حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

حزب اسلامي ګوند د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره له هغه نوي طرحې ملاتړ کړی چې د ملي شورا د رامنځته کولو او د ټاکنو د ترسره کولو وړاندیز کوي.

حزب اسلامي ګوند د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره له هغه نوي طرحې ملاتړ کړی چې د ملي شورا د رامنځته کولو او د ټاکنو د ترسره کولو وړاندیز کوي.
د «ملي یووالي تړون» په سرلیک دغه طرحه د ټاکنو او د اساسي قانون د مسودې له لارې د واک لیږد وړاندیز کوي، او خبرداری ورکوي چې د سوله ایز حل ردول به د «ملي پاڅون» سره مخ شي.
دوی د ټاکنو له لارې د واک لېږد او د اساسي قانون سمون وړاندیز کوي.
په دې طرحه کې د واک پر انحصار، د غوره شویو بنسټونو او اساسي قانون پر نشتوالي، د ښځو پر بېبرخې کولو، د ښوونځیو پر تړل پاتې کېدو او اقتصادي او ټولنیزو ستونزو باندې په نیوکې سره د افغانستان اوسنی وضعیت انځور شوی او د سیاسي تفاهم له لارې د کړکېچ پر هواري ټینګار شوی دی.
د حزب اسلامي سرچینو ویلي چې دا طرحه د یو شمېر وګړو لخوا وړاندې شوې او ګلبدین حکمتیار یې ملاتړ کړی دی.
په دې طرحه کې وړاندیز شوی چې د خلکو د باور وړ استازو څخه جوړه شوې یوه ملي شورا باید رامنځته شي او د نوي اساسي قانون د سمون مسوولیت پر غاړه واخلي. د دې شورا د جوړولو لپاره هم د تناسبي استازولۍ په سیسټم سره د ازادو او روڼو ټاکنو د ترسره کولو وړاندیز شوی دی.
دغه طرحه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د جوړېدو او د اساسي قانون د سمون او د نوي حکومت د جوړولو لپاره د داسې یوې انتقالي دورې غوښتنه کوي چې تر ټولو زیاته موده یې یو کال وي.
د طالبانو د هوکړې په صورت کې، اوسنۍ اداره د نوي حکومت تر جوړېدو پورې به خپل کار ته دوام ورکوي، خو د لورو لخوا یوه توافقي شورا به د حکومت پر کړنو څارنه کوي.
د طرحې په بله برخه کې راغلي چې که طالبان سولهییزه حللاره ونه مني او د واک انحصار او اوسني وضعیت ته دوام ورکړي، مخالف جریانونه به د وضعیت د بدلولو لپاره په ګډه اقدام وکړي.
په دې برخه کې د مدني نافرمانۍ، د مالیاتو له ورکولو څخه ډډه کول او د جګړې د دوام په صورت کې د وسلهوالې مبارزې خبره شوې ده.
په دې طرحه کې ټینګار شوی چې سوله او خبرې اترې لومړیتوب لري او پوځي غوراوی به یوازې هغه وخت مطرح وي چې د کړکېچ د هواري نورې لارې تړل شوې وي.
په دې برخه کې، د «ملي پاڅون» په اړه پرېکړه هم د طالبانو د دریځ روښانه کېدو او د مخالفو جریانونو ترمنځ توافق پورې مشروطه شوې ده.
په طرحه کې دا هم راغلي چې دا وړاندیز به د سیمې له هېوادونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو قدرتونو سره شریک کړل شي ترڅو ترې ملاتړ وکړي او د افغانستان په اړه په خپلو تګلارو کې بیا کتنه وکړي.
دا سند پنځه پاڼې لري او په پنځو اصلي مادو کې، د ملي شورا له جوړېدو او ټاکنو نیولې تر انتقالي دورې او د سولهییزې حللارې د رد په صورت کې د «ملي پاڅون» تر غوراوي پورې تشریح کوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان له ملي رهبر غوښتي چې د ټاپي پروژې د ګازو بیې پر سر هوکړه وشي او د بیې ټاکلو فورمول تعدیل شي. دواړو لورو د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو لپاره د تخنیکي کمېټې پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا د معلوماتو له مخې ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د ترکمنستان له ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.
ملا برادر ویلي، په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي او تمه ده چې پاتې کارونه یې په ټاکلي وخت بشپړ شي.
هغه له ترکمن لوري وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ګازو د بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول داسې تعدیل شي چې د اروپايي بازارونو د بیو د شدیدو بدلونونو له اغېزو مخنیوی وشي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له ترکمن لوري غوښتي چې د ګاز قرارداد دې د اوږدې مودې لپاره وي، شرایط یې اسانه او د بیاکتنې لپاره دې پکې انعطاف منونکی مېکانېزم شامل شي.
ملا برادر په هرات کې د ګازو د وېش او مصرف لپاره د شبکې جوړولو په برخه کې د ترکمن لوري د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.
هغه د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون د جوړېدو او په دې پروژه کې د لا ډېرو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د ګډو هڅو غوښتنه کړې.
ملا برادر ویلي، ټاپي د افغانستان او ترکمنستان ستراتیژیکه ملګرتیا لا پیاوړې کړې او اړتیا ده چې د سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره دواړه لوري د نفتو د ترانزیټ په موخه د ایکریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن باشي بندر کې د افغان ترانزیټي مالونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د لاجوردو مسیر د بیا فعالولو لپاره ګډ کار وکړي.
هغه د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ شبکې د بیارغونې او پراختیا او په افغانستان کې د برېښنا او ترانسپورټ د لویو اقتصادي پروژو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
بلخوا د ترکمنستان ملي مشر قربان قلي بردي محمدوف ویلي، ترکمنستان چمتو دی چې هرات ته د ټاپي نللیکې د پایپ غځولو ترڅنګ، په هرات کې د ګازو د وېش شبکې د جوړولو او د ټاپ پروژې د عملي چارو د پیل لپاره هم کار وکړي.
بردي محمدوف زیاته کړې چې په ټاپ پروژه کې یو شمېر بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی لري.
هغه زیاته کړې عشق اباد چمتو دی چې په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ترکمنستان ملي رهبر د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره د لاجوردو مسیر د فعالولو پر ګډو هڅو هم ټینګار کړی.
نوموړي لوري برادر ته ډاډ ورکړ ی چې په افغانستان کې د برېښنا او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د پیل شویو پروژو چارې به په ټاکلو نېټو او چټکتیا سره بشپړې کړي.
دطالبانو د واکمنۍ پنځه کاله وروسته، وسلهوال مخالفان لا هم د ځواک د توازن بدلولو توان نه لري؛ خو څېړونکي وايي، د مشروعیت بحران، اقتصادي ستونزې، ټولنیزه ناخوښي او داخلي اختلافات د دې ډلې مهمې کمزورۍ دي، خو لا یې د سقوط نښې نه لیدل کیږي.
واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، د دې ډلې وسله وال مخالفان لا هم نه دي توانېدلي چې د ځواک توازن بدل کړي. طالبان په ټول افغانستان کې دولتي ادارې او د هېواد اصلي اقتصادي سرچینې په خپل واک کې لري.
مخالفان نه کومه سیمه تر خپلې ولکې لاندې لري او نه هم له اغېزمن بهرني ملاتړ څخه برخمن دي چې وکولای شي، لکه د جګړو په کلونو کې د طالبانو په اړه د پاکستان ملاتړ، یوې چریکي ډلې ته د پراختیا او دوام زمینه برابره کړي.
موږ د طالبانو د واکمنۍ د راتلونکي په اړه د ازادۍ جبهې له مشر یاسین ضیا، څو څېړونکو او پخوانیو افغان چارواکو سره خبرې کړې دي.
د څېړونکو نظر دا دی چې طالبان له جدي ستونزو سره مخ دي، خو دا ستونزې لا هم په دې معنا نه دي چې د طالبانو سقوط نږدې دی.
یاسین ضیا افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو راتلونکی باید یوازې د جګړې د ډګرونو له وضعیت څخه ونه ارزول شي. د هغه په اند، د دې ډلې تر ټولو مهمه کمزوري سیاسي ده: «زموږ د هیلې تر ټولو مهم عامل د طالبانو سیاسي ماتې ده، چې له نېکه مرغه موږ دې هدف ته رسېدلي یو.»
د هغه په وینا، طالبان سره له دې چې واک او پراخ امکانات په لاس کې لري، نه دي توانېدلي چې ملي مشروعیت، د خلکو رضایت او یا نړیوال منل کېدل ترلاسه کړي. خو د مخالفانو ستونزه همدلته ده.
تر اوسه د طالبانو سیاسي ماتې د دې ډلې په واکمنۍ کې د قدرت په بحران نه ده بدله شوې.
په استرالیا کې دوه افغان څیړونکي عباس فراسو او نعمت بیژن د دې کمزورۍ د پایلو په ارزونه کې ډېر محتاط دي.
د دوی له نظره، د مشروعیت نشتوالی په خپله د یوه نظام د نږدې سقوط نښه نه ده. طالبان لا هم د قدرت د اعمالو اصلي وسایل په واک کې لري او مخالفان هم نه دي توانېدلي چې وسله وال مقاومت هغې کچې ته ورسوي چې د سیمې پر کنټرول د دې ډلې ولکه وننګوي.
خو دواړه خبرداری ورکوي چې که اقتصادي، سیاسي او ټولنیز بحرانونه دوام وکړي، طالبان نه شي کولای خپل ثبات قطعي وبولي.
د مقاومت ډلو چریکي بریدونه اوس مهال تر ډېره سمبولیک او سیاسي اړخ لري. د دغو بریدونو پیغام دا دی چې طالبان ماتېدونکي نه دي.
خو دا بریدونه هغه مهال د طالبانو لپاره پر جدي ګواښ بدلېږي چې د مقاومت ډلې وکولای شي د دې ډلې پر سیمه ییز کنټرول محدودیت ولګوي، له غرنیو لمنو ووځي او په کلیو کې اډې پیدا کړي.
له دې سره یو ځای، دوی یوه باوري شاتنۍ جبهې ته اړتیا لري چې پیسې، وسلې، د جنګیالیو د درملنې زمینه او د خپلو مشرانو لپاره خوندي پناه ځای برابر کړي.
یاسین ضیا وايي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د سیاسي بدلون نږدې ټولې لارې تړلې دي. ټاکنې نشته، اساسي قانون څنګ ته شوی او ښځې د عامه ژوند له یوې لویې برخې حذف شوې دي.
هغه وویل: «هر کله چې یوه واکمني د اصلاح ټولې لارې وتړي، په عملي توګه د ځان پر وړاندې د مخالفت ټولنیزه زمینه پراخوي.»
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ځینو سیمو کې ناخوښي لا څرګنده شوې ده. په بدخشان کې اعتراضونو د سیمه ییزو خلکو او طالبانو ترمنځ د سرچینو او د دغو سیمو د ادارې پر سر د تاوتریخوالي یوه برخه څرګنده کړې ده.
وروسته له هغې چې د طالبانو د مخالفانو یوې ډلې، چې «سپاهی میهن» نومېږي، د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ خپل بیرغ پورته کړ.
په سوېلي افغانستان کې هم طالبان په ځینو مواردو کې اړ شوي چې د بزګرانو د اقتصادي فشارونو پر وړاندې نرمښت وښيي طالبانو په ځینو سوېلي سیمو کې په غیررسمي ډول د کوکنارو کرکیلې ته اجازه ورکړې ده. دا ډول امتیازونه چندان د حیرانتیا وړ نه دي. سوېل د طالبانو دودیزه اډه ده او د بېوزلو بزګرانو ترمنځ د ناخوښۍ پراختیا د دې ډلې لپاره درنه بیه لرلای شي.
عباس فراسو د طالبانو د دوام یو له مهمو عواملو څخه د یوه پیاوړي او منظم اپوزیسیون نشتوالی بولي. هغه وايي، د طالبانو مخالفان تیت پرک دي، ګډه قومانده او ګډ سیاسي پروګرام نه لري او له اغېزمن بهرني ملاتړ څخه هم برخمن نه دي.
فراسو وویل: «د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره، په راتلونکو دوو تر پنځو کلونو کې تر ټولو محتمل سناریو د طالبانو د امارت ټینګښت دی.»
دا وړاندوینه په دې معنا نه ده چې د طالبانو ستونزې حل شوې دي. د هغه له نظره، دا ډلې تر ډېره ځکه دوام کړی چې مخالفان یې لا نه دي توانېدلي د طالبانو له کمزوریو څخه استفاده وکړي.
د بدخشان په زیباک کې وروستۍ نښتې د ازادۍ جبهې لپاره ځانګړی اهمیت لري. یاسین ضیا وايي، دا جګړې د دې جبهې د ډېرو نورو عملیاتو په پرتله له کوچنیو چریکي بریدونو څخه اوښتې او له طالبانو سره په مستقیمې مقابلې بدلې شوې دي.
هغه وویل: «دا تحول په یوازې ځان د ځواک د توازن د بدلون په معنا نه دی، خو ښيي چې د طالبانو پر وړاندې ولسي مبارزه له محدودو چریکي عملیاتو څخه د جګړې د ډګر پېچلو بڼو ته بدله شوې ده.» ضیا په عین حال کې مني چې په تېرو پنځو کلونو کې د ازادۍ جبهې ډېری عملیات کوچني او محدود وو. هغه وویل: «موږ باید واقعیت له تبلیغاتو سره بدل نه کړو. یو مسوول حرکت باید د خپلو نننیو وړتیاوو او خپل وروستي هدف ترمنځ توپیر وکړي.»
هغه همداراز وویل: «موږ پوهېږو چې د کوچنیو بریدونو بېحده تکرار په یوازې ځان هېڅ حکومت نه شي نسکورولای.»
په تېرو کلونو کې د ازادۍ جبهې د بریدونو درې موخې لرلې: په ډګر کې د حضور ساتل، د طالبانو د ماتې نه منلو تصور له منځه وړل او په افغانستان کې د منظمې شبکې جوړول.
ضیا وايي، راتلونکی پړاو ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري. د سیاسي تنظیم پراخول، له ټولنې سره اړیکې، د قوماندې یووالی، په ډېرو سیمو کې حضور او د یوه معتبر سیاسي بدیل وړاندې کول هغه اړتیاوې دي چې نوموړي پرې ټینګار کوي.
علي احمد جلالي، د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر، هم په بدخشان کې وروستي تحولات د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د خلکو د غبرګون د زیاتېدو نښه بولي.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، هر «استبدادي نظام» بالاخره د خلکو له غبرګون سره مخ کېږي، خو د مخالفانو اوسني تیت پرک بریدونه لا هم د طالبانو لپاره جدي ګواښ نه دي.
جلالي وویل، په لرې پرتو سیمو کې محدود عملیات د ځواک د توازن د بدلولو لپاره کافي نه دي. د هغه له نظره، د مخالفانو بریا سیاسي یووالي، ګډې ستراتیژۍ او ملي رهبرۍ ته اړتیا لري.
هغه خبرداری ورکړ چې که اعتراضونه او نښتې تیت پرکې پاتې شي، طالبان کولای شي د خپلو پوځي او امنیتي امکاناتو په کارولو سره یې مهار کړي.
اقتصاد د طالبانو د واکمنۍ له نورو زیانمنو برخو څخه دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
طالبان د لوږې، بېکارۍ او د ژوند د اقتصادي بحران د مقابلې لپاره کافي سرچینې نه لري او د افغانستان د پخوانیو حکومتونو په څېر د بهرنیو مرستو دوام ته اړتیا لري.
د طالبانو یو شمېر مخالفانو، په ځانګړي ډول امرالله صالح، په تېرو کلونو کې هیله لرله چې د بهرنیو مرستو کمېدل یا بندېدل به پر دې ډلې فشار زیات کړي. خو د تېرو پنځو کلونو تجربې ښودلې چې پراخ فقر په لازمي ډول سیاسي پاڅون ته نه اړوي.
یاسین ضیا د فقر له امله رامنځته شوې ناخوښي، د سیاسي ځپنې او د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو ترڅنګ، د مقاومت د ټولنیزې زمینې یوه برخه بولي.
خو نعمت بیژن د خلکو د عمومي ناخوښۍ او پر حکومت د سمدستي ګواښ ترمنځ توپیر کوي.
هغه وایي: «فقر یا نړیوال انزوا په یوازې ځان ښايي د حکومت د سمدستي سقوط لامل نه شي.»
د بیژن له نظره، ستونزه هغه مهال د طالبانو لپاره جدي کېږي چې اقتصادي فشار د واکمنۍ دننه جوړښت ته سرایت وکړي.
د عوایدو کمېدل، د سرچینو پر سر سیالي، د قوماندانانو ناخوښي او د طالبانو د ادارې د توان کمېدل چې خپلو وفادارو شبکو ته ګټې برابرې کړي، کولای شي د طالبانو داخلي ثبات زیانمن کړي.
بیژن وویل، که «خلک احساس کړي چې د خپل ژوند، زده کړو، کار او د خپلو اولادونو د راتلونکي د ښه کېدو هېڅ هیله نشته»، ناخوښي کولای شي خطرناکه بڼه غوره کړي.
عباس فراسو هم وايي، طالبان په ځینو برخو کې، لکه د مالیاتو او داخلي عوایدو په راټولولو کې، ډېر بریالي شوي دي. خو هغه دا موضوع د دې نښه نه بولي چې طالبان په یوه عادي حکومت بدل شوي دي.
د هغه په وینا، د طالبانو اقتصادي جوړښت تر ډېره پر ګمرکونو، مالیاتو او د کانونو پر استخراج ولاړ دی او اصلي هدف یې د سیاسي او امنیتي دستګاه ساتل دي، نه د هوساینې دولت جوړول.
هغه د طالبانو اقتصاد «لوټمار اقتصاد» بولي او وايي: «طالب ډلې د دغو سرچینو د ترلاسه کولو پر سر په سخته سیالۍ کې دي.»
په کابل کې د کندهار د رهبرۍ د مېشتو چارواکو او د حقاني شبکې او د طالبانو د ځینو سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ اختلافات څو ځله راپور شوي دي. خو دا اختلافات تر اوسه داسې درز او بیلتون ته نه دي رسېدلي چې د واکمنۍ یووالی له ګواښ سره مخ کړي.
عباس فراسو وايي، د طالبانو د رهبرۍ واکمني، د کورنیو مخالفانو ځپل، د سقوط له وېرې ګډ احساس، د ګډو دښمنانو شتون او د قدرت پر انحصار ایډیالوژیک باور تر اوسه د دغو درزونو د پراخېدو مخه نیولې ده.
نعمت بیژن هم داخلي اختلافات جدي بولي، خو وايي خطر هغه مهال زیاتېږي چې څو بحرانونه په یوه وخت کې رامنځته شي.
د رهبرۍ د ځایناستۍ بحران، د داخلي اختلافاتو زیاتېدل، د قوماندانانو جلا کېدل او د عوایدو ناڅاپي کمېدل هغه عوامل دي چې د نوموړي په نظر کولای شي د طالبانو یووالی له ننګونې سره مخ کړي.
بیژن وویل: «که په افغانستان او سیمه کې اوسني شرایط دوام وکړي، تر ټولو محتمل سناریو د تدریجي زړېدو ترڅنګ د اوسني وضعیت دوام دی.»
دا زړېدل ښايي کلونه دوام وکړي، پرته له دې چې سمدستي د نظام پر سقوط واوړي.
د طالبانو د مخالفانو له جدي ستونزو څخه یوه د اغېزمن بهرني ملاتړ نشتوالی دی. طالبانو د پخواني حکومت پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان له پراخ ملاتړ څخه برخمن وو.
مجاهدینو هم د شوروي اتحاد او د ببرک کارمل او نجیب الله د حکومتونو پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو ملاتړ درلود.
اوسنۍ مقاومتي ډلې داسې ملاتړ نه لري. حتا د سیمې ځینې هېوادونه چې له طالبانو سره اختلاف لري، د افغانستان د یوې نوې جګړې ملاتړ ته چندان لېوالتیا نه ښيي.
ایران هم پر یو شمېر د طالبانو مخالفانو فشار راوړی چې له دې ډلې سره له وسله والې مقابلې ډډه وکړي.
یاسین ضیا وايي، مقاومت نه شي کولای خپل راتلونکی د بهرنیو هېوادونو له پرېکړو سره وتړي.
هغه وویل: «هغه حکومت چې د بهر له خوا جوړ شي، په هماغه اندازه چې ژر جوړېږي، د هماغو ملاتړو د سیاست له بدلون سره هم په چټکۍ سره ړنګېدای شي. د پخواني جمهوریت تجربه او د دوحې تړون د دې په اړه زموږ ټولو لپاره ډېر جدي درسونه لري.»
ضیا وايي، د مبارزې اصلي بنسټ باید په افغانستان کې دننه جوړ شي او پر پخوانیو امنیتي ځواکونو، ځوانانو، ښځو، مدني ټولنې، سیاسي مخورو او داخلي شبکو تکیه وکړي.
د افغانستان پر وړاندې د سترو قدرتونو د پاملرنې کمېدل هم د طالبانو په ګټه تمام شوي دي.
فراسو وايي، د اوکراین جګړې، د منځني ختیځ بحرانونو او د امریکا او چین سیالۍ د دې لامل شوې چې افغانستان نور د تېرو ۲۰ کلونو په څېر د سترو قدرتونو په بهرني سیاست کې ځای ونه لري.
د داعش خراسان ګواښ هم د طالبانو دریځ پیاوړی کړی دی. د داعش د پراختیا په اړه اندېښنې ایران، روسیه او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره امنیتي همکارۍ ته ډېر هڅولي دي.
د طالبانو د کمزوریو په اړه د مخالفانو او شنونکو ترمنځ چندان اختلاف نشته. د مشروعیت بحران، ټولنیزه ناخوښي، اقتصادي فشار او داخلي اختلافات واقعي دي. خو تېرو پنځو کلونو ښودلې چې د دغو کمزوریو شتون په یوازې ځان د حکومت د بدلون لپاره کافي نه دی.
خو تمیم عاصي، د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال، وايي چې دا بحرانونه او د طالبانو د نظام ځانګړتیاوې کولای شي «د یوه نظام، لکه د طالبانو، وړتیا د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ټکانونو پر وړاندې د مقابلې لپاره راکمه کړي او د داخلي پاڅونونو او بهرنیو لاسوهنو لپاره لاره هواره کړي.»
د ۱۴۰۰ لمریز کال (د زمري په ۱۹مه) د افغانستان د جمهوري حکومت پر وړاندې د طالبانو د چټک پرمختګ په لړ کې د فراه او بغلان ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته ولوېدل، چې له دې سره په پنځو ورځو کې پنځه ولایتونه سقوط شول. له دې وړاندې نېمروز، جوزجان او کندوز د طالبانو لاسته لویدلي وو.
پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان لوېدیځ د فراه ښار مرکز له جګړو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی. په همدې ورځ د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار هم طالبانو ونیوه. د راپورونو له مخې؛ په پلخمري کې له لنډو نښتو وروسته افغان امنیتي ځواکونه له ښاره شاتګ ته اړ شول او طالبان ښار ته دننه شول.
په بغلان کې د پلخمري ښار سقوط له ستراتیژیک پلوه ځانګړی اهمیت درلود. پلخمري د کابل او د شمالي ولایتونو د لارې ترمنځ پروت دی. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د همدې ورځې په مناسبت په یو ځانګړي راپور کې راغلي: «د سېشنبې سهار (د زمري ۱۹مه) د فراه ښار له وېرې، اندېښنې او مبهم برخلیک سره مخ دی. بازارونه نیمه تړلي دي، خلکو د خپلو کورونو له کړکیو وضعیت څاري. طالبانو له څو خواوو پر ښار بریدونه پیل کړي دي».
د فراه امنیتي ځواکونه چې له څو ورځو راهیسې یې مقاومت کاوه، بالاخره شاتګ ته اړ شول. د ولایت مقام، امنیه قومانداني، زندان او نورې دولتي ودانۍ په پرلهپسې ډول د طالبانو لاس ته ولوېدې.
د زمري پر ۱۹مه چې لمر پرېواته، د بغلان مرکز هم د طالبانو لاس ته پرېوتی و. افغان ځواکونو له خپلو مورچلو شاتګ وکړ او د ښار په څلور لارو کې طالبانو خپل بېرغونه هسک کړل.
د طالبانو د ولایتونو د مرکزونو چټک نیول د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د جمهوري حکومت د دفاعي لیکو د کمزوري کېدو څرګنده نښه وه. په همدې ورځو کې د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر هم روان و، چې له امله یې د افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د توان او د هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې.
د زمري له ۱۹مې وروسته هم د ولایتونو د مرکزونو د سقوط لړۍ په چټکۍ روانه وه.
د طالبانو د چټک پرمختګ او د پرلهپسې ولایتونو د مرکزونو د سقوط له امله په افغانستان کې د خلکو اندېښنې او وېره په بېساري ډول زیاته شوې وه. په ګڼو سیمو کې د جګړو له وېرې کورنۍ له خپلو سیمو وتلو ته اړې شوې او یوشمېر یې د ولایتونو مرکزونو او کابل ته پناه یووړه.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا؛ د طالبانو چټک پرمختګ او په لویو ښارونو کې د جګړو زیاتېدو د بشري وضعیت او امنیتي لاسرسي پر شرایطو هم اغېز کړی و. په ټول هېواد کې دغه اندېښنه زیاته شوې وه، چې جګړه به نورو لویو ښارونو او بالاخره کابل ته ورسېږي. د جګړو له امله د ملکي وګړو د تلفاتو او بېځایه کېدو کچه هم لوړه شوې وه.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي افغان نرښځې اوس د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي. په پېښور کې مېشته افغان نرښځې مسکان وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې یې ژوند، ازادي او خوندیتوب له ګواښ سره مخ کېږي.
مسکان چې له شاوخوا ۲۴ کلونو راهیسېپه پېښور کې اوسېږي وایي، هغه د شاوخوا ۱۱ کلونو په عمر له افغانستان نه پاکستان ته تللې او له هغه وخت راهیسې هلته اوسېږي. مسکان وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نرښځو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او له همدې امله هغه نهشي کولای چې بېرته افغانستان ته ستنه شي.
د هغې په وینا؛ د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې نرښځو کولای شول خپلې محدودې ټولنیزې چارې او پروګرامونه ترسره کړي، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته د دوی وضعیت ډېر بدل شوی دی.
مسکان وايي: «موږ یو ځل افغانستان ته تللي وو؛ خو اوس د طالبانو په واکمنۍ کې بېرته ستنېدل راته ممکن نهدي. هلته خلک موږ له لرې پېژني. که په جبري توګه افغانستان ته ولېږل شو، د وژل کېدو او یاهم د زنداني کېدو وېره لرو».
هغه ادعا کوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځینې نرښځې له خپلو کورونو اېستل شوې او وژل شوې دي. د هغه په وینا؛ په ځینو پېښو کې د وژل شویو کسانو مړي هم خراب شوي او د کورونو ترڅنګ غورځول شوي دي.
مسکان وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر د دوی ستونزې لازیاتې کړې دي: «موږ نه په پاکستان کې ځان خوندي احساسوو او نه افغانستان ته بېرته تلای شو. نه پوهېږو چې چېرته ولاړ شو».
هغه وايي، په پاکستان کې افغان نرښځې د کور یا کوټې په کرایه کولو کې هم له ستونزو سره مخ دي او ځینې یې اړې دي چې له خپلو پاکستاني ملګرو سره یوځای ژوند وکړي. مسکان ادعا کوي، چې تېره میاشت ناپېژاندو کسانو پرې ډزې کړې وې او ټپي شوې وه.
د هغې په وینا؛ په تېرو دوو میاشتو کې په پېښور کې د افغان نرښځو پر وړاندې د بریدونو څو پېښې هم ثبت شوې دي. مسکان وايي، افغانستان ته له بېرته ستنېدو وروسته د وژل کېدو یا زنداني کېدو وېرې له سخت رواني فشار سره مخ کړې ده.
په پېښور کې افغان نرښځې
په پېښور کې د نرښځو د ټولنې مشره فرزانه وايي، اوسمهال په دغه ښار کې تر ۶۵ ډېرې افغان نرښځې اوسېږي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو له بهیر څخه اغېزمنې شوې هم دي. د هغې په وینا؛ دغه کسان افغانستان ته له ستنېدو وېره لري، ځکه هلته د دوی لپاره د خوندي اوسېدو او ساتنې امکانات ډېر محدود دي.
فرزانه وايي، له ۲۰۱۵کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ۱۲۴ نرښځې وژل شوې دي. د هغې په وینا؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې په دغه ایالت کې د ۱۴ نرښځو د وژل کېدو پېښې ثبت شوې دي.
نوموړې زیاتوي، په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې هم شاوخوا پنځه افغان نرښځې وژل شوې دي چې ځینې یې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوې دي. د فرزانې په وینا؛ کله چې یوه افغان نرښځې په پاکستان کې ووژل شوه، د ټولنې غړو هڅه وکړه چې مړی یې افغانستان ته ولېږدوي او کورنۍ ته یې وسپاري؛ خو کورنۍ یې د مړي له منلو ډډه وکړه او په پای کې هغه په پېښور کې خاورو ته وسپارل شوه.
فرزانه وايي، د افغان نرښځو لپاره په پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې لږترلږه د پناه غوښتنې امکان شته؛ خو په افغانستان کې دوی ځان ته خوندي ځای نهشي موندلی. افغان نرښځې غوښتنه کوي، چې د دوی د بېرته ستنولو پرمهال دې د بشري حقونو او خوندیتوب موضوع هم په پام کې ونیول شي.
د نرښځو ټولنه غوښتنه کوي، چې افغانستان ته د هرې افغان نرښځې د بېرته ستنولو له پرېکړې مخکې دې د هغې د امنیت، قانوني وضعیت او شخصي شرایطو جلا ارزونه وشي؛ څو داسې ځای ته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند او ازادي له جدي ګواښ سره مخ وي.
د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا د یکشنبې په ورځ د نجونو د زدهکړو له فعالې ملالې یوسفزۍ او یوشمېر افغان ښځینه فعالانو سره لیدلي. د سویلي افریقا د حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ افغان مېرمنو له دغه هېواده غوښتي، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر نظام پر وړاندې د مبارزې ملاتړ وکړي.
د سویلي افریقا حکومت د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) ویلي، افغان ښځینه فعالانو او ملالې یوسفزۍ ټینګار کړی چې د عدالت د ټینګښت لپاره د نړۍوالو هڅو په مرکز کې باید د افغان ښځو غږ ته ځای ورکړل شي.
ملالې یوسفزۍ له یادې لیدنې وروسته پر اېکس پاڼه ولیکل، د ولسمشر رامافوسا لهخوا له هغه افغان ښځو سره د «خواخوږۍ او تعامل» له امله منندویه ده چې هڅه کوي جنسیتي توپیر د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
یوسفزۍ ویلي، چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې ته نږدې کېږي؛ هغه دوره چې د ښځو د حقونو پر وړاندې له «بېرحمانه محدودیتونو» او د نجونو د زدهکړو له بندیز سره مل ده. هغې زیاته کړې، د عدالت د ټینګښت او د دې لپاره چې «جنسیتي توپیر د نړۍ په هېڅ ځای کې ځای ونه لري» د سویلي افریقا همکاري حیاتي ده.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د سویلي افریقا استازي ویلي و، چې هېواد یې د جنسیتي توپیر پر وړاندې د مبارزینو ملاتړ کوي. نوموړي ویلي و، چې افریقا نهشي کولای د افغان نجونو د حقونو د سرغړونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي؛ هغه نجونې چې یوازې د خپل جنسیت له امله له بنسټیزو حقونو بېبرخې شوې دي.
په لندن کې د سویلي افریقا سفیر هم د طالبانو لهخوا پر ښځو لګېدلي تبعیضي بندیزونه جنسیتي توپیر او د بشریت پر وړاندې جرم بللی دی. هغه د خپل هېواد د توکمیز توپیر پر وړاندې د مبارزې تجربې ته په اشارې ویلي و، چې د دغه نظام پای ته رسول د کورني مقاومت او نړۍوالې همکارۍ له لارې شونی دی. جرمیا مامابولو ټینګار کړی و، چې دغه تجربه کولای شي د افغانستان د خلکو د مبارزې لپاره الهامبخښونکې اوسي.
افغان ښځینه فعالانو په وار، وار ویلي، چې د توکمیز توپیر پر وړاندې د سویلي افریقا تاریخي مبارزې تجربې دغه هېواد د تبعیض او سیستماتیکې نابرابرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په یو مهم لوبغاړي بدل کړی دی.
دوی باور لري، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو لپاره په نړۍوالو هڅو کې د سویلي افریقا همکاري ځانګړی سیاسي او سمبولیک اهمیت لرلای شي. طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د پراخو او سیستماتیکو محدودیتونو په لګولو سره ښځې او نجونې له زدهکړو، کار، په عامه ډګر کې له حضور او ټولنیزې ونډې بېبرخې کړې دي.
یوشمېر نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو کارپوهانو د دغه سیاستونو پراخ او سیستماتیک ماهیت ته په اشارې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د «جنسیتي توپیر» بېلګه بللې ده.
د «جنسیتي توپیر» اصطلاح هغه منظم او تنظیم شوي تبعیض ته ویل کېږي، چې له مخې یې خلک یوازې د جنسیت پر بنسټ له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې کېږي.