د قوشتېپې کانال؛ اوبه، هیلې او هغه ننګونې چې لا پټې دي

د بلخ د شادیانو دښتې په پراخو کروندو کې د وچې ځمکې درزونه هر کال ژورېږي. د ګوریمار کلي بزګر رحیم لالا هر سهار له لمر ختو مخکې، چې لا د لمر تودې وړانګې نه وي خپرې شوې، خپلو ځمکو ته ځي.

د بلخ د شادیانو دښتې په پراخو کروندو کې د وچې ځمکې درزونه هر کال ژورېږي. د ګوریمار کلي بزګر رحیم لالا هر سهار له لمر ختو مخکې، چې لا د لمر تودې وړانګې نه وي خپرې شوې، خپلو ځمکو ته ځي.
رحیم لالا وایي، هغه وختونه بدل شوي چې بزګرانو به د اوبو لپاره په لږه ژوره څاه بسنه کوله. اوس هر څو کاله وروسته اړ دي چې څاهګانې نورې هم ژورې کړي، ځکه د ځمکې لاندې اوبه ورو ورو ښکته ځي. د ژورو څاهګانو کیندل، د برقي پمپونو اخیستل او د برېښنا لګښتونه هغه بارونه دي چې د ده په څېر ډېر بزګران نور په اسانۍ نه اوږه نه شي ورکولی.
رحیم لالا وايي، « هر کال اوبه کمېږي، خو لګښتونه زیاتېږي. ویره لرم چې سږ کال به هم حاصل تر ژمي ونه رسېږي».
د وچکالۍ فشار هغه دې ته اړ کړی چې په وروستیو کلونو کې څو ځله د خپلې ځمکې یوه برخه شاړه پرېږدي. د اوبو نشتوالی د دې سبب شوی چې ځینې فصلونه یې له منځه ولاړ شي. دوه کاله وړاندې، چې د کورنۍ د اړتیاوو پوره کول ورته ستونزمن شول، څو جریبه ځمکه یې وپلورله، ځکه نه یې د نویو ژورو څاهګانو د جوړولو او نه د اوبو د پمپونو د ساتلو وس درلود.
دا یوازې رحیم لا نه دی ، چې له دې ستونزې سره مخ دی. د بلخ په ډېرو کلیو کې بزګران له همدې ستونزې سره مخ دي. د اوبو کموالی، د خړوبولو لوړې بیې او د راتلونکي حاصل په اړه دوامداره اندېښنه د دوی د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.
خو رحیم لالا لا هم یوه هیله لري. که څه هم هغه د قوشتیپې کانال تخنیکي جزییات نه پېژني، نه پوهېږي چې د اوبو وېش، مدیریت او د مالګوبي ستونزې به یې څنګه حل کېږي، خو باور لري چې یوه ورځ به د دغه ستر کانال اوبه د ده تر کروندو ورسېږي.
هغه وايي، که اوبه بېرته راشي، نو ځمکه به یې بیا ژوندۍ شي او دی به د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره هغه حاصل ترلاسه کړای شي، چې کلونه ورته په تمه دی.
د رحیم لالا دا هیله، د افغانستان په شمال کې د زرګونو نورو بزګرانو، چې باور لري قوشتیپه به وچکالۍ ځپلو کروندو ته بېرته ژوند وروبښي، ګډه هیله ده. خو پوښتنه دا ده، ایا دا پروژه به دغه تمې پوره کړای شي؟
د قوشتیپې کانال د دغو بزګرانو لپاره د اوبو د سرچینې تر ټولو ستره هیله ده، خو دا پروژه په داسې پوله ولاړه ده چې له یوې خوا د کرنې د ودې فرصت او له بلې خوا د چاپېریالي او سیمهییزو ننګونو خطرونه پکې نغښتي دي.
په دې ځانګړي راپور کې د علمي اسنادو او د اوبو او چاپېریال له کارپوهانو سره د مرکو پر بنسټ، د قوشتیپې کانال پټ اړخونه، سیمهییزې اغېزې او اوږدمهاله خطرونه څېړل شوي دي.
اویا کاله انتظار؛ د قوشتیپې کانال له تېر څخه تر نن پورې
کله چې له رحیم لالا څخه د قوشتیپې د تاریخ په اړه پوښتنه کېږي، هغه وایي نه پوهېږي چې دا پروژه لومړی د کوم حکومت پر مهال طرحه شوې او نه هم په دې خبر دی چې کومو حکومتونو یې د عملي کېدو هڅې کړې دي. هغه یوازې دومره وایي چې له څه مودې راهیسې یې د دې کانال انځورونه په تلویزیون کې لیدلي او اوس هم د هغو اوبو په تمه دی چې ښایي د کانال له بشپړېدو وروسته یې کروندو ته ورسېږي.
د امو سیند د اوبو د لېږدولو او د افغانستان د شمالي دښتو د خړوبولو طرحه نږدې اویا کاله پخوانۍ ده. دا طرحه لومړی ځل د ۱۹۵۰مې لسیزې پر مهال د محمد داوود خان د صدارت په دوره کې مطرح شوه. وروسته د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال ورباندې لومړنۍ تخنیکي څېړنې وشوې او د محمد داوود خان د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان د اووه کلن اقتصادي پراختیايي پروګرام برخه وګرځېده. هغه مهال ددې پروژې هدف دا و چې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې شي.
خو اوسنی قوشتیپه د هغه وخت له طرحې سره د اوبو د لېږد ظرفیت او د خړوبېدونکو ځمکو له پلوه پام وړ توپیر لري. د اووه کلن پراختیايي پروګرام له اسنادو سره سم، په لومړنۍ طرحه کې د کانال د اوبو لېږد ظرفیت شاوخوا سل مکعب متره په ثانیه اټکل شوی و، خو اوسنی کانال د نږدې ۶۵۰ مکعب متره اوبو د لېږد لپاره ډیزاین شوی دی. همدارنګه د دې پروژې تر پوښښ لاندې د کرنیزو ځمکو اندازه هم د پخوانۍ طرحې په پرتله څو برابره زیاته شوې ده.
له څو لسیزو ځنډ وروسته، د قوشتیپې پروژه په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پر مهال د متحده ایالاتو په مالي ملاتړ راژوندۍ شوه. ددې پروژې دویم ځلي تخنیکي مطالعه په ۲۰۱۹ کال کې بشپړه شوه چې وروسته د پروژې د بیا پیل تخنیکي بنسټ وګرځېده.
د کانال عملي چارې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې پیل شوې، خو د جمهوري نظام تر سقوط مخکې یوازې شاوخوا اووه کیلومتره کانال کیندل شوی و. د همدې امکانسنجۍ له مخې، د اصلي کانال جوړول یوازې د پروژې لومړی پړاو دی او بشپړه ګټه اخیستنه یې د فرعي کانالونو، د اوبو د وېش شبکو، د اضافي اوبو د ایستلو سیستمونو او نورو کنټرولي تاسیساتو په جوړېدو پورې تړلې ده.
پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ډلې د قوشتېپې کانال د پروژې مدیریت د ملي پراختیا شرکت ته وسپاره او د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې یې د جوړولو چارې بېرته پیل کړې. طالبانو اعلان وکړ چې د پروژې ټول لګښت نږدې ۶۰ میلیارده افغانۍ، یا شاوخوا ۶۸۰ میلیونه ډالره دی او دا پیسې به د هېواد له کورنیو عوایدو، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو له عوایدو، تمویل شي.
د قوشتیپې کانال او په منځنۍ اسیا کې د اوبو امنیت تر عنوان لاندې یو څیړنیز راپور چې په ۲۰۲۴ کال د اندرو کوچینز، الویرا ایدارخانوا، نجیبالله سدید او ذکریا بارکزي له خوا خپور شو، ددې کانال په اړه معلومات څیړلي دي.
د دې راپور له مخې، د اوبولګولو بشپړې شبکې د جوړېدو لپاره باید دوه فرعي کانالونه، ۲۷ ثانوي کانالونه، ۱۸۲ درېیمه درجه کانالونه، ۳۳۹۵ څلورمه درجه کانالونه، ۶۹۲ کیلومتره د کانالونو شبکه، ۲۳ لمریز پمپ سټېشنونه او سلګونه د اوبو د تنظیم او وېش جوړښتونه جوړ شي. د راپور د ارزونې له مخې، حتا که اصلي کانال بشپړ هم شي، د ټولې شبکې بشپړېدل به نږدې لس کاله نور وخت وغواړي.
راپور د پروژې ځینو مهمو تخنیکي ستونزو ته هم اشاره کوي. د ۲۰۱۹ کال د امکانسنجۍ له مخې، د کانال په لومړیو ۴۰ کیلومترو کې شاوخوا ۲۲ سلنه اوبه د کانال له بستر څخه د نفوذ له امله ضایع کېږي او وروسته په پاتې مسیر کې نورې اته سلنه اوبه هم له لاسه وځي.
څېړونکي خبرداری ورکوي چې اقلیمي بدلون، د تودوخې لوړېدل، د امو سیند د اوبو د سرچینو تدریجي کمېدل او د اوبو د مدیریت په برخه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، د دې پروژې اوږدمهاله پایښت له جدي ننګونو سره مخ کولی شي.
د امو سیند د اوبو ډیپلوماسي؛ حقوقي اړخونه او د سیمې نازک توازن
د رحیم لالا لپاره امو سیند کومه نړیواله سرحدي موضوع نه ده، بلکې د خپلې کروندې د ژوندي پاتې کېدو هیله ده. هغه د اوبو له حقوقي شخړو او ډیپلوماسۍ خبر نه دی؛ یوازې یوه پوښتنه لري: دا اوبه به کله زموږ کلي ګوریمار ته ورسېږي؟
د قوشتیپې کانال اوبه له امو سیند څخه اخېستل کېږي، چې د منځنۍ اسیا له مهمو او حیاتي سیندونو شمېرل کېږي او د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان اقتصادي او چاپېریالي راتلونکی ورسره تړلی دی.
افغانستان، چې د امو سیند په لوړه حوزه کې موقعیت لري، تل استدلال کړی چې د جګړو، سیاسي بېثباتۍ او د اوبو د زېربناوو د نشتوالي له امله یې د دغه سیند له اوبو څخه د خپلې قانوني ونډې په اندازه ګټه نه ده اخیستې. موجودې څېړنې هم ښيي چې د افغانستان د اوبو استعمال د ښکته پرتو هېوادونو په پرتله پام وړ کم پاتې شوي دي.
ددې حقوقي اختلاف ریښه د ۱۹۸۷ میلادي کال ۵۶۰ پروټوکول ته رسیږي. دا سند هغه مهال، چې افغانستان د شوروي اتحاد تر اشغال لاندې و، د امو سیند د اوبو د وېش لپاره د شوروي جمهوریتونو ترمنځ ترتیب شو. په دغه وېش کې د افغانستان حق، چې د سیند په لوړه برخه کې پروت او د اوبو د سرچینو یوه مهمه برخه برابروي، په عملي توګه له پامه وغورځول شو.
د افغانستان حکومتونو، د جمهوري نظام له دورې نیولې د طالبانو تر واکمنۍ پورې، په پرله پسې ډول دا پروتوکول ځکه له حقوقي پلوه د اعتبار وړ نه دی بللی چې د افغانستان له خپلواک او قانوني رضایت پرته تصویب شوی و.
افغانستان د (دولتونو تر منځ د اوبو د همغږۍ کمیسیون) غړیتوب هم نه لري او په ۱۹۹۲ م کال کې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د الماتا تړون څخه هم بهر پاتې شوی. له همدې امله تر اوسه داسې کوم هر اړخیز میکانیزم نه دی رامنځته شوی چې د امو سیند ګډ مدیریت تضمین کړي او قوشتیپه په یوه وخت کې حقوقي، سیاسي او امنیتي موضوع ګرځېدلې ده.
څېړونکي باور لري چې د هایدرولوژیکو معلوماتو د شریکولو، د تخنیکي همغږۍ او د ګډو څېړنو لپاره د منظم میکانیزم نشتوالی، د امو سیند د مدیریت له تر ټولو لویو نیمګړتیاوو څخه دی.
همدغه تشې د دې لامل شوې چې د سیند ښکته پراته هېوادونه په وروستیو کلونو کې یوڅه محتاطه ډیپلوماسي خپله کړي.
ازبکستان، چې د امو سیند تر ټولو لوی مصرفوونکی هېواد ګڼل کېږي، که څه هم د اوبو د احتمالي کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو د خپلو اوبو د سرچینو د پراختیا لپاره یې د افغانستان حق تر پوښتنې لاندې نه دی راوستی. برعکس، تاشکند د ګډو تخنیکي کمېټو، دوامداره خبرو او د معلوماتو د شریکولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
شنونکي په دې باور دي چې که د اوبو د جریان او هایدرولوژیکو معلوماتو منظمه تبادله دوام ومومي، د اوبو د مدیریت تخنیکي اختلافونه به د سیاسي شخړو په بڼه بدل نه شي.
ترکمنستان هم یوڅه محتاط دریځ غوره کړی، خو د دغه هېواد څېړنیزو مرکزونو خبرداری ورکړی چې د امو سیند د اوبو احتمالي کمښت به د ښکته سیمو پر کرنه او د ارال سمندرګي پر چاپېریالي ناورین منفي اغېزې وکړي.
په تاجکستان کې هم که څه هم رسمي او جدي اعتراض نه دی ثبت شوی، خو څېړونکي د دې پروژې اوږدمهاله اغېزې په دوامداره توګه ارزوي.
د اوبو د نړیوالو حقوقو متخصصان ټینګار کوي چې افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو د کارولو بشپړ حق لري، خو د ګډو سیندونو مدیریت باید د اوبو د منصفانه او معقول استعمال، ښکته پرتو هېوادونو ته د پام وړ زیان نه رسولو او هایدرولوژیکو معلوماتو د دوامدارې تبادلې د اصولو پر بنسټ ترسره شي.
د دوی په اند، یوازینۍ لاره چې راتلونکې جیوپولیټیکي شخړې کمولی شي، د سیمهییزې همکارۍ د یوه ثابت چوکاټ رامنځته کول او د اوبو ډیپلوماسۍ پیاوړتیا ده، څو د امو سیند مدیریت د شفافیت، باور او همکارۍ پر بنسټ پر مخ ولاړ شي.
د کابل د اوبو د سرچینو د مدیریت یو متخصص، چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي د امو سیند د حوزې د هېوادونو ترمنځ د ګډ حقوقي او تخنیکي چوکاټ نشتوالی ښايي سملاسي بحران رامنځته نه کړي، خو په اوږدمهال کې به د اوبو د ونډې، د هایدرولوژیکو معلوماتو د تبادلې او د وچکالۍ د کلونو د مدیریت پر سر اختلافونه د افغانستان او ښکته پرتو هېوادونو د اړیکو له مهمو ننګونو وګرځي.
هغه زیاتوي، چې قوشتیپه د انجنیرۍ حل لارې تر څنګ، تر هر څه مخکې د اوبو دوامدارې ډیپلوماسۍ اړتیا لري.
د خاورې مالګین کېدل
کله چې له رحیم لالا څخه پوښتنه کېږي چې که اوبه ورسېږي، خو ځمکه یې مالګینه شي، څه به وکړي؟ هغه څو شېبې چوپ پاتې کېږي. داسې ښکاري لکه دا احتمال یې لومړی ځل اورېدلی وي. وروسته په ارامه لهجه وایي چې د ځمکې مالګېنېدو ستونزه به وروسته ګوري، خو لومړی دې اوبه راورسېږي.
د رحیم لالا دا ځواب د یوه بزګر او د متخصصانو د اندېښنو ترمنځ واټن ښيي. د هغه لپاره تر ټولو مهمه خبره د اوبو ور رسېدل دي، خو د متخصصانو په باور، د پروژې تر ټولو لویو اندېښنو څخه یوه دا ده چې د کانال د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي، خو د خاورې او اوبو د مدیریت اړینې انجینري زېربناوې ورسره هممهاله نه جوړېږي.
دوی وایي، د حیرتان، دولتاباد او اندخوی ځینې سیمې له پخوا د مالګین کېدو له ګواښ سره مخ دي. که د کانال له اوبو ډکېدو سره یو وخت د اضافي اوبو د ایستلو شبکه جوړه نه شي، د دې سیمو د مالګینتیا احتمال به زیات شي.
د نړۍ تجربې ښيي چې دا خطر یوازې یوه نظري اندېښنه نه ده.
پخواني شوروي اتحاد د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال د ازبکستان او ترکمنستان د پنبې د تولید د پراخولو لپاره د اوبولګولو لوی سیستمونه جوړ کړل، خو د اضافي اوبو د ایستلو شبکې یې په همغه کچه پراخې نه کړې.
پایله یې دا شوه چې د امو سیند په حوزه کې د اوبولګولو ډېری ځمکې د اوبو له ډېرښت او مالګین کېدو سره مخ شوې او د ۱۹۸۰مې لسیزې تر پایه دا ستونزه د سیمې د کرنې له سترو ننګونو څخه وه. د دغو ځمکو د بېرته احیا کولو لپاره وروسته میلیاردونه ډالر ولګېدل.
په پاکستان کې هم د نړیوال بانک راپورونه ښيي چې کرنیزې ځمکې د اوبو د درېدو او د مالګین کېدو له امله سختې زیانمنې شوې دي.
خو د مصر او اسټرالیا تجربې بل انځور وړاندې کوي. هلته د اوبولګولو سترې پروژې یوازې هغه وخت بریالۍ شوې چې د اوبو د ایستلو شبکې، د خاورې دوامداره څارنه او د اوبو علمي مدیریت ورسره یو ځای عملي شول.
د ورته پروژو تجربې ښيي چې د اضافي اوبو د ایستلو شبکې جوړول، د خاورې دوامداره څارنه او د ځمکې لاندې اوبو مدیریت د پروژې لګښتونه پام وړ لوړوي.
خو طالبانو تر اوسه نه ده روښانه کړې چې د قوشتیپې په پروژه کې د دغو مهمو برخو لپاره څومره بودجه ځانګړې شوې ده.
د پنسلوانیا پوهنتون استاد او د اوبو او اقلیم څېړونکی ډاکټر احمد سجاد حمیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خاورې مالګین کېدل د لسو یا شلو کلونو خطر نه دی. د افغانستان د شمالي ولایتونو د خاورې د جوړښت له مخې، که د کانال له اوبو ډکېدو سره یو وخت د اضافي اوبو د ایستلو شبکه جوړه نه شي، یوازې له دوو یا دریو کرنیزو فصلونو وروسته به د کانال شاوخوا ځمکو کې د مالګینېدو نښې څرګندې شي او د وخت په تېرېدو به د خاورې حاصلخېزي کمه کړي.
هغه زیاتوي چې د قوشتیپې او د مصر یا اسټرالیا د اوبولګولو پروژو ترمنځ اساسي توپیر دا دی چې هلته هېڅ لوی کانال د خاورې انجینري، د اوبو د ایستلو شبکې او تکمیلي مطالعاتو پرته نه دی ترسره شوی.
حمیدي سپارښتنه کوي چې د کانال له پرمختګ سره باید هممهاله د اضافي اوبو د ایستلو شبکه، د کانال د بستر عایق کول، خاورې تفصیلي سروې او مطالعات او د خاورې د کیفیت دوامدارې څارنې پروژې هم عملي شي.
د هغه په وینا، که دا اقدامات و نه شي، د پروژې یوه مهمه برخه اقتصادي ګټې به د ځمکو د مالګین کېدو او د دوړو او شګو د نویو سرچینو د رامنځته کېدو له امله له منځه ولاړې شي.
د خټو کښېناستل، چې له اوبو نه د کانال له ډکېدو وروسته پیلېږي
رحیم لالا فکر کوي که یوه ورځ یې اوبه تر کروندې ورسېږي، نو د هغه ټولې ستونزې به پای ته ورسېږي. خو د اوبو د انجینرۍ متخصصان وایي چې د قوشتیپې اصلي ازموینه به له همغې ورځې پیل شي. د دغو ننګونو له ډلې تر ټولو مهمه د امو سیند د درنو رسوباتو یا خټو کښېناستو مدیریت دی.
که څه هم د قوشتیپې د کانال د کیندلو چارې به یوه ورځ بشپړې شي، خو د پروژې اصلي تخنیکي ازموینه به د اوبو له بهېدو وروسته پیل شي. امو سیند د منځنۍ اسیا له هغو سیندونو څخه دی چې ډېر رسوبات لېږدوي. د ازبکستان او ترکمنستان د ترسره شویو مطالعاتو له مخې، د دې سیند هر مکعب متر اوبه په منځنۍ کچه له څلورو تر پنځو کیلوګرامه رسوبات لېږدوي او د سېلابونو په موسم کې دا اندازه تر دې هم لوړېږي.
په وروستیو کلونو کې د بدخشان په ځینو سیمو کې د سرو زرو د استخراج پراختیا هم د خاورې د خرابېدو لامل شوې او امو سیند ته یې د رسوباتو اندازه زیاته کړې ده. د متخصصانو په باور، دا وضعیت به د قوشتیپې د رسوباتو د مدیریت پر سیستم لا زیات فشار واچوي.
د منځنۍ اسیا د اوبو لېږد د سترو پروژو تجربې ښيي چې انجینران د داسې سیندونو لپاره تر هر څه مخکې هڅه کوي رسوبات کانال ته له داخلېدو مخکې کنټرول کړي، نه دا چې وروسته یې د کانال له تل څخه وباسي.
دلیل یې هم روښانه دی. د دومره لوی کانال دوامداره پاکول نه یوازې ډېر لوړ لګښت غواړي، بلکې له تخنیکي پلوه هم دوامدار حل نه ګڼل کېږي.
د اوبو د مدیریت متخصص ډاکټر نجیبالله سدید وایي چې د نړۍ په هېڅ ځای کې ستر کانالونه د دوامدارې خټې اېستنې پر بنسټ نه اداره کېږي. د هغه په وینا، په هغو کانالونو کې چې کانکریټي پوښ لري، د خټو پاکولو ماشینونه د اوبو جریان ګډوډوي او د کانال د دیوالونو او فرش د زیانمنېدو خطر زیاتوي. سربېره پر دې، د خټو پاکولو لپاره باید د اوبو جریان ودرول شي، چې دا خپله د کانال عادي فعالیت له ستونزو سره مخ کوي.
د افغانستان انټرنشنل د ځانګړې ارزونې له مخې، که د رسوباتو مدیریت یوازې د خټو پاکولو له لارې ترسره شي، د اړتیا وړ ځانګړو ماشینونو پېرلو لپاره به، حتا که له چین څخه هم واخیستل شي تر ۸۰ میلیونه ډالرو لګښت راځي. تر دې وروسته به هر کال د دغو ماشینونو د سون، ترمیم، پرزو او کارکوونکو د معاشونو اضافي لګښت هم تر ۱۲میلیونه ډالرو رسیږي.
خو د ورته پروژو تجربې ښيي چې حتا دومره ستر لګښت هم د رسوباتو د سمې انجینرۍ بدیل نه شي کېدای.
د همدې ارزونې له مخې، غوره دا ده چې دغه پانګه د کانال له جوړېدو مخکې د رسوباتو د کنټرول پر جوړښتونو ولګول شي، لکه:
د لومړنیو رسوبډنډونو جوړول؛
د رسوباتو د راټولېدو ځانګړي ډنډونه؛
د اوبو د جریان د هدایت دېوالونه؛
او د کانال د سر یا ورودي د ډیزاین اصلاح
دا هغه تګلاره ده چې د ترکمنستان په قره قوم کانال او د منځنۍ اسیا نورو لویو پروژو کې بریالۍ ثابته شوې ده.
د ترکمنستان د قرهقوم کانال هر کال شاوخوا ۱۳ نیم میلیارده مکعب اوبه له امو سیند څخه اړوي. دا کانال له پیل مخکې یو زیرمتون لري چې د ۳ نیم میلیارده مکعب اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري او د مالګې د کیناستلو لپاره جوړ شوی.
په همدې زېرمتون کې د سیند ډېری رسوبات کښېني او وروسته یوڅه پاکې اوبه کانال ته داخلېږي. دغه زېرمتون د رسوباتو پر کنټرول سربېره، د امو سیند د موسمي بدلونونو د تنظیم دنده هم ترسره کوي.
په نړۍ کې د ورته پروژو لپاره له رسوبډنډونو، د جریان د هدایت دېوالونو، د رسوباتو د تخلیې دروازو او دقیقو هایدرودینامیکي ماډلونو څخه کار اخیستل کېږي، څو د رسوباتو ممکن مخنیوی وکړي.
د قوشتیپې اوسنی وضعیت
ډاکټر نجیبالله سدید وایي، د قوشتیپې په پروژه کې هم د رسوباتو د کمولو لپاره یو میکانیزم په پام کې نیول شوی دی. د هغه په وینا، د اوبو ورودي اوسنی ډیزاین د معکوس جریان په رامنځته کولو سره هڅه کوي د رسوباتو یوه برخه کانال ته له ننوتلو مخکې کښېنوي.
خو هغه زیاتوي چې د اړینو تخنیکي مطالعاتو او د پایلو د نه خپرېدو له امله لا هم نه شي ارزول کېدای چې دا سیستم به په عملي ډول څومره اغېزناک وي.
سدید وایي، هغه د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ته د اوبو د ورودي د ځای د اصلاح، د جریان د هدایت د جوړښتونو د پیاوړتیا او د اضافي هایدرودینامیکي مطالعاتو په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړي دي، خو د هغه په خبره تر اوسه دغو سپارښتنو ته جدي پام نه دی شوی
متخصصان خبرداری ورکوي چې که د رسوباتو د مدیریت سیستم د امو سیند ډېری رسوبات کانال ته له داخلېدو مخکې کنټرول نه کړای شي، نو رسوبات به ورو ورو د کانال په تل کې راټول شي، د اوبو د لېږد ظرفیت به کم کړي او د تنظیموونکو دروازو او نورو تاسیساتو فعالیت به ګډوډ کړي.
سربېره پر دې، د سیمې د خاورې د ځانګړتیاوو له امله د کانال د غاړو خرابېدل به لا ډېر رسوبات د اوبو جریان ته داخل کړي، چې په پایله کې به یې د ساتنې لګښتونه په دوامداره توګه زیات شي او د پروژې اوږدمهاله پایښت به له جدي ستونزو سره مخ شي.
ډاکټر سدید ټینګار کوي چې د انجینرۍ په علم کې تصادف نشته او هره پرېکړه باید د دقیقو محاسبو پر بنسټ وي.
د رسوباتو ستونزه یوازې د کانال په تل کې د خټو او شګو په راټولېدو نه ختمېږي. د اوبولګولو په کانالونو کې، چې مغذي مواد لکه نایتروجن او فاسفورس د رسوباتو له ذراتو سره یوځای کانال ته داخل شي، د الجیو او بېکاره بوټو د ودې لپاره چاپیریال برابروي. د چاپیریال ساتنې په علم کې دې تهیوټروفیکیشن ویل کیږي. دا حالت د اوبو د لېږد ظرفیت کموي، د کانال د ساتنې لګښتونه زیاتوي او د اوبو د منظم جریان مخه نیسي.
د اوبو د مدیریت متخصص ډاکټر نجیبالله سدید وایي، د قوشتیپې په اوږدو کې د بېکاره بوټو د پراخې ودې احتمال شته، خو د کانال لومړني شاوخوا سل کیلومتره، چې د شګو او رسوباتو حرکت پکې ډېر دی، له نورو برخو ډېر حساس دي.
هغه وایي، د سپوږمکۍ انځورونه او هغه ویډیوګانې چې تر اوسه د قوشتیپې له کاناله خپرې شوې، ښيي چې په هغو برخو کې چې د ځمکې لاندې اوبه راټولې شوې دي، بې ګټې بوټي په پراخه کچه راشنه شوي دي.
د متخصصانو په وینا، د دغو بوټو وده د کانال لپاره مثبته نښه نه ده. کله چې بوټي زیات شي، د کانال د تل نرموالی له منځه ځي، د اوبو د جریان سرعت کمېږي او رسوبات لا ډېر په کانال کې پاتې کېږي.
د وخت په تېرېدو، اوبه د تېرېدو لپاره نوې لارې پیدا کوي او همدا حالت د کانال د غاړو د تخریب سبب ګرځي.
له همدې امله، په ډېرو هېوادونو کې د بې ګټې بوټو کنټرول د اوبولګولو د کانالونو د منظمې ساتنې یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
لا هم مهم معلومات نه دي خپاره شوي
سره له دې چې د رسوباتو او د کانال د ساتنې موضوع د پروژې له مهمو تخنیکي برخو څخه ده، طالبانو تر اوسه د لاندې موضوعاتو په اړه عامه معلومات نه دي خپاره کړي:
د هایدرودینامیکي مطالعاتو پایلې؛
د رسوباتو د کنټرول د سیستم ظرفیت؛
د کانال د ساتنې او چلولو تفصیلي پلان؛
د رسوباتو د ماډلسازۍ پایلې؛
او د رسوباتو د کنټرول د سیستم د اغیزناکتیا ارزونه
له همدې امله، د قوشتیپې د پروژې یوه مهمه تخنیکي پوښتنه، چې ایا د دې کانال د رسوباتو د مدیریت سیستم به د سیمې د تر ټولو رسوب لرونکي سیند، یعنې امو سیند، رسوبات په اغیزناک ډول مهار کړي، که دا ستونزه به د کانال له فعالېدو وروسته راڅرګنده شي؟ لا بې ځوابه پاتې ده.
د پروژې اقتصادي ارزونه او دا، چې ایا قوشتیپه د افغانستان اقتصاد بدلولای شي؟
د رحیم لالا لپاره حساب ساده دي. ډېرې اوبه، ډېر حاصل. خو د یوه هېواد د اقتصاد پ کچه دا معادله دومره ساده نه ده. وروسته له دې چې د پروژې تخنیکي، حقوقي او انجینري اړخونه وڅېړل شول، اوس اساسي پوښتنه دا ده چې قوشتیپه به د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند څه اغېز ولري؟
ایا دا پروژه به د بېوزلۍ، بېکارۍ او د خوړو د ناامنۍ په کمولو کې اغېزناکه وي، که د اړینو زېربناوو له بشپړېدو پرته به یوازې په یوه ګرانبیه پروژه بدله شي چې محدوده اقتصادي ګټه ولري؟
طالبان قوشتیپه د اقتصادي ځانبسیاینې او د افغانستان د تر ټولو سترو پراختیايي پروژو له ډلې بولي. د دوی په وینا، دا پروژه به شاوخوا ۵۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوب کړي او د کرنیزو محصولاتو په داخلي تولید کې به پام وړ زیاتوالی راولي.
د قوشتیپې کانال او په منځنۍ اسیا کې د اوبو امنیت په نوم ګډې څېړنې هم اټکل کړی چې که پروژه په بشپړه توګه عملي او د اوبولګولو ټولې شبکې بشپړې شي، تر ۲ زره پورې دندې هم پیدا کولی شي. خو د راپور لیکوالان ټینګار کوي چې د دې وړتیا عملي کېدل د اوبولګولو په فرعي شبکو، د اوبو په دوامدار مدیریت،کرنیزو زېربناوو او نورو بشپړوونکو پانګونو پورې تړلي دي.
ولې دا پروژه مهمه ده؟
د نړیوال بانک د راپورونو له مخې شاوخوا ۷۶ سلنه افغانان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، نږدې ۹۰ سلنه تر ټولو بېوزله خلک هم په کلیو کې مېشت دي، شاوخوا ۴۰ سلنه کاري ځواک په کرنه بوخت دی او کرنه د هېواد د ناخالص کورني تولید نږدې یوه پر څلورمه برخه جوړوي.
له همدې امله، د کرنې په تولید کې هر دوامدار پرمختګ کولی شي د اقتصادي ودې، د بېوزلۍ د کمېدو، د خوړو د خوندیتوب او د میلیونونو افغانانو د ژوند د ښه کېدو سبب شي، خو د کرنې اقتصادپوهان خبرداری ورکوي چې اوبه د پراختیا یوازې یوه کړۍ ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او نړیوال بانک په باور، افغان بزګران د اوبو تر څنګ اصلاح شويو تخمونو، باکیفیته سرې، کرنیزو ماشین الاتو، مالي خدمتونو او باور وړ بازار ته هم شدیده اړتیا لري. د نړیوال بانک د ارزونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال وروسته مالي محدودیتونو او د بانکي نظام ستونزو دغو امکاناتو ته د افغان بزګرانو لاسرسی لا سخت کړی دی.
اقلیمي بدلون او د قوشتیپې راتلونکی
رحیم لالا هر کال د خپلې کروندې پر سر د تودوخې زیاتوالی احساسوي، خو نه پوهېږي چې د هغه د کروندو راتلونکې د پامیر او هندوکش د واورو او یخچالونو له برخلیک سره تړلې ده.
قوشتیپه یوازې د نن او سبا لپاره نه دی جوړ شوی، بلکې داسې طرحه ده چې تمه کېږي د لسیزو لپاره به د افغانستان کرنیزې ځمکې خړوبې کړي. خو دا پروژه په داسې سیمه کې عملي کېږي چې اقلیم یې په بېساري ډول د بدلون په حال کې دی.
د اقلیم د څار نړیوالو علمي بنسټونو راپورونه ښيي چې افغانستان او د منځنۍ اسیا سیمه د نړۍ د اوسط په پرتله په چټکۍ سره ګرميږي. د دې بدلون پایله د تودوخې لوړېدل، د ورښتونو د بڼې بدلېدل، اوږدې وچکالۍ، ناڅاپي سېلابونه او د اوبو پر محدودو سرچینو زیات فشار دی.
امو سیند ډېره برخه اوبه د پامیر او هندوکش د غرونو د واورو او طبیعي یخچالونو له ویلې کېدو څخه ترلاسه کوي. هایدرولوژیکې څېړنې ښيي چې په لنډ مهال کې د تودوخې زیاتوالی د یخچالونو د چټک ویلې کېدو لامل کېږي او په موقتي ډول د امو سیند د اوبو اندازه ډېروي، خو په اوږدمهال کې، چې د یخچالونو زیرمې کمې شي، د امو سیند کلنی جریان به راټیټ شي.
د پنسلوانیا پوهنتون استاد او د اوبو او اقلیم څېړونکی ډاکټر احمد سجاد حمیدي وایي، د قوشتیپې اوسنی ډیزاین د امو سیند د تاریخي معلوماتو او پخوانیو هایدرولوژیکي ماډلونو پر بنسټ جوړ شوی، خو د راتلونکو لسیزو اقلیمي واقعیتونه ښايي له نننیو شرایطو سره توپیر ولري.
د هغه په وینا، په لومړیو کلونو کې به د یخچالونو د ژر ویلې کېدو له امله ښايي د اوبو اندازه زیاته شي، خو وروسته به د یخچالونو د کمېدو له امله د امو سیند کلنی جریان راکم شي. حمیدي خبرداری ورکوي چې که د قوشتیپې د اوبو د وېش او مدیریت سیستم له اوسه د اقلیمي بدلون له سناریوګانو سره برابر نه شي، د کانال اوسنی ظرفیت به په راتلونکو لسیزو کې د پروژې له مهمو ستونزو څخه وي. هغه زیاتوي، « کېدای شي د کانال فزیکي جوړښت ثابت پاتې شي، خو د اوبو د وېش ماډل باید د راتلونکو اقلیمي بدلونونو له مخې له سره تعریف شي».
هغه پوښتنې چې لا هم بېځوابه دي
د موجودو اسنادو او څېړنو ارزونه ښيي چې، سره له دې چې د کانال د کیندلو چارې د پام وړ پرمختګ کړی، د پروژې ګڼ مهم معلومات لا هم نه دي خپاره شوي. دا ابهامونه تر ډېره په دوو برخو کې راټول دي. لومړی مالي او اداري اړخونه د پروژې وروستی ټول لګښت، د ساتنې کلنۍ بودجه او د خټو پاکولو او دوامدار مراقبت لګښتونه دي.
دویم تخنیکي او چاپېریالي اړخونه، د فرعي کانالونو تفصیلي نقشه، د شبکې ډیزاین، د اوبو ایستلو او چاپیریالي اغیزو بشپړه ارزونه دي.
د ډاکټر حمیدي په وینا، تر ټولو لوی خطر د کانال له خاورین بستر څخه د اوبو نفوذ دی. هغه وايي، « کله چې کانال خاورین وي، د اوبو نفوذ ډېر زیات وي. که د اوبو د ایستلو عملي سیستم ورسره موجود نه وي، د ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړېږي او د شمال د وچ اقلیم له امله مالګه د خاورې سطحې ته راپورته کیږي. دا به په منځني مهال کې د نویو کرنیزو سیمو د مالګین کېدو او حتا د دښتو د پراخېدو سبب شي».
حمیدي د دې ستونزې د مخنیوي لپاره دوه مهم وړاندیزونه کوي.
لومړی، پړاویز او متوازن پرمختګ دی. هغه وایي، ترڅو، چې د لومړي پړاو د اوبو د ایستلو شبکه بشپړه شوې نه وي، د نورو سیمو د خړوبولو پراختیا پیل نه شي، ځکه د تخنیکي زېربناوو له بشپړېدو پرته د کرنیزو ځمکو پراخول، د هغه په وینا، «د کرنې لپاره ځان وژنه» ده.
دویم، د خلکو او خصوصي سکتور ونډه ده. هغه وړاندیز کوي چې د کانال شاوخوا ځمکې باید د کرنیزو ټولنو او کورنیو پانګوالو په واک کې ورکړل شي، خو په دې شرط چې هغوی د چاپېریال ساتنې معیارونه مراعات کړي، د اوبو د سپما عصري سیستمونه رامنځته کړي او د فرعي کانالونو په ساتلو او پاکولو کې هم پانګونه وکړي.
قوشتیپه؛ د اوبو د مدیریت ستره ازموینه
په ګوریمار کلي کې رحیم لالا د هایدرولوژیکو ماډلونو د امو سیند د نړیوالو حقوقي شخړو په اړه ډېر نه پوهیږي. د هغه هیله ډېره ساده ده او غواړي اوبه یې کروندې ته ورسېږي، څو د خپلې کورنۍ ژوند د همغې ځمکې له لارې برابر کړي. خو د قوشتیپې راتلونکی یوازې د اوبو په رسېدو نه ټاکل کېږي.
د دې پروژې اصلي ارزښت به د کانال په اوږدوالي یا د ایستل شوې خاورې په حجم نه، بلکې په دې وازمایل شي چې د خلکو ژوند څومره ښه کوي، د کرنې تولید څومره زیاتوي او د اوبو سرچینې څومره په مسوولانه او دوامدار ډول مدیریت کوي.
په پای کې یو ځل بیا رحیم لالا پوښتل کیږي، چې که یوه ورځ هم دا اوبه ستا کروندې ته ونه رسېږي، څه به وکړې؟ هغه څو شېبې چوپ پاتې کېږي، بیا په لنډو ټکو ځواب ورکوي: «خدای مهربان دی».