د اندېښنو د زیاتېدو یو مهم لامل دا دی، چې د جرمني حکومت د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پراخه کړې ده. په دغه اقدام کې یوازې هغه افغان کډوال نه شاملېږي، چې په جرمونو ککړ دي؛ بلکې هغه نارینه کډوال هم پهکې شامل دي، چې د ملاتړ قانوني وضعیت یا د استوګنې قانوني حق نهلري.
یوه ۲۷کلنه قابله چې په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو لهخوا د کابل تر نیولو وروسته د یادې ډلې پرضد د اعتراض له امله دوه ځلې زنداني شوې وه، له هغو کسانو څخه ده چې اوس د یادې هوکړې له امله اندېښمنه ده.
نوموړې او څلورو خویندو یې له څو میاشتو پټېدو وروسته جرمني ته پناه یووړه؛ څو د طالبانو له تاوتریخوالي، زندان او دُرو وهلو څخه خوندي پاتې شي. یادې پخوانۍ معترضې پولیټیکو ته ویلي: «د دې منل راته ډېر سخت دي، چې زما د برخلیک او چارو په اړه له هماغو استازو سره خبرې کېږي چې زه د هغوی له ظلم، زندانونو، دُرو او تاوتریخوالي څخه تښتېدلې یم».
نوموړې او ګڼ نور افغان فعالان اندېښنه لري، چې د خپلو پاسپورټونو د مودې غځولو او د بشري ویزو د تمدید لپاره ښايي اړ شي چې په سفارتونو کې له طالب چارواکو سره مخامخ اړیکه ونیسي.
شاوخوا ۳۵زره افغانان چې د طالبانو پر وړاندې د زیانمنو کسانو لپاره د جرمني د ځانګړو بشري پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي، له دې ګواښ سره مخ دي. په دې ډله کې د بشري حقونو فعالان، هغه ښځې چې د طالبانو د محدودیتونو پرضد یې اعتراضونه کړي او هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې یې له جرمني ځواکونو سره همکاري کړې ده.
د دې ترڅنګ شاوخوا ۳۲۱زره نور افغانان هم په جرمني کې د پناهغوښتنې یا ملاتړ وضعیت له مخې ژوند کوي. ښايي د دوی یوه برخه د دایمي استوګنې د غوښتنې لپاره د افغانستان پاسپورټ ته اړتیا پیدا کړي.
فعالان خبرداری ورکوي، چې په جرمني کې د طالبانو د استازو د حضور زیاتېدل ښايي هغوی ته د جرمني د ماموریتونو په ډیټابېسونو کې شته شخصي معلوماتو ته لاسرسی ورکړي؛ په دې معلوماتو کې د کورنیو اړوند جزییات هم شامل دي. د فعالانو په باور؛ دغه کار د باجاخیستنې او زور زیاتي زمینه برابرولای شي.
یو پخوانی افغان ښوونکی چې د بشري ویزې له لارې په جرمني کې ژوند کوي، پولیټیکو ته ویلي د جرمني د کډوالۍ چارواکو ترې غوښتي چې خپل ختم شوی پاسپورټ تمدید کړي. هغه ویلي: «دغه وضعیت لاهم ماته د پام وړ رواني کړاو رامنځته کوي. کله ناکله د شپې د طالبانو او دغه وضعیت په اړه د سوچونو له امله له خوبه راوېښېږم».
په بن ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ پخواني مشر چې تېرکال یې د لومړنۍ هوکړې په اعتراض کې له خپلې دندې استعفا کړې وه پولیټیکو ته ویلي، چې طالبان به له دې نوي نفوذ څخه په اروپا کې د خپلو موخو پرمخ وړلو لپاره استفاده وکړي.
هغه زیاته کړې: «هغوی زما هېواد ویجاړوي او اوس دلته راځي. هغوی د ډیپلوماسۍ په اړه فکر نهکوي. په ذهن کې یې ډېر پلانونه دي». د جرمني په پارلمان کې د زرغون ګوند یوه استازې ویلي، چې د جرمني حکومت طالبانو ته د امتیازونو په ورکولو، لکه په سفارتونو او کونسلګریو کې د کار اجازه خپل ځان په یوه کمزوري او زیانمن حالت کې اچولی دی.
هغه ویلي: «موږ د دروازې له شا د طالبانو د رسمیت پېژندلو شاهدان یو. طالبانو ته سفارتونو ته د لاسرسي، خوندیتوب او د خبرو اترو لارې برابرېږي؛ خو ورته مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي».
د جرمني حکومت له طالبانو سره د یادې هوکړې اصلي لامل او سیاسي زمینه د جرمني دننه کورني فشارونه بللي. د جرمني لومړي وزیر چې د کډوالۍ د پالیسۍ د لا سختولو په ژمنه واک ته رسېدلی، تر فشار لاندې دی چې د کډوالو د اېستلو شمېر زیات کړي.
هغه د جرمني په پارلمان کې ویلي: «موږ د طالبانو رژیم ته د دوستۍ لاس نه ورغځوو؛ بلکې د خپلو ملي ګټو لپاره په هغه کچه د تخنیکي همکارۍ په لټه کې یو چې اړتیا ورته شته».
پولیټیکو لیکي، که څه هم د جرمني چارواکو په وینا دا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه یوه تخنیکي هوکړه ده؛ خو داسې نښې لیدل کېږي چې طالبان له دې موضوع څخه د یوه نوي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.
د راپور له مخې؛ د تېرې مئ میاشتې په یوه مورد کې طالبانو په ناڅاپي ډول د افغان کډوالو د اېستلو یوه الوتنه په وروستۍ شېبه کې ودروله او ظاهرا یې د لا ډېرو امتیازونو غوښتنه وکړه.
څو اوونۍ وروسته له هغې چې طالبانو په ناڅاپي ډول د کډوالو د اېستلو الوتنه ودروله، د جرمني حکومت په رسمي ډول له طالبانو سره د یوې نوې او پراخې هوکړې جزییات اعلان کړل.
د یادې پراخې شوې هوکړې له مخې؛ د طالبانو ډېرو چارواکو ته اجازه ورکول کېده، چې په جرمني کې د افغانستان په سفارت او کونسلګریو کې کار وکړي. په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې به لا ډېره همکاري وکړي.
هغه افغانه قابله او پخوانۍ معترضه چې مخکې یې یادونه شوې، د هغه ګواښ په اړه هم خبرې کړې چې شاوخوا دوه کاله مخکې یې د هغې د خواله رسنیو د یوه پوسټ لاندې لیکل شوی و.
د طالبانو یو پلوي کاروونکي لیکلي و: «یوازې انتظار وکړه، کله چې زموږ سفارت په جرمني کې بېرته پرانیستل شي، هلته به دې پیدا کړو». نوموړې هغه مهال دغه ګواښ غیر واقعي بللی و؛ خو اوس وايي: «نن داسې احساس کوم چې هغه ګواښ په واقعیت بدل شوی دی».
په همدې حال کې د جرمني او طالبانو دې هوکړې د نورو اروپايي هېوادونو پام هم ځان ته اړولی دی. د اتریش او بلجیم چارواکو هم ویلي، چې دوی د برلین او طالبانو همکاري له نږدې څاري.
طالبانو هم د روان کال په جون میاشت کې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له کمېسیون سره د افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې اترې کړې دي. بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي بلنه چې موخه یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وې، د افغان او اروپايي وګړو، سیاستوالو، فعالانو او د بشري حقونو بنسټونو له پراخو نیوکو او غوسې سره مخ شوه.
د بشري حقونو بنسټونو او د اروپا یوشمېر قانون جوړوونکو خبرداری ورکړی، چې دغه ډول چلند ښايي په اروپا کې د طالبانو د رژیم د تدریجي رسمیت پېژندنې لپاره لاره هواره کړي؛ دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حالت ورځ تر بلې خرابېږي.