افغانستان انټرنشنل-پښتو په دې وروستیو کې د خواله رسنیو تر څار او تعقیب وروسته هغه موضوعات راغونډ کړي، چې زیات بحث پرې کېږي او په دې مسایلو کې د طالبانو حکومت تر نیوکو لاندې نیول شوی.
پر اېکس، فېسبوک او نورو خواله رسنیو خپرېدونکو تبصرو کې پر نجونو د زدهکړو بندیز، اقتصادي ستونزې، د تنخواوو وضعیت، د چارواکو د ژوند کچه، د دندو وېش، د امربالمعروف اقدامات، د بیان ازادۍ محدودیتونه او د جګړې د وخت د ژمنو او اوسني وضعیت ترمنځ توپیر هغه موضوعات دي چې ډېر بحث پرې کېږي. افغانستان انټرنشنل په دغه راپور کې د بېلابېلو برخو لپاره د ځینو کسانو تبصرې را اخیستې دي.
دغه نیوکې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د هغوی وسلهوالو مخالفانو خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. د خواله رسنیو د ځینو کاروونکو له نظره؛ د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د خلکو تر ټولو لویه اندېښنه اقتصادي وضعیت دی.
د خواله رسنیو یوشمېر کاروونکو ویلي، چې بېکاري، د عاید کمښت او د ژوند لوړ لګښتونه د عامو خلکو او د طالبانو د ټیټې کچې دولتي کارکوونکو ستونزې زیاتې کړې دي. د فېسبوک یو کاروونکي نعمان دوست په خپل یو یادښت کې لیکلي: «زموږ ډېری خلک چې له ژونده خوند نهشي اخیستلای، یو علت یې دا دی چې وزګاره دي او په ژوندوني مړه دي. وزګارتیا، د مرګ معادل ګڼل، د هغه خلکو لپاره د درک وړ ده چې د بېکارۍ توپان په مخه کړي دي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ټولې کورنۍ د امید څلی وي او ژوند يې پرې تکیه وي».
نوموړي اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده: «متاسفانه زموږ په هېواد کې نه دولت د پراخه جذب ظرفیت لري او نه سترې موسسې او شرکتونه شته، چې د بېکارۍ کچه د پام وړ راټيټه کړي».
ځینې هغه کسان چې ځانونه د طالبانو پلویان معرفي کوي په خپلو تبصرو کې لیکي، چې د جګړې پرمهال د ساده ژوند، عدالت او مساوات خبرې کېدې؛ خو اوس د ځینو چارواکو او عادي خلکو ترمنځ د ژوند په کچه کې څرګند توپیر لیدل کېږي.
د رشاد حازم په نوم یو کس چې ځان د طالبانو ملاتړی معرفي کوي پر اېکس پاڼه په یوې تبصره کې لیکلي: «موږ په سنګر کې په لږو امکاناتو مبارزه وکړه؛ خو اوس باید د عادي خلکو ستونزې هم واورېدل شي او د مسوولینو ژوند باید د خلکو له حالت سره برابر وي. په اسلام کې دولتي څوکۍ امتیاز نهدی؛ بلکې یو لوی مسوولیت دی. څوک چې د دغه مسوولیت وړ نه وي، باید خپل ځای بل وړ کس ته پرېږدي».
د هغه په څېر ځینې نور کاروونکي هم د چارواکو د لوړو لګښتونو، موټرو او شخصي امکاناتو په اړه پوښتنې مطرح کوي. د خواله رسنیو په بحثونو کې د ټیټ رتبه امنیتي کسانو او دولتي کارکوونکو د تنخواوو موضوع هم ډېره تر سترګو کېږي.
د حافظ هارون په نوم یو کاروونکی چې ښکاري د طالبانو امنیتي لیکو کې دنده لري لیکي: «کله چې د کور اړتیاوې نهشي پوره کېدای، د ټیټ رتبه کسانو لپاره ډېرې ستونزې پیدا کېږي نور نو په کارونو کې د مشرانو حکمت وي».
د خواله رسنیو یو بل مهم بحث د دولتي دندو د وېش موضوع ده. د خواله رسنیو ډېری کاروونکي وایي، چې په ځینو ادارو کې د وړتیا پر ځای اړیکو او شخصي پېژندګلوۍ ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د فیسبوک یوه کاروونکي اجمل روښان په یوه تبصره کې لیکلي: «خلک غواړي چې د دندو لپاره معیار وړتیا وي، څو هغه کسان هم فرصت پیدا کړي چې تجربه او وړتیا لري خو اوس چې ګورو کار اهل کار ته نه سپارل کېږي».
همدارنګه ځینې کسان ادعا کوي، چې د جګړې پرمهال فعال کسان اوس د پرېکړو نیولو له برخو لرې پاتې شوي دي. دغه راز د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت اقدامات هم د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دي او د عامو خلکو ترڅنګ اوس خپله د طالبانو غړي د هغوی پر کړنو او سخت دریځ نیوکې کوي.
ځینې سوداګر او عام خلک وايي، چې په بازارونو کې ځینې محدودیتونه او د کار پر وړاندې سخت اقدامات د خلکو اقتصادي فعالیتونه اغېزمنوي. د کندهار یو سوداګر وايي: «سوداګر غواړي چې قوانین مراعت کړي؛ خو د بازار د دوام لپاره باید د خلکو اقتصادي ستونزې هم په پام کې ونیول شي، اوس خو محدودیتونه ورځ تر بلې ډېرېږي له کاره یې بېزاره کړي یو».
په خواله رسنیو کې د نیوکې د زغم موضوع هم په پراخه کچه مطرح شوې ده. ځینې کاروونکي ادعا کوي، چې د طالبانو پر کړنو نیوکه کول ستونزمن شوي او رغنده انتقادونه باید د مخالفت په معنا ونه ګڼل شي.
پر خواله رسنیو د نیوکو دغه لړۍ د نجونو پر زدهکړو له بندیز څخه پیل شوې، اوس هم ګڼ هېوادوال د زدهکړو او په روغتیایي برخو کې د ښځینه متخصصانو او روغتیاپالو د کمښت له کبله خپلې اندېښنې او نیوکې شریکوي.
د طالبانو یوشمېر پخواني ملاتړي هم لیکي، چې د حکومت د اصلاح لپاره نیوکې اړینې دي. په خواله رسنیو کې د طالبانو پر ځینو کړنلارو د نیوکو زیاتوالی ښيي، چې د دوی پر وړاندې بحثونه یوازې د مخالفو سیاسي جریانونو ترمنځ محدود نهدي؛ بلکې ځینې هغه کسان هم پهکې شامل دي چې ځانونه د طالبانو د حکومت ملاتړي معرفي کوي.