نیو هیومنیټېرین زیاتوي چې د افغانستان پخوانی جمهوري حکومت تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و او په ۲۰۱۹ کال کې د هغه شاوخوا ۷۵ سلنه عامه لګښتونه له نړیوالو مرستو تمویلېدل. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک میلیاردونه ډالر شتمنۍ له هېواده بهر کنګل شوې او د طالبانو پر مشرانو مالي او د سفر محدودیتونه ولګېدل.
د نیو هیومنیټېرین د راپور له مخې، د دغو فشارونو له اعلان شویو موخو څخه یوه دا وه چې طالبان د ښځو او نجونو په اړه خپلې تګلارې بدلېدو ته اړ کړي. د دغو تګلارو له مخې، نجونې له شپږم ټولګي وروسته له رسمي زده کړو بې برخې شوې او ښځې له ګڼو دولتي دندو لرې کړل شوې دي. په راپور کې د مدني فعالانو او خبریالانو د نیولو په اړه اندېښنې هم یادې شوې دي.
نیو هیومنیترین وايي چې د دغو فشارونو تر ټولو دروند اغېز په تېرو پنځو کلونو کې پر عامو افغانانو پرېوتی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، چې په راپور کې یادې شوې، لږ تر لږه ۲۲ میلیونه افغانان، چې ۱۰.۷ میلیونه یې ښځې او نجونې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، طالبان له ښځو د حقونو په اړه د پراخو نیوکو ترڅنګ، د بیارغونې او د ملي پیسو د ارزښت د ټینګښت په برخو کې هم ځینې پرمختګونه لري. دغه ډله توانېدلې چې له یو شمېر سیمهییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې هم پراخې کړي.
همدا راز زیاته شوې چې روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی دی. خو ایران، ازبکستان، هند، متحده عربي امارات، قطر، سعودي عربستان، ترکیه او چین هم له کابل سره خپلې اړیکې نږدې کړې دي. د راپور له مخې، که څه هم دغو اړیکو د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې بڼه نه ده غوره کړې، خو په سیمه کې د دغه حکومت د عملي منلو د زیاتېدو نښه بلل کېږي.
د یادې ادارې په وینا، له دې اړیکو سره سره، میلیونونه افغانان لا هم د ویزو، زده کړو او په بهر کې د کار کولو په برخه کې له اداري ستونزو سره مخ دي. راپور په عمان کې د افغانانو وضعیت ته هم اشاره کوي او وايي چې د دوه اړخیزو زدهکړیزو هوکړو نشتوالی د افغان محصلانو لپاره زدهکړیزو فرصتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
کنګل شوې شتمنۍ او بانکي ستونزې
راپور کې راغلي چې د طالبانو پر وړاندې له سترو اقتصادي ننګونو څخه یوه د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو نه لاسرسی او د مالي محدودیتونو دوام دی. په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا اووه میلیارده ډالر زېرمې په متحده ایالاتو کې کنګل شوې او له دې جملې ۳.۵ میلیارده ډالر د افغان ولس د ګټو لپاره ځانګړي شول.
د راپور له مخې، دغه ۳.۵ میلیارده ډالر اوس په سویس کې د «افغانستان صندوق» په نوم صندوق کې ساتل کېږي او د طالبانو د حکومت له کنټرول څخه بهر اداره کېږي. په همدې حال کې، مالي محدودیتونو او له نړیوال مالي نظام سره د افغان بانکونو د اړیکو ستونزو شرکتونو او پانګهوالو ته مالي سرچینو ته لاسرسی سخت کړی دی.
نیو هیومنیټېرین د یوه سوداګریز سلاکار له قوله لیکي چې ان د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره د نسبتاً عادي پیسو لېږد هم ښايي په بانکي نظام کې له اوږده ځنډ سره مخ شي. د هغه په وینا، دا حالت پر هغو کورنیو مستقیم فشار اچوي چې د یوه کس عاید یې د کورنۍ د څو غړو د ژوند لګښتونه پوره کوي.
د بهرنیو مرستو کمښت
راپور وايي، د لوېدیځو هېوادونو د پراختیايي مرستو کمېدل د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدو پر وړاندې بله مهمه ستونزه ده. مرستندویه هېوادونه د طالبانو د حکومتولۍ، د ښځو د حقونو او له طالب چارواکو سره د لا زیاتې همغږۍ اړتیا هغه لاملونه بولي چې د پراختیايي پروژو د محدودېدو سبب شوي دي.
نیو هیومنیټېرین د ناروې د کډوالو شورا د ملاتړ او اړیکو د برخې د مشر میثم شفیعي له قوله لیکي چې د افغانستان زیانمن خلک د دې وضعیت «بیه» پرې کوي او بنسټیزې زېربناوې او د خدمتونو نظامونه لا هم د کمزورېدو په حال کې دي.
د راپور له مخې، شفیعي د اوبو کړکېچ د دې ستونزې له مهمو بېلګو څخه بولي او وايي چې کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې له اوبو له کمښت سره مخ شي. هغه ټینګار کړی چې د ټانکرونو له لارې د اوبو لېږد اوږدمهاله حل نه شي کېدای او له لوېدیځو هېوادونو یې غوښتي چې له طالبانو سره «عملي» تعامل وکړي او د پراختیايي پروژو لپاره تخنیکي مرستې برابرې کړي.
د بېړنۍ روغتیايي ادارې د افغانستان د برخې د مشر دژان پانیک له قوله لیکل شوي چې پر بشري مرستو له حده ډېر تمرکز یو «تناقض» رامنځته کړی دی. د هغه په وینا، بشري مرستو د ژوندانه د اړینو خدمتونو په ساتلو کې مرسته کړې، خو هغه اوږدمهاله مالي سرچینې یې نه دي ځای ناستې کړې چې پخوا یې د افغانستان د روغتیايي نظام ملاتړ کاوه.
وړاندې لیکل شوي چې د نړیوالو بودجو کمېدل ښايي د افغانستان د روغتیايي نظام وړتیا راکمه کړي، څو روغتیايي کارکوونکي وساتي، روغتیايي مرکزونه فعال وساتي، درمل برابر کړي او د ناروغانو د لېږد او درملنې د راجع کولو شبکه خوندي وساتي.
له پاکستان سره د تاوتریخوالي زیاتېدل
د راپور په بله برخه کې لیکي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په تېر یوه کال کې په جدي توګه ترینګلې شوې دي. د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اختلافونو د پولې پر اوږدو کې د نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو لړۍ هم رامنځته کړې ده.
د «رواداري» په نوم د بشري حقونو ادارې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د پاکستان په هوايي او توغندیزو بریدونو کې د افغانستان په نهو ولایتونو کې له ۱۱۸۰ ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي او له ۲۹ زرو څخه ډېرې کورنۍ بېځایه شوې دي. پاکستان بیا وايي چې په دغو بریدونو کې یې په افغانستان کې د مېشتو وسلهوالو ډلو مرکزونه په نښه کړي، نه ملکي وګړي.
پاکستان طالبان تورنوي چې تحریک طالبان پاکستان ته یې د افغانستان له خاورې څخه د فعالیت اجازه ورکړې ده؛ خو د طالبانو حکومت دا ادعا څو ځله رد کړې ده.
په پاکستان کې د افغانانو د پراخو ایستلو بهیر د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې له پیلېدو راهیسې له ۲.۵ میلیونو ډېر افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. که له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر هم ورسره یوځای شي، د بېرته راستنو شویو کسانو شمېر نږدې شپږ میلیونو ته رسېږي. مرستندویه ادارې دغه بهیر د افغانستان پر وړاندې له سترو بشري ننګونو څخه بولي.
د ایران د جګړې اغېزې
د امریکا او اسرابیل جګړې له ایران سره د افغانستان لپاره هم نوې ستونزې رامنځته کړې دي. په ایران کې مېشت میلیونونه افغانان له خپلو کورنیو سره افغانستان ته د پیسو د لېږلو په برخه کې له لا ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي. د راپور له مخې، د دغو حوالو منځنی میاشتنی ارزښت شاوخوا ۱۲۹ ډالره اټکل شوی دی.
د نیو هیومنیترین په وینا، د کیمیاوي سرې او نورو کرنیزو توکو د بیو لوړېدو هم پر افغان بزګرانو فشار زیات کړی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې افغانستان د ژمي د کرنیز موسم له پیلېدو مخکې د تر ۶۰۰ زرو کورنیو لپاره د غنمو د سرې او تخمونو د برابرولو په موخه ۳۸.۳میلیونه ډالرو اضافي بودجې ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، دغه هېواد لا هم د نړیوالو فشارونو، کورنیو محدودیتونو، د بهرنیو مرستو د کمېدو، اقتصادي کړکېچ، د کډوالو د پراخې راستنېدنې او له ګاونډیو هېوادونو سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو تر منځ راګیر دی.
راپور کې ټینګار شوی که څه هم طالبانو د ملي کرنسۍ د ارزښت د ټینګښت، بیارغونې او له سیمې سره د اړیکو د پراخولو په برخو کې ځینې پرمختګونه کړي، خو د پراختیايي ملاتړ کمېدل او د بشري ناورین دوام ښايي پر روغتیا، اوبو، کرنې او نورو بنسټیزو خدمتونو لا ډېر فشار راولي.