د پخواني مشر تر وژل کېدو وروسته؛ ګلابالدین خپلواک د سنوکر فدراسیون سرپرست ټاکل شوی

ګلابالدین خپلواک د عمومي اسمبلۍ د غړو لهخوا د ډېرو رایو په اخیستلو د افغانستان د سنوکر او بلیارډ فدراسیون د سرپرست په توګه وټاکل شو. دغه ټاکنه د روان کال د غويي میاشتې په ترڅ کې د فدراسیون پخواني رییس وحیدالله اصغري تر وژل کېدو وروسته شوې ده.
د افغانستان د سنوکر او بلیارډ فدراسیون عمومي اسمبلۍ د ولایتونو د استازو، د مشرتابه پلاوي د غړو، مډال ګټونکو او د بېلابېلو زونونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، چې د غونډې په پای کې د رایې اچونې له لارې د فدراسیون تخنیکي مرستیال ګلابالدین خپلواک د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره د دغه بنسټ د نوي سرپرست په توګه وټاکل شو.
یاده غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د افغانستان د سنوکر او بلیارډ فدراسیون پخوانی رییس وحیدالله اصغري د ۱۴۰۵کال د غويي میاشتې په درېیمه نېټه په کابل کې د ناپېژانده کسانو لهخوا ووژل شو. دغه پېښې د افغانستان په ورزشي ټولنه کې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.
سره له دې چې له یادې پېښې څو میاشتې تېرې شوې دي، لاتراوسه هېڅ شخص یا ډلې د دغه برید مسوولیت نهدی منلی او اړوندو ادارو هم د برید د انګېزې یا د څېړنو د پایلو په اړه کوم معلومات نهدي خپاره کړي.
وحیدالله اصغري د افغانستان د ورزش له پېژندل شویو او تجربه لرونکو څېرو څخه و. هغه د سنوکر او بلیارډ د ودې لپاره کلونه کار کړی و. نوموړي د اداري مسوولیتونو ترڅنګ د دغه ورزشي څانګې په پراختیا او د لوبغاړو په روزنه کې هم مهم رول درلود.
د فدراسیون د سرپرست په توګه د ګلابالدین خپلواک ټاکنه د پخواني رییس له وژنې وروسته د دغه ورزشي بنسټ د بیا تنظیم لپاره لومړنی رسمي ګام ګڼل کېږي. تمه کېږي، چې د هغه د مسوولیت له پیل سره به د فدراسیون تخنیکي، اداري او د سیالۍ پروګرامونو ته لا زیات نظم او همغږي ورکړل شي.
