• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانه رباب غږوونکې: غواړم د موسيقۍ له لارې د افغانستان د ښځو غږ نړۍ ته ورسوم

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۱

په جرمني کې مېشته افغانه رباب غږوونکې ثریا حسیني چې د شمالي اېرلنډ د بلفاسټ د «فلیا» د موسیقۍ او کلتور په جشنواره کې د ګډون لپاره بلل شوې وايي، غواړي د افغانستان د ښځو غږ نړۍ ته ورسوي.

ثریا د پنجشنبې په ورځ به د افغانستان د دودیز رباب ساز په غږولو سره په جشنواره کې ګډون وکړي او وروسته به له اېرلنډ، ایران او سوریې موسیقارانو سره ګډه هنري برنامه وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز لګولی او پر ښځو او نجونو یې د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي. ثریا حسیني وویل: «زه غواړم د افغانستان او ایران د ښځو غږ واوسم. هیله لرم یوه ورځ ټولې ښځې وکولای شي په ازاد ډول سندرې ووایي».
هغې وویل، د بلفاسټ سفر یې اسانه نه و ځکه د برېتانیا حکومت په لومړي سر کې د هغې د ویزې غوښتنه رد کړې وه؛ خو د شمالي اېرلنډ د «بېیانډ سکن» په نوم د کلتوري بنسټ له هڅو وروسته د ویزې پرېکړه بدله او سفر ته اجازه ورکړل شوه.
ثریا په ۲۰۱۹کال کې موسیقي پیل کړه. هغې تر دې مخکې ګیتار او پیانو زده کړي وو؛ خو وروسته یې د رباب غږولو ته مخه کړه، څو له خپل کلتور سره اړیکه ټینګه کړي. هغې په ۲۰۱۷کال کې له ایران نه د جوړ شوي «اریکاین» هزاره راک ډلې له غړو سره افغانستان ته سفر کړی و او په کابل او بامیان کې یې هنري برنامې وړاندې کړې وې.
د هغې په وینا؛ د بلفاسټ سفر به د «زما ورک شوی ساز» په نوم مستند فلم برخه هم وي، چې په جلاوطنۍ کې د افغان موسیقارانو، په ځانګړي ډول د ښځینه هنرمندانو، ژوند او مبارزې انځوروي.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳
ځانګړی

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۴

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې

۵

ګورډن براون د افغان نجونو د زده‌کړو د ملاتړ لپاره د نړیوال صندوق د جوړېدو غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

په کور کې بندیانې؛ د طالبانو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې د هرات د ښځو روایت

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
100%

د هرات یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو له لوري د ښځو د پوښښ په اړه د محدودیتونو له سختېدو وروسته یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ شوی او د نیول کېدو وېرې ښځې کورونو کې بند پاتې کېدو ته اړ ایستلي، بازارونه تش شوي او ان له بشپړ حجاب سره هم ځان خوندي نه احساسوي.

هرات د هغو ولایتونو له ډلې دی چې ښځې وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د دوی پر ورځني ژوند فشارونه په کې په څرګند ډول زیات کړي دي.

یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د چادري له ماسک سره د اغوستلو یا د مخ د بشپړ پټولو شرط د دوی ژوند بدل کړی دی. د دوی په وینا، د نیول کېدو وېرې بازار ته تلل، له ملګرو سره لیدنې او په عادي ډول په ټولنه کې حضور ستونزمن کړی دی.

دوی همداراز وایي، د امر بالمعروف د محتسبانو له وېرې ډېری ښځې او نجونې له کوره د وتلو پر ځای په کور کې بند پاتې کېدل غوره بولي او له کور څخه د بهر چارو سره د پخوا په پرتله ډېرې پر نارینه وو متکي شوې دي. یوې ښځې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د کور د ورځنیو اړتیاوو د پېرلو لپاره اوس پر نارینه وو تکیه کوي.

په دې راپور کې د ښځو نومونه د هغوی د امنیت د خوندي ساتلو لپاره مستعار دي.

ناهید: «له موږ لومړني حقونه هم اخیستل شوي»

ناهید، چې د هرات اوسېدونکې ده، وایي د طالبانو وروستیو محدودیتونو د ځوانو نجونو ژوند فلج کړی دی. هغې وویل، پخوا به له خپلو ملګرو سره رستورانونو او عامه ځایونو ته تلله، خو اوس عادي تګ راتګ هم ورته ستونزمن شوی دی.

هغې وویل: «د چادري او ماسک په اجباري کېدو سره مې د تګ راتګ ازادي له لاسه ورکړې ده. اوس زما ډېری اړین خریدونه پلار او ورور راته کوي».

ناهید زیاتوي: «موږ له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو هم بې‌برخې شوي یو. که دا وضعیت دوام وکړي، نو په دې هېواد کې به د ښځو د ژوند لپاره هېڅ هیله پاتې نه شي».

ادیبه: «یوه میاشت له کوره نه یم وتلې»

ادیبه، چې د هرات بله اوسېدونکې ده، وایي د امر بالمعروف د محتسبانو له وېرې یې یوه میاشت له کوره بهر قدم نه دی ایښی.

هغې وویل: «د امر بالمعروف د دې فرمان له عملي کېدو وروسته زموږ ژوند فلج شوی دی. یوه بشپړه میاشت له کوره ونه وتلم او داسې مې احساس کاوه لکه بندي چې یم».

ادیبه زیاتوي: «ښځې هره ورځ له وېرې او اندېښنې سره ژوند کوي. ان له چادري او مخ‌پټي سره هم ځان خوندي نه احساسوو، ځکه وېره لرو چې محتسبان به د خپل تعبیر له مخې زموږ د پوښښ په اړه چلند وکړي».

زهرا: «بازارونه تش شوي او کاروبارونه پیکه شوي دي»

زهرا وایي، دغو محدودیتونو یوازې د ښځو پر ژوند اغېز نه دی کړی، بلکې د ښار پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې هم منفي اغېز کړی دی. د هغې په وینا، یوازې کله ناکله د شپې له خپل مېړه سره له کوره وځي.

هغې وویل، د هرات هغه واټونه چې پخوا به تر ناوخته له خلکو ډک وو، اوس تش شوي دي.

هغې وویل: «هغه لاره چې پخوا به یې یو ساعت وخت نیوه، اوس په لسو دقیقو کې وهل کېږي. هغه دوکانونه چې تر نیمې شپې خلاص وو، اوس د شپې په نهو بجو تړل کېږي».

زهرا زیاتوي، د ګڼو ښځو له کورناستو کېدو وروسته دوکانداران، ټکسي چلوونکي او ریکشا چلوونکي هم د مشتریانو د کمښت او د عوایدو د راټیټېدو شکایت کوي.

د یوې نیونې کیسه

زهرا وایي، د امر بالمعروف له خوا د ښځو نیونې په هرات کې د ښځو ترمنځ د اندېښنې یوه نوې څپه رامنځته کړې ده او ان هغه ښځې هم نیول شوې چې اوږدې مانتوګانې یا لوی څادرونه یې اغوستې وې.

هغې د خپلې ګاونډۍ یوې پېښې ته په اشارې وویل: «شاوخوا یوه میاشت مخکې، زموږ د ګاونډي مېرمن له دوو نورو ښځو سره د پېرود پر مهال ونیول شوه او د هرات د ښځو زندان ته ولېږدول شوه. د هرې یوې د خوشې کېدو لپاره یې کورنیو ۱۳ زره افغانۍ ورکړې».

د لیلامي بازار؛ د پلور سخت کمښت

د هرات یوې بلې ښځې هم د ښار په بازارونو کې د ښځو د حضور د کمېدو پخلی کړی او ویلي یې دي: «ما څو ځله د لیلامي پر سړک د ښځو د نیول کېدو صحنې لیدلې دي».

هغې د دغه بازار د یوه دوکاندار له قوله وویل: «کله کله ټوله ورځ یو توکی هم نه پلورو، ځکه ښځې ډېرې کمې بازار ته راځي».

د لیلامي سړک د هرات له تر ټولو ګڼه ګوڼې ډکو سړکونو څخه دی، چې دواړو غاړو ته یې ګڼ دوکانونه موقعیت لري.

د هرات ښځې وایي، دوامدارې وېرې او رواني فشارونو د دوی پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی او په ټولنه کې یې حضور تر ټولو ټیټې کچې ته رسولی دی.

ګورډن براون د افغان نجونو د زده‌کړو د ملاتړ لپاره د نړیوال صندوق د جوړېدو غوښتنه کړې

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د نړیوالې زده‌کړې ځانګړی استازي او د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړ په برخه کې پراخ او عملي اقدامات وکړي. دغه غوښتنه داسې حال کې ده، چې افغان نجونې له ۵ کلونو راهیسې له لوړو زده‌کړو محرومې دي.

ګورډن براون د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په یوې مقاله کې چې الجزیرې شبکې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي حاکمیت د پنځمې کلیزې له رانږدې کېدو سره سم یې خپره کړې وړاندیز کړی، چې د افغان نجونو د زده‌کړو د لګښتونو د برابرولو لپاره دې یو نړیوال صندوق جوړ شي. نوموړي په ځانګړي ډول د هغو نجونو د ملاتړ یادونه کړې، چې د جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي.

براون د خپلې مقالې په پیل کې لیکلي، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف د ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېر شوي دي. د هغه په باور، اوس مناسب وخت دی، چې د افغانستان وضعیت وڅېړل شي او د طالبانو د بېرته راتګ پایلې وارزول شي.

هغه ادعا کړې، چې د دې مودې په ترڅ کې د طالبانو حکومت د یو لړ فرمانونو او نویو محدودیتونو له لارې پر افغان ښځو او نجونو فشارونه زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، چې نړیوالې ټولنې تر اوسه د هغه څه پر وړاندې چې نوموړی یې «په نړۍ کې د نجونو د زده‌کړو تر ټولو پراخ محرومیت» بولي، مناسب غبرګون نه‌دی ښودلی او دا موضوع په نړیواله کچه هغومره نه‌ده څېړل شوې لکه څنګه چې ورته اړتیا وه.

براون په خپله مقاله کې یوې پېښې ته هم اشاره کړې، چې د نوموړي په وینا، د جون په میاشت کې رامنځته شوې ده. هغه ادعا کړې، چې طالبانو د ښځو د حقونو د هغو اعتراض کوونکو پر لور ډزې وکړې چې د نجونو د زده‌کړو د بندېدو او د سختو پوښښي مقرراتو پر ضد یې لاریون کاوه.

د براون په وینا، دغو اعتراض کوونکو د «ازادۍ» شعارونه ورکول، چې د ډزو په پایله کې دوه کسان، چې یو یې تنکی ځوان هلک وو، ووژل شول او څو نور کسان ټپیان شول.

هغه همداراز د کورنۍ او د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ادعا یې کړې، دې ډلې سخت قوانین عملي کړي چې د ماشومانو د ودونو د قانوني کېدو او په ځینو مواردو کې د کورني تاوتریخوالي د معافیت زمینه برابروي.

براون دغه اقدامات د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو بېلګې بللې دي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر د پرتله کولو لپاره د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه هم یادونه کړې ده. هغه لیکلي، چې د پاکستان د سند ایالت په وروستیو کلونو کې د ماشومانو د ودونو پر وړاندې له سختو قوانینو څخه یو تصویب کړی دی.

د دغه قانون له مخې، له ۱۸ کلنۍ کم عمره کسانو واده جرم ګڼل کېږي او د داسې ودونو ترسره کوونکو او برابرونکو ته سزا ټاکل شوې ده.

براون بنګله‌دېش د یوه بریالي مثال په توګه یاد کړی دی. د هغه په لیکنه کې راغلي، چې د بنګله‌دېش حکومت د زېږون د ثبت سیستم اصلاح کړی، څو د نجونو د اصلي عمر پټول کم شي.

هغه ویلي، چې دغه هېواد د بې‌وزلو کورنیو لپاره د مالي مرستو پروګرامونه هم پلي کړي چې له امله یې نجونو ته د زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوې ده.

براون د ماشوما ساتنې (Save the Children) سازمان د راپور په حواله ویلي، چې یوازې د یوه مرستندویه پروګرام لا لارې له زرو څخه ډېرو نجونو وکولای شول چې په ښوونځیو کې پاتې او له کم‌عمره ودونو څخه خوندي پاتې شي.

هغه ټینګار کړی، چې د ماشومانو واده یوازې کلتوري ستونزه نه، بلکې بې‌وزلي، د اقتصادي ملاتړ نشتوالی او د قوانینو کمزوری پلي کېدل هم د دې ستونزې په پراخېدو کې مهم رول لري.

د براون په وینا، د پاکستان او بنګله‌دېش د ځینو سیمو تجربو ښودلې چې د سیمه‌ییزو خلکو او حکومتونو په ګډ کار سره د ډېرو جبري ودونو مخنیوی کېدای شي.

هغه د «له ماشومانو د ودونو پاکو سیمو» یادونه هم کړې ده. په دغو سیمو کې د ځوانانو ډلې که خبر شي یوه کورنۍ غواړي خپله لور په زور واده کړي، نو هڅه کوي چې د سیمه‌ییزو ادارو او خلکو په مرسته د دغه واده مخه ونیسي.

براون ویلي، چې په ځینو سیمو کې دغو ځوانانو ته د «واده ګډوډوونکو» نوم ورکړل شوی، ځکه دوی د خپلو هڅو له لارې د نجونو د جبري ودونو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي استازي د خپلې مقالې یوه لویه برخه د زده‌کړو اهمیت ته ځانګړې کړې ده. هغه باور لري، چې طالبان د زده‌کړو د رول په اړه ښه پوهېږي او همدا لامل دی چې د نجونو پر زده‌کړو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.

د هغه په وینا، زده‌کړې د ښځو د پیاوړتیا تر ټولو مهمه وسیله او د ماشومانو د ودونو د کمولو لپاره تر ټولو اغېزناکه لاره ده.

براون د ملګرو ملتونو سازمان د څېړنو او راپورونو په حواله لیکلي، چې د نجونو د منځنۍ کچې زده‌کړو هر اضافي کال د دې احتمال کموي چې هغوی په ماشومتوب کې واده شي.

هغه ویلي، که افغان نجونو ته د باکیفیته زده‌کړو، خوندي ښوونیز چاپېریال او د کورنیو لپاره مالي ملاتړ زمینه برابره شي، نو لسګونه زره نورې نجونې به هم وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

براون د افغانستان دننه د ځینو نړیوالو ادارو فعالیتونو ته هم په اشارې سره څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) او د زده‌کړه انتظار نه‌شي کولای (Education Cannot Wait) پروګرام د سیمه‌ییزو فعالانو په همکارۍ لا هم یو شمېر افغان نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابروي.

د هغه په وینا، دغه زده‌کړې په ډېرو مواردو کې له انلاین لارې، پټو ښوونځیو یا شخصي کورونو کې ترسره کېږي، څو د طالبانو له سترګو پټې پاتې شي.

خو براون باور لري، چې دا هڅې د اوسني اړتیا لپاره بسنه نه‌کوي او زیاتوي، چې زرګونه افغان نجونې اړې شوې، چې د زده‌کړو د دوام لپاره له هېواده ووځي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ستونزو له امله د دوی د وتلو یوه مهمه لاره هم له زیاتو محدودیتونو سره مخ شوې ده.

هغه د بریتانیا د حکومت د نوي پلان هرکلی هم کړی دی. د دې پلان له مخې، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون په چوکاټ کې د پناه غوښتونکو زده‌کوونکو د بیا مېشتېدو لپاره دوه لارې په پام کې نیول شوې دي.

لومړۍ لاره دا ده چې پېژندل شوې خیریه ادارې افغان نجونو ته د بریتانیا د سفر او مېشتېدو لپاره ملاتړ برابر کړي او دویمه لاره د دغه هېواد د کالجونو او پوهنتونونو له خوا د زده‌کړو بورسونو ورکول دي.

براون دغه ګامونه مثبت بللي، خو ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید تر دې هم زیات کار وکړي.

د هغه په باور، د افغان نجونو د ملاتړ لپاره د یوه ځانګړي نړیوال صندوق جوړول اړین دي، څو د زده‌کړو لګښتونه، د ژوند مرستې او که اړتیا وي، له افغانستان څخه بهر د زده‌کړو دوام تمویل کړي.

هغه همداراز ویلي، چې د نړیوالو زده‌کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه چمتو دی له حکومتونو، پوهنتونونو، ښوونیزو ادارو او خیریه بنسټونو سره همکاري وکړي، څو د افغان نجونو لپاره لا زیات ملاتړ برابر شي او د زده‌کړو له حق څخه یې دفاع وشي.

براون د خپلې مقالې په پای کې لیکلي، چې د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته هم ډېری افغان نجونې د خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو، په ځانګړي ډول د زده‌کړو د حق د ترلاسه کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه ټینګار کړی، چې دا نجونې د هغو فرصتونو لپاره مبارزه کوي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عادي او طبیعي چاره ګڼل کېږي.

براون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د عملي ګامونو او مالي ملاتړ له لارې د افغان نجونو ترڅنګ ودرېږي، څو هغوی وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او د ښې راتلونکې د جوړولو فرصت ومومي.

دینې مدرسې که د تبلیغ مرکزونه؛ د نجونو په مدرسو کې د ښځو ضد د طالبانو له تګلارو ستاینه

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د نجونو له ځینو دیني مدرسو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په دغه مدرسو کې د تدریس پرځای تر ډېره د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سختو تګلارو ملاتړ او تبلیغ کېږي او زده‌کوونکې هڅول کېږي چې دغه قوانین سم او د منلو وړ وبولي.

د پکتیا ولایت د یوې ښځینه دارالعلوم یوشمېر زده‌کوونکې وایي، ښوونکې یې د تدریس پرځای ډېر وخت د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو او قوانینو پر ستاینې تېروي او ورته وایي چې د طالبانو ټولې پرېکړې او تګلارې شرعي او د منلو وړ دي.

د دغه زده‌کوونکو په وینا؛ ښوونکې دوی د طالبي حجاب رعایتولو ته اړ باسي، ان تر دې چې پر سترګو هم د نقاب تورې پردې راټیټول لازمي ګڼي. دوی زیاته کړې، په دې وروستیو کې زده‌کوونکو ته خبرداری ورکول شوی که له دې امر سرغړونه وکړي نو د امربالمعروف محتسبین به یې ونیسي.

دغه زده‌کوونکو تر دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په مدرسو کې د ښځو اړوند ځینې موضوعات سانسور کېږي او ښوونکې یې ان له تدریس تېرېږي. د زده‌کوونکو په وینا؛ په ټولګیو کې د بحثونو پرمهال ښځه د نارینه پرتله ټیټه او بې‌وسې معرفي کېږي.

یوه زده‌کوونکې وایي، له هغې ورځې چې مدرسې ته ځي، له ژور خپګان او ذهني فشار سره مخ ده. هغې زیاته کړه: «کله چې په ځینو موضوعاتو له استادانو سره بحث کوو، که هر څومره منطقي او قانع کوونکي دلایل هم وړاندې کړو، هغوی په تونده لهجه او له تاوتریخوالي ډک چلند ځواب راکوي او خپله خبره پر موږ تحمیلوي».

دغه زده‌کوونکې همداراز ادعا کوي، چې د دوی ډېری ښوونکې مسلکي نه‌دي او د مضامینو د تدریس له مسوولیت څخه په سمه توګه نه‌شي وتلی. د هغوی په وینا؛ یوازې د ګوتو په شمېر داسې ښوونکې شته چې له دارالعلومونو فارغې شوې وي او پاتې نورې یوازې طالبانو ته د تبلیغ لپاره ګومارل شوې دي.
دوی وایي، دغه ښوونکې له خپلو شخصي معلوماتو زده‌کوونکو ته نوټونه برابروي او په ډېرو مضمونونو کې کوم مشخص درسي کتاب یا معیاري نصاب نه‌شته چې زده‌کوونکي ورته لاسرسی ولري.

یوشمېر زده‌کوونکو ویلي، د دې لپاره مدرسو ته تللي چې د نجونو لپاره له مدرسو پرته د زده‌کړو بل مرکز نه‌شته. د دوی په وینا؛ زده‌کوونکې د علمي سویې د ارزونې پر ځای یوازې د عمر له مخې په ټولګیو کې شاملېږي، چې له امله یې ډېری زده‌کوونکې د عربي ژبې او ځینو نورو مضامینو په زده‌کړه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، چې ریاضي، ساینس او نور فرعي مضامین یوازې په سمبولیک ډول تدریسېږي او ډېره پاملرنه ورته نه‌کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله اوس ډېری نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې او د عصري علومو ځای اوس مدرسو نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ افغانستان کې اوس‌مهال د نجونو مدرسې هم ډېرې شوې دي.

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: طالبانو په پنځو کلونو کې ښځې ځپلي او له ټولنې یې حذف کړې دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د جمهوري نظام د رانسکورېدو او واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت خبرپاڼه کې ویلي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د ځپنو سیاست دوام لري او همداراز له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه د ښځو د اېستنې بهیر پراخ شوی دی.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت او ولسواکۍ لپاره مبارزه به تر بشپړې بریا پورې روانه وي.

په دې خبرپاڼه کې، چې د «ازادۍ په نوم» تر سرلیک لاندې او د افغانستان د خلکو د مبارزو په ملاتړ خپره شوې راغلي، چې دا پنځه کاله د ازادیو له منځه وړل، پلان شوې ځپنه، د بشري حقونو پراخې سرغړونې، له لومړنیو بشري حقونو د ښځو محرومول او د بې‌وزلۍ، تبعیض او ناهیلۍ له زیاتېدو سره مل وو.

شبکې ټینګار کړی، چې دا پنځه کاله یوازې د یوه سیاسي نظام د سقوط کیسه نه‌ده، بلکې د هغو میلیونونو انسانانو د کړاوونو کیسه ده، چې د خپلې خوښې، زده‌کړو، کار، د بیان ازادۍ او د خپل برخلیک د ټاکلو له حقونو څخه بې‌برخې شوي دي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو په دې کلونو کې هڅه کړې د ځپنې، وېرې خپرولو او د ازادۍ غوښتونکو غږونو په چوپولو سره د افغانستان د خلکو اراده ماته کړي، ښځې له ټولنیز ډګر څخه وباسي، مدني فعالان او خبریالان تر فشار لاندې راولي، مذهبي او قومي لږکي له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ کړي او هر ډول مخالف غږ د نیولو، شکنجې او ځپنې له لارې خاموش کړي.

دې ښځینه بنسټ ټینګار کړی، چې تاریخ یو ځل بیا وښوده چې هېڅ حکومت نه‌شي کولای د تل لپاره د وېرې او محرومیت پر بنسټ واک وچلوي.

100%

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د عامه نارضایتۍ زیاتوالی او د «استبداد» پر وړاندې د بېلابېلو ډولونو مقاومت رامنځته کېدل لیدل کېږي. د شبکې په وینا، د افغانستان خلک له کلونو محرومیت او فشارونو سره سره لا هم د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې د ګډون غوښتونکي دي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې، پر دې ټینګار سره چې د خلکو د ازادۍ مبارزه یوه مشروع مبارزه ده او د ملت له ارادې سرچینه اخلي، له هغو ټولو ښځو سره چې په مېړانه د تبعیض پر وړاندې ولاړې دي، له هغو ځوانانو سره چې د انساني کرامت لپاره هڅې کوي او له ټولو هغو هېوادوالو سره چې له بېلابېلو لارو د یوه ازاد، عادلانه او د بشري حقونو پر بنسټ راتلونکي لپاره کار کوي، خپل پیوستون اعلان کړی.

د خبرپاڼې په بله برخه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان راتلونکی باید د بشري حقونو، د ښځو او نارینه‌وو د بشپړې برابرۍ، د ټولو وګړو د برابر ګډون، قومي، مذهبي او ژبني تنوع ته د درناوي، د قانون د واکمنۍ او ولسواکۍ پر بنسټ جوړ شي. د شبکې په باور، هر ډول سیاسي بدلون چې دا اصول تضمین نه‌کړي، د افغانستان د خلکو مشروع هیلو ته ځواب نه‌شي ویلای.

دې شبکې همدارنګه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ټولو ملاتړو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د کړاوونو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي، د طالبانو ځپونکې تګلارې عادي نه‌کړي او د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت او ځواب‌ویونکي حکومت لپاره له مشروع غوښتنو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د جمهوري نظام د سقوط د پنځمې کلیزې په درشل کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ازادي د تل لپاره په بند کې نه‌شي ساتل کېدای، د افغانستان د خلکو غږ به چوپ نه‌شي او د یوه ازاد، عادلانه، ولسواک او د بشري حقونو پر بنسټ افغانستان د جوړولو هڅې به د ملت د مشروع غوښتنو تر بشپړ تحقق پورې دوام ولري.

ملګري ملتونه: له یو کال راهیسې په هرات کې د ښځو پر حجاب د طالبانو څارنه ډېره شوې ده

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې راهیسې په هرات ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست محتسبینو د ښځو پر حجاب څارنه سخته کړې ده.

یوناما اندېښنه ویلي چې طالبانو له تېرو ځو میاشتې راهیسې هراتۍ مېرمنې د لوی څادر اغوستلو په تور نیولي او دا یې بې حجاي بللې ده. د راپور له مخې، د دغو نیونو پر وړاندې د هرات په جبرییل سیمه کې ولسي لاریونونه هم د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا په تاوتریخوالي سره ځپل شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴ کال د جون په لومړیو کې د هرات والي مولوي نور احمد اسلام جار او د امر بالمعروف چارواکو له سیمه ییزو استازو سره د لیدنې پر مهال پر ښځو د لوی څادر اغوستل لازمي کړل. د جون په ۵مه په جوماتونو کې د دغه حکم له اعلان وروسته، د جون د ۶ او ۸ ترمنځ لږ تر لږه ۳۰ ښځې او نجونې د طالبانو د ښځینه پولیسو په همکارۍ ونیول شوې او ولایتي زندان ته ولېږدول شوې، چې وروسته د تضمین په اخیستلو خوشې شوې.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د حجاب لارښوونه خپره کړې وه چې وروسته د ۲۰۲۴ کال د اګسټ د ۲۱مې په قانون کې تصویب شوه او له مخې یې ښځې باید خپل ټول بدن او مخ پټ کړي.

د یوناما د راپور پر بنسټ، د جون په ۹مه د هرات ښار په جبرییل سیمه کې، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه هزاره ګان دي، لسګونو ښځو او نارینه وو د دغو نیونو پر وړاندې سوله ییز لاریون وکړ. خو د طالبانو امنیتي ځواکونو په ملکي جامو کې پر لاریونوالو ډزې وکړې او هغوی یې په لرګیو ووهل، چې په پایله کې یې یو هلک ووژل شو، څلور تنه ټپیان شول او ۱۷ نور ونیول شول. له دې پېښې وروسته، د طالبانو استخباراتو د خلکو ګرځنده تلیفونونه وپلټل او په ښار کې د ښځو تګ راتګ د وېرې له امله خورا کم شو.

بلخوا، د طالبانو د هرات والي د جون په ۱۱مه له طلوع نیوز سره په مرکه کې ادعا وکړه چې په هرات کې د حجاب د څارنې لپاره د «باتجربه خویندو یوه ډله» ګومارل شوې وه او د نارینه وو له خوا د ښځو د نیولو راپورونه یې رد کړل. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د امر بالمعروف ریاست له لوري هیڅ ښځه نه ده توقیف شوې او په هرات کې هر هغه حجاب چې له شرعي احکامو سره سم وي، د منلو وړ دی. د دغه وزارت په وینا، د جون د ۵مې خپور شوی سند رسمي اداري حیثیت نه لري، بلکې یو علمي او ارشادي متن دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې محتسبین په دوامداره توګه د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د پلي کولو او د هغوی د مجازاتو چارې پر مخ وړي.

یوناما په خپل بل تازه راپور کې ښودلې چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې په سراسر افغانستان کې د دغو مقرراتو د نه رعایت په تور لږ تر لږه ۱۳۷ کسان، چې ۲۵ یې ښځې دي، په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. نړیوالو سازمانونو د طالبانو دا ډول اقدامات د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو جدي نقض بللی دی.