د اینفانتینو پر رهبرۍ د فشارونو ادعا؛ فیفا د قانوني او ډیموکراتیک بهیر غوښتنه کوي

فیفا وایي، د دغې ادارې مشر جیاني اینفانتینو د کمزوري کولو لپاره منظمې هڅې روانې دي، خو ټینګار کوي چې د هغه د رهبرۍ د ننګولو هر ډول اقدام باید د فیفا د قوانینو او ډیموکراټیکو اصولو له مخې ترسره شي.
د اینفانتینو پر وړاندې فشارونه وروسته له هغه زیات شول چې د نړیوال جام او نورو سیالیو د سوداګریزو حقونو د یوې برخې د پلور له لارې د شاوخوا ۴،۲ میلیارده ډالرو د راټولولو طرحه یې له مخالفتونو سره مخ او ناکامه شوه.
له دې وروسته د اروپا د فوټبال ادارې (یوفا) د ځینو هېوادونو فوټبال فدراسیونونو او د فیفا ځینو چارواکو له اینفانتینو سره مخالفت وکړ او د هغه د استعفا غوښتنې هم مطرح شوې. په مراکش کې د فیفا په وروستۍ غونډه کې بیا د ادارې رهبرۍ له اینفانتینو څخه خپل ملاتړ تازه کړ.
فیفا وایي، په وروستیو کې د اینفانتینو او دې ادارې په اړه یو شمېر بېبنسټه او ناسمې ادعاوې خپرې شوې او دوی به د ناسمو راپورونو پر وړاندې غبرګون وښيي.
سره له دې چې یوفا ویلي نور پر اینفانتینو باور نه لري، خو د افریقا د فوټبال کنفدراسیون، د مکسیکو د فوټبال فدراسیون او د جنوبي امریکا فوټبال د کنفدراسیون په یوه خوله د هغه ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د اینفانتینو د لرې کولو هره هڅه باید د فیفا د ټولو غړو د رایې له لارې ترسره شي.
اینفانتینو به د راتلونکي کال په مارچ کې د فیفا کانګرس کې د څلورمې دورې لپاره د بیا ټاکل کېدو هڅه کوي. تر اوسه یې د مقابلې لپاره کوم روښانه نوماند نه دی راڅرګند شوی.
