د راپور له مخې، د بدخشان د شیوا په سیمه کې لسګونه کیندونکي شپه او ورځ د غرونو په لمنو کې د سرو زرو د موندلو لپاره کار کوي او د هېواد له بېلابېلو سیمو زرګونه کسان په دغه بهیر کې بوخت دي.
د شیوا سیمې ۷۴ کلن اوسېدونکی محمد امین وايي، د کانکیندنې له پیل مخکې د سیمې سیند ژور او اوبه یې پاکې وې، خو اوس د سیند اوبه د څښلو او ان د بدن مینځلو لپاره هم مناسبې نه دي.
نوموړي ویلي، د سیند پر غاړه واښه له منځه تللي او د دوړو او بادونو له امله کرنه هم نوره نه شي کېدای. هغه وايي، پخوا یې تر ۴۰ پورې وزې ساتلې، خو اوس یوازې د شاوخوا ۱۵ وزو د ساتلو توان لري.
امین زیاتوي چې خپله ځمکه یې د ۲۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې یوې کانکیندونکې کمپنۍ ته په اجاره ورکړې وه، خو تر اوسه یې یوازې نیمې پیسې ترلاسه کړي او شرکت د ځمکې د بېرته رغولو ژمنه هم نه ده پوره کړې.
د بدخشان د کانونو ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۵۰ تر ۷۰۰ کانکیندونکي شرکتونه ثبت شوي او زرګونه کسان په لاسي ډول د کانونو په کیندنه بوخت دي.
د راپور له مخې، د کانکیندنې پراختیا ګڼو بېکارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د کابل ۲۱ کلن محمد اغا خواجهخېل وايي، په شیوا کې د ټرکونو د بارولو له لارې میاشتنی ۱۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي او دا کار د کابل له بېکارۍ ورته ښه دی.
د ننګرهار اوسېدونکی شفیعالله احساس هم وايي، خپل کیندونکی ماشین یې بدخشان ته انتقال کړی، ځکه په خپل ولایت کې د سرو زرو د استخراج چارې نه وې پیل شوې.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانکیندنې د تنظیم هڅې یې زیاتې کړې دي. د وزارت په وینا، د هېواد د کانونو استخراج پخوا بېنظمه ترسره کېده، خو اوس هڅه کېږي چې دغه بهیر تر څارنې لاندې راوستل شي.
د بدخشان د کانونو چارواکي وايي، تېر کال په دغه ولایت کې حکومت ۱۱۲ کیلوګرامه سره زر راټول کړي دي. هغوی همداراز شاوخوا ۲۲۵ هغه کانکیندونکي ځایونه تړلي چې د سیمې چاپېریال او عامه تاسیساتو ته یې زیان اړولی و.
د چارواکو په وینا، په ځینو سیمو کې د کانکیندنې له امله پلونه، دوکانونه او ښوونځي د سېلابونو، خټو او خاورو لاندې شوي او پراخ زیانونه ورته اوښتي دي.
د راپور له مخې، د بدخشان ځینې غرنۍ سیمې لا هم د کانکیندنې له پراختیا خوندي پاتې دي. د سیمې یو مالدار فضل وايي، دا غرونه د خلکو د تفریح او څارویو د څرولو لپاره مهم دي او کانکیندنه یې د ځايي خلکو په ګټه نه ده.
نوموړی وايي، د سرو زرو له صنعت څخه تر ډېره زورواکي ګټه اخلي، نه د سیمې اوسېدونکي.