رونالډو او جورجینا واده وکړ

د فوټبال د نړۍ ۴۱کلن ستوري کریسټیانو رونالډو او د هغه د ژوند څو کلنې ملګرې جورجینا رودریګز د سېشنبې په ورځ د پرتګال په کاسکاییس ساحلي ښار کې د ځانګړو مراسمو پرمهال واده وکړ.

د فوټبال د نړۍ ۴۱کلن ستوري کریسټیانو رونالډو او د هغه د ژوند څو کلنې ملګرې جورجینا رودریګز د سېشنبې په ورځ د پرتګال په کاسکاییس ساحلي ښار کې د ځانګړو مراسمو پرمهال واده وکړ.
د رونالډو د عامه اړیکو ادارې «برانزویک ګروپ» استازو فرانس پرېس خبري اژانس ته منلې، چې د واده مراسم خپلمنځي وو او د یادې جوړې پنځو اولادونو هم پهکې ګډون کړی و. دغه واده شاوخوا یو کال وروسته له هغې ترسره شول، چې ۳۲ کلنې ماډلې او د خواله رسنۍ فعالې جورجینا رودریګز په انسټاګرام کې د دوی د کوژدې د خبر اعلان وکړ.
رونالډو او جورجینا لومړی ځل په ۲۰۱۶کال کې هغه مهال سره ولیدل، چې جورجینا د مادرید ښار په یوه ګوچي پلورنځي کې کار کاوه. جورجینا دغه لومړنۍ لیدنه «د دوی د مینې د پیل نښې» په توګه یاده کړې ده.
جورجینا وروسته له هغه لا ډېره مشهوره شوه، چې په نتفلېکس کې یې «زه جورجینا یم» په نوم مستند فلم خپور شو. نوموړې تېرکال له ووګ عربیا مجلې سره په مرکه کې ویلي و، چې له رونالډو سره یې د پېژندګلوۍ له لومړیو شېبو څخه د ارامتیا او ځانګړې انرژۍ احساس کاوه؛ داسې چې ګواکې دوی له ډېرې مودې راهیسې یو بل پېژني.
په خواله رسنیو کې د یادې جوړې د څاروونکو ګډ شمېر تر ۷۵۰ مېلیونه ډېر دی. دوی د ګډ ژوند ترڅنګ په سوداګریزو برخو کې هم ګډې پانګونې لري.

رویټرز اژانس راپور ورکړی چې د کولمبیا په لوېدیځو زلزلهځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون چارې د سېشنبې په ورځ هم روانې وې. دا په داسې حال کې ده چې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۵۴ کسانو ته رسېدلی دی.
ژغورونکي د نړېدلو ودانیو له کنډوالو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره په ډېر احتیاط کار کوي. هغوی کله ناکله د سیمې له خلکو غواړي چې چوپ پاتې شي، څو د کنډوالو له لاندې د هغو کسانو غږونه واوري چې ښايي لا ژوندي وي او مرستې ته اړتیا ولري.
د ۷.۴ درجې په کچه دې زورورې زلزلې د دوشنبې په سهار د کولمبیا د قهوې کرکیلې مهمې سیمې ولړزولې. دا زلزله په روانه پېړۍ کې په کولمبیا کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.
راپور زیاتوي، زلزلې په بېلابېلو ښارونو کې د استوګنې ودانیو، کورونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو ودانۍ سختې زیانمنې کړې دي. ځینې ودانۍ چاودې شوې، ځینې یوې خوا ته کږې شوې او یو شمېر نورې په بشپړه توګه نړېدلې دي.
د زیانمنو شویو ښارونو د بېلابېلو راپورونو له مخې، د سېشنبې تر سهاره لږ تر لږه ۲۵۴ کسان وژل شوي دي. له دې ډلې ۱۰۱ کسان په پریرا او ۹۵کسان په کالي ښار کې وژل شوي دي. کالي د کولمبیا درېیم لوی ښار دی.
د کولمبیا د ارام سمندر پر غاړه په ځنګلونو پوښلې چوکو سیمه کې، چې د زلزلې د مرکز ترڅنګ پرته ده، ډېر بومي اوسېدونکي لا هم برېښنا او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په دغو سیمو کې د اړیکو پرې کېدل او د لارو خرابوالی د ژغورنې او مرستې چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د سیمې ځینې برخې دومره لرې پرتې دي چې ژغورونکي او مرستندویان په اسانۍ ورته نه شي رسېدلی.
زلزله د نوي ولسمشر ابېلاردو دِ لا اسپریېیا د لوړې له مراسمو یوازې څو ورځې وروسته شوې ده. نوموړي له زلزلهځپلو سیمو څخه لیدنه کړې او هغو کسانو ته یې د اقتصادي مرستو ژمنه کړې چې په زلزله کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
نوي حکومت له واک ته رسېدو سره سم د لګښتونو د کمولو لپاره د بېړنیو سپمايي ګامونو اعلان کړی و. حکومت اوس د هغه څه باندې ۱۸۰ میلیارد ډالرو بودجې د بیاکتنې لپاره چمتووالی نیسي چې پخواني چپلوري حکومت جوړه کړې وه.
د کولمبیا د قهوې ملي ټولنه هم له زیانمنو کورنیو سره یوځای په سیمو کې کار کوي، څو د قهوې پر کروندو، کلیوالو لارو او نورو کلیوالي بنسټونو د اوښتو زیانونو کچه معلومه کړي.
د وېروونکو شېبو انځورونه
ژغورونکو د دوشنبې تر شپې او د سېشنبې تر سهاره د درنو وسایلو، کیندونکو ماشینونو او حتا تشو لاسونو په مرسته د کنډوالو لټون وکړ.
ژغورونکو، رضاکارانو او د سیمې خلکو د انسانانو کتارونه جوړول او د کنډوالو ټوټې یې لاس په لاس لېږدولې، څو ښايي د کنډوالو لاندې بند پاتې کسان ومومي او وژغوري.
روزا ګونزالس، چې په پریرا ښار کې یې یوه مېلمستون چلاوه، وویل چې د زلزلې پر مهال له خپل مېړه او لس میاشتني ماشوم سره په ودانۍ کې وه.
هغې وویل: «ودانۍ په لړزېدو او درز کولو پیل وکړ. موږ لا بهر ته د منډې وهلو په حال کې وو چې ودانۍ راولوېده».
د هغې په وینا، له ودانۍ څخه اته کسان ژوندي را ووتل، خو یو سپینږیری سړی د ودانۍ پر برنډه بند پاتې شو. ګونزالس وېره لري چې ښايي نوموړی د زلزلې له وژل شویو کسانو څخه وي.
د کورنۍ پیشو هم د شپې د ژغورنې په عملیاتو کې له کنډوالو څخه را ایستل شوې ده.
په همدې مهال، د ټولنیزو رسنیو پېژندل شوی فعال خوزه ګایهګو د زلزلې پر مهال تازه د پریرا هوايي ډګر ته رسېدلی و. هغه په ژوندۍ بڼه ویډیو خپروله چې د زلزلې له امله د ودانۍ سختې لړزېدل او د چت د ځینو برخو لوېدل پکې لیدل کېدل.
هغه وویل: «ما ټپیان او په وینو لړلي کسان ولیدل چې چیغې یې وهلې او هڅه یې کوله خپلو کورنیو ته ځانونه ورسوي.»
ګایهګو وویل چې د نورو لړزو له وېرې یې ټوله شپه خوب ونه کړ او د خوندي پاتې کېدو لپاره یې په پرانیستې سیمه کې شپه تېره کړه.
تر سېشنبې ماسپښینه له ۱۰۰ څخه ډېرې وروسته لړزې ثبت شوې وې.
هغه وویل: «زه د ښار له یوې برخې څخه بلې ته په پښو لاړم. دوه ساعته وخت یې ونیو. لیدل کېدونکې صحنې ډېرې ویجاړوونکې وې؛ داسې ښکارېده لکه یو بد خوب چې په رښتیا بدل شوی وي».
زرګونه کسان بېکوره شوي
د زلزلې له امله د استوګنې ګڼې ودانۍ نړېدلې او په ډېرو کورونو کې ژور درزونه پیدا شوي دي. له همدې امله زرګونه کسان بېکوره شوي او خپلې کورنۍ یې د خپلو کورونو له مخې بهر په دې تمه دي چې د ودانیو د خونديتوب ارزونه بشپړه شي.
۳۴ کلن البرټو ماچادو وویل چې زلزله هغه مهال وشوه چې دی خپل زوی ښوونځي ته رسولی و.
د هغه په وینا، په کالي ښار کې یې کور په بشپړه توګه ویجاړ شو او مېرمن، خواښې او دوه واړه ماشومان یې اړ شول چې شپه د یوه ګاونډي په کور کې تېره کړي، خو لا هم نه پوهېږي چې په راتلونکو ورځو کې به څه کوي.
په یوه ورزشي مرکز کې هم د شپې لپاره د ۶۰ کسانو د ځای پر ځای کولو تیاری نیول شوی و. په دغو کسانو کې د یوه زیانمن شوي سپینږیرو د پالنې له مرکز څخه ۳۰ زاړه کسان هم شامل وو.
د سپیو او پیشوګانو د ژغورنې مرکزونو هم د خوړو، درملو او د مرستې لپاره د کسانو د برابرولو غوښتنې کړې دي.
د یوې ښځې له ژغورل کېدو وروسته د خلکو خوښۍ
په کالي ښار کې خلکو په کوڅو کې خواړه پخول او هڅه یې کوله چې له کنډوالو څخه د کار وړ شیان راوباسي او وساتي.
د تورېس دِل لیمونار د استوګنې د ویجاړ شوي مرکز مخې ته، چې پخوا په یوه ارامه او له ونو ډکه سیمه کې دوه څو پوړیزې ودانۍ وې، ژغورونکي، رضاکاران او سیمهییز چارواکي راټول شوي وو.
خلکو هغه مهال په خوښۍ چیغې او چکچکې وکړې چې ژغورونکو یوه ښځه له کنډوالو څخه ژوندۍ را وایسته. ښځه وروسته پر امبولانسبرانکارد کې د درملنې لپاره ولېږدول شوه.
خو د ډېرو نورو کسانو د ژغورنې پایله دومره ښه نه وه.
د کالي ښار د عامې روغتیا مسوول جرمان اسکوبار وویل چې د ښار مړيخونه نور د نویو مړو د ځای پر ځای کولو وس نه لري او چارواکي اړ شوي چې له کوڅو څخه نور مړي هم راټول کړي.
د کالي ښاروال الېخاندرو اېدر، چې له یو شمېر نورو چارواکو سره یې د لوټمارۍ د مخنیوي لپاره د شپې له خوا د ګرځېدو بندیز لګولی و او د دغه بندیز د پلي کولو لپاره یې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي وو، په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو له مخې، په یوه سخته زیانمنه سیمه کې د خلکو له اعتراض او چیغو سره مخ شو.
لرې پرتې سیمې لا هم د مرستو په تمه د
په چوکو سیمه کې د زلزلې د مرکز ترڅنګ د ځینو ښارګوټو اوسېدونکو سیمهییزو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه یې له حکومت څخه هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.
اندرېس کایسدو، چې د سیپي سیمې د خلکو له مشرانو څخه دی، کاراکول ټلوېزیون ته وویل چې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
سیپي یوه ځنګلي سیمه ده چې د چوکو له مرکز څخه د ځمکې او سیند له لارې شاوخوا ۱۱ ساعته واټن لري. دغه سیمه له دې وړاندې هم د وسلهوالو ډلو له بریدونو زیانمنه شوې ده.
کایسدو وویل: «موږ اړ یوو چې د انټرنېټ د لږې اړیکې د پیدا کولو لپاره ونو ته وخېژو. دلته ماشومان او سپینږیري شته چې لا هم د زلزلې له سختې وېرې نه دي راوتلي. موږ روغتیايي مرکز او درمل نه لرو. هر هغه څه مو چې له وسه پوره وو، په خپلو لاسونو مو ترسره کړي دي.»
د سېشنبې تر ماسپښینه پورې درې هوايي ډګرونه لا هم تړلي وو.
په ډېرو سیمو، په ځانګړې توګه په چوکو کې، خلکو ته د ګاز، اوبو او برېښنا رسونه لا هم بنده وه. د هېواد یو شمېر مهمې لویې لارې هم لا هم تړلې پاتې وې.
د اړیکو د کمزورتیا او د ځینو سیمو د لرېوالي له امله، د ژغورنې ډلې لا نه دي توانېدلي چې د ټولو زیانمنو سیمو حالت په بشپړه توګه معلوم کړي.
که څه هم ولسمشر دِ لا اسپریېیا د دوشنبې په غرمه د ټول هېواد د زلزلې د قربانیانو لومړنی شمېر اعلان کړی و، خو حکومت تر هغه وروسته د مړو د شمېر په اړه نوې رسمي شمېره نه ده خپره کړې.
د حکومت ځینو ادارو هم ویلي چې دوی ته امر شوی چې د قربانیانو جلا شمېرې خپرې نه کړي.
دې حالت د شنونکو او د رسنیو د نظر خاوندانو نیوکې راپارولې دي او د زلزلې د قربانیانو د کره شمېر په اړه یې لا ډېر ګډوډي رامنځته کړې ده.
کولمبیایي چارواکي وايي، په ځینو تر ټولو سختو زیانمنو سیمو کې د اړیکو د خرابېدو له امله ښايي د زلزلې د ټولو زیانونو او د قربانیانو د وروستي شمېر معلومول څو ورځې وخت ونیسي.
په داسې حال کې چې د لټون او ژغورنې چارې لا هم روانې دي، ژغورونکي هیله لري چې وکولای شي نور کسان هم له کنډوالو څخه ژوندي راوباسي. خو د وخت په تېرېدو سره دا وېره هم زیاتېږي چې ښايي د دې زورورې زلزلې د مړو شمېر نور هم لوړ شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ځینو اسنادو پربنسټ د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د وژلو لپاره د ایران ګواښ تېره میاشت د یوه بېساري عملیاتو لامل شو؛ په دغه عملیاتو کې ټرمپ په پټه د ترکیې له خاورې په یوې بلې پوځي الوتکه کې وتلی و.
د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ امریکايي چارواکو غوښتل د ټرمپ اصلي ځای پټ وساتي. له همدې امله یې د «اېر فورس ون» الوتکه داسې وکاروله، چې خلک فکر وکړي ټرمپ په همدې الوتکه کې سفر کوي؛ حال دا چې هغه په بله الوتکه کې و.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د غونډې لپاره انقرې ته د سفر پرمهال په هغې نوې بوینګ ۷۴۷ الوتکه کې ترکیې ته تللی و، چې قطر امریکا ته ډالۍ کړې ده؛ خو له ترکیې نه د وتلو پرمهال هغه د پټو کامرو ترمخ د «اېر فورس ون» له پخوانیو الوتکو څخه یوې ته پورته شوی؛ په داسې حال کې چې نوې الوتکه هم په همدې وخت کې د الوتنې لپاره چمتو وه.
واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې ټرمپ پخوانۍ الوتکې ته تر پورته کېدو وروسته په پټه د هوايي ډګر د خوړو د لېږدولو له یوه موټر څخه د امریکا د هوايي ځواک یوې کوچنۍ الوتکې ته انتقال شو او دغه الوتکې وروسته ټرمپ برېتانیا ته ولېږداوه.
په همدې حال کې خبریالانو او د سپینې ماڼۍ یوشمېر کارکوونکو چې فکر یې کاوه ټرمپ په پخوانۍ «اېر فورس ون» الوتکه کې دی، له هماغې الوتکې سره سفر وکړ. په دې توګه یاده الوتکه په عملي ډول د «غولونکي الوتکې» په نوم بدله شوه؛ څو د ولسمشر د اصلي موقعیت په اړه معلومات څرګند نهشي.
په راپور کې راغلي، له خبریالانو څخه د الوتنې پرمهال غوښتل شوي وو چې د الوتکې د کړکیو پردې تړلې وساتي. سپینې ماڼۍ د واشنګټن پوسټ پوښتنو ته په ځواب کې د دغه عملیاتو جزییات نه تایید او نه هم رد کړي؛ بلکې یوازې یې د نوې الوتکې پر خوندیتوب او د هغه دښمنانو پر حضور ټینګار کړی، چې ټرمپ یې په نښه کړی دی. پنټاګون پوښتنې سپینې ماڼۍ ته راجع کړې او د امریکا د پټو خدمتونو برخې هم په دې اړه له څرګندونې ډډه کړې.
د امریکا د ولسمشر د ساتنې لپاره د یادې الوتکې کارول بېسارې نهده. د یوه امریکايي چارواکي په وینا چې واشنګټن پوسټ ورسره خبرې کړې دي، په تېرو درېیو لسیزو کې داسې نورې پېښې هم رامنځته شوې دي چې د ولسمشر پر وړاندې د جدي ګواښونو، یا خطرناکو سیمو ته د هغه د سفر له امله، «اېر فورس ون» د غولونکې الوتکې په توګه کارول شوې ده.
یو له مشهورو بېلګو څخه یې په ۲۰۰۰کال کې پاکستان ته د هغه مهال د امریکا د ولسمشر بېل کلنټن سفر و. له ترکیې نه برېتانیا ته د یوې پوځي الوتکې پرمټ د ټرمپ لېږد په داسې شرایطو کې ترسره شوی، چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې وه او امریکايي چارواکو د ټرمپ پر وړاندې د احتمالي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی و.
افغان ایواک وايي، د کابل له سقوط پنځه کاله وروسته، د افغان متحدینو د ساتنې لپاره تېره اوونۍ مهم پرمختګونه شوي. د افغانستان د لنډمهاله خونديتوب قانون د امریکا د مشرانو جرګې ملاتړ ترلاسه کړی او د افغان متحدینو اسنادو د خوندي کولو لپاره نوی دوهګونديز قانون هم وړاندې شوی دی.
افغان ایواک په خپل اونیز راپور کې ویلي، د اګست په ۶مه د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون لپاره د استازو جرګې له طرحې سره د مشرانو جرګې موازي طرحه هم وړاندې شوه، چې له مخې یې په امریکا کې مېشت افغانانو ته د لنډمهاله خوندي وضعیت زمینه برابریږي. د اګست په ۷مه بیا څلورو سناتورانو مایک راونډز، امي کلبوچر، کریس کونز او تام ټیلیس د «افغان متحدینو د اسنادو او خدمتونو د میراث ساتنې قانون» په نوم نوی قانون وړاندې کړ.
افغان ایواک وايي، دواړه طرحې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ګډ ملاتړ لري او هدف یې دا دی چې د افغان متحدینو د ساتنې او د هغوی د خدمتونو د اسنادو لپاره داسې قانوني بنسټ رامنځته شي چې د یوه حکومت له تګلارې سره بدل نه شي.
د دې بنسټ په وینا، د «افغان متحدینو د اسنادو او خدمتونو د میراث ساتنې قانون» له مخې به د امریکا دفاع وزارت اړ وي چې د هغو له خطر سره مخ افغان متحدینو د خدمت اسناد او بایومتریک معلومات تایید او خوندي کړي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی. په طرحه کې د یوه خوندي برېښنايي سیستم جوړول هم شامل دي، څو افغان متحدین یا د هغوی استازي وکولای شي له هر ځایه، ان د افغانستان دننه، د خپلو خدمتونو د ثبت او خوندي کولو غوښتنه وکړي.
افغان ایواک وايي، دا طرحه په ځانګړې توګه د افغان ځانګړو ځواکونو، پیلوټانو، استخباراتي چارواکو، قاضیانو، څارنوالانو او دفاعي چارواکو لپاره مهمه ده چې د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر له ۲۲مې تر ۲۰۲۱ کال د سپټمبر لومړۍ پورې یې لږ تر لږه یو کال له امریکايي ځواکونو سره خدمت کړی وي.
د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون له مخې به افغانستان د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د لنډمهاله خوندي وضعیت لپاره وټاکل شي. افغان ایواک وايي، دا وضعیت په امریکا کې مېشت افغانان له افغانستان ته د شړلو څخه ساتي او هغوی ته د قانوني کار اجازه ترلاسه کولو زمینه برابروي.
د افغان ایواک په وینا، «لنډمهاله خوندي وضعیت د بېړني حالت ترمز دی»؛ دا دایمي استوګنې یا د ځانګړې کډوالۍ ویزې بدیل نه دی، خو د هغو افغانانو د شړلو مخه نیسي چې په امریکا کې د پاتې کېدو له خطر سره مخ دي.
افغان ایواک همداراز خبرداری ورکړی چې د افغانانو د امریکا ته د انتقال او ویزو د بیا پیل په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي معلومات باید له احتیاط سره وکتل شي. دغه بنسټ وايي، د افغانانو د ځانګړې کډوالۍ ویزو ورکړه لا نه ده بېرته پیل شوې، د ویزو مرکې لا هم د ټولو قضیو لپاره رد کېږي او د افغانانو پر داخلېدو د سفر بندیز هم پر ځای دی.
د دې بنسټ په وینا، د جولای په ۳۰مه د امریکا د یوې فدرالي محکمې پرېکړه یوازې هغو افغان کورنیو ته محدوده ده چې د امریکا د پناهحق لرونکو کسانو د کورنۍ د یوځای کېدو د پروګرام لاندې دي. افغان ایواک ټینګار کوي چې دغه پرېکړه د ځانګړې کډوالۍ ویزې، کډوالۍ یا لنډمهاله بشري سفر اجازه پروګرامونه نه دي پرانیستي.
افغان ایواک له هغو افغانانو چې د اسلاماباد په سفارت کې د ویزې مرکې لري، هم غوښتي چې د اوسني وضعیت له مخې خپلې مرکې وځنډوي یا بیا مهالویش کړي او د ناسم معلوماتو او درغلیو پر وړاندې له احتیاطه کار واخلي.
په ورته وخت کې، د امریکا د کانګرس ۳۵ غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر هګسیټ او د کورني امنیت وزیر وین مولن ته په یوه لیک کې د قطر په عینالسلیه کمپ کې د شاوخوا ۱۱۰۰ ارزول شوو افغان متحدینو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی له ادارې غوښتي چې د دغو کسانو د انتقال بهیر بېرته پیل کړي، کانګرس ته معلومات ورکړي او د هغوی له رضایت پرته یې له کمپ څخه ونه لېږدوي.
افغان ایواک وايي، د کمپ د تړل کېدو نېټه د سپټمبر ۳۰مه ده او اندېښنه لري چې د انتقال د پروسې ځنډ به دغه کسان له لا زیات ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي.
دا بنسټ په داسې حال کې د افغان متحدینو د ساتنې لپاره د کانګرس د وروستیو هڅو یادونه کوي چې د کابل د سقوط پنځمه کلیزه رانږدې شوې او په ورته وخت کې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنول هم دوام لري.
افغان ایواک وايي، «پنځه کاله د یوې وینا لپاره نه، بلکې د حساب ورکولو لپاره کافي موده ده» او ټینګار کوي چې د امریکا له افغان متحدینو سره د شوې ژمنې د عملي کولو لپاره د کانګرس وروستي ګامونه د پای کرښه نه، بلکې د یوه اوږده بهیر د بیا پیل لومړنی مهم پرمختګ دی.
د لسګونه اوسنیو او پخوانیو استخباراتي چارواکو یوې نظرپوښتنې د برېتانیا اېم ای۶ د اروپا تر ټولو ځواکمن استخباراتي سازمان بللی دی. د فرانسې د بهرني امنیت عمومي ریاست په دویم ځای کې راغلی او هالنډ د تمې خلاف درېیم مقام خپل کړی دی.
د «واینېټ» د راپور له مخې؛ فرانسوۍ اوونیزې اېکسپرېس د یادې ډلبندۍ چمتو کولو لپاره له ۲۵ استخباراتي سازمانونو سره د ۶۰ اوسنیو او متقاعدو افسرانو مرکې راخیستې دي. په دغه کسانو کې ۱۶ یې د یوه استخباراتي سازمان اوسني یا پخواني مشران وو.
دغه استخباراتي سازمانونه د نفوذي سرچینو جذبولو، د قدرت مرکزونو ته د ننوتلو، د پټو عملیاتو او ورانکارۍ ترسره کولو او همداراز د سایبري وړتیاوو پر بنسټ ارزول شوي دي.
اېم ای۶ د اوږدمهاله سرچینو جذبولو او روزلو په برخه کې، په ځانګړې توګه په روسیه، چین، ایران او ترکیه کې تر ټولو لوړ امتیازونه ترلاسه کړي. یوه فرانسوي استخباراتي چارواکي ویلي، چې برېتانیا وخت ناوخت د مشهورو پوهنتونونو فارغان د هغوی د فعالولو له وخت څخه شاوخوا لس کاله وړاندې جذبوي. نوموړي ادعا کړې، چې د ایران حکومت د دفاع وزارت پخوانی مرستیال وزیر عليرضا اکبري هم د برېتانیا لهخوا جذب شوی و.
فرانسه د خپلو پراخه نړۍوالو فعالیتونو، د انساني استخباراتو له پټو عملیاتو او تخنیکي وړتیاوو سره د یوځای کولو له امله په دویم ځای کې راغلې ده. یوه پولنډي استخباراتي افسر ویلي، فرانسه د هغه ګوتو په شمېر هېوادونو څخه ده چې کولای شي یو هدف «له شور پرته لهمنځه یوسي». پنځو ګډونوالو هم د فرانسې استخباراتي سازمان په لومړي ځای کې حساب کړی دی.
هالنډ په درېیم مقام کې تر تمې خلاف لوړ ځای خپل کړ. اېکسپرېس لیکلي، چې د دغه هېواد استخباراتي سازمان د اروپا په ګڼو مهمو سایبري عملیاتو کې ونډه لري. یادې مجلې په ۲۰۰۷کال کې په ایران کې د Stuxnet د کمپیوټري ویروس د ځای پرځای کولو په برخه کې د هالنډ د احتمالي رول په اړه راپورونو ته هم اشاره کړې ده.
ورته مهال جرمني پنځم ځای خپل کړ. اوکراین هم د جګړې پرمهال د خپلو استخباراتي سازمانونو د چټک بدلون او د پېچلو او نوښتګرو عملیاتو ترسره کولو له امله وستایل شو. ځینو اروپايي افسرانو دغه بهیر د اوکراین د استخباراتي ادارې «موساد کېدو» په نوم یاد کړی دی.
د سکاندیناوی هېوادونو او بالتیک سیمې استخباراتي سازمانونو هم د روسیې د نفوذ پر وړاندې د مبارزې د تجربې له امله لوړ امتیازونه ترلاسه کړي دي. اسراییل په رسمي ډول په دې ډلبندۍ کې شامل نه و؛ خو یوسي کوهن د موساد پخواني مشر په دغه نظرپوښتنه کې ګډون کړی و.
د اېکسپرېس مرستیال مدیر اتین ژیرار په خپله شخصي ارزونه کې ویلي، که دغه ډلبندي نړۍواله وای؛ نو امریکا به لومړی او موساد به ښايي له برېتانیا وروسته په دویم یا درېیم ځای کې راغلی وای.
نوموړي موساد په منځني ختیځ کې د ساحوي نفوذ، هدفي عملیاتو او سایبري وړتیاوو له پلوه بېساری بللی؛ خو ویلي یې دي د اکتوبر د اوومې نېټې برید وښوده، چې د استخباراتي ادارو او سیاسي چارواکو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی کولای شي ان تر ټولو ځواکمن استخباراتي سازمانونه هم زیانمن کړي.
د امریکا د نیو مکسیکو یوې محکمې د انسټاګرام او فیسبوک مور شرکت مېټا ته حکم وکړ چې ۵۶۷ میلیونه ډالر ورکړي، څو د ددغو پلاتفورمونو له امله ماشومانو او ځوانانو ته د اوښتو زیانونو د کمولو لپاره د درملنې، پوهاوي او اغیزو مخنیوي پروګرامونه تمویل شي.
قاضي براین بیدشاید د پنجشنبې په وروستیو کې په خپل حکم کې ویلي چې د دې پیسو ډېره برخه یا ۴۲۰ میلیونه ډالر به د ځوانانو لپاره د درملنې خدمتونو ته ځانګړې شي. پاتې پیسې به د پوهاوي، زیانونو مخنیوي، د ستونزو د معلومولو اړوند خدمتونو او نورو لګښتونو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې وکارول شي.
دا نوې سزا پر هغو ۳۷۵ میلیونه ډالرو مدني جریمو سرباري ده چې د مارچ په میاشت کې یوې جرګې (jury) پر مېټا لګولې وې. جرګې پرېکړه کړې وه چې شرکت ښه خبر و او د ماشومانو رواني روغتیا ته یې زیان رسولی.
په دویم پړاو کې څارنوالانو له قاضي وغوښتل چې پر مېټا اساسي بدلونونه ولګوي.
په دې توګه، د مېټا ټول مالي مسولیت ۹۴۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي. دا اندازه د شرکت د کلني عاید په پرتله ډېره کمه ده، ځکه مېټا په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالر ګټه کړې وه.
سره له دې، دا پرېکړه د مېټا لپاره بله ستونزه بلل کېږي، ځکه شرکت د زرګونو هغو کورنیو له لوري له ګڼو دعوو سره مخ دی چې وايي د ټولنیزو رسنیو له امله یې ماشومان زیانمن شوي دي.
د نیو مکسیکو لوی څارنوال راول تورېز وویل چې دا پرېکړه یو روښانه پیغام ورکوي چې شرکتونه به هغه وخت مسوول وبلل شي چې د دوی د محصولاتو ډیزاینونه ماشومان له خطر سره مخ کړي.
هغه وویل: «د نن ورځې پرېکړه د هرې هغې مور او پلار بری دی چې د ټولنیزو رسنیو د اغېزو په اړه اندېښمن دي او د هر هغه ماشوم بری دی، چې د انلاین نړۍ په برخه کې د خوندي ودې حق لري.»
مېټا ویلي چې د دې پرېکړې پر ضد به استیناف وکړي.
شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ د خپلو پلاتفورمونو د کاروونکو د خوندي ساتلو لپاره سخت کار کوو او د ناوړه کسانو او زیان رسوونکو محتواوو د پېژندلو او لرې کولو ستونزو په اړه مو روڼتیا ساتلې ده. موږ لا هم باور لرو چې د ځوانانو د انلاین خوندیتوب په برخه کې زموږ ریکارډ پیاوړی دی او د هغو ادعاوو پر وړاندې به دفاع وکړو چې حقایق ناسم بیانوي.»
قاضي امر کړی چې فیسبوک او انسټاګرام باید داسې معلوماتي پاڼې او خبرتیاوې جوړې کړي چې کاروونکو ته په روښانه ډول د خوندیتوب ځانګړتیاوې، غوره لارې او د نامناسبو تبصرو د مخنیوي وسایل تشریح کړي.
دا بدلونونه او په نیو مکسیکو کې د پوهاوي کمپاین به د ایالت له خوا وڅارل شي.
محکمې ویلي چې د ماشومانو د محرمیت فدرالي قوانین مېټا ته اجازه نه ورکوي چې د ۱۳ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د عمر د تایید په موخه له هغوی شخصي معلومات وغواړي یا یې انلاین وڅاري.
مېټا باید په راتلونکو دوو کلونو کې د ۱۳ کلونو څخه کم عمر لرونکو کاروونکو د پېژندلو ځانګړی ماډل هم جوړ کړي.
همداراز، شرکت باید په نیو مکسیکو کې له هغو فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو څخه د عمر ثبوت وغواړي چې اټکل کېږي له ۱۳ کلونو کم عمر لري.