• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له یوټیوبرانو غوښتي چې د «زمري ۲۴مې» ته پراخ رسنیز پوښښ ورکړي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معیین له یوټیوبرانو سره په ناسته کې ویلي، چې د زمري ۲۴مې ته، چې طالبان یې «یوم الفتح» بولي، پراخ رسنیز پوښښ ورکړي او خلکو ته یې ارزښت ور وښودل شي.

د یاد وزرات د معلوماتو له مخې، نوموړي د رسنیو په ځانګړي ډول د یوټیوبرانو پر رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې رسنۍ کولی شي د طالبانو د لاسته راوړنو په انعکاس، د خپلواکۍ د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي او د ملي یووالي په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

په دې ناسته کې یوټیوبرانو خپلې نظریې او ستونزې هم مطرح کړې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هغوی د وړاندیزونو او ستونزو د څېړلو او ورته د رسېدنې ډاډ ورکړی دی.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۳
ځانګړی

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۴
ځانګړی

د خوست ۴۴ کورنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري د ځمکو په غصب تورن کړی

۵

د نور ولي محسود نوې ویډیو؛ د احتمالي جېمر له څرګندېدو سره پوښتنې راپورته شوي

•
•
•

نور کیسې

نعناع؛ دا شین بوټی دروغتیا لپاره څه رازونه لري؟

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۱
100%

نعناع یو خوشبویه شین بوټی دی چې خلک یې له خوړو او چای سره د خوند لپاره کاروي. نعناع داسې ګټور مواد لري چې د هاضمې په ښه کولو، د خولې په تازه والي او بدن ته د زیان رسوونکو توکو په کمولو کې مرسته کوي.

نعناع له زرګونو کلونو راهیسې په خوړو، چای او دودیزه درملنه کې کارول کېږي او نن هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خوړو یوه مشهوره برخه ده. د دغه بوټي ځانګړی بوی او خوند تر ډېره د منتول له مرکب سره تړاو لري.

د نعناع له مهمو ګټو څخه یوه د هاضمې له سیستم سره تړاو لري. نعناع په دودیز ډول د معدې د نارامۍ، ګاز او بد هضمۍ لپاره کارول کېږي. څېړنې هم ښيي چې د نعناع غوړ ښايي د کولمو د عضلاتو په ارامولو کې مرسته وکړي او د کولمو د تحریکی ناروغۍ یا IBS ځینې نښې، لکه د نس درد او پړسوب کمې کړي.

د نعناع پاڼې انټي اکسیدنټ مرکبات هم لري. دغه مرکبات د بدن له اکسیدېټیف فشار سره د مبارزې په برخه کې رول لري او د حجرو په ساتنه کې مرسته کوي. د اکسیدېټیف فشار حالت کې په بدن کې د ازادو رادیکالونو تولید د بدن د انټي‌اکسیدنټونو له وړتیا څخه زیاتیږي. یا په اسانه ژبه په بدن کې داسې فعال مالیکولونه پیدا کېږي چې د حجرو پروټینونو، غوړو اوډي اېن اې ته زیان رسولی شي.

د نعناع بله مشهوره ځانګړتیا د خولې او تنفس تازه کول دي.

همدا لامل دی چې منتول د غاښ پاکوونکو، ژاولو او د خولې د پاکولو په ډېرو محصولاتو کې کارول کېږي. البته یوازې د نعناع خوړل د غاښونو د خرابېدو مخه نه نیسي او د غاښونو منظم پاکول لا هم اړین دي.

د نعناع ځینې نباتي مرکبات په لابراتواري او حیواني څېړنو کې د التهاب ضد ځانګړتیاوې هم ښودلې دي، خو دا لا نه شي ثابتولای چې نعناع په انسانانو کې د هر ډول التهاب یا جدي ناروغۍ درملنه کوي.

د وزن کمولو او د وینې د شکر د کنټرول په اړه هم د نعناع په تړاو ځینې څېړنې شوې دي چې نعناع د وزن کمولو یا شکرې ناروغۍ د درملنې وسیله هم بلل کېدای شي.

د ډېرو خلکو لپاره نعناع د خوړو په عادي اندازه خوندي ده، خو ځینې کسان ممکن له استعمال وروسته د معدې ناراحتي یا د سینې سوی ولري. په ځانګړي ډول د نعناع غوړ ډېر غلیظ وي او له تازه نعناع سره باید یو ډول ونه ګڼل شي؛ د غلیظو غوړیو بې احتیاطه استعمال زیان رسولی شي.

په ټوله کې، نعناع د سالم او متوازن خوراک یوه ساده او ګټوره برخه ده خو مهمه خبره دا ده چې د دې احتمالي روغتیايي ګټې باید له ثابتو طبي درملنو سره ګډې نه شي. تازه نعناع په خوړو یا چای کې کارولای شو، خو د جدي ناروغیو د درملنې لپاره باید د روغتیايي متخصص مشوره واخیستل شي.

شنونکي: مکې تړون ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پوځي ټکر احتمال کم کړي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
100%

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو له پراخېدو سره، شنونکي وايي د مکې نوی تړون ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مستقیم پوځي ټکر احتمال کم او د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د سعودي عربستان او ترکیې رول پیاوړی کړي.

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراخېدو په لړ کې دا پوښتنه مطرح شوې چې د مکې له نوي تړون وروسته به د پاکستان او طالبانو ترمنځ له وړاندې ترینګلې اړیکې کوم لوري ته ولاړې شي او ایا دغه تړون کولی شي د دواړو لورو د شخړو د حل لپاره نوی فرصت رامنځته کړي؟

افغانستان انټرنشنل پښتو د دې موضوع په اړه د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ له اجراییوي مشر او دفاعي شنونکي عبدالله خان سره خبرې کړې دي.
عبدالله خان وايي، سعودي عربستان او ترکیې له طالبانو سره په وروستیو کې اړیکې ښې کړې دي او د مکې تړون له مخې به د پاکستان پر وړاندې هر ډول برید د تړون پر نورو شریکانو هم د برید په توګه ګڼل کېږي. د نوموړي په باور، دغه وضعیت له طالبانو سره د پاکستان د مستقیم پوځي ټکر احتمال کموي.

هغه وايي، پاکستان ته اړتیا ده چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي، ځکه د ده په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلام‌اباد تګلارې د ترهګرۍ د کمېدو پر ځای د هغې د زیاتېدو او د دولت د واک د کمزوري کېدو لامل شوې دي.

عبدالله خان زیاتوي چې پاکستان کولی شي د ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین په څېر د دوستو هېوادونو له لارې طالبان وهڅوي چې د یوه مسوول حکومت په توګه عمل وکړي.
د هغه په وینا، د پاکستان له نظره له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو د ملاتړ پرېکول د اسلام‌اباد اساسي غوښتنه ده او که دا کار وشي، د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه کېدو پر لور تللی شي.

بلخوا، د افغان چارو شنونکی طاهر خان وايي، د مکې د تړون بشپړ جزیات لا نه دي خپاره شوي او تر دې دمه یوازې دا ټکی روښانه شوی چې پر یوه هېواد برید به د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

طاهر خان وايي، دا تړون په مستقیم ډول د افغانستان پر ضد نه دی او تر اوسه داسې نښې نه شته چې ګواکې د طالبانو په اړه به د پاکستان په پوځي تګلاره کې بدلون راشي.

هغه زیاتوي چې پاکستان به له سعودي عربستان او ترکیې څخه تمه ولري چې له طالبانو سره د امنیتي ستونزو په حل کې مرسته وکړي، ځکه دواړو هېوادونو مخکې هم د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې دي.

د طاهر خان په باور، د مکې تړون وروسته ښايي سعودي عربستان او ترکیه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب رول لا پیاوړی کړي.

نوموړی وايي، طالبان له وړاندې غواړي خپلې ستونزې له پاکستان سره د دوه‌اړخیزو خبرو له لارې حل کړي او پاکستان هم تر ډېره پر همدې نظر و، له همدې امله د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا څلور کاله خبرې اترې شوې دي.
طاهر خان ټینګار کوي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د موجودو ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره لا هم مستقیمې او دوه‌اړخیزې خبرې دي.

راپور: طالبان د افغانستان کانونه د وفادارو شبکو او بهرنیو منځګړو له لارې اداره کوي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۱
100%

د جیمز ټاون څېړنیز مرکز په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کانونو استخراج د دې ډلې د عوایدو پر مهمو سرچینو بدل شوی، خو د کانونو چارې د شفافو دولتي ادارو پر ځای د طالبانو د مشرانو، وفادارو شبکو او بهرنیو منځګړو له لارې په متمرکز ډول اداره کېږي.

د راپور له مخې، د افغانستان د کانونو احتمالي ارزښت له یو ټریلیون ډالرو اوړي او په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۴۰۰ ډېرې معدني زیرمې پېژندل شوې دي.

طالبانو تر اوسه لږ تر لږه ۲۰۵ د کانونو قراردادونه له څه باندې ۱۵۰ شرکتونو سره لاسلیک کړي او په ۲۰۲۳ کال کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د نویو قراردادونو اعلان هم کړی دی.

راپور وايي، طالبان د خپلې پخوانۍ وسله‌والې مبارزې پر مهال د کانونو له استخراج، د لارو له کنټرول او پر سوداګرو د فیسونو له اخیستو عواید ترلاسه کول او له ۲۰۲۱ کال وروسته دغه ډول کړنلارې د کانونو په دولتي سیستم کې هم ځای پر ځای شوې دي.

د راپور په وینا، د کانونو د قراردادونو او عوایدو په اړه د معلوماتو نشتوالی دا اندېښنې زیاتوي چې د افغانستان معدني شتمني د عامه ګټو پر ځای د طالبانو د مشرانو او نږدې شبکو په ګټه کارول کېږي. افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د کانونو د شفافیت له نړیوال نوښت څخه هم وځنډول شو.

راپور زیاتوي چې د کانونو وزارت د ۲۰۲۴ کال له لومړیو اوو میاشتو وروسته د کانونو د عوایدو په اړه خپل عامه راپورونه په پام وړ ډول کم کړي دي. د راپور له مخې، په ځینو سیمو کې د «منرال مافیا» په نوم شبکې له کان‌کیندونکو، لېږدوونکو، صادرونکو او سیمه‌ییزو سوداګرو مالیې او نورې پیسې راټولوي.

د ننګرهار په څېر ولایتونو کې، چې د کرومایټ، تالک او نورو معدني زیرمو له امله مهم بلل کېږي، د طالبانو د کانونو قراردادونه ډېر شوي دي.

راپور د کان‌کیندنې له امله د چاپېریال او خلکو پر ژوند هم اندېښنه ښودلې او وايي چې په شمالي افغانستان کې د ماشومانو د کانونو په کارونو کې د بوختېدو موارد ثبت شوي دي. همداراز په بدخشان او تخار کې د سرو زرو د کانونو پراختیا د ځايي خلکو د بې‌ځایه کېدو، د عوایدو د نابرابر وېش او د کانونو پر سر د شخړو لامل شوې ده.

د راپور له مخې، د جون په وروستیو کې بدخشان ته د طالبانو د شاوخوا زر ځانګړو ځواکونو استول هم د کانونو د لا ډېر کنټرول لپاره د دغه ډلې د هڅو یوه برخه وه.

راپور وايي، د افغانستان معدني شتمني کولی شي د هېواد د اوږدمهاله اقتصادي ودې لپاره مهمه سرچینه وي، خو که د شفافیت، حساب ورکونې او عامه ګټو پر ځای د شخصي عوایدو، سیاسي وفادارۍ او واک د ټینګولو لپاره وکارول شي، افغانستان به له لا ډېر اقتصادي او اداري کمزورۍ سره مخ شي.

د بدخشان د سرو زرو کانونه؛ د بې‌کارۍ پر وړاندې د کار زمینه او د چاپېریال پر وړاندې ګواښ

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱
100%

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په بدخشان کې د سرو زرو د کان‌کیندنې پراختیا زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، خو ورسره د سیمې د اوبو، کرنې او څړځایونو د ککړېدو او تخریب له امله د ځايي خلکو ژوند هم اغېزمن شوی دی.

د راپور له مخې، د بدخشان د شیوا په سیمه کې لسګونه کیندونکي شپه او ورځ د غرونو په لمنو کې د سرو زرو د موندلو لپاره کار کوي او د هېواد له بېلابېلو سیمو زرګونه کسان په دغه بهیر کې بوخت دي.

د شیوا سیمې ۷۴ کلن اوسېدونکی محمد امین وايي، د کان‌کیندنې له پیل مخکې د سیمې سیند ژور او اوبه یې پاکې وې، خو اوس د سیند اوبه د څښلو او ان د بدن مینځلو لپاره هم مناسبې نه دي.

نوموړي ویلي، د سیند پر غاړه واښه له منځه تللي او د دوړو او بادونو له امله کرنه هم نوره نه شي کېدای. هغه وايي، پخوا یې تر ۴۰ پورې وزې ساتلې، خو اوس یوازې د شاوخوا ۱۵ وزو د ساتلو توان لري.

امین زیاتوي چې خپله ځمکه یې د ۲۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې یوې کان‌کیندونکې کمپنۍ ته په اجاره ورکړې وه، خو تر اوسه یې یوازې نیمې پیسې ترلاسه کړي او شرکت د ځمکې د بېرته رغولو ژمنه هم نه ده پوره کړې.

د بدخشان د کانونو ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۵۰ تر ۷۰۰ کان‌کیندونکي شرکتونه ثبت شوي او زرګونه کسان په لاسي ډول د کانونو په کیندنه بوخت دي.

د راپور له مخې، د کان‌کیندنې پراختیا ګڼو بې‌کارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د کابل ۲۱ کلن محمد اغا خواجه‌خېل وايي، په شیوا کې د ټرکونو د بارولو له لارې میاشتنی ۱۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي او دا کار د کابل له بې‌کارۍ ورته ښه دی.

د ننګرهار اوسېدونکی شفیع‌الله احساس هم وايي، خپل کیندونکی ماشین یې بدخشان ته انتقال کړی، ځکه په خپل ولایت کې د سرو زرو د استخراج چارې نه وې پیل شوې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کان‌کیندنې د تنظیم هڅې یې زیاتې کړې دي. د وزارت په وینا، د هېواد د کانونو استخراج پخوا بې‌نظمه ترسره کېده، خو اوس هڅه کېږي چې دغه بهیر تر څارنې لاندې راوستل شي.

د بدخشان د کانونو چارواکي وايي، تېر کال په دغه ولایت کې حکومت ۱۱۲ کیلوګرامه سره زر راټول کړي دي. هغوی همداراز شاوخوا ۲۲۵ هغه کان‌کیندونکي ځایونه تړلي چې د سیمې چاپېریال او عامه تاسیساتو ته یې زیان اړولی و.

د چارواکو په وینا، په ځینو سیمو کې د کان‌کیندنې له امله پلونه، دوکانونه او ښوونځي د سېلابونو، خټو او خاورو لاندې شوي او پراخ زیانونه ورته اوښتي دي.

د راپور له مخې، د بدخشان ځینې غرنۍ سیمې لا هم د کان‌کیندنې له پراختیا خوندي پاتې دي. د سیمې یو مالدار فضل وايي، دا غرونه د خلکو د تفریح او څارویو د څرولو لپاره مهم دي او کان‌کیندنه یې د ځايي خلکو په ګټه نه ده.

نوموړی وايي، د سرو زرو له صنعت څخه تر ډېره زورواکي ګټه اخلي، نه د سیمې اوسېدونکي.

راپور: زرګونه افغانان لا هم د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ دي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
100%

د برېتانیا «انډیپنډنټ» ورځپاڼې په یوه سرمقاله کې له حکومت څخه غوښتي چې له هغو زرګونو افغانانو سره خپله ژمنه پوره کړي چې په افغانستان کې یې د بریتانوي ځواکونو ترڅنګ کار کړی او اوس د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ کېدای شي.

ورځپاڼه وايي، د بریتانیا د دفاع وزارت یوې داخلي ارزونې څرګنده کړې چې له بریتانوي ځواکونو سره د کارکوونکو افغانانو لپاره د طالبانو د غچ اخیستنې خطر لا هم شته.

د سرمقالې له مخې، د دفاع وزارت په فبرورۍ میاشت کې په ترسره شوې ارزونه کې ویلي چې د هغو افغانانو لپاره چې د بریتانیا له ځواکونو سره یې کار کړی او د بیا مېشتېدو شرایط لري، خطر «لا هم واقعي» دی، که څه هم د پخوا په پرتله کم شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا، د بریتانیا حکومت د ۲۰۲۵ کال په جون کې هغو افغان کورنیو د ایستلو بهیر ودراوه چې لا مخکې بریتانیا ته د انتقال لپاره منل شوې وې.

د برېتانیا د دفاع وزیر لوک پولارډ هم د روان کال په اپرېل کې ویلي وو چې هغه افغان کورنۍ چې د انتقال شرایط لري، باید له افغانستانه په خپله ځانونه د درېیم هېواد تر خوندي ځایه ورسوي.

د نوموړي په وینا، زرګونه افغانان چې لا هم د انتقال په تمه دي، باید « په خپله ځانونه یوه درېیم هېواد ته ورسوي».

ورځپاڼه وايي، د بریتانیا حکومت د هغو افغانانو د خوندیتوب ژمنه کړې وه چې د دغه هېواد له ځواکونو سره یې د ژباړونکو، لارښودانو، اداري کارکوونکو او نورو برخو کې کار کړی و.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، زرګونه افغانان لا دمخه بریتانیا ته انتقال شوي، خو شاوخوا ۷ زره نور افغانان چې د بیا مېشتېدو لپاره وړ بلل شوي، لا هم په افغانستان او یا ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې پاتې دي.

ورځپاڼه وايي، د دې شمېر د زیاتېدو یو لامل په ۲۰۲۲ کال کې د بریتانیا د دفاع وزارت هغه ستره امنیتي تېروتنه هم وه چې د بریتانوي ځواکونو له افغان همکارانو سره تړلی لېست په ناسم ډول د ناامن برېښنالیک له لارې واستول شو.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان همکارانو ته د خوندي انتقال په برخه کې ځنډ او د خطرونو کم اهمیت ښودل د منلو وړ نه دي.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې که څه هم د بریتانیا حکومت باید د غوښتونکو امنیتي ارزونه وکړي، خو هغه کسان چې لا دمخه د خوندیتوب لپاره منل شوي، باید نور په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې د ناامنۍ له خطر سره مخ پاتې نه شي.

په سرمقاله کې له برېتانیا غوښتل شوي چې د کابل د سقوط پنځه کاله وروسته، د افغان همکارانو په تړاو له ځنډ، عذرونو او د خطرونو له کم ښودلو لاس واخلي او خپلې ژمنې «په بشپړ او چټک ډول» عملي کړي.