د پنجاب حکومت : له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۲،۷ میلیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي

د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ۲۰۲۳ کال له پای راهیسې نږدې ۲،۷ میلیونه افغان کډوال له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې، یوازې له پنجاب ایالت څخه تر ۱۴۰ زرو ډېر بېاسناده افغانان اېستل شوي دي.
د یکشنبې په ورځ، د پنجاب د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې "تر اوسه پورې ټولټال ۲،۶۸۹،۲۹۵ افغانان له پاکستان څخه ایستل شوي دي."
د اعلامیې له مخې، یوازې له پنجاب څخه ۱۴۰،۴۶۸ بې اسناده افغانان ایستل شوي دي.
د وزارت په وینا، د فدرالي حکومت د پالیسۍ له مخې، ټول هغه افغان اتباع چې د اعتبار وړ ویزې ونه لري، استوګنه یې غیرقانوني ګڼل کیږي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې چارواکي په ټول ایالت کې د استوګنې په سیمو او بازارونو کې پلټنې کوي او بې اسناده افغانان نیول کیږي او د توقیف مرکزونو ته لیږدول کیږي څو بیرته خپل هیواد ته واستول شي.
د اعلامیې له مخې، 'اوس مهال، په پنجاب کې ۳۹ د اوسېدو مرکزونه فعال دي، چې ۱۸۸ افغان اتباع پکې اوسېږي.'
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د 'غیر قانوني بهرنيانو د بیرته ستنیدو پلان' اعلان کړ، چې له مخې یې غیر قانوني بهرنيانو ته امر شوی و چې له هیواده ووځي یا اېستل کیږي. په دې ډله کې غوڅ اکثریت افغانان اخراج شوي دي.
