• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: د «مکې دفاعي تړون» لاسلیک کوونکی پاکستان دې لومړی خپل کور سم کړي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۲:۵۲ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د «مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کېدو ته په غبرګون کې ويلي، د دفاعي تړون لاسلیک کوونکي پاکستان کې هره ورځ چاودنې کېږي او «طالبانو یې حکومتولي ننګولې ده» او په وینا یې، پاکستان دې لومړی خپل کور سم کړي.

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د جمعې په ورځ (د زمري ۱۶مه) د «مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر هر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

دا تړون د مکې په ښار کې د ګډې دفاع په اړه د یادو هېوادونو د مشرانو د غونډې پر مهال لاسلیک شو، چې د سعودي ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف په‌کې ګډون کړی وو.

ايمل ولي خان په همدې تړاو له پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې ويلي: «دفاع کوونکو ته ووايئ چې دلته [پاکستان] ته راشي، دلته چاودنې کېږي، خلک وژل کېږي او طالبانو [تحریک طالبان پاکستان] حکومتولي ننګولې ده».

هغه ادعا کړې: «د پاکستان په ۷۵ سلنه برخه کې حکومتولي نه‌شته، د دفاع او کورنیو چارو وزيران چېرته دي؟ د پوځ درستيز چېرته دی، لومړی وزير چېرته دی، دلته [په پاکستان کې] هره ورځ خلک وژل کېږي».

نوموړي د یاد تړون پاکستاني لاسلیک‌کوونکو ته په خطاب کې ویلي: «لومړۍ خپل کور سم کړئ، د کور دېوالونه نړيږي او بنيادونه یې خوزيږي».

په پاکستان کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي او په ځانګړي ډول خیبرپښتونخوا او بلوچستان یې ډېر ځپلي دي.

ډېر لیدل شوي

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي
۱

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۲
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۳

لانګ وار ژورنال: متحده جبهه د طالبانو پر ضد د جګړې او سیاسي بدلون شعار ورکوي

۴

د نارضایتۍ دوام؛ خواله رسنۍ پر طالبانو د نیوکو مرکز

۵
ځانګړی

د پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي د طالبانو خلاف ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته لاړل

•
•
•

نور کیسې

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د لاسوهنو پر ځای د متقابل درناوي او ورورولۍ پر بنسټ ولاړې وي او «دواړه هېوادونه باید د یو بل په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي».

خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان دولت ته ويلي، چې په افغانستان کې لاسوهنې نه پاکستان ته ګټه رسولې او نه هم افغانستان ته.

هغه ادعا وکړه، پاکستان د افغانستان په چارو کې د مداخلې له لارې طالبان واک ته ورسول او اوس خپله د همدې پالیسۍ له پایلو سره مخ دی او زیاته یې کړه: «پاکستان په افغانستان کې طالبان مسلط کړي دي دغه خلک د دوی (پاکستان) اتلان، اثاثې او بچيان وو».

د هغه په خبره: «پاکستان باید په هره بڼه په افغانستان کې له لاسوهنو او مستقیمو بریدونو ډډه وکړي، ځکه دا یوازې د طالبانو پر حکومت نه، بلکې د افغانستان پر دولت او ولس برید بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه او بې‌باوري زیاتوي».

خوشحال خان کاکړ د طالبانو د واکمنۍ په اړه وویل: «د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د پرمختګ پر ځای شاته تللی» او د ده په وینا: «د طالبانو حکومت داسې کوم اقدام نه‌دی کړی، چې د افغانستان او افغانانو په ګټه تمامه شوې وي».

هغه څرګنده کړه، د دوی دریځ دا دی چې د افغانستان ټولې ستونزې باید د خبرو، سیاست او د خلکو د رایو له لارې حل شي نه د زور او جګړې له لارې.

100%

کاکړ د طالبانو پر ضد د وسله‌والو جبهو په اړه وویل: «موږ د وسله‌والې مبارزې ملاتړ نه‌کوو او باور لرو چې هر ډول بدلون باید د سیاسي بهیر له لارې رامنځته شي».

خو هغه خبرداری ورکړ، «موږ طالب ته هم دا وایو که ته سر نه خلاصوې او ستا وحشي چلند وي نو خامخا به ستا خلاف څوک راپورته کېږي که جبهې نه‌وي سبا ستا پر ضد عام ولسونه راپورته کېږي که یې ټوپک په لاس کې نه‌وي هم، نو ډبرې به یې په لاس کې وي او بيا به ته او ستا دا رژيم پاتې نه‌شي، پکار ده چې سياست ته لاره ورکړئ او د ولس په خوښه باندې هر کار وشي که د افغانستان خلکو غوښتل چې طالب دې د افغانستان واکمن شي زموږ به هم بيا خوښ وي».

د هغه په وینا، که طالبان د خلکو ارادې، اړتیاوو او رایو ته درناوی ونه‌کړي، افغانستان یو ځل بیا د جګړو پر لور تللی شي او د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالیو پر ډګر بدلېدای شي.

خوشحال خان کاکړ زیاته کړه: «که طالبان سیاست او ولس ته ځای ورنه‌کړي، د خلکو نارضایتي به پراخه شي، ځکه خلک د لوږې، بې‌عدالتۍ او تاوتریخوالي په شرایطو کې د اوږدې مودې لپاره ژوند نه‌شي کولای».

نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه وویل، د دواړو لورو اوسنیو دریځونو ته په کتو، اړیکې د لا خرابېدو پر لور روانې دي او د خیبر پښتونخوا وضعیت به نور هم کړکېچن شي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل او د سوداګرۍ محدودول د دواړو اقتصادونو په زیان وبلل، خو ویې ویل: «تر ټولو ډېر زیان یې د خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا (بلوچستان) خلکو ته رسېدلی، ځکه د دوی کرنه، سوداګري او کاروبار ورسره اغېزمن شوي، د افغانستان خلک به یې هم اغېزمن کړی وي، خو هغوی نورې لارې لري د منځنۍ اسيا او نورو هېوادونو سره، خو د پښتون وطن د بدیلې اقتصادي لارې امکانات هم محدود دي».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ میلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان رسېدلی دی.

محکمې میټا ته د ماشومانو د خوندیتوب په قضیه کې د ۵۶۷ میلیونه ډالرو ورکولو حکم کړی

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱
100%

د امریکا د نیو مکسیکو یوې محکمې د انسټاګرام او فیسبوک مور شرکت مېټا ته حکم وکړ چې ۵۶۷ میلیونه ډالر ورکړي، څو د ددغو پلاتفورمونو له امله ماشومانو او ځوانانو ته د اوښتو زیانونو د کمولو لپاره د درملنې، پوهاوي او اغیزو مخنیوي پروګرامونه تمویل شي.

قاضي براین بیدشاید د پنجشنبې په وروستیو کې په خپل حکم کې ویلي چې د دې پیسو ډېره برخه یا ۴۲۰ میلیونه ډالر به د ځوانانو لپاره د درملنې خدمتونو ته ځانګړې شي. پاتې پیسې به د پوهاوي، زیانونو مخنیوي، د ستونزو د معلومولو اړوند خدمتونو او نورو لګښتونو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې وکارول شي.

دا نوې سزا پر هغو ۳۷۵ میلیونه ډالرو مدني جریمو سرباري ده چې د مارچ په میاشت کې یوې جرګې (jury) پر مېټا لګولې وې. جرګې پرېکړه کړې وه چې شرکت ښه خبر و او د ماشومانو رواني روغتیا ته یې زیان رسولی.

په دویم پړاو کې څارنوالانو له قاضي وغوښتل چې پر مېټا اساسي بدلونونه ولګوي.

په دې توګه، د مېټا ټول مالي مسولیت ۹۴۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي. دا اندازه د شرکت د کلني عاید په پرتله ډېره کمه ده، ځکه مېټا په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالر ګټه کړې وه.

سره له دې، دا پرېکړه د مېټا لپاره بله ستونزه بلل کېږي، ځکه شرکت د زرګونو هغو کورنیو له لوري له ګڼو دعوو سره مخ دی چې وايي د ټولنیزو رسنیو له امله یې ماشومان زیانمن شوي دي.

د نیو مکسیکو لوی څارنوال راول تورېز وویل چې دا پرېکړه یو روښانه پیغام ورکوي چې شرکتونه به هغه وخت مسوول وبلل شي چې د دوی د محصولاتو ډیزاینونه ماشومان له خطر سره مخ کړي.

هغه وویل: «د نن ورځې پرېکړه د هرې هغې مور او پلار بری دی چې د ټولنیزو رسنیو د اغېزو په اړه اندېښمن دي او د هر هغه ماشوم بری دی، چې د انلاین نړۍ په برخه کې د خوندي ودې حق لري.»

مېټا ویلي چې د دې پرېکړې پر ضد به استیناف وکړي.

شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ د خپلو پلاتفورمونو د کاروونکو د خوندي ساتلو لپاره سخت کار کوو او د ناوړه کسانو او زیان رسوونکو محتواوو د پېژندلو او لرې کولو ستونزو په اړه مو روڼتیا ساتلې ده. موږ لا هم باور لرو چې د ځوانانو د انلاین خوندیتوب په برخه کې زموږ ریکارډ پیاوړی دی او د هغو ادعاوو پر وړاندې به دفاع وکړو چې حقایق ناسم بیانوي.»

قاضي امر کړی چې فیسبوک او انسټاګرام باید داسې معلوماتي پاڼې او خبرتیاوې جوړې کړي چې کاروونکو ته په روښانه ډول د خوندیتوب ځانګړتیاوې، غوره لارې او د نامناسبو تبصرو د مخنیوي وسایل تشریح کړي.

دا بدلونونه او په نیو مکسیکو کې د پوهاوي کمپاین به د ایالت له خوا وڅارل شي.

محکمې ویلي چې د ماشومانو د محرمیت فدرالي قوانین مېټا ته اجازه نه ورکوي چې د ۱۳ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د عمر د تایید په موخه له هغوی شخصي معلومات وغواړي یا یې انلاین وڅاري.

مېټا باید په راتلونکو دوو کلونو کې د ۱۳ کلونو څخه کم عمر لرونکو کاروونکو د پېژندلو ځانګړی ماډل هم جوړ کړي.

همداراز، شرکت باید په نیو مکسیکو کې له هغو فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو څخه د عمر ثبوت وغواړي چې اټکل کېږي له ۱۳ کلونو کم عمر لري.

ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان ګډ دفاعي تړون لاسلیکوي

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۱
100%

دوو باوري سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ټاکل شوې چې ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان د جمعې په ورځ په سعودي عربستان کې یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړي. سرچینو د دغه تړون د محتوا او د درېیو هېوادونو د همکارۍ د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جمعې په ورځ ریاض ته روان شي، څو د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري.

د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو ادارې مشر برهان‌الدین دوران ویلي، اردوغان به د خپل یو ورځني سفر پر مهال د سعودي عربستان له ولیعهد او د پاکستان له لومړي وزیر سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان په وروستیو میاشتو کې د سیمې د تحولاتو، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې د پایلو په اړه خپلې سلا مشورې زیاتې کړې دي.

بل لور ته، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم ورسره مل دی، سعودي عربستان ته رسېدلی دی. تمه کېږي چې سیمه‌ییز امنیت، دفاعي همکاري او د منځني ختیځ وروستي بدلونونه د ریاض د خبرو اصلي محورونه وي.

د ترکیې حکومت تر اوسه د دې غونډې رسمي اجنډا نه ده خپره کړې، خو باوري سرچینې وایي چې د سیمې امنیت، د سمندري لارو ګواښونه، د ایران د جګړې اغېزې او د دفاعي همکاریو پراختیا به د بحث مهم موضوعات وي.

دا درې اړخیزه غونډه یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره کېږي چې سعودي عربستان د سره سمندر، باب‌المندب تنګي او عدن خلیج کې د بېړیو د تګ راتګ او د انرژۍ د لېږد د خوندي کولو لپاره د څو هېوادونو د سمندري ائتلاف د جوړېدو خبر ورکړ. ریاض ویلي وو، دا نوښت د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د ګواښونو د زیاتېدو په غبرګون کې رامنځته شوی دی.

ترکیه، چې د ناټو غړې ده، او پاکستان، چې اټومي ځواک بلل کېږي، د هغو ۱۴ هېوادونو له ډلې دي چې له دې نوښت څخه یې ملاتړ کړی، خو انقرې لا نه دي ویلي چې د دغه ائتلاف په عملیاتو کې به عملي ګډون وکړي که نه.

دغه سفر د ترکیې، مصر، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو له وروستۍ غونډې وروسته ترسره کېږي. د «آر-۴» په نوم دغه چوکاټ، چې د مارچ میاشتې په غونډو کې رامنځته شو، موخه یې د سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه همغږي، د ډیپلوماتیکو حل‌لارو پرمختګ او د امنیتي ننګونو پر وړاندې ګډه همکاري بلل شوې ده.

په همدې حال کې، د ترکیې او سعودي عربستان دفاعي اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې دي. سعودي عربستان په ۲۰۲۳ کال کې د ترکیې له «بایکار» شرکت سره د بې‌پیلوټه الوتکو د پېر لوی تړون لاسلیک کړ او یو کال وروسته دواړو هېوادونو د بې‌پیلوټه الوتکو د ګډ تولید، د ټکنالوژۍ د لېږد او د ځواکونو د روزنې پر سر هم هوکړې وکړې.

دواړو هېوادونو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د «ګوک‌بَی» په نوم د ترانسپورتي چورلکې د ګډ تولید لپاره هم تړون لاسلیک کړی دی. همدارنګه، د ترکیې د پنځم نسل جنګي الوتکې «KAAN» په پروژه کې د سعودي عربستان د احتمالي ګډون په اړه هم خبرې روانې دي.

زېلنسکي: اوکراين به د روسیې په بریدونو کې زیانمنو شويو کروندګرو سره مالي مرسته وکړي

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱
100%

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي وایي، حکومت به یې هغو کروندګرو ته د مالي او اعتباري مرستو ځانګړی پروګرام پيل کړي، چې د روسیې د بریدونو له امله یې بندرونه او د سمندري لېږد رالېږد تاسیسات زیانمن شوي دي.

زېلنسکي د پنجشنبې په ماښام په خپل ورځني ویډیويي پیغام کې وویل، چې دغه پروګرام د حکومت په غونډه کې وروستی شوی او تر ټولو ډېر به هغو کروندګرو ته ځانګړی وي، چې د روسیې د بریدونو له امله د اوکراين پر بندرونو او د سمندري صادراتو پر دهلېز له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د اوکراين د ولسمشر په وینا، په دې مرستندویه پروګرام کې سبسایډي لرونکي پورونه او نورې مالي اسانتیاوې شاملې دي، او عملي پلي کېدل به یې په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.

په وروستیو اوونیو کې روسیې او اوکراين، چې دواړه د نړۍ له سترو کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د غنمو له لویو صادروونکو هېوادونو څخه دي، د تور سمندرګي په سیمه کې د یو بل د کرنیزو صادراتو تاسیسات او سوداګریزې بېړۍ په متقابلو بریدونو کې په نښه کړې دي.

د اوکراين د اودیسا سیمې والي، اوله کیپر، ویلي چې د روسیې د برید له امله یوه بهرنۍ بیرغ لرونکې بېړۍ، چې د غنمو بار یې لېږداوه، د تور سمندرګي په اوبو کې زیانمنه شوې ده. د هغه په وینا، په دې برید کې د بېړۍ د عملې یو غړی وژل شوی او په بېړۍ کې اور هم لګېدلی دی. د اوکراين د سمندري بندرونو ادارې ویلي، چې دغه بېړۍ د ګینه بیساو تر بیرغ لاندې روانه وه.

اوکراين تر دې وړاندې په تور سمندرګي کې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره یو سمندري دهلېز جوړ کړی و، چې د دغه هېواد د ساحلونو په اوږدو کې د رومانیا تر سمندري پولو پورې غځېدلی و، خو په وروستیو اوونیو کې پر همدې لارې تېرېدونکې بېړۍ هم د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

د اوکراين د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پیل وروسته د روسیې بریدونو د اوکراين د صادراتي زېربناوو پر وړاندې د نړۍ د خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې کړې او د میلیونونو کورنیو لپاره یې د خوړو ناامني لا پسې زیاته کړه.

هغه پر اېکس یوه پېغام کې لیکلي، چې روسیه اوس هم هڅه کوي د اوکراين په بندرونو او د سمندري صادراتو په دهلېز کې د ملکي بېړیو په نښه کولو سره هماغه پایلې تکرار کړي، او دا وضعیت یو ځل بیا د نړۍ د خوړو پر امنیت پراخې منفي اغېزې لرلای شي.

په همدې حال کې، د اوکراين د کرنې وزارت مرستیال، تاراس ویسوتسکي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د غلو دانو د صادراتو بدیلې لارې به تر اګست میاشتې تر پایه مخکې اړین ظرفیت ته ونه رسېږي، او آن له هغه وروسته به هم یوازې د هغو صادراتو شاوخوا نیمایي جبران کړای شي، چې پخوا د تور سمندرګي له بندرونو ترسره کېدل.

بل لور ته، د روسیې د غلو دانو سترې اتحادیې تېره میاشت خبرداری ورکړی و، چې د روسیې پر بېړیو او بندرونو د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو دوام ښايي په نږدې راتلونکي کې د تور سمندرګي له لارې د دغه هېواد د غلو دانو صادرات له خنډ سره مخ کړي؛ داسې وضعیت چې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو ترڅنګ به په افریقا او منځني ختیځ کې د لوږې د پراخېدو لامل هم شي.

روغتیا نړیوال سازمان: په کانګو کې د ایبولا وبا د مهار لپاره د غبرګون چټکتیا اړینه ده

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا د خپرېدو د مهار لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د کشف، درملنې او د ټولنو د ګډون هڅې چټکې شي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا د مخنیوي لپاره باید د خلکو پر بنسټ اقدامات پیاوړي شي، د ناروغانو د ژر پېژندنې، د تماسونو د تعقیب، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ چارې پراخې شي.

د راپور له مخې، یوګانډا د جولای په ۲۸مه د ناروغۍ د ختمېدو اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې ۲۰ تایید شوې پېښې او دوه مړینې ثبت شوې وې. روغتیايي چارواکو ویلي، د ټولو پېژندل شویو ناروغانو تماسونه تر څارنې لاندې نیول شوي وو.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د یوګانډا د چټک غبرګون، د روغتیايي کارکوونکو د هڅو او د ټولنو د همکارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد تجربه ښيي چې د ایبولا مهار د ژر تشخیص، د تماسونو د تعقیب او د خلکو د باور له لارې ممکن دی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په وینا، د ایبولا د مخنیوي بریا به تر ډېره د خلکو په همکارۍ پورې تړلې وي. دوی ویلي، خلک باید له باوري سرچینو سم معلومات ترلاسه کړي، د ناروغۍ نښې وپېژني، ژر خبر ورکړي او له وېرې پرته درملنې ته لاسرسی ولري.

دملګرو ملتونود معلوماتو له مخې، د اګست تر ۴مې نېټې پورې په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا ۳۹۷۳ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۱۸۰۱ کسان مړه شوي او ۷۷۶ نور بېرته روغ شوي دي.

راپور زیاتوي چې ناروغي د دغه هېواد په پنځو ولایتونو او ۵۱ روغتیايي سیمو کې خپره شوې ده. په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹ نوې تایید شوې پېښې او ۵۲ مړینې ثبت شوې دي.

په ګډه اعلامیه کې راغلي، د ناروغانو د تماسونو تعقیب ۷۵ سلنه دی، په داسې حال کې چې د ناروغۍ د خپرېدو د ځنځیرونو د ماتولو لپاره باید دا کچه لږ تر لږه ۹۵ سلنې ته ورسېږي.

د راپور له مخې، دا مهال ۶۷۴ کسان تر درملنې لاندې دي او په شمالي کیوو کې د درملنې مرکزونو ظرفیت تر فشار لاندې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: «د ډیموکراتیکې کانګو په ختیځو سیمو کې د ایبولا خپرېدل زموږ له غبرګون څخه چټک روان دي، نو اړینه ده چې د مخنیوي ټولې هڅې په چټکۍ پراخې کړو.»

هغه زیاته کړې: «موږ له حکومت، اغېزمنو ټولنو او هغو زړورو روغتیايي کارکوونکو سره ولاړ یو چې په ډېرو سختو شرایطو کې خدمت کوي، خو دا کار دوامدارې ژمنې، زیاتو سرچینو او قوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»

اعلامیه ټینګار کړی چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د سفرونو او سوداګرۍ پر محدودولو تمرکز ونه شي، بلکې هېوادونه باید څارنه، لابراتواري ظرفیت، چمتووالی او د سرحدونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي.