• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلام‌اباد محکمې د عمران خان او بشرا بي‌بي د انفرادي بندخونو د قضیې پرېکړه وځنډوله

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۲۱ GMT+۱

د اسلام‌اباد سترې محکمې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي د انفرادي بندخونو په اړه د شکایتونو او راپورونو تر اورېدو وروسته خپله پرېکړه وځنډوله.

محکمې دواړه خواوو ته ویلي، د محکمو د هغه پرېکړو پر وړاندې چې اعتراض لري؛ په لیکلې بڼه دې محکمې ته وسپاري. د حکومت وکیل محکمې ته وویل، چې عمران خان او بشرا بي‌بي په انفرادي بندخونه کې نه‌دي ساتل شوي؛ بلکې د امنیتي دلایلو له امله له نورو بندیانو جلا ځای پر ځای شوي دي.
د هغه په وینا؛ عمران خان ته ورځپاڼې، کتابونه او نورې اسانتیاوې هم ورکول کېږي. د اډیاله زندان مشر وایي، چې عمران خان ته تراوسه تر ۵۰۰ ډېر کتابونه ورکړل شوي او هغه د ورځې له‌خوا له خپلې خونې بهر څو ځلې د تګ‌راتګ اجازه لري. نوموړي زیاته کړه، چې د قانون له مخې یوازې هغه بندخونې انفرادي ګڼل کېږي چې زنداني په‌کې ټوله ورځ په یوه کوټه کې بند وي.

بل لور ته د عمران خان وکیل سلمان صفدر ویلي، چې د هغه موکل له اوږدې مودې راهیسې له سختو محدودیتونو سره مخ دی. د هغه په خبره؛ عمران خان د سترګو ناروغۍ، د کورنۍ او وکیلانو سره د محدودو لیدنو او د قانوني سلا مشورو له نه شتوالي شکایت کړی دی.

وکیل له محکمې غوښتي، چې د زندان د وضعیت ارزونې لپاره یوه خپلواکه کمېټه وټاکي، عمران خان ته له خپلو دوو زامنو سره په اوونۍ کې یو ځل د ټېلیفون له لارې د خبرو اجازه ورکړي او له کورنۍ او وکیلانو سره یې منظمې لیدنې یقیني کړي.

دارنګه د عمران خان خور علیمه خان هم محکمې ته ویلي، چې له تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې ورور ته یې یوازې درې کتابونه ورکړل شوي او له کورنۍ سره یې لیدنې هم ډېرې محدودې شوې دي.

د اډیاله زندان د راپور له مخې؛ بشرا بي‌بي هم په انفرادي بندخونه کې نه‌ده ساتل شوې، بلکې د امنیتي لاملونو له امله ورته جلا استوګنځی برابر شوی او د زندان د اصولو له مخې هره سې‌شنبه له عمران خان سره د لیدنې اجازه لري.

د ټولو لاملونو له اورېدو وروسته د اسلام‌اباد سترې محکمې خپله پرېکړه خوندي کړه. بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د زندان د ادارې راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې عمران خان لاهم له محدودیتونو سره مخ دی.
دغه ګوند غوښتنه کړې، چې د محکمې ټول حکمونه عملي شي له کورنۍ او وکیلانو سره یې لیدنې بې خنډه ترسره شي او د هغه روغتیایي معاینه د شخصي ډاکټرانو له‌خوا ترسره شي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي
۱

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۲
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۳

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

•
•
•

نور کیسې

ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان ګډ دفاعي تړون لاسلیکوي

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۱
100%

دوو باوري سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ټاکل شوې چې ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان د جمعې په ورځ په سعودي عربستان کې یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړي. سرچینو د دغه تړون د محتوا او د درېیو هېوادونو د همکارۍ د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جمعې په ورځ ریاض ته روان شي، څو د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري.

د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو ادارې مشر برهان‌الدین دوران ویلي، اردوغان به د خپل یو ورځني سفر پر مهال د سعودي عربستان له ولیعهد او د پاکستان له لومړي وزیر سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان په وروستیو میاشتو کې د سیمې د تحولاتو، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې د پایلو په اړه خپلې سلا مشورې زیاتې کړې دي.

بل لور ته، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم ورسره مل دی، سعودي عربستان ته رسېدلی دی. تمه کېږي چې سیمه‌ییز امنیت، دفاعي همکاري او د منځني ختیځ وروستي بدلونونه د ریاض د خبرو اصلي محورونه وي.

د ترکیې حکومت تر اوسه د دې غونډې رسمي اجنډا نه ده خپره کړې، خو باوري سرچینې وایي چې د سیمې امنیت، د سمندري لارو ګواښونه، د ایران د جګړې اغېزې او د دفاعي همکاریو پراختیا به د بحث مهم موضوعات وي.

دا درې اړخیزه غونډه یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره کېږي چې سعودي عربستان د سره سمندر، باب‌المندب تنګي او عدن خلیج کې د بېړیو د تګ راتګ او د انرژۍ د لېږد د خوندي کولو لپاره د څو هېوادونو د سمندري ائتلاف د جوړېدو خبر ورکړ. ریاض ویلي وو، دا نوښت د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د ګواښونو د زیاتېدو په غبرګون کې رامنځته شوی دی.

ترکیه، چې د ناټو غړې ده، او پاکستان، چې اټومي ځواک بلل کېږي، د هغو ۱۴ هېوادونو له ډلې دي چې له دې نوښت څخه یې ملاتړ کړی، خو انقرې لا نه دي ویلي چې د دغه ائتلاف په عملیاتو کې به عملي ګډون وکړي که نه.

دغه سفر د ترکیې، مصر، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو له وروستۍ غونډې وروسته ترسره کېږي. د «آر-۴» په نوم دغه چوکاټ، چې د مارچ میاشتې په غونډو کې رامنځته شو، موخه یې د سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه همغږي، د ډیپلوماتیکو حل‌لارو پرمختګ او د امنیتي ننګونو پر وړاندې ګډه همکاري بلل شوې ده.

په همدې حال کې، د ترکیې او سعودي عربستان دفاعي اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې دي. سعودي عربستان په ۲۰۲۳ کال کې د ترکیې له «بایکار» شرکت سره د بې‌پیلوټه الوتکو د پېر لوی تړون لاسلیک کړ او یو کال وروسته دواړو هېوادونو د بې‌پیلوټه الوتکو د ګډ تولید، د ټکنالوژۍ د لېږد او د ځواکونو د روزنې پر سر هم هوکړې وکړې.

دواړو هېوادونو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د «ګوک‌بَی» په نوم د ترانسپورتي چورلکې د ګډ تولید لپاره هم تړون لاسلیک کړی دی. همدارنګه، د ترکیې د پنځم نسل جنګي الوتکې «KAAN» په پروژه کې د سعودي عربستان د احتمالي ګډون په اړه هم خبرې روانې دي.

زېلنسکي: اوکراين به د روسیې په بریدونو کې زیانمنو شويو کروندګرو سره مالي مرسته وکړي

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱
100%

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي وایي، حکومت به یې هغو کروندګرو ته د مالي او اعتباري مرستو ځانګړی پروګرام پيل کړي، چې د روسیې د بریدونو له امله یې بندرونه او د سمندري لېږد رالېږد تاسیسات زیانمن شوي دي.

زېلنسکي د پنجشنبې په ماښام په خپل ورځني ویډیويي پیغام کې وویل، چې دغه پروګرام د حکومت په غونډه کې وروستی شوی او تر ټولو ډېر به هغو کروندګرو ته ځانګړی وي، چې د روسیې د بریدونو له امله د اوکراين پر بندرونو او د سمندري صادراتو پر دهلېز له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د اوکراين د ولسمشر په وینا، په دې مرستندویه پروګرام کې سبسایډي لرونکي پورونه او نورې مالي اسانتیاوې شاملې دي، او عملي پلي کېدل به یې په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.

په وروستیو اوونیو کې روسیې او اوکراين، چې دواړه د نړۍ له سترو کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د غنمو له لویو صادروونکو هېوادونو څخه دي، د تور سمندرګي په سیمه کې د یو بل د کرنیزو صادراتو تاسیسات او سوداګریزې بېړۍ په متقابلو بریدونو کې په نښه کړې دي.

د اوکراين د اودیسا سیمې والي، اوله کیپر، ویلي چې د روسیې د برید له امله یوه بهرنۍ بیرغ لرونکې بېړۍ، چې د غنمو بار یې لېږداوه، د تور سمندرګي په اوبو کې زیانمنه شوې ده. د هغه په وینا، په دې برید کې د بېړۍ د عملې یو غړی وژل شوی او په بېړۍ کې اور هم لګېدلی دی. د اوکراين د سمندري بندرونو ادارې ویلي، چې دغه بېړۍ د ګینه بیساو تر بیرغ لاندې روانه وه.

اوکراين تر دې وړاندې په تور سمندرګي کې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره یو سمندري دهلېز جوړ کړی و، چې د دغه هېواد د ساحلونو په اوږدو کې د رومانیا تر سمندري پولو پورې غځېدلی و، خو په وروستیو اوونیو کې پر همدې لارې تېرېدونکې بېړۍ هم د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

د اوکراين د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پیل وروسته د روسیې بریدونو د اوکراين د صادراتي زېربناوو پر وړاندې د نړۍ د خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې کړې او د میلیونونو کورنیو لپاره یې د خوړو ناامني لا پسې زیاته کړه.

هغه پر اېکس یوه پېغام کې لیکلي، چې روسیه اوس هم هڅه کوي د اوکراين په بندرونو او د سمندري صادراتو په دهلېز کې د ملکي بېړیو په نښه کولو سره هماغه پایلې تکرار کړي، او دا وضعیت یو ځل بیا د نړۍ د خوړو پر امنیت پراخې منفي اغېزې لرلای شي.

په همدې حال کې، د اوکراين د کرنې وزارت مرستیال، تاراس ویسوتسکي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د غلو دانو د صادراتو بدیلې لارې به تر اګست میاشتې تر پایه مخکې اړین ظرفیت ته ونه رسېږي، او آن له هغه وروسته به هم یوازې د هغو صادراتو شاوخوا نیمایي جبران کړای شي، چې پخوا د تور سمندرګي له بندرونو ترسره کېدل.

بل لور ته، د روسیې د غلو دانو سترې اتحادیې تېره میاشت خبرداری ورکړی و، چې د روسیې پر بېړیو او بندرونو د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو دوام ښايي په نږدې راتلونکي کې د تور سمندرګي له لارې د دغه هېواد د غلو دانو صادرات له خنډ سره مخ کړي؛ داسې وضعیت چې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو ترڅنګ به په افریقا او منځني ختیځ کې د لوږې د پراخېدو لامل هم شي.

روغتیا نړیوال سازمان: په کانګو کې د ایبولا وبا د مهار لپاره د غبرګون چټکتیا اړینه ده

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا د خپرېدو د مهار لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د کشف، درملنې او د ټولنو د ګډون هڅې چټکې شي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا د مخنیوي لپاره باید د خلکو پر بنسټ اقدامات پیاوړي شي، د ناروغانو د ژر پېژندنې، د تماسونو د تعقیب، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ چارې پراخې شي.

د راپور له مخې، یوګانډا د جولای په ۲۸مه د ناروغۍ د ختمېدو اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې ۲۰ تایید شوې پېښې او دوه مړینې ثبت شوې وې. روغتیايي چارواکو ویلي، د ټولو پېژندل شویو ناروغانو تماسونه تر څارنې لاندې نیول شوي وو.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د یوګانډا د چټک غبرګون، د روغتیايي کارکوونکو د هڅو او د ټولنو د همکارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد تجربه ښيي چې د ایبولا مهار د ژر تشخیص، د تماسونو د تعقیب او د خلکو د باور له لارې ممکن دی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په وینا، د ایبولا د مخنیوي بریا به تر ډېره د خلکو په همکارۍ پورې تړلې وي. دوی ویلي، خلک باید له باوري سرچینو سم معلومات ترلاسه کړي، د ناروغۍ نښې وپېژني، ژر خبر ورکړي او له وېرې پرته درملنې ته لاسرسی ولري.

دملګرو ملتونود معلوماتو له مخې، د اګست تر ۴مې نېټې پورې په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا ۳۹۷۳ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۱۸۰۱ کسان مړه شوي او ۷۷۶ نور بېرته روغ شوي دي.

راپور زیاتوي چې ناروغي د دغه هېواد په پنځو ولایتونو او ۵۱ روغتیايي سیمو کې خپره شوې ده. په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹ نوې تایید شوې پېښې او ۵۲ مړینې ثبت شوې دي.

په ګډه اعلامیه کې راغلي، د ناروغانو د تماسونو تعقیب ۷۵ سلنه دی، په داسې حال کې چې د ناروغۍ د خپرېدو د ځنځیرونو د ماتولو لپاره باید دا کچه لږ تر لږه ۹۵ سلنې ته ورسېږي.

د راپور له مخې، دا مهال ۶۷۴ کسان تر درملنې لاندې دي او په شمالي کیوو کې د درملنې مرکزونو ظرفیت تر فشار لاندې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: «د ډیموکراتیکې کانګو په ختیځو سیمو کې د ایبولا خپرېدل زموږ له غبرګون څخه چټک روان دي، نو اړینه ده چې د مخنیوي ټولې هڅې په چټکۍ پراخې کړو.»

هغه زیاته کړې: «موږ له حکومت، اغېزمنو ټولنو او هغو زړورو روغتیايي کارکوونکو سره ولاړ یو چې په ډېرو سختو شرایطو کې خدمت کوي، خو دا کار دوامدارې ژمنې، زیاتو سرچینو او قوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»

اعلامیه ټینګار کړی چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د سفرونو او سوداګرۍ پر محدودولو تمرکز ونه شي، بلکې هېوادونه باید څارنه، لابراتواري ظرفیت، چمتووالی او د سرحدونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي.

سي‌پي‌جی: پاکستان په نویو مقرراتو سره د کشمیر د ناکراریو رسنیز پوښښ محدودوي

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱
100%

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي‌پي‌جی) ویلي، پاکستان پر بهرنیو رسنیو نوي محدودیتونه لګولي دي. د دغو مقرراتو له مخې، خبریالان به له اسلام‌اباد، کراچۍ او لاهور څخه بهر د راپور جوړولو لپاره له حکومت اجازه اخلي. سي‌پي‌جی وایي، دا کار به د کشمیر د ناکراریو رسنیز پوښښ محدود کړي.

د خبریالانو دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د «بهرنیو رسنیو د اسانتیاوو لارښود» په نوم نوي مقررات بېرته لغوه کړي. د دې بنسټ په وینا، دغه مقررات د بیان او رسنیو د ازادۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي او د نړیوالو رسنیو پر فعالیتونو به لا زیات بندیزونه ولګوي.

د سي‌پي‌جي د ارزونې له مخې، د دغو لارښودونو پر بنسټ ټول بهرني خبریالان او هغه پاکستاني خبریالان چې له نړیوالو رسنیو، وېبپاڼو او ټولنیزو شبکو سره همکاري کوي، باید د اسلام‌اباد، لاهور او کراچۍ له ښارونو بهر د هر رسمي راپور لپاره د پاکستان د اطلاعاتو وزارت څخه د «نه اعتراض سند» (NOC) ترلاسه کړي.

د سي‌پي‌جي د افغانستان او پاکستان استازي ولي‌الله رحماني ویلي: «د بهرنیو رسنیو د اسانتیاوو دغه لارښودونه پاکستاني چارواکو ته دا زمینه برابروي چې د نړیوالو رسنیو پوښښ نور هم محدود کړي، خبریالان له درېیو لویو ښارونو بهر د ازاد راپور ورکولو څخه را وګرځوي او د اداري اقداماتو له ګواښ سره یې مخ کړي.»

هغه زیاته کړه: «دا مقررات په پاکستان کې د رسنیو ازادۍ ته یو بل سخت ګوزار دی، هغه هېواد چې خبریالان لا دمخه، په ځانګړي ډول د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د ناکراریو د پوښښ له امله، له سختو فشارونو سره مخ دي.»

سي‌پي‌جي ویلي، دغه پنځه مخیز مقررات څو ورځې وروسته له هغې نافذ شول چې د پاکستان حکومت په کشمیر کې د ټاکنو او اعتراضونو په اړه د نړیوالو رسنیو پر راپورونو نیوکه وکړه او د الجزیرې شبکې یې د «زېړ ژورنالېزم» په ترسره کولو تورنه کړه. د راپور له مخې، پاکستان د الجزیرې وېبپاڼې ته هم لاسرسی محدود کړی دی.

د نویو مقرراتو له مخې، که خبریالان یا رسنۍ د چارواکو په وینا د «پاکستان د ایډیالوژۍ، حاکمیت، امنیت یا عامه نظم» پر ضد عمل وکړي، حکومت کولای شي د هغوی د رسنیز فعالیت جواز وځنډوي یا یې لغوه کړي.

سي‌پي‌جي همداراز ویلي، پاکستاني چارواکو په کشمیر کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په ملاتړ د اعتراضونو د رسنیز پوښښ مخه هم نیولې ده. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې نړیوالو رسنیو د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ د نښتو پر مهال د پولیسو د تاوتریخوالي راپورونه خپاره کړل. د راپور له مخې، چارواکو د موبایل او انټرنېټ خدمتونه هم ځنډولي او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د جولای په ۲۷مه د ټاکنو له پیل مخکې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

سي‌پي‌جي ویلي، خبریال سید فرهاد علي شاه د جولای په ۲۸مه، وروسته له هغې چې تر یوې میاشتې زیات وخت یې بې له رسمي تور څخه په بند کې تېر کړ، د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی. دغه بنسټ زیاتوي چې د خبریالانو رازي طاهر او محمد سیف د برخلیک په اړه هم معلومات نشته؛ دواړه د اګست په لومړۍ نېټه د پولیسو له خوا نیول شوي وو او د کشمیر د ناکراریو راپورونه یې چمتو کول.

د نویو مقرراتو له مخې، ټولې بهرنۍ رسنۍ او هغه کسان چې ورسره همکاري کوي، د سیمه‌ییزو همکارانو او معلوماتي سرچینو په ګډون، باید د اطلاعاتو وزارت سره ثبت او جلا رسنیز جواز ترلاسه کړي. همدارنګه، بهرني خبریالان چې د تفریح لپاره د ایبټ‌اباد یا مري ښارونو ته سفر کوي، هم باید د «نه اعتراض سند» ترلاسه کړي.

سي‌پي‌جي ویلي، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د دې بنسټ د نظر غوښتنې برېښنالیک ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

د بلوچستان سوداګر: د ناامنۍ او تړلو لارو له امله مو کاروبار د سقوط له ګواښ سره مخ دی

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د بلوچستان د سوداګرو ټولنې او جماعت اسلامي ګوند اعلان کړی، چې د جمعې په ورځ به په کوټه او د بلوچستان په نورو ښارونو کې د ناامنۍ او تړلو لارو په غبرګون به د بشپړ ګرځ‌بندیز او د یاد ایالت د لارو د تړلو اقدام عملي کړي.

د بلوچستان د سوداګرو ټولنې مشر رحیم اغا افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دغه اعتصاب په ایالت کې د خراب امنیتي وضعیت، له افغانستان او ایران سره د سوداګرۍ په ټپه درېدو، د سوداګریزو موټرو سوځولو او د زیانمن شویو سوداګرو د تاوان د نه ورکړې پر ضد کېږي.
هغه وویل، د بلوچستان د خلکو د عاید اساسي سرچینه له افغانستان او ایران سره سوداګري ده؛ خو له اوږدې مودې د لارو تړل پاتې کېدو له امله زرګونه کسان بې‌روزګاره شوي دي.
رحیم اغا زیاته کړه، د بلوچستان لویې لارې هم د سوداګرو لپاره خوندي نه‌دي. د هغه په وینا؛ په وروستیو میاشتو کې د سوداګرو ګڼ موټر سوځول شوي او په دغه بریدونو کې یوشمېر کسان، چې د ژوب دوه ښځې هم په‌کې شاملې دي وژل شوې دي.
هغه وویل، حکومت یوازې ژمنې کوي خو غواړي چې له سوداګرو سره لیکلی تړون وکړي او د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي. بل لور ته د بلوچستان د بار وړونکو او لاریو ټولنې مشر نوراحمد کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په تېرو پنځو میاشتو کې د کوټې ـ کراچۍ او کوټې ـ تفتان پر لویو لارو ۲۷۲ بار وړونکي موټر په بشپړ یا جزوي ډول سوځول شوي، چې مېلیونونه روپۍ زیان یې اړولی دی.
هغه ادعا وکړه، چې وسله‌وال اوس له موټر چلوونکو سره د لس لکه پاکستاني روپیو باج هم غواړي او که پیسې ورنه کړل شي؛ نو موټر یې سوځوي. د نوموړي په وینا؛ د ناامنۍ له امله دامهال تر زرو ډېر بار وړونکي موټر د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې درول شوي دي.
نوراحمد کاکړ وویل، د امنیتي ستونزو له امله د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سند ډېری بار وړونکي موټر نور بلوچستان ته نه راځي او هغه چې راځي د بار وړلو لوړه بیه اخلي، چې له امله یې سوداګري له سخت ناورین سره مخ شوې ده.
هغه زیاته کړه، د بلوچستان یوشمېر ټرانسپورټران خپلې لارۍ نورو ایالتونو ته لېږدوي، ځکه چې دلته یې خوندي نه بولي.
د بلوچستان لپاره د جماعت اسلامي مرستیال امیر عارف دومړ هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د اعتصاب او لارو بندولو پرمهال به د ایالت په بېلابېلو ښارونو او مهمو لویو لارو احتجاجونه وشي.
هغه وویل، د دوی اساسي غوښتنې د بلوچستان د امنیت ټینګښت، له افغانستان او ایران سره د لارو پرانیستل، د بې‌روزګارۍ د کمولو لپاره عملي اقدامات، د سوداګرو او ټرانسپورټرانو امنیت او د سوداګریزو موټرو د سوځولو او لوټمارۍ د عاملانو پر ضد جدي اقدام دی.
عارف دومړ زیاته کړه، د لارو د تړل پاتې کېدو له امله د زرګونه کورنیو عاید اغېزمن شوی، سوداګري کمه شوې، بې‌روزګاري زیاته شوې او د بلوچستان اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.