د مومندو د لویې جرګې غړو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې (نادرا) داسې تګلاره جوړه شوې چې خلک باید د خپلې پېژندګلوۍ لپاره د ۱۹۷۸م کال څخه وړاندې د خپلې استوګنې کوم ثبوت وړاندې کړي.
د مومندو د لویې جرګې د پېښور څانګې مشر ملک صبدر خان وویل، اوس مهال نادرا یا دولت داسې تګلاره جوړه کړې چې له یوې خوا د افغانستان او پاکستان ستونزې دي او له بلې خوا له کرښې سره د نږدې پرتو ولسونو ستونزې هم زیاتې شوې دي.
افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې هغه ادعا وکړه چې د مومندو او نورو سیمو د زرګونو خلکو پېژندپاڼې تړل شوې دي.
ملک صبدر خان وویل: «نادرا له خلکو څخه د ۱۹۷۸م کال څخه د مخه دلته د اوسېدنې اسناد او ثبوتونه غواړي. په پخوانۍ فاټا کې خلکو ډېرې پېژندپاڼې نه دي جوړې کړې او د ځینو خلکو ستونزه دا هم ده چې نومونه یې سم نه دي لیکل شوي. ځینې بیا د کرښې له امله د یوې کورنۍ یوه برخه دې غاړې او بله برخه پورې غاړې ته پاتې شوې ده».
هغه وویل، مومندو او پښتنو ته لویه ستونزه په پنجاب ایالت کې ده، هلته پښتانه ځورول کېږي او که د چا سره پېژندپاڼه هم وي، بیا هم ورته ویل کېږي چې دا سمه نه ده جوړه شوې. د هغه په وینا، «پښتانه د پېژندپاڼو له لرلو سره سره هم نیول کېږي».
د مومندو د لویې جرګې غړي جنګریز خان وویل: «پخوا په قبایلي سیمو کې پخوا خلکو کارتونه نه جوړول؛ د عکس له امله او د ځینو نورو دودونو له کبله. او په مومندو کې په ځانګړي ډول ځینې سیمې داسې وې چې هلته د خلکو رسایي نه کېده، ځکه خلکو پېژندپاڼې نه دي جوړې کړې».
هغه زیاته کړه، له دوی څخه چې کوم اسناد غوښتل کېږي، په پخوانۍ فاټا کې هغه «د کاغذاتِ مال په نوم د شتمنیو دولتي اسناد نه جوړېدل، ځکه چې فاټا وه، اوس یې خلک له کومې راوړي».
نوموړي وویل، اوس دوی غوښتنه کوي چې د پېژندپاڼې د جوړولو پر مهال باید د پېژندګلوۍ لپاره د ټاکل شوو استازو او نورو چارواکو له لارې په سیمهییزه کچه د خلکو پېژندګلوي تایید شي، خو د هغه په وینا، نادرا دا کار نه کوي او د خلکو پېژندپاڼې تړي.
جنګریز خان همداراز وویل: «په کراچۍ کې د هندوستاني مهاجرو سره دا ستونزه نشته، خو د پښتنو لپاره پالیسي جوړه شوې ده. د لکونو په شمېر کې پېژندپاڼې تړل شوې دي او کوم فورمول چې دوی جوړ کړی، که همدا لړۍ روانه وي، نو ډېر نور کارتونه به هم وتړل شي».
د مومندو د لویې جرګې یو بل غړي او فعال، تفسیر مومند وویل، د افغانانو په نوم او د افغان کډوالو د بېرته لېږلو د بهیر پر مهال د پښتنو لپاره دغه ستونزه زیاته شوې ده.
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، د مومندو په درېیو سیمو، خوېزو، بایزو او صافو کې، چې له کرښې سره نږدې پرتې دي، د ډېرو خلکو پېژندپاڼې تړل شوې دي.
هغه زیاته کړه، په دغو سیمو کې مېشت ځینې خلک د پاکستان له لوري پر کرښه د اغزن تار د غځولو پر مهال له ستونزې سره مخ شوي، «ځکه د یوې کورنۍ یوه برخه دې غاړې او بله برخه پورې غاړې ته پاتې شوې ده».
هغه وویل: «پر کرښه اغزن تار په داسې ډول غځول شوی چې مومندو کې یو پاکستانی ښوونځی هم پورې غاړې ته پاتې شوی دی».
د جماعت اسلامي ګوند د مومندو سیمهییز مشر فردوس خان وویل، د افغان کډوالو په پلمه پښتانه ځورول کېږي او «د پښتنو تابعیت مشکوک کړل شوی دی».
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې وویل، له هغو خلکو څخه د سیمې د ملکیت اسناد غوښتل کېږي چې د ده په وینا، د نیکونو له زمانې راهیسې د همدې وطن اوسېدونکي دي.
د مومندو د لویې جرګې استازو وویل، دوی د یوې خبري غونډې له لارې دغه ستونزه مطرح کړې ده. دوی زیاته کړه، له دې وروسته به په قومي کچه او بیا په سیاسي کچه تګلاره جوړه کړي، څو دغه ستونزه د پاکستان له دولت سره شریکه کړي.
دوی وویل، د پېژندپاڼو له تړل کېدو سره د خلکو ټولې چارې درېږي، ان تر دې چې په روغتونونو کې یې درملنه هم نه کېږي.
د مومندو د لویې جرګې غړو وویل، دوی دغه ستونزه له حکومتي چارواکو سره هم شریکه کړې ده او ځینو چارواکو ورته د ستونزې د هواري ډاډ ورکړی، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی، له همدې امله دوی خبري کنفرانس ته اړ شوي دي.