونو کې که څه هم طالب چارواکي د امنیت د ټینګښت، د فساد کمښت او د ځینو اقتصادي پروژو د پلي کېدو یادونه کوي؛ خو د هېواد اقتصادي او بشري وضعیت لاهم د پام وړ ننګونو سره مخ دی.

د روان کال د اګست په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي خطرناکې کچې ته رسېدلې ده. د مرستو د کمښت له امله له هرو اوو ماشومانو او مېندو څخه چې درملنې ته اړتیا لري؛ شپږ کسان له مرستو بې‌برخې شوي دي. دغه اداره وايي، نږدې ۱۴ مېلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي.

طالبان د زمري ۱۵مه د خپلې بریا پیل ګڼي

طالبان دغه ورځې د خپلې بریا او پر افغانستان د بیا واکمنېدو د کلیزې په توګه نماځي. سږ کال طالبان د خپلې بریا د پنځمې کلیزې د نمانځلو لپاره لا له وړاندې په تیارو بوخت دي. دغه ډلې له رسنیو، خبریالانو او سیاسي شنونکو څخه هم په ټینګار غوښتنه کړې، چې د دوی لاسته راوڼې، د بهرنیو ځواکونو وتل او په تېرو شلو کلونو کې ترسره شوي «ظلمونو» ته انعکاس ورکړي.

ډېری خلک په ځانګړي ډول ښځې، خبریالان، مدني فعالان او د پخواني جمهوري نظام د پلویان (د زمري ۱۵مه) د هېواد د سیاسي نظام د بدلون، د خپلو حقونو د محدودېدو، کډوالۍ او له پراخو بشري او اقتصادي ستونزو سره د مخ کېدو دورې د پیل نېټه ګڼي.

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱
100%

د جرمني له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته د ۳۱ افغانانو ایستل، په ځانګړې توګه د هغو کسانو په ډله کې د یوه داسې افغان شتون چې جنايي محکومیت یې نه درلود، په جرمني کې د افغان کډوالو د ایستلو د تګلارې په اړه بحثونه نوي پړاو ته داخل کړي دي.

دا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې جرمني یو عادي افغان پناه‌غوښتونکی افغانستان ته وباسي. منتقدان وايي، دا اقدام ښايي د هغو نورو افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو لپاره لاره هواره کړي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې، سره له دې چې په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ لا هم دوام لري.

د جرمني د فدرالي پارلمان (بونډسټاګ) د کيڼ اړخي ګوند استازې کلارا بونګر او د کډوالو د حقونو د ملاتړې ادارې «پرو ازول» اجرايیوي مشرې هیلن روزنه، له افغانستان انټرنېشنل سره په جلا جلا مرکو کې خبرداری ورکړی چې دا اقدام ښايي د ایستلو لړۍ له هغو کسانو هم ورهاخوا وغځوي چې په درنو جرمونو محکوم شوي دي.

په مقابل کې د جرمني حکومت وايي، د ایستلو د پرېکړو عملي کول د عامه امنیت د خوندي کولو او د کډوالۍ د کنټرول د پالیسۍ یوه برخه ده.

د جرمني د فدرالي حکومت د هغه ځواب له مخې چې د کلارا بونګر او د کيڼ ګوند د پارلماني ډلې د پوښتنې په ځواب کې ورکړل شوی، د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۹مې پورې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ټولټال ۱۹۶ افغانان له جرمني څخه ایستل شوي وو.

که هغه ۳۱ کسان هم ورسره وشمېرل شي چې تېره اوونۍ له لایپزیګ څخه کابل ته ولېږدول شول، نو د ایستل شویو افغانانو شمېر ۲۲۷ تنو ته رسېږي.

د همدې الوتنې پر مهال، یو شمېر معترضانو د لایپزیګ په هوايي ډګر کې لاریون وکړ او په افغانستان کې د بشري حقونو او امنیتي وضعیت په یادولو سره یې د ایستلو د بهیر د درولو او له طالبانو سره د جرمني د حکومت د همکارۍ د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د ایستلو عادي کېدو په اړه اندېښنې

کلارا بونګر د یوه رد شوي پناه‌غوښتونکي ایستل «غیرمسوولانه» وبلل او ویې ویل، جرمنی داسې کسان هغه هېواد ته بېرته لېږي چې واکمنه اداره یې د شکنجې، خپل‌سرو نیونو او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور تورنه ده.

هغې وویل، تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ښايي د ایستلو لړۍ هغو کسانو ته هم وغځېږي چې درانه جرمونه یې نه دي کړي. د هغې په باور، دا بدلون ښيي چې د افغانانو ایستل ښايي په یوه منظم بهیر بدل شي.

بونګر د لایپزیګ په هوايي ډګر کې ترسره شوی اعتراضي لاریون هم «پر ځای او اړین» وباله او د ایستلو د بهیر د ژر تر ژره درولو غوښتنه یې وکړه.

د «پرو ازول» اجرائیوي مشرې هیلن روزنه هم وویل، د داسې افغان ایستل چې جنايي محکومیت نه لري، د جرمني د ایستلو په پالیسۍ کې د بدلون څرګند نښه ده.

هغې افغانستان انټرنېشنل ته وویل، له دې اقدام سره هغه محدودیت له منځه تللی چې له مخې یې یوازې محکوم شوي مجرمان او هغه کسان ایستل کېدل چې د عامه امنیت لپاره ګواښ بلل کېدل.

د هغې په وینا، دا پرېکړه ښايي د افغانانو د یوې ډېرې پراخې ډلې د ایستلو لار هواره کړي.

روزنه وویل، د جرمني د کورنیو چارو وزارت ښايي په راتلونکي کې هغه مجرد افغان نارینه هم وباسي چې د وتلو وروستۍ قانوني پرېکړه لري، حتا که هېڅ جنايي سابقه ونه لري. د هغې په وینا، دا بدلون د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو پر وړاندې یو مهم سیاسي خنډ لرې کوي.

مجرمان باید چېرې سزا وویني؟

د جرمني حکومت د مجرمانو ایستل د عامه امنیت د ساتنې د پالیسۍ یوه برخه ګڼي. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، هغه کسان چې په جرمني کې جرم ترسره کړی او د اوسېدو حق نه لري، باید هېواد پرېږدي.

خو منتقدان وايي، دوی د مجرمانو د سزا له اصل سره مخالفت نه لري، بلکې د سزا د عملي کېدو له ځای سره یې مخالفت دی.

کلارا بونګر وویل، هر څوک چې دروند جرم ترسره کړي، باید د یوه خپلواک محکمه له خوا محاکمه او قانوني سزا یې بشپړه شي، خو باید داسې حکومت ته ونه سپارل شي چې د شکنجې او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور تورن وي.

هغې زیاته کړه، که د یوه کس ایستل له قانوني پلوه ممکن نه وي، نو د جرمني حکومت باید د سزا د پلي کولو، له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د څارنې او نورو قانوني لارو چارو له لارې خطر مدیریت کړي، نه دا چې مسوولیت بل حکومت ته وسپاري.

بونګر وویل: «د امنیتي ستونزو سپارل داسې رژیم ته چې د شکنجې په تور تورن دی، ډېر امنیت نه رامنځته کوي.»

هیلن روزنه هم وویل، «پرو ازول» د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام، دغه هېواد ته د خلکو ایستل د بشري حقونو له نظره د توجیه وړ نه بولي.

هغې د اروپا د بشري حقونو د کنوانسیون درېیمې مادې، د اروپايي ټولنې د بنسټیزو حقونو د منشور څلورمې مادې او د نه بېرته ستنولو نړیوال اصل ته اشاره وکړه او ویې ویل، د دغو اصولو له مخې هېڅوک باید داسې هېواد ته ونه لېږل شي چې هلته د شکنجې، غیرانساني یا سپکوونکي چلند له خطر سره مخ وي.

روزنې د افغانستان وضعیت «ناورین‌ځپلی» وباله او ویې ویل، طالبان د خپل‌سرو نیونو، ناوړه چلند، په عام محضر کې د بدني سزاوو او د بنسټیزو ازادیو د محدودولو له لارې حکومت کوي.

هغې زیاته کړه، ښځې او نجونې هم په منظم ډول له زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محرومې شوې دي.

هغې ټینګار وکړ، یوازې دا چې یو څوک د کار کولو وړتیا لري یا یې د کورنۍ غړي په افغانستان کې ژوند کوي، دا نه شي ثابتولای چې د هغه بېرته ستنول خوندي او انساني دي.

له طالبانو سره همکاري؛ اړتیا که سیاسي امتیاز؟

د افغان پناه‌غوښتونکو ایستل د جرمني حکومت اړ کړی چې د هویت د تثبیت، د سفر د اسنادو د صادرولو او په کابل کې د ایستل شویو کسانو د منلو لپاره له طالبانو سره اړیکه ونیسي.

جرمني چارواکي ټینګار کوي چې دا اړیکې یوازې تخنیکي دي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري.

خو هیلن روزنه دا څرګندونې کافي نه بولي. هغې وویل، له طالبانو سره همکاري یوازې تر اداري چارو محدوده نه ده پاتې، بلکې له دې ډلې سره د مستقیمو کاري اړیکو د جوړېدو لامل شوې ده.

د هغې په وینا، دغه بهیر په جرمني کې د طالبانو د استازو قونسلي فعالیتونه هم پراخوي.

روزنې زیاته کړه، که څه هم دا همکاري لا د طالبانو د رسمي پېژندنې معنا نه لري، خو له سیاسي پلوه هغوی ته اعتبار ورکوي او نړیوال دریځ یې پیاوړی کوي.

هغې خبرداری ورکړ، جرمني ښايي د نورو اروپايي هېوادونو لپاره له طالبانو سره د اړیکو د جوړولو بېلګه وګرځي.

هغې دا هم وویل، د ایستلو په بهیر کې د طالبانو پر همکارۍ د جرمني تکیه، دې ډلې ته دا فرصت ورکوي چې د ایستل شویو کسانو د منلو موضوع د فشار یا امتیاز اخیستنې د وسیلې په توګه وکاروي.

کلارا بونګر هم له جرمني حکومت څخه د لا ډېرې روڼتیا غوښتنه وکړه.

هغې وویل، حکومت باید له طالبانو سره د خپلو هوکړو جزئیات پارلمان ته وړاندې کړي او روښانه کړي چې خلک د کومو معیارونو له مخې د ایستلو لپاره ټاکل کېږي او ایا د طالبانو د همکارۍ په بدل کې کوم امتیاز یا ژمنه ورکړل شوې ده که نه.

د هغې په وینا، حکومت باید دا هم څرګنده کړي چې کابل ته له رسېدو وروسته د ایستل شویو کسانو وضعیت څارل کېږي او که نه.

طالبانو ته د شخصي معلوماتو د رسېدو په اړه اندېښنې

په جرمني کې د طالبانو له خوا د معرفي شویو استازو فعالیت د دې اندېښنې لامل شوی چې ښايي دغه ډله د افغانانو شخصي معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

هیلن روزنې وویل، په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو «پرو ازول» ته ویلي چې وېره لري، هغه معلومات چې د قونسلي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کوي، د طالبانو لاس ته ورسېږي.

د هغې په وینا، په قونسلي دوسیو کې د پاسپورټ کاپي، انځورونه، پته، د اړیکې شمېرې، د کورنۍ معلومات او نور شخصي اسناد شامل وي.

هغې خبرداری ورکړ، که طالبان دغو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي، دا کار د سیاسي مخالفانو، خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او نورو هغو کسانو لپاره چې له طالبانو تښتېدلي، خطرناک تمامېدای شي او ان د هغوی د کورنیو غړي هم په افغانستان کې تر فشار لاندې راوستل کېدای شي.

روزنې وویل: «له پناه‌غوښتونکو باید دا تمه ونه شي چې خپل شخصي معلومات هماغه واکمنۍ ته وسپاري چې له هغې څخه د تېښتې لپاره یې د پناه غوښتنه کړې ده.»

د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه

کلارا بونګر او هیلن روزنه دواړو د افغانانو د ایستلو د بهیر د سمدستي درولو غوښتنه کړې، خو د دې غوښتنې لپاره یې بېلابېل دلایل وړاندې کړي دي.

د جرمني حکومت وايي، د وتلو د وروستیو قانوني پرېکړو عملي کول د کډوالۍ د کنټرول او د عامه امنیت د ساتنې د پالیسۍ برخه ده. چارواکي ټینګار کوي چې هغه کسان چې د اوسېدو حق نه لري او د ایستلو پرېکړه یې وروستۍ شوې، باید جرمني پرېږدي.

خو بونګر او «پرو ازول» وايي، د ایستلو د پرېکړو پلي کول باید د جرمني له بشري حقونو ژمنو، د نه بېرته ستنولو له اصل او د شکنجې له منع سره سمون ولري.

د هغوی په باور، اصلي اختلاف د مجرمانو د سزا په اصل کې نه، بلکې په دې کې دی چې سزا باید چېرې عملي شي.

دوی وايي، که د یوه کس بېرته لېږل هغه د شکنجې، خپل‌سرې نیونې یا د بشري حقونو د نورو سرغړونو له خطر سره مخ کوي، نو جرمني باید هغه افغانستان ته ونه باسي.

په کور کې بندیانې؛ د طالبانو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې د هرات د ښځو روایت

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
100%

د هرات یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو له لوري د ښځو د پوښښ په اړه د محدودیتونو له سختېدو وروسته یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ شوی او د نیول کېدو وېرې ښځې کورونو کې بند پاتې کېدو ته اړ ایستلي، بازارونه تش شوي او ان له بشپړ حجاب سره هم ځان خوندي نه احساسوي.

هرات د هغو ولایتونو له ډلې دی چې ښځې وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د دوی پر ورځني ژوند فشارونه په کې په څرګند ډول زیات کړي دي.

یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د چادري له ماسک سره د اغوستلو یا د مخ د بشپړ پټولو شرط د دوی ژوند بدل کړی دی. د دوی په وینا، د نیول کېدو وېرې بازار ته تلل، له ملګرو سره لیدنې او په عادي ډول په ټولنه کې حضور ستونزمن کړی دی.

دوی همداراز وایي، د امر بالمعروف د محتسبانو له وېرې ډېری ښځې او نجونې له کوره د وتلو پر ځای په کور کې بند پاتې کېدل غوره بولي او له کور څخه د بهر چارو سره د پخوا په پرتله ډېرې پر نارینه وو متکي شوې دي. یوې ښځې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د کور د ورځنیو اړتیاوو د پېرلو لپاره اوس پر نارینه وو تکیه کوي.

په دې راپور کې د ښځو نومونه د هغوی د امنیت د خوندي ساتلو لپاره مستعار دي.

ناهید: «له موږ لومړني حقونه هم اخیستل شوي»

ناهید، چې د هرات اوسېدونکې ده، وایي د طالبانو وروستیو محدودیتونو د ځوانو نجونو ژوند فلج کړی دی. هغې وویل، پخوا به له خپلو ملګرو سره رستورانونو او عامه ځایونو ته تلله، خو اوس عادي تګ راتګ هم ورته ستونزمن شوی دی.

هغې وویل: «د چادري او ماسک په اجباري کېدو سره مې د تګ راتګ ازادي له لاسه ورکړې ده. اوس زما ډېری اړین خریدونه پلار او ورور راته کوي».

ناهید زیاتوي: «موږ له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو هم بې‌برخې شوي یو. که دا وضعیت دوام وکړي، نو په دې هېواد کې به د ښځو د ژوند لپاره هېڅ هیله پاتې نه شي».

ادیبه: «یوه میاشت له کوره نه یم وتلې»

ادیبه، چې د هرات بله اوسېدونکې ده، وایي د امر بالمعروف د محتسبانو له وېرې یې یوه میاشت له کوره بهر قدم نه دی ایښی.

هغې وویل: «د امر بالمعروف د دې فرمان له عملي کېدو وروسته زموږ ژوند فلج شوی دی. یوه بشپړه میاشت له کوره ونه وتلم او داسې مې احساس کاوه لکه بندي چې یم».

ادیبه زیاتوي: «ښځې هره ورځ له وېرې او اندېښنې سره ژوند کوي. ان له چادري او مخ‌پټي سره هم ځان خوندي نه احساسوو، ځکه وېره لرو چې محتسبان به د خپل تعبیر له مخې زموږ د پوښښ په اړه چلند وکړي».

زهرا: «بازارونه تش شوي او کاروبارونه پیکه شوي دي»

زهرا وایي، دغو محدودیتونو یوازې د ښځو پر ژوند اغېز نه دی کړی، بلکې د ښار پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې هم منفي اغېز کړی دی. د هغې په وینا، یوازې کله ناکله د شپې له خپل مېړه سره له کوره وځي.

هغې وویل، د هرات هغه واټونه چې پخوا به تر ناوخته له خلکو ډک وو، اوس تش شوي دي.

هغې وویل: «هغه لاره چې پخوا به یې یو ساعت وخت نیوه، اوس په لسو دقیقو کې وهل کېږي. هغه دوکانونه چې تر نیمې شپې خلاص وو، اوس د شپې په نهو بجو تړل کېږي».

زهرا زیاتوي، د ګڼو ښځو له کورناستو کېدو وروسته دوکانداران، ټکسي چلوونکي او ریکشا چلوونکي هم د مشتریانو د کمښت او د عوایدو د راټیټېدو شکایت کوي.

د یوې نیونې کیسه

زهرا وایي، د امر بالمعروف له خوا د ښځو نیونې په هرات کې د ښځو ترمنځ د اندېښنې یوه نوې څپه رامنځته کړې ده او ان هغه ښځې هم نیول شوې چې اوږدې مانتوګانې یا لوی څادرونه یې اغوستې وې.

هغې د خپلې ګاونډۍ یوې پېښې ته په اشارې وویل: «شاوخوا یوه میاشت مخکې، زموږ د ګاونډي مېرمن له دوو نورو ښځو سره د پېرود پر مهال ونیول شوه او د هرات د ښځو زندان ته ولېږدول شوه. د هرې یوې د خوشې کېدو لپاره یې کورنیو ۱۳ زره افغانۍ ورکړې».

د لیلامي بازار؛ د پلور سخت کمښت

د هرات یوې بلې ښځې هم د ښار په بازارونو کې د ښځو د حضور د کمېدو پخلی کړی او ویلي یې دي: «ما څو ځله د لیلامي پر سړک د ښځو د نیول کېدو صحنې لیدلې دي».

هغې د دغه بازار د یوه دوکاندار له قوله وویل: «کله کله ټوله ورځ یو توکی هم نه پلورو، ځکه ښځې ډېرې کمې بازار ته راځي».

د لیلامي سړک د هرات له تر ټولو ګڼه ګوڼې ډکو سړکونو څخه دی، چې دواړو غاړو ته یې ګڼ دوکانونه موقعیت لري.

د هرات ښځې وایي، دوامدارې وېرې او رواني فشارونو د دوی پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی او په ټولنه کې یې حضور تر ټولو ټیټې کچې ته رسولی دی.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د تایلنډ د کانټیننټل فوټسال نړیوالو سیالیو په درېیمه لوبه کې د نړۍ د درجه‌بندۍ له اووم مقام لرونکې روسیې سره ۳ – ۳ مساوي وکړه.

د دژان ددوویچ روزل شوې افغان لوبډله د لوبې تر وروستیو شېبو پورې په ۳ – ۲ له خپل پیاوړي سیال څخه مخکې وه، خو روسیې د لوبې په وروستۍ دقیقه کې د مساوي ګول په وهلو له ماتې ځان وژغوره.

افغانستان دا مهال د نړۍ د فوټسال په درجه‌بندۍ کې یوویشتم مقام لري.

د لوبې لومړۍ نیمايي د ۱ – ۱ په مساوي پای ته ورسېده. روسیې د لوبې په اتمه دقیقه کې د اکبر کاظمي د تېروتنې له امله لومړی ګول وکړ، خو همدغه لوبغاړي یوازې څو شېبې وروسته د احمد اسماعیلي له اوږد پاس څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان لپاره د مساوي ګول په وهلو خپله تېروتنه جبران کړه.

په دویمه نیمايي کې روسیې د لوبې په ۲۷مه دقیقه کې د افغانستان د دفاعي کرښې د نه همغږۍ او د محمد مرادي او مهران غلامي د ناسم ځای‌نیولو له امله دویم ګول وواهه او یو ځل بیا مخکې شوه.

خو یوازې یوه دقیقه وروسته فرزاد محمودي د اکبر کاظمي د پاس په مرسته د افغانستان دویم ګول ترسره کړ او لوبه یې بېرته مساوي کړه.

افغان لوبغاړو په دې سیالۍ کې دوه ځله نور هم د روسیې جال ولړزاوه، خو دواړه ګولونه د لوبڅار له لوري ونه منل شول. د سیدحسین موسوي ګول د خطا او د امید قنبري ګول د مهران غلامي د لاس‌وهلو (هند) له امله مردود اعلان شول.

سره له دې پرېکړو، افغانستان د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې خپل درېیم ګول هم وکړ. رضا حسین‌پور هغه مهال چې د مهران غلامي ګوزار د روسیې دروازه‌ساتونکي بېرته تمبولی و، له راګرځېدلي توپ څخه ښه ګټه واخیسته او د خپلې لوبډلې درېیم ګول یې ترسره کړ.

په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ د فوټسال د یوه ځواکمن سیال پر وړاندې د خپلې تاریخي بریا د ثبتېدو په درشل کې و، روسیې د لوبې په ۴۰مه دقیقه او وروستیو شېبو کې د احمد اسماعیلي دروازې ته د مساوي ګول په وهلو لوبه ۳ – ۳ مساوي کړه.

د افغانستان ځوان دروازه‌ساتونکی احمد اسماعیلي، چې د بندیز له امله یې د ویتنام پر وړاندې تېره لوبه له لاسه ورکړې وه، په دې سیالۍ کې بېرته د لوبډلې اصلي ترکیب ته راستون شو او د پام وړ لوبه یې وړاندې کړه.

که د افغانستان وروستۍ لوبه ترسره شي، ټاکل شوې چې سبا د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو د نیوزیلنډ پر وړاندې ډګر ته ښکته شي. خو د دې له امله چې نیوزیلنډ له خپلې تېرې سیالۍ څخه انصراف کړی، د دغې لوبې ترسره کېدل لا هم په رسمي ډول نه دي تأیید شوي.

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د سهار له لمانځه څو ساعته وروسته ملا حسن اخوند په حرم‌سرای کې پر توشکه ناست وي. اداري اسناد او دوسیې ورته راوړل کېږي، شفاهي هدایتونه ورکوي او بېرته همغې کوټې ته ستنېږي چې د کور او دفتر دواړو لپاره یې کاروي.

له همدې خونې څو متره لرې، هغه دېوالونه ولاړ دي چې یو وخت پرې د افغانستان د پاچاهانو او ولسمشرانو انځورونه ځړېدل.

د افغانستان د واک او ځواک په دې پخواني ماڼۍ کې د شاهي تشریفاتو، رسمي غونډو او دولتي نظم ځای اوس د یوه داسې مشر ساده ژوند نیولی، چې خپل پخوانی کلیوالي چاپېریال یې د هېواد تر ټولو خوندي او مجللې ماڼۍ ته راوړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د حرم‌سرای داخلي بڼه په بنسټیز ډول بدله شوې ده. اداري مېزونه، څوکۍ او ګڼ عصري وسایل لرې شوي او د هغو پر ځای غالۍ، توشکې او بالښتونه، چې د ملا حسن اخوند د دودیز کندهاري ژوند له طرز سره ډېر نږدې دي، اېښودل شوي دي.

دوه پوړیز حرم‌سرای د افغانستان تاریخي ودانۍ ده، چې د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې د هغه د کورنۍ د استوګنې لپاره جوړه شوه او وروسته نور پاچاهان هم پکې اوسېدل. د جمهوري نظام په لومړنیو کلونو کې د افغانستان وروستی پاچا محمد ظاهر شاه ددویم ځل لپاره هم په همدې ماڼۍ کې اوسېده.

دلته د ملا حسن اخوند کورنۍ، په ځانګړي ډول ښځینه غړي تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې له عامه نظره لرې ژوند کوي. همدلته د طالبانو رییس‌الوزرا خپل کاري دفترونه هم ځای پر ځای کړي دي. د ارګ سرچینې وایي، هغه د کور او دفتر ترمنځ پخوانۍ کرښه له منځه وړې ځکه ډېر وخت له همدې شخصي چاپېریاله د دولتي چارو لارښوونه کوي.

هغه د عصري دولتي دفترونو له نښو ډېر د یوه دودیز دیني عالم د مجلس فضا غوره بولي. د رسمي میز پر ځای توشکه، د دفتر پر ځای د کورنۍ چاپېریال او د اداري اړیکو پر ځای شفاهي هدایتونه د هغه د ادارې له مهمو ځانګړنو ګڼل کېږي.

خو د ارګ بدلون یوازې د حرم‌سرای تر دېوالونو محدود نه دی.

د طالبانو تر واک لاندې هغه تاریخي دود هم بدل شوی چې له مخې یې د ارګ اصلي ماڼۍ یوازې د هېواد د پاچا یا ولسمشر د کورنۍ د استوګنې لپاره ځانګړې وې. اوس د ارګ په بېلابېلو برخو کې د طالبانو ګڼ لوړپوړي چارواکي له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

ملا عبدالغني برادر په صدارت ماڼۍکې، مولوي عبدالسلام حنفي په ګلخانې ماڼۍ ، ملا محمد یعقوب مجاهد په نمبر یو ماڼۍ کې، ملا عبدالمنان عمري د ارګ په محوطه کې په یوه جلا ودانۍ کې، ملا محمد فاضل مظلوم په یوه بله ماڼۍ او مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې اوسیږي.

د ارګ دننه د ټولو طالب مشرانو ژوند یو شان نه دی.

که څه هم د ټولو چارواکو په ژوند کې د ملایي دود نښې شته، خو د دوی ترمنځ د پام وړ توپیرونه هم لیدل کېږي. ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي او ملا محمد یعقوب د وخت په تېرېدو سره په ژوند، لباس، اړیکو او اداري طرز کې تر یوه حده بدل او ښاري شوي دي. دوی له بهرنیو استازو، سوداګرو او سیاسي اړیکو سره ډېر تعامل لري.

خو د ملا حسن اخوند په اړه د ارګ سرچینې یو بل تصویر وړاندې کوي.

د هغه په ژوند کې د بدلون نښې ډېرې کمې دي. هغه لا هم د یوه دودیز ملا په څېر ژوند کوي او شاوخوا مېشت طالب چارواکي ډېری د رسمي مسوول پرځای د یوه سپین‌ږیري، روحاني مشر او ګاونډي په توګه ورسره چلند کوي.

په ارګ کې ملا حسن اخوند ته نږدې سرچینې له کور څخه د هغه د دفتري استفادې یو دلیل د نوموړي زړښت او له کوره لږ راوتل بولي. یوه سرچینه، چې د طالبانو د رییس الوزرا روغتیايي بهیر له نږدې څاري، د څوکۍ پر ځای د توشکې کارول د هغه له ناروغۍ سره تړي، ځکه، وايي، « ملا صاحب د بواسیرو ناروغي لري».

یادې سرچینې وايي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو د کابل مېشتو مشرانو واک تر ډېره محدود کړی دی. د ارګ دننه له شته محدود نفوذ څخه ډېره برخه له ملا عبدالغني برادر سره ده. هغه د ارګ د نورو سیالو چارواکو په پرتله په نسبي ډول عصري سلاکاران او کارکوونکي لري او پر اقتصادي سکتور تر ډېره حاکم دی.

100%
ملا محمد حسن اخوند د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک د بیا رغونې چارې له نږدې ګوري

د پشمل له جوماته د هبت الله تر همسنګرۍ

د کابل ـ هرات پر لویه لار، د کندهار ښار لویدیځ لور ته شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې یو کلی پروت دی چې د افغانستان د ډېرو نورو کلیو په څېر د انګورو تاکونه، خټین کورونه او د کلیوالي ژوند ځانګړنې لري. دا کلی «پشمل» دی، چې د دې ډلې د ځینو بنسټګرو او غړو د ژوند لومړني فصلونه پکې تېر شوي دي.

څه باندې اویا کاله مخکې محمد حسن په پشمل کلي کې د ملا محمد تقي په کور کې وزېږېد. د هغه پلار د کلي ملا و، خو د سیمې د ځینو نورو کلیوالو په څېر یې پراخې ځمکې، د انګورو تاکونه یا ممیزخونې نه لرلې.

د پشمل د اوسېدونکو په وینا، هغه لا ماشوم و، چې له پلار سره یې جومات ته تګ او راتګ کاوه. د نورو ماشومانو په پرتله له لوبو او کلیوالي سیالیو لرې پاتې و او ورځنی ژوند یې د دیني زده کړو، جومات او مذهبي درسونو ترمنځ محدود و.

هغه لومړنۍ دیني زده کړې له خپل پلار نه وکړې او په ۱۹۶۱ کال کې یې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه د کوټې بېلابېلو مدرسو ته د زده کړو لپاره تګ‌راتګ کاوه.

کوټه د افغان دیني زده‌کوونکو لپاره له کلونو راهیسې د دیني زده کړو مهم مرکز پاتې شوی. همدلته محمد حسن د فقهې، فنونو، حدیثو او دیني علومو په برخه کې لوړې زده کړې وکړې. شاوخوا لس کاله یې په بېلابېلو مدرسو کې تېر کړل او په پای کې یې د «اخوند» درجه هم ترلاسه کړه.

خو د ده د ژوند مسیر یوازې په مدرسه ونه درېد.

کله چې په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد د ځواکونو له یرغل وروسته افغانستان د جګړې په ډګر بدل شو، ملا محمد حسن اخوند د خپل نسل د ډېرو نورو دیني عالمانو په څېر د یرغل خلاف د جګړې لاره ونیوله.هغه د طالبانو له اوسني مشر هبت الله اخوندزاده سره یوځای د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د قوماندان ملا حاجي محمد اخوند په جبهه کې د افغان حکومت خلاف جنګېده. په دې جبهه کې ملا اختر محمد منصور او د طالبانو نورو مشرانو هم غړیتوب درلود. دغه جبهه وروسته د مولوي خالص په اسلامي حزب کې شامله شوه.

د ۱۹۹۰ مې لسیزې په نیمایي کې، چې د کورنیو جګړو، بې‌نظمۍ او د جهادي ډلو ترمنځ له شخړو وروسته د طالبانو اسلامي تحریک پیل شو، ملا محمد حسن اخوند یې هم په لیکو کې و. هغه د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د کندهار د والي او د بهرنیو چارووزارت او رییس الوزرا ملا محمد رباني د لومړي مرستیال په توګه دندې ترسره کړې.

د ملا حسن اخوند په اړه ویل کیږي، چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې یې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ او وزارت د کارکوونکو په ګومارنه کې له داوطلبانو د دیني زده کړو پوښتنه کوله او چا به چې د قران کریم ایتونه ښه ولوستل، هغه به یې په دنده ګوماره.

د هغه په اړه دا مشهوره ده، چې د قران کریم یو ښه تلاوت کوونکی یې د وزارت د یوې سیاسي څانګې رییس ټاکلی و.

هغه له روسیې سره د اړیکو مخالفت کاوه، ځکه استدلال یې کاوه، چې شوروي ځواکونو پر افغانستان برید کړی و او بهرنۍ مرستې یې هم د وسوسې په توګه تعبیرولې.

دغه راز د رسنیو کتل او د ورځپاڼو لوستل یې د وخت ضیاع ګڼله او ټینګار یې کاوه، چې ددې پرځای تلاوت کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې هم واک ته له رسېدو څو میاشتې وروسته، هغه په یوه ثبت شوې وینا کې وویل چې اسلامي نظام جوړ شوی او د دې نظام چارې باید هغه کسان پر مخ یوسي چې د دیني علومو متخصصان دي. هغه پر خلکو ټینګار وکړ چې د ستونزو د حل لپاره باید خدای ته رجوع وکړي او د هغه په تعبیر «بغارې» ووهي.

د طالبانو د لومړۍ دورې له نسکورېدو وروسته ملا محمد حسن اخوند د نورو طالب مشرانو په څېر پاکستان ته لاړ. په کوټه ښار کې له بیا منظمېدو وروسته د کوټې شورا (د طالبانو د رهبرۍ شورا) د یوه اساسي غړي په توګه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او جمهوري نظام پر ضد د جګړې برخه و.

د دغې جګړې پر مهال د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي د نوم نه خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په دغو کلونو کې ملا حسن اخوند د طالبانو په منځ کې پوځي ځواک نه درلود او د ملا عمر د یوه نږدې ملګري او روحاني شخصیت په توګه یې تشریفاتي رول درلود. ملا حسن اخوند په دغو کلونو کې د خپلې دیني مدرسې او جومات د امامت سمبالولو ترڅنګ، د طالب قوماندانانو د خپلمنځیو ناندریو په اواري کې هم ونډه اخیسته.

نوموړي د دیني مسایلو په اړه ځینې کتابونه هم لیکلي، چې د طالبانو په اړوندو مدرسو کې تدریسېدل.

د همدې اوږدې لارې په پای کې، هغه سړی چې د طالبانو په منځ کې یې د یوه تشریفاتي او روحاني سپین‌ږیري ځای درلود، ناڅاپه د طالبانو د ادارې تر ټولو په لوړه څوکۍ کښېناست.

خو د ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط وروسته د ملا حسن اخوند انتخاب د ډېرو لپاره حیرانوونکی هم و.

ولې ملا برادر نه، چې د طالبانو تر ټولو مشهور سیاسي کس و؟ ولې بل ځواکمن قوماندان نه؟

د دې پوښتنې ځواب د طالبانو د داخلي لیکو په یو ساتلو کې پروت و.

100%
د طالبانو رییس الوزرا د پاکستان د دیني علماوو د پلاوي له مشر تقي عثماني سره په ناسته کې

د سیالانو ترمنځ «بې‌خطره» انتخاب

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، چې طالبان کابل ته ننوتل، د دې ډلې د راتلونکي حکومت د رییس الوزرا په اړه تر ټولو ډېر اټکلونه د ملا عبدالغني برادر پر نامه را څرخېدل.

برادر د دوحې د مذاکراتو مخکښ و، له امریکايي استازو سره یې خبرې کړې وې، د سولې تړون یې لاسلیک کړی و او د طالبانو له بیا راڅرګندېدو مخکې د دې ډلې تر ټولو پېژندل شوی سیاسي شخصیت ګڼل کېده.

خو کله چې د نوي حکومت د جوړېدو اعلان وشو، هبت الله دې څوکۍ ته خپل پخوانی همسنګره ملګری ملا محمد حسن اخوند غوره کړی و.

د طالبانو د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته، د دې ډلې دننه دریو لویو حلقو د نفوذ لپاره سیالي کوله:

لومړۍ؛ د دوحې سیاسي ډله، چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوله.
دویمه؛حقاني شبکه، چې سراج‌الدین حقاني یې مهم مشر دی.
درېیمه؛ د کندهار حلقه، چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده تر مستقیم نفوذ لاندې ده.

د دې دریو جریانونو ترمنځ د واک وېش او انډول په اسانه نه شوای تنظیمیدای.

ملا برادر د بهرنیو اړیکو، مذاکراتو او سیاسي مشروعیت له امله پیاوړی دریځ درلود. هغه د طالبانو له پخواني مشر ملا محمد عمر سره نږدې پاتې شوی و، د جګړې تجربه یې لرله او له نړیوالو سره د خبرو لپاره د طالبانو تر ټولو وړ کس ګڼل کېده.خو همدا شهرت د کندهار د سخت دریځې حلقې لپاره د اندېښنې وړ و.

په کندهار کې د طالبانو د عمومي مشر هبت‌الله اخوندزاده شاوخوا کسانو داسې باور درلود چې د دوحې ډله له بهرنیو اړیکو، ډیپلوماتیکو تماسونو او خپلواک سیاسي رول څخه ډېره ګټه اخلي. له همدې له امله، د رییس الوزرا څوکۍ ته د یوه داسې کس نوم په کار و، چې د ټولو ډلو لپاره د منلو وړ وي او د کومې سیالې شبکې کس هم نه وي.

ملا حسن اخوند له همدې تعریف سره برابر و.هغه د ملا عمر له نږدې کسانو او د طالبانو د لومړۍ دورې له مشرانو و، دیني اعتبار یې درلود، خو شخصي پوځي ځواک یې نه درلود.

د ملا حسن اخوند ټاکل د ملا برادر د کمزوري کېدو له بهیر سره هممهاله وو.

د طالبانو مشرانو داسې یو جوړښت غوره کړ چې برادر پکې د حکومت تر ټولو لوړه څوکۍ و نه نیسي، بلکې د رییس‌الوزرا د مرستیال په توګه پاتې شي.

پر دې سربېره پاکستان هم د ملا برادر له نفوذه اندېښمن و، ځکه د بند پرمهال یې له پاکستان نه ښې خاطرې نه درلودې او د کرزي په مشرۍ له افغان حکومت سره یې د خبرو اترو کانالونه پرانېستل غوښتل.

خو ایا ملا حسن اخوند واک هم لري؟

د رییس‌الوزرا څوکۍ ملا حسن اخوند ته ورکړل شوه، خو د طالبانو د حکومت د جوړښت له لومړیو ورځو یوه پوښتنه مطرح ده، چې ایا مقام او واک یو شی دي؟

په ارګ کې د سرچینو په وینا، د وخت په تېرېدو دا روښانه شوه چې په کندهار کې د ستراتیژیکو پرېکړو اصلي محور د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده دی.د نجونو د زده‌کړو، د ښځو د کار، مهمو فرمانونو او عمومي سیاستونو په اړه وروستۍ پرېکړې له کندهاره راځي. په کابل کې ملا حسن اخوند ددغو پرېکړو اجرا کوونکی دی.

خو د ارګ دننه د نفوذ تر ټولو مهمه برخه لاهم د ملا عبدالغني برادر په لاس کې ده.

ملا حسن اخوند د خپل مقام باوجود د یوه دودیز دیني عالم په څېر ژوند ته دوام ورکړی دی. هغه نه د لومړیو وزیرانو په څېر سفرونه وکړل، نه یې پراخې ولسي غونډې جوړې کړې او نه یې هڅه وکړه چې د حکومت اصلي څېره پاتې شي.

په تېرو څو کلونو کې هغه له کابل بهر یوازې محدود سفرونه کړي او له نړیوالو استازو سره یې هم ډېرې لږې لیدنې درلودې. هغه د طالبانو د اکثریت نورو جګپوړو مشرانو په شان د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دی.

خو له نورو طالب مشرانو سره د ملا حسن اخوند توپیر په دې کې دی چې هغه د خپلو زړو ملګرو برعکس د دغو بندیزونو خلاف نه غواړي یا نه شي کولای فعال پاتې شي. په داسې حال کې چې نوموړی د طالبانو په لومړۍ دوره کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پاتې شوی و او باید په بهرنۍ ډیپلوماسي کې تر نورو برلاسی او متحرک وای، خو داسې ښکاري، چې د خپل ساده لیدلوري، زړښت او روغتیایي بې‌وسۍ له امله له بهرنیانو یا کورنیو مطرحو کسانو سره لیده کاته ته ډېر چمتو یا لېواله نه دی.

د طالبانو مطبوعاتي اعلامیې ښيي، چې ډېری بهرني پلاوي، سفیران، سوداګر او د ملګرو ملتونو استازي چې له ملا حسن اخوند سره د کتنې غوښتنه کوي، د هغه د روغتیايي حالت د نه مساعدوالي او نورو دلایلو له مخې د هغه د دفتر له رییس سره ګوري.

په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې هغه له کندهار پرته د افغانستان هیڅ ولایت او له پاکستان پرته هیڅ بهرني هېواد ته سفر نه دی کړی. د هغه یوازېنی او نسبي منظم حضور د طالبانو د کابینې په اونیزو غونډو کې دی، خو کندهار ته د ملا هبت الله له خوا د ځینو کلیدي وزیرانو له بیا-بیا ورغوښتلو وروسته، اوس د ملا حسن اخوند په مشرۍ د کابینې غونډې هم ډېری تشریفاتي شوې دي او مهم وزیران خپل مرستیالان ور استوي.

د افغانستان د اداري جوړښت له مخې د رییس‌الوزرا دفتر باید د حکومت د اجرایوي چارو مرکز وي، خو د ارګ سرچینې وایي چې د حسن اخوند د دفتر ډېری عملي چارې د هغه نږدې کسان پر مخ وړي.د رییس‌الوزرا دفتر رییس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم د اسنادو، وړاندیزونو او رسمي مکتوبونو په مدیریت کې مهم رول لري.

د بهرنیو او کورنیو ادارو اسناد حسن اخوند ته تر رسېدو وړاندې د هغه ددفتر له فلتره تېریږي.

په دې اداره کې بوخت یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له همدې امله څو ځله د طالبانو د چارو ادارې لوی رییس شېخ نورالحق انور په لیکلي او شفاهي بڼه ملا حسن اخوند او د ملا هبت الله اخوندزاده دفتر ته شکایتونه استولي او غوښتنه یې کړې چې د ملا حسن اخوند د دفتر رییس باید د چارو ادارې په کارونو کې لاسوهنه ونه کړي.

د طالبانو د چارو ادارې یوه سرچینه وایي، چې د شیخ انور شکایتونه له دې امله له پامه غورځول شوي چې د ملا حسن اخوند د دفتر رییس (ډاکټر ملا عبدالواسع) د کندهار ولایت دی او د ملا هبت الله اخوندزاده په دفتر کې نږدې اړیکې لري.

د طالبانو رییس الوزرا د سهار له چای څښلو وروسته د څو ساعتونو لپاره خپل کاري دفتر ته ځي او په شفاهي ډول د اړوندو چارو لپاره د خپل دفتر رییس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم ته سپارښتنې کوي.

ملا حسن اخوند شاوخوا درې کاله مخکې د سختې ناروغۍ له امله څو میاشتې په پرله‌پسې توګه په ارګ کې نه و. د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوندزاده د هغه په غیابت کې مولوي عبدالکبیر (چې هغه مهال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال و) د ریاست الوزرا د سرپرست په توګه وټاکه.

په ارګ کې د ملا حسن اخوند د نه شتون پر مهال اټکل دا و چې هغه له دندې ګوښه شوی، خو له څو میاشتني غیابت وروسته بیرته ارګ ته ستون شو. که څه هم رسمي سرچینو ادعا کوله چې هغه کندهار ته د استراحت لپاره تللی و، خو ځینو نورو سرچینو ویل چې نوموړی د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و.

خو په افغانستان کې د انټرنېټ له بندېدو وروسته نوموړی د ملا هبت الله له دفتر سره تر خبرو وروسته امر کړی و، چې په افغانستان کې باید انټرنېټ بېرته

100%
د چین سفیر جاوشینګ خپل باور لیک د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند ته سپاري

د کندهار دسترخوان په ارګ کې

د کابل د ارګ د لوړو دېوالونو تر شا، د ملا محمد حسن اخوند ورځ د ډېرو معاصرو دولتي مشرانو له معمول ژوند سره توپیر لري. د امنیتي تدابیرو، رسمي غونډو او اوږدو سفرونو پر ځای، د هغه ژوند د یوه کلیوال ملا د ورځني نظم په څېر دی.

ارګ د افغانستان د دولت د تشریفاتو نښه وه، خو د ملا حسن اخوند د دسترخوان له لارې یې اوس بل ډول څېره وړاندې کېږي.د طالبانو رییس‌الوزرا لا هم د کندهار دودیز خواړه تر ټولو ډېر خوښوي. د پسه ښوروا، د وطني چرګانو ښوروا، په ښوروا کې پخې شوې نرۍ وریژې او شړومبې دده د خوښې خوراکونه دي.

د سرچینو په وینا، کله چې مېلمانه هم ورشي، ډېری وخت همدا ډول ساده خواړه ورته وړاندې کېږي.

د هغه ورځ د شپې له نیمايي پیلږي.د تهجد لمونځ، تلاوت او وروسته د ورځې پیل د هغه د ژوند له پخوانيو عادتونو څخه دي. د سهارنۍ له خوړلو مخکې د اشراق لمونځ کوي او د ماسپښین له لمانځه وروسته قیلوله (د غرمې لنډ خوب) کوي.

د دیني روایتونو له مخې، قیلوله ثواب لري ځکه د اسلام د پیغمبر سنت دی او انسان د شپې تهجد لمانځه او نورو عبادتونو ته چمتو کوي.

د حرم‌سرای په دننه کې یو ځانګړی او مجهز جومات هم شته. همدلته ملا حسن اخوند د خپلې کورنۍ د غړو او مېلمنو امامت کوي. خو د سرچینو په وینا، د عمر او روغتیايي ستونزو له امله، هغه ډېر ځله خپل شخصي لمونځ په ناسته کوي.

د ارګ د روغتیايي برخې یوې سرچینې په وینا، ملا حسن اخوند ورزش او فزیکي فعالیت نه کوي او له څو روغتیايي ستونزو سره مخ دی. د زړه ناروغي، شکر، لوړ فشار او بواسیر هغه ستونزې دي چې سرچینه یې یادوي.

د همدغه روغتیايي وضعیت له امله، هغه د اوږدې مودې لپاره پر څوکۍ ناستې ته زړه نه ښه کوي او ډېر وخت پر توشکه ناسته یا غځېدلو ته ترجیح ورکوي.

د روغتیايي سرچینو په وینا، د حسن اخوند او ډاکټرانو ترمنځ اړیکه هم تل اسانه نه ده. سرچینه ادعا کوي چې هغه تر هغه وخته ډاکټرانو ته د لیدنې اجازه نه ورکوي، څو ناروغي یې جدي نه شي.

د سرچینې په وینا، «کله ناکله د درملنې په اړه د عصري طب سپارښتنې د هغه له دودیزو دیني باورونو سره ټکر پیدا کوي. د همدې لپاره، هغه د خپلو مشرانو او پخوانیو دیني عالمانو د درملنې کیسې یادوي او د نبوي او یوناني طب پر اهمیت ټینګار کوي».