د «لانګ وار ژورنال» د راپور له مخې، د «افغان متحدې جبهې» په نوم نوې وسلهواله ډله د اګست په لومړۍ نېټه راڅرګنده شوه او د خپل لومړي برید ادعا یې د کندهار په ولایت کې وکړه. دغې ډلې ویلي، په دغه برید کې یې دوه طالب جنګیالي وژلي او وروسته یې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د دویم عملیاتو ادعا هم کړې او نن یې په اندراب کې د طالبانو د یوې پوستې د نیولو خبر هم ورکړی.
د دغې جبهې مشر او د پخواني جمهوري نظام د ملي اردو متقاعد ډګر جنرال سميع سادات، له «لونګ وار ژورنال» سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو پر ضد د عملیاتو د پیل پرېکړه د کلونو ارزونې او چمتووالي وروسته شوې ده.
هغه وویل: «په تاریخي ډول افغانان لومړی جګړه کوي او وروسته سیاست ته مخه کوي، چې همدې چارې د یوه باوري سیاسي نظام د جوړېدو مخه نیولې ده. موږ له تېرو تېروتنو زدهکړه کړې، لومړی مو د ناکامیو او بریاوو ارزونه وکړه، عملي ستراتیژي مو جوړه کړه، د افغان جنرالانو یو ژمن ټیم مو راټول کړ، نړیوالې اړیکې مو جوړې کړې او وروسته مو عملیات پیل کړل.»
سميع سادات، چې پښتون دی، د جمهوري نظام پر مهال د هلمند د ۲۱۵ مېوند قول اردو قوماندان و او تر دې وړاندې یې د ملي امنیت په ریاست کې هم دنده ترسره کړې ده. نوموړی د بریتانیا، پولنډ او ناټو په پوځي اکاډمیو کې هم لوړې زدهکړې کړي او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په امریکایي رسنیو کې پرلهپسې څرګندونې کړې دي.
سادات د لومړنیو بریدونو له اعلان وروسته په اېکس کې په خپره کړې ویډیويي وینا کې، چې د پخواني افغان پوځ یونیفورم یې اغوستی و، وویل له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي ټولې هڅې ناکامې شوې دي.
هغه وویل: «د خبرو اترو هڅې ناکامې شوې او افغانان د نه بیانېدونکو بشري حقونو سرغړونو او افغانستان ته د نړیوال تروریزم د بېرته ستنېدو له واقعیت سره مخامخ شوي دي.»
سادات د افغان کډوالو په ملاتړ د نړیوالې ټولنې مننه وکړه او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته یې ډاډ ورکړ چې د دوی مقاومت د هغوی پر ضد نه دی.
هغه وویل: «موږ غواړو له تاسو سره یوځای وده وکړو.»
نوموړي همدارنګه له ناټو وغوښتل چې د خپلو سرتېرو د لېږلو پر ځای د تجهیزاتو او امکاناتو مرسته ورسره وکړي.
هغه وویل: «موږ ستاسو سرتېري نه غواړو، خو د طالبانو، القاعدې، داعش او تحریک طالبان پاکستان پر ضد جګړه کې مرستې ته اړتیا لرو.»
سادات وایي، د دوی وروستی هدف د طالبانو له واکمنۍ پرته یو ازاد افغانستان او د اساسي قانون پر بنسټ د داسې نظام بیا رامنځته کول دي چې د خلکو اساسي حقونه او مدني ازادۍ خوندي کړي.
هغه زیاته کړه: «بریا زموږ لپاره دا ده چې افغانستان له طالبانو ازاد شي او داسې اساسي قانون بېرته نافذ شي چې د خلکو حقونه د قانون له لارې خوندي کړي.»
د نورو بریدونو ادعاوې
افغان متحدې جبهې د اګست له لومړۍ نېټې وروسته د اووه نورو بریدونو ادعا هم کړې ده. د ډلې په وینا، د اګست په دویمه په بادغیس کې یې دوه طالبان وژلي، په همدې ورځ یې په غور کې یو برید کړی، د اګست په درېیمه یې په کندهار کې د طالبانو پر یوه امنیتي مرکز برید کړی، د اګست په څلورمه یې په فاریاب کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی او د اګست په شپږمه یې د کندهار ښار او سپین بولدک کې د طالبانو د استخباراتو پر دوو چارواکو جلا بریدونه کړي او نن یې په اندراب کې د طالبانو د یوې پوستې د نیولو ادعا کړې ده.
دا ادعاوې تر اوسه د طالبانو له خوا نه دي تایید شوې او نه هم خپلواکو سرچینو په خپلواکه توګه ارزولې دي.
سادات ویلي، د عملیاتو د پیل لپاره د کندهار ټاکل قصدي اقدام و.
هغه وویل: «موږ غوښتل وښیو چې طالبان هېڅ خوندي ځای نه لري، ان د دوی د مشر تر کور پورې زموږ بریدونه رسېدای شي.»
د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې، د «افغان متحدې جبهې» رامنځته کېدل ښايي د طالبانو واکمنۍ ته سمدستي وجودي ګواښ رامنځته نه کړي، خو د طالبانو امنیتي وضعیت لا پېچلی کوي. د راپور لیکوال باور لري چې طالبان اوس د داعش د دوامدارو بریدونو، له پاکستان سره د امنیتي کړکېچونو او د بېلابېلو قومونو د وسلهوالو مخالفو ډلو له هممهاله فشار سره مخ دي. د کابل د سقوط د پنځمې کلیزې په رانږدې کېدو سره اټکل کېږي چې د طالبانو مخالفې ډلې به خپل پوځي فعالیتونه نور هم زیات کړي، څو د طالبانو د ثبات او بشپړې واکمنۍ ادعاوې وننګوي.