ایران خلیجي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د ټرمپ د بریدونو مخه ونیسي

رویټرز د دوو ایراني چارواکو، دوو خلیجي سرچینو او یوه سیمهییز ډیپلومات له قوله خبر ورکړی چې ایران د خلیج له هېوادونو غوښتي چې ټرمپ پر ایران له بریدونو را وګرځوي او که نه تهران به د دغو هېوادونو مهم اقتصادي تاسیسات په نښه کړي.
د راپور له مخې، ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې که امریکا د ایران پر انرژۍ او زیربناوو بریدونه وکړي، تهران به د خلیج په سیمه کې د امریکا متحدو هېوادونو د تېلو، برېښنا، اوبو، ترانسپورټي شبکو، نفتو ساحو او تصفیه خانو په ګډون پر مهمو تاسیساتو غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.
رویټرز لیکلي چې دغه پیغام د ایران د پراخو ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه وه، چې هدف یې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام د مخنیوي لپاره د سیمې هېوادونو مرسته ترلاسه کول دي.
د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان، ترکیې او قطر له چارواکو، او همداراز د پاکستان له لوی درستیز سره خبرې کړې دي. سرچینو ویلي چې عراقچي له دغو هېوادونو غوښتي چې پر امریکا خپل اغېز وکاروي.
د یوه سیمهییز ډیپلومات په وینا، د ایران پیغام دا و: «موږ د غچ اخیستنې لپاره چمتو یو، خو ډیپلوماتیک حل په سیمه کې د پراخې جګړې او ویجاړۍ د مخنیوي غوره لاره ده.»
د خلیج هېوادونو یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د ایران خبرداری روښانه و: « که امریکا د ایران زیربناوې په نښه کړي، تهران به په خلیج کې د انرژۍ تاسیسات او نور مهم اهداف په نښه کړي».
د راپور له مخې، سعودي عربستان، قطر او عمان هم له واشنګټن غوښتي چې له تهران سره خبرې بیا پیل کړي او د نوي کړکېچ مخه ونیسي.
رویټرز زیاتوي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وروسته له ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړې او له هغه یې غوښتي چې پوځي اقدام وځنډوي، مذاکراتو ته بېرته وګرځي او د اوربند لپاره هڅې وکړي.
ایران له دې وړاندې هم د خلیج هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا له پوځي اډو او استخباراتي همکاریو څخه ډډه وکړي. تهران باور لري چې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره کارول کېږي.
د ایران یوه چارواکي ویلي چې که ایران ته زیان واوړي، تهران به «تر دې ډېر لوی زیان» بېرته ور ورسوي او د انرژۍ شبکې او تصفیې خونې یې د احتمالي هدفونو په توګه یادې کړې دي.
رویټرز وايي، د تهران له نظره، ټرمپ له دوو انتخابونو سره مخ دی؛ یا داسې جګړه پراخه کړي چې ښايي ټوله خلیجي سیمه اغېزمنه او د نړۍ د انرژۍ بازارونه ګډوډ کړي، یا داسې ډیپلوماتیک توافق ومني چې واشنګټن یې د بشپړ بري په توګه نه شي وړاندې کولای.
