• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: ښځې له عامه ژوند څخه نږدې په بشپړه توګه اېستل شوې دي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی او د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د فعالانو په وینا؛ ښځې له عامه ژوند څخه نږدې په بشپړه توګه اېستل شوې دي.

د «ای پیپر» د راپور له مخې؛ طالبانو شاوخوا ۲۰۰ فرمانونه او محدودیتونه لګولي، چې له مخې یې له ۱۲ کلونو پورته نجونې له ښوونځیو منع شوې، ښځې له پوهنتون او د کار له ډېرو برخو بې‌برخې شوې او د تګ‌راتګ لپاره پرې سخت محدودیتونه لګېدلي دي.
په راپور کې راغلي، د طالبانو په وروستیو فرمانونو کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي په اړه داسې احکام هم شامل دي چې د بشري حقونو د فعالانو په وینا، نارینه‌و ته د خپلو مېرمنو د وهلو زمینه برابروي؛ تر هغه چې د وهلو له امله د هډوکو ماتېدو او دایمي ټپ لامل نه‌شي.
په یوه بل حکم کې د ښځو لپاره د طلاق اخیستل لا سخت شوي؛ په داسې حال کې چې د نارینه‌و د طلاق حق پر خپل ځای پاتې دی. د راپور له مخې؛ دغه قوانین د ماشومانو د ودونو لپاره هم زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د معلوماتو له مخې؛ اوس شاوخوا نیمايي افغان ښځې یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له خپلو کورونو وځي.
۲۳ کلنه پریما چې له ایران نه افغانستان ته په جبري توګه ستنه شوې وايي، ښځې حتی د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره په ازاد ډول له کوره نه‌شي وتلی او د کور د سودا پېرلو مسوولیت ډېری وخت پر نارینه‌و پاتې کېږي.
پریما وايي، هغه د ګنډلو او خامک‌دوزۍ مهارت لري او که د کار امکانات ورته برابر شي؛ نو کولای شي د خپلې کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره کار وکړي، خو د طالبانو د محدودیتونو له امله بې‌کاره ده.
په لویدیځ افغانستان کې یوه ۴۰ کلنه ښځه چې تر شلو کلونو ډېر وخت یې په ایران کې تېر کړی او په مارچ میاشت کې په جبري توګه افغانستان ته ستنه شوې وايي، چې لوڼې یې ښوونځي ته نه‌شي تللی.
د ښځو د حقونو فعاله میترا مهران وايي، د طالبانو د رژیم عادي کېدو بهیر د اندېښنې وړ دی او له یادې ډلې سره د نړۍوالو هېوادونو سیاسي او دیپلوماتیک تعامل باید د ښځو د حقونو له وضعیت سره تړاو ولري.
راپور وايي، د ملګرو ملتونو د بشریت ضد جرمونو تړون د تعدیل په وړاندیزونو کې اوو هېوادونو د جرم په توګه د «جنسیتي توپیر» د شاملولو غوښتنه کړې او ۱۴ هېوادونو په عامه توګه د یادې طرحې ملاتړ کړی دی.
په همدې حال کې افغانستان له ژور بشري او اقتصادي ناورين سره هم مخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲۸ مېلیونه افغانانو په بې‌وزلۍ کې ژوند کاوه او نږدې له هرو څلورو کسانو درې یې د خپلو اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ وو.
د مرستندویه ادارو په وینا؛ وچکالۍ، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري ستنېدل او د نړۍوالو مرستو کمښت د خلکو وضعیت لا کړکېچن کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو بې‌ساری ناورین د نړۍ له‌خوا د هېرېدو له ګواښ سره مخ دی.

ډېر لیدل شوي

د محمود شاه حبیبي کورنۍ: موږ او امریکا شواهد لرو چې حبیبي له طالبانو سره دی
۱

د محمود شاه حبیبي کورنۍ: موږ او امریکا شواهد لرو چې حبیبي له طالبانو سره دی

۲

ملابرادر د ترکمنستان له ملي مشر سره د ټاپي پروژې پرمختګ او اقتصادي مسایلو په اړه غږېدلی

۳

سوداګر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو خلاصېدو نښې شته خو لا هم ډیر کار پاتې دی

۴

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح او طالبانو ترمنځ د موټرو د تسلیمۍ پر سر نښته شوې

۵

جرمونو نړېوالې محکمې له‌خوا د طالبانو دوو نورو لوړپوړو چارواکو د نیولو پټ حکمونه صادر شوي

•
•
•

نور کیسې

راپور؛ افغانستان کې د مېندوارۍ او زېږون پرمهال د مېندو د مړینې کچه لوړه شوې

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۷ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کمښت، خوارځواکۍ او اقتصادي ستونزو له امله د مېندوارۍ او زېږون پرمهال د مېندو د مړینې لوړه کچه لاهم جدي اندېښنه بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳کال د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې د هرو ۱۰۰زره زېږونونو پرمهال لږترلږه ۵۲۱ مېندې مري.

د ازادي راډیو د راپور له مخې؛ ۲۲ کلنه کبرا چې د وینې له کموالي او خوارځواکۍ سره مخ وه، د زېږون پرمهال د ډېرې وینې له ضایع کېدو وروسته هغه او ماشوم یې دواړه مړه شوي دي. د کبرا خور ویلي، د هغې خاوند بې‌وزله و او حتی د درملو د پېرلو وس یې نه درلود؛ په داسې حال کې چې ډاکټرانو د کبرا د روغتیا لپاره د مغذي خوړو برابرولو سپارښتنه کوله.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳کال د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې د هرو ۱۰۰زره زېږونونو پرمهال لږترلږه ۵۲۱ مېندې مري. د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره تازه رسمي شمېرې لا نه‌دي خپرې شوې او د لرو پرتو سیمو د نا ثبت شویو پېښو له امله ښايي واقعي شمېرې تر دې هم لوړې وي.
ملګري ملتونه وايي، د مېندو ډېری مړینې د مېندوارۍ د هغه اختلاطاتو له امله دي چې د مسلکي قابلو د کمښت، کمزوري روغتیايي سیستم او د بېړني زېږون خدمتونو د نشتوالي له امله په مرګ بدلېږي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونو هم د روغتیايي سکتور پر وضعیت اغېز کړی دی. د قابله‌ګۍ، روغتیاپالۍ او نورو روغتیايي برخو د ښځینه زده‌کوونکو د زده‌کړو بندېدو سره د راتلونکو کلونو لپاره د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
په لرو پرتو سیمو کې ګڼې ښځې روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي او ځینې یې اړې شوې، چې په کورونو کې زېږون وکړي. د پروان اوسېدونکې نبیله وايي، مور یې د کورني زېږون پرمهال مړه شوې او ماشوم یې هم ژوندی نه‌دی پاتې شوی.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، یوازې له هرو څلورو مېندواره ښځو یوه یې د مېندوارۍ پرمهال لږترلږه څلور روغتیايي معاینې ترسره کوي. دغه بنسټ اټکل کوي، چې په ۲۰۲۶کال کې به شاوخوا ۱.۲ مېلیونه مېندواره او شېدې ورکوونکې ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت بیا وايي، چې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ښه شوی دی. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، تېرکال شاوخوا ۲۰۰ مېندې د زېږون پرمهال مړې شوې؛ خو نوموړي د مېندو د مړینې یوشمېر لاملونه د مېندوارۍ پرمهال د منظمې روغتیايي څارنې نه ترسره کول بللي دي.
په همدې حال کې روغتیايي سرچینې وايي، د نړۍوالو مرستو کمښت او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د محدودیتونو دوام د افغانستان د مېندو او ماشومانو د روغتیا راتلونکی له لا زیاتو ننګونو سره مخ کوي.

له ښځو تشې کوڅې؛ د کندهار «ارزو» د بدل شوي ښار کیسه کوي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۲۲ GMT+۱
100%

اروز ماسپښین ناوخته له کوره ووتله او غوښتل یې د کور لپاره څو اړین توکي واخلي او بېرته ستنه شي؛ خو د کندهار په واټونو کې هغه څو کیلومتره واټن چې پخوا به د ډېرو ښځو لپاره عادي ورځنۍ چاره وه، اوس د هغې لپاره له وېرې، انتظار او کړاو سره مل مزل و.

هغې څو رېکشو او ټکسي چلوونکو ته لاس ورکړ؛ خو هیچا په رېکشا او ټکسي کې د سپرېدو لپاره ونه منله. هغه وايي: « هر یوه ته به مې چې وویل بازار ته ځم، ځواب یې دا و، چې موږ ښځې له محرم پرته نه شو وړلای. ویل یې که د امربالمعروف کسان مو وویني ستونزه راته جوړوي».

وروسته یوه رېکشاچلوونکي د معمول پرتله د زیاتو پیسو په بدل کې د هغې وړلو ته زړه ښه کړ؛ خو اروز وایي د سفر تر پایه رېکشاچلوونکی هم ډاډه نه و: «څو ځله یې شاته وکتل او ویل یې خدای دې وکړي، چې د امربالمعروف له ګزمې سره مخ نه‌شو».

ارزو وايي، تر بازاره د ګوتو په شمېر یوازې څلور مېرمنې په مخ ورغلې، چې له خپل محرم سره پر موټرسایکل چېرته روانې وې؛ نور داسې ښکارېده چې په دغه ښار کې هیڅ ښځې نه‌شته.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: « ځینې ښځې چې تور عربي حجاب یې اغوستی و، د امربالمعروف کارکوونکو درولې وې او پوښتنې ترې کېدې چې ولې محرم ورسره نه‌شته. ښځې دومره وېرېدلې وې، چې د خبرو کولو جرئت یې هم نه درلود».

هغې وویل، په ځانګړي ډول هغه بازارونه چې د ښځو اړوند توکي په‌کې پلورل کېږي، د امربالمعروف حضور په‌کې ډېر وي او ښځې ډېرې درول کېږي. اروز وایي، ډېری ښځې داسې دي چې محرم نه‌لري، یا یې د کور نارینه د کار له امله له هغوی سره نه‌شي تلای؛ خو بیا هم د تګ‌راتګ پرمهال له جدي ستونزو سره مخ کېږي.

نوموړې زیاتوي: «که مازیګر یا ماښام شي، بیا بیخي ټکسي او رېکشا نه پیدا کېږي. موټر چلوونکي وایي، موږ ته ستونزې جوړېږي».

100%

د ښار بدله شوې څېره

له کور نه تر بازاره د اروز ورځنۍ تجربه د کندهار د ډېرو ښځو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده. د طالبانو محدودیتونو د ښځو ټولنیز ژوند، روغتیا، کار، زده‌کړې او اقتصادي ژوند ټول اغېزمن کړي دي.

د روغتیايي سرچینو په وینا؛ د جمهوري نظام پرمهال په کندهار کې شاوخوا ۵۰۰ ښځینه روغتیاپالې او نرسانې په کار بوختې وې، خو اوس دغه شمېر نږدې سلو ته راټیټ شوی دی.

جمیله چې پخوا یې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې د قابله‌ګۍ دنده ترسره کوله، اوس بې‌روزګاره ده. هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل:« کلونه مې کار وکړ خو اوس نه یوازې له مسلکه پاتې شوې یم؛ بلکې د کور د لګښتونو برابرول هم راته ستونزمن دي».

د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته هره ورځ زرګونه ناروغان مراجعه کوي؛ خو روغتیايي سرچینې وایي د ښځینه متخصصو ډاکټرانو کمښت د ښځو لپاره د درملنې انتخابونه محدود کړي دي.

د دوی په وینا؛ په دغه روغتون کې له درېیو ښځینه ډاکټرانو اوس یوازې یوه ښځینه متخصصه ډاکټره پاتې ده. د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې؛ د طالبانو د امربالمعروف محتسبان هره ورځ د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې پر خصوصي روغتیايي مرکزونو او کتنځایونو ګرځي او ډاکټرانو ته سپارښتنه کوي، چې له محرم پرته د ښځینه ناروغانو درملنه ونه کړي.

د طالبانو امربالمعروف ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی، که کومه ښځه له شرعي محرم پرته یې کتنځي ته مراجعه وکړي، باید یا بېرته وګرځول شي او یا تر هغې انتظار وباسي چې محرم یې حاضر شي.

یو ډاکټر چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وویل: «تقریبا هره ورځ محتسبین راځي، د ښځو د معاینې، د نارینه ډاکټرانو د کار، حتا د ږېرو او لباس په اړه پوښتنې کوي».

د کندهار د پوهنې ریاست د کارکوونکو د معلوماتو له مخې؛ د جمهوري نظام پرمهال په دغه ولایت کې د ښځینه ښوونکو او اداري کارکوونکو شمېر دوو زرو ته رسېده، خو اوس ډېرې ښځې له دندو لرې شوې دي او شمېر یې سلګونو ته راکم شوی دی.

له چادري سره مشروط وتل

په کندهار او ډېرو نورو ښارونو کې ښځې اوس د پوښتنو او محدودیتونو د مخنیوي لپاره چادرۍ اغوندي او هڅه کوي لږترلږه دوه یا درې تنې یوځای سفر وکړي.

ارزو د چادرۍ په اړه چې خپله یې هم تجربه کړې وویل: «د چادرۍ اغوستل اسانه کار نه‌دی، یو خوا د سترګو د لید ساحه محدودوي، بل ډېر وخت د ساه بندۍ ستونزې هم پیدا کوي. له مخ سره چادري که په لاس ټینکه ونه نیسو، نو د لید کچه لا کمزورې کېږي او که یې په لاس نیسو بیا له نفس تنګۍ سره مخ کېږو».

سره له دې چې په کندهار کې پر ښځو پراخ محدودیتونه لګېدلي؛ خو بیا هم اقتصادي اړتیاوې ښځې اړ باسي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د اقتصاد ریاست، کډوالو ریاست، سرې میاشتې او نورو ادارو مخې ته راټولې شي.

ډېری وخت دغه ښځې د ساعتونو لپاره په کتارونو کې ولاړې وي ځکه د ژوند اړتیاوې بل انتخاب نه ورپرېږدي. ارزو وايي، چې طالبانو له یوې خوا د ښځو پر کار بندیز لګولی؛ خو له بلې خوا بیا د مرستو د وېش مرکزونو مخې ته او په واټونو کې ناستې سوالګرې مېرمنې نه منع کوي او د کار زمینه ورته نه برابروي.

هغه د کندهار ښار په یوه بله څنډه کې د ښځو یوې کارخونې ته تللې او د هغوی د ګنډلو بهیر یې له نږدې کتلی دی. یوشمېر ښځې چې په خپلو کورونو کې لاسي صنایع او نور توکي جوړوي، اوس بازار ته د خپلو توکو وړل ورته اسانه نه‌دي. په دویم او درېیم لاس د توکو استول دوی ته ډېر وخت په ټیټه بیه لویږي.

ارزو له دې ښځو سره غږېدلې او وايي، چې له همدې امله ګڼې مېرمنې اوس د نورو په کارخونو کې کار کوي او د طالبانو له محدودیتونو سره، سره له دې لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي.

ځینې نورې ښځې یوازې له خپلو ماشومانو سره ژوند کوي او د کورنۍ د نفقې مسوولیت هم ورترغاړې دی. د هغوی په وینا؛ نه منظم عاید لري او نه د ژوند لومړنۍ اړتیاوې په اسانۍ برابرولای شي.

یوشمېر ښځې چې پخوا یې لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې وه او د خیاطۍ، لاسي صنایعو او نورو کسبونو روزنه یې ورکوله وايي، چې اوس یې کارځایونه تړل شوي دي. د هغوی په وینا؛ له دې سره نه یوازې د دوی کاروبار بند شوی، بلکې ګڼې نورې ښځې هم بې‌کاره شوې دي.

ځینو زړورو ښځو په خپلو کورونو کې د غالۍ اوبدنې، خامک او نورو کسبونو څرخ ژوندی ساتلی او نږدې ګاونډیانې یې هم په کار بوختې ساتلې دي؛ خو د بازار نشتوالی، محدودیتونه او د خلکو اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی، چې دغه وړې کورنۍ هڅې هم د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

دغه ښځې یادونه کوي، چې پخوا به یې په نندارتونونو کې ګډون کاوه، خپل تولیدات به یې پلورل او له پېرودونکو سره به یې مستقیمه اړیکه لرله؛ خو اوس حتا ډاکټر ته هم یوازې نه‌شي تلای.

ارزو بېرته خپل کور ته ورسېده؛ خو د هغې دا څو کیلومتره سفر د کندهار د هغو زرګونو ښځو د ورځني ژوند انځور دی چې د تګ راتګ، کار او عادي ژوند لپاره هره ورځ د طالبانو له نویو خنډونو سره مخ کېږي.

بدخشان کې د نښتو په تړاو غبرګونونه؛ جمعه‌خان فاتح له «نا برابرې جګړې» سره مخ شوی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۱
100%

په بدخشان کې د طالب ځواکونو او د دغه ډلې د ناراضي قوماندان جمعه‌خان فاتح ترمنځ نښته دویمې ورځې ته غځېدلې ده. که څه هم د طالبانو رسمي ادارو تر اوسه په دې اړه څرګند دریځ نه دی اعلان کړی، خو د دې ډلې نږدې رسنیو او څېرو د نښتو رامنځته کېدل تایید کړي او په اړه یې غبرګونونه ښودلي دي.

له طالبانو سره نږدې یوه خبریال د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو په حواله ویلي، چې نښتې د سې‌شنبې په ماښام، د زمري میاشتې په ۲۰مه، پیل شوې دي. د طالبانو دغو چارواکو جمعه‌خان فاتح د ځمکو په غصب او د کانونو په ناقانونه استخراج تورن کړی او ویلي یې دي: «لکه څنګه چې مو د پاکستان پر وړاندې ودرېدلو، همدارنګه د هغو کورنیو عناصرو پر وړاندې به هم په ټینګه ودرېږو چې بغاوت وکړي او وبه یې ځپو.»

د سیمه‌ییزو چارواکو خبرداری او د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې

د دغې نښتې پراخوالي بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د بهارک ولسوالۍ د طالبانو قاضي، وقاص احمد مبارز، په فېسبوک کې جمعه‌خان فاتح ته په یوه پیغام کې د هغه وسله‌وال اقدام «لویه تېروتنه» بللې او خبرداری یې ورکړی چې نوموړی به له خپل دغه اقدام پښېمانه شي.

د نوموړي او نورو غبرګونونو څخه داسې ښکاري چې په نسي کې روانه پېښه د طالبانو لپاره یوازې یوه عادي امنیتي عملیات نه دي، بلکې د دې احتمال شته چې د سیمه‌ییزو ځواکونو او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ په پراخه نښته بدله شي.

په همدې مهال، له طالبانو سره نږدې یو شمېر رسنیزو فعالانو په بدخشان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دې ډلې رسنیز فعال منصورالافغاني د سیمه‌ییزو چارواکو پر کړنو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دفاع وزارت تازه ځواکونه بدخشان ته رسېدلي دي. د هغه په وینا، ټاکل شوې چې کومانډوي ځواکونه هم درواز ولسوالۍ ته ولېږدول شي.

نوموړي ادعا کړې چې د بدخشان والي په ځینو معاملو کې ښکېل دی او امنیتي قوماندانان هم اغېزمن حضور نه لري. هغه ویلي چې دوه میاشتې وړاندې یې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و، خو پایله یې نه ده ورکړې. نوموړي له مرکزه د نورو ځواکونو د لېږلو یا د کندوز له امنیتي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې غوښتنه کړې ده.

د سرو زرو جګړه» او د سیمه‌ییزو او له سیمې بهر طالب ځواکونو ترمنځ اختلاف

له بلې خوا، شنونکي د دې شخړې تر شا د ژورو اختلافاتو د شتون خبره کوي. د افغانستان پخوانی ډیپلومات، شفیق شرق، دغه نښته د طالبانو په منځ کې د لومړني جدي او وسله‌والې ناخوښۍ په توګه یاده کړې ده.

د هغه په باور، د «سرو زرو جګړه» او د سیمه‌ییزو سرچینو د وېش پر سر د بدخشاني او له بدخشان څخه بهر د طالبانو ترمنځ اختلافات د دې کړکېچ له مهمو لاملونو څخه دي.

شرق دغه جګړه د جمعه‌خان فاتح لپاره «نا برابره» بللې او ویلي یې دي چې که څه هم امکان لري یو ځل بیا د بدخشان طالب مشران د منځګړیتوب هڅه وکړي، خو د هغه په باور، جمعه‌خان فاتح ته د بېرته ستنېدو لاره ښايي ډېره محدوده شوې وي.

د افغانستان د کډوالو پخواني وزیر نورالرحمن اخلاقي ویلي چې بدخشان ښايي لومړنی ولایت وي چې د طالبانو له واک څخه ازادېږي.

د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا دغه غړي ویلي چې یو مناسب فرصت رامنځته شوی او باید د خلکو د آزادۍ په لاره کې ترې په غوره توګه ګټه واخیستل شي.

د وېرې د ماتېدو ادعا او راتلونکی وضعیت

په همدې لړ کې، سیاسي فعال روح‌الامین روحاني افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ویلي چې د طالبانو په وړاندې د خلکو وېره له منځه تللې او په بدخشان کې سیمه‌ییز مقاومتونه د دې ډلې د کورنیو اختلافاتو د ژورېدو او د سیمه‌ییزې ناخوښۍ د لا څرګندېدو نښه ده.

طالبانو تل هڅه کړې چې خپل داخلي اختلافات پټ وساتي او ځان د یوه منسجم ځواک په توګه وښيي، خو بدخشان ته د تازه ځواکونو او درواز ته د کومانډوي ځواکونو د استولو راپورونه ښيي چې دغه ډله هڅه کوي د رامنځته شوي کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.

سره له دې، د معلوماتو د محدودیت له امله تر اوسه د نښتې د مرګ‌ژوبلې، د ښکېلو ځواکونو د شمېر او د درواز ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کنټرول د وضعیت په اړه کره معلومات نشته. د دواړو لورو ادعاوې هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

نیو هیومنیټېرین: پنځه کاله کېږي افغانستان له بشري ناورین او نړیوالو فشارونو سره مخ دی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
100%

نیو هیومنیټرین ادارې په یوه راپور کې لیکي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله تېرېږي ، خو لا هم له نړیوالو مالي او سیاسي فشارونو سره مخ دی. له بلې خوا، د مرستو کمښت او د طالبانو تګلارو پر افغان ولس، په ځانګړي ډول پر زیانمنو او بېوزلو کورنیو، دروند بار اچولی دی.

نیو هیومنیټېرین زیاتوي چې د افغانستان پخوانی جمهوري حکومت تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و او په ۲۰۱۹ کال کې د هغه شاوخوا ۷۵ سلنه عامه لګښتونه له نړیوالو مرستو تمویلېدل. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک میلیاردونه ډالر شتمنۍ له هېواده بهر کنګل شوې او د طالبانو پر مشرانو مالي او د سفر محدودیتونه ولګېدل.

د نیو هیومنیټېرین د راپور له مخې، د دغو فشارونو له اعلان شویو موخو څخه یوه دا وه چې طالبان د ښځو او نجونو په اړه خپلې تګلارې بدلېدو ته اړ کړي. د دغو تګلارو له مخې، نجونې له شپږم ټولګي وروسته له رسمي زده کړو بې برخې شوې او ښځې له ګڼو دولتي دندو لرې کړل شوې دي. په راپور کې د مدني فعالانو او خبریالانو د نیولو په اړه اندېښنې هم یادې شوې دي.

نیو هیومنیترین وايي چې د دغو فشارونو تر ټولو دروند اغېز په تېرو پنځو کلونو کې پر عامو افغانانو پرېوتی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، چې په راپور کې یادې شوې، لږ تر لږه ۲۲ میلیونه افغانان، چې ۱۰.۷ میلیونه یې ښځې او نجونې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، طالبان له ښځو د حقونو په اړه د پراخو نیوکو ترڅنګ، د بیارغونې او د ملي پیسو د ارزښت د ټینګښت په برخو کې هم ځینې پرمختګونه لري. دغه ډله توانېدلې چې له یو شمېر سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې هم پراخې کړي.

همدا راز زیاته شوې چې روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی دی. خو ایران، ازبکستان، هند، متحده عربي امارات، قطر، سعودي عربستان، ترکیه او چین هم له کابل سره خپلې اړیکې نږدې کړې دي. د راپور له مخې، که څه هم دغو اړیکو د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې بڼه نه ده غوره کړې، خو په سیمه کې د دغه حکومت د عملي منلو د زیاتېدو نښه بلل کېږي.

د یادې ادارې په وینا، له دې اړیکو سره سره، میلیونونه افغانان لا هم د ویزو، زده کړو او په بهر کې د کار کولو په برخه کې له اداري ستونزو سره مخ دي. راپور په عمان کې د افغانانو وضعیت ته هم اشاره کوي او وايي چې د دوه اړخیزو زده‌کړیزو هوکړو نشتوالی د افغان محصلانو لپاره زده‌کړیزو فرصتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

کنګل شوې شتمنۍ او بانکي ستونزې

راپور کې راغلي چې د طالبانو پر وړاندې له سترو اقتصادي ننګونو څخه یوه د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو نه لاسرسی او د مالي محدودیتونو دوام دی. په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا اووه میلیارده ډالر زېرمې په متحده ایالاتو کې کنګل شوې او له دې جملې ۳.۵ میلیارده ډالر د افغان ولس د ګټو لپاره ځانګړي شول.

د راپور له مخې، دغه ۳.۵ میلیارده ډالر اوس په سویس کې د «افغانستان صندوق» په نوم صندوق کې ساتل کېږي او د طالبانو د حکومت له کنټرول څخه بهر اداره کېږي. په همدې حال کې، مالي محدودیتونو او له نړیوال مالي نظام سره د افغان بانکونو د اړیکو ستونزو شرکتونو او پانګه‌والو ته مالي سرچینو ته لاسرسی سخت کړی دی.

نیو هیومنیټېرین د یوه سوداګریز سلاکار له قوله لیکي چې ان د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره د نسبتاً عادي پیسو لېږد هم ښايي په بانکي نظام کې له اوږده ځنډ سره مخ شي. د هغه په وینا، دا حالت پر هغو کورنیو مستقیم فشار اچوي چې د یوه کس عاید یې د کورنۍ د څو غړو د ژوند لګښتونه پوره کوي.

د بهرنیو مرستو کمښت

راپور وايي، د لوېدیځو هېوادونو د پراختیايي مرستو کمېدل د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدو پر وړاندې بله مهمه ستونزه ده. مرستندویه هېوادونه د طالبانو د حکومتولۍ، د ښځو د حقونو او له طالب چارواکو سره د لا زیاتې همغږۍ اړتیا هغه لاملونه بولي چې د پراختیايي پروژو د محدودېدو سبب شوي دي.

نیو هیومنیټېرین د ناروې د کډوالو شورا د ملاتړ او اړیکو د برخې د مشر میثم شفیعي له قوله لیکي چې د افغانستان زیانمن خلک د دې وضعیت «بیه» پرې کوي او بنسټیزې زېربناوې او د خدمتونو نظامونه لا هم د کمزورېدو په حال کې دي.

د راپور له مخې، شفیعي د اوبو کړکېچ د دې ستونزې له مهمو بېلګو څخه بولي او وايي چې کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې له اوبو له کمښت سره مخ شي. هغه ټینګار کړی چې د ټانکرونو له لارې د اوبو لېږد اوږدمهاله حل نه شي کېدای او له لوېدیځو هېوادونو یې غوښتي چې له طالبانو سره «عملي» تعامل وکړي او د پراختیايي پروژو لپاره تخنیکي مرستې برابرې کړي.

د بېړنۍ روغتیايي ادارې د افغانستان د برخې د مشر دژان پانیک له قوله لیکل شوي چې پر بشري مرستو له حده ډېر تمرکز یو «تناقض» رامنځته کړی دی. د هغه په وینا، بشري مرستو د ژوندانه د اړینو خدمتونو په ساتلو کې مرسته کړې، خو هغه اوږدمهاله مالي سرچینې یې نه دي ځای ناستې کړې چې پخوا یې د افغانستان د روغتیايي نظام ملاتړ کاوه.

وړاندې لیکل شوي چې د نړیوالو بودجو کمېدل ښايي د افغانستان د روغتیايي نظام وړتیا راکمه کړي، څو روغتیايي کارکوونکي وساتي، روغتیايي مرکزونه فعال وساتي، درمل برابر کړي او د ناروغانو د لېږد او درملنې د راجع کولو شبکه خوندي وساتي.

له پاکستان سره د تاوتریخوالي زیاتېدل

د راپور په بله برخه کې لیکي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په تېر یوه کال کې په جدي توګه ترینګلې شوې دي. د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه اختلافونو د پولې پر اوږدو کې د نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو لړۍ هم رامنځته کړې ده.

د «رواداري» په نوم د بشري حقونو ادارې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د پاکستان په هوايي او توغندیزو بریدونو کې د افغانستان په نهو ولایتونو کې له ۱۱۸۰ ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي او له ۲۹ زرو څخه ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. پاکستان بیا وايي چې په دغو بریدونو کې یې په افغانستان کې د مېشتو وسله‌والو ډلو مرکزونه په نښه کړي، نه ملکي وګړي.

پاکستان طالبان تورنوي چې تحریک طالبان پاکستان ته یې د افغانستان له خاورې څخه د فعالیت اجازه ورکړې ده؛ خو د طالبانو حکومت دا ادعا څو ځله رد کړې ده.

په پاکستان کې د افغانانو د پراخو ایستلو بهیر د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې له پیلېدو راهیسې له ۲.۵ میلیونو ډېر افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. که له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر هم ورسره یوځای شي، د بېرته راستنو شویو کسانو شمېر نږدې شپږ میلیونو ته رسېږي. مرستندویه ادارې دغه بهیر د افغانستان پر وړاندې له سترو بشري ننګونو څخه بولي.

د ایران د جګړې اغېزې

د امریکا او اسرابیل جګړې له ایران سره د افغانستان لپاره هم نوې ستونزې رامنځته کړې دي. په ایران کې مېشت میلیونونه افغانان له خپلو کورنیو سره افغانستان ته د پیسو د لېږلو په برخه کې له لا ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي. د راپور له مخې، د دغو حوالو منځنی میاشتنی ارزښت شاوخوا ۱۲۹ ډالره اټکل شوی دی.

د نیو هیومنیترین په وینا، د کیمیاوي سرې او نورو کرنیزو توکو د بیو لوړېدو هم پر افغان بزګرانو فشار زیات کړی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې افغانستان د ژمي د کرنیز موسم له پیلېدو مخکې د تر ۶۰۰ زرو کورنیو لپاره د غنمو د سرې او تخمونو د برابرولو په موخه ۳۸.۳میلیونه ډالرو اضافي بودجې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، دغه هېواد لا هم د نړیوالو فشارونو، کورنیو محدودیتونو، د بهرنیو مرستو د کمېدو، اقتصادي کړکېچ، د کډوالو د پراخې راستنېدنې او له ګاونډیو هېوادونو سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو تر منځ راګیر دی.

راپور کې ټینګار شوی که څه هم طالبانو د ملي کرنسۍ د ارزښت د ټینګښت، بیارغونې او له سیمې سره د اړیکو د پراخولو په برخو کې ځینې پرمختګونه کړي، خو د پراختیايي ملاتړ کمېدل او د بشري ناورین دوام ښايي پر روغتیا، اوبو، کرنې او نورو بنسټیزو خدمتونو لا ډېر فشار راولي.

یاسین ضیا: د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته حالت ته هم تیاری نیسو

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۲۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا وایي چې دا جبهه د وسله والې مبارزې تر څنګ د طالبانو له واکمنۍ له ړنګېدو وروسته وضعیت لپاره هم تیاری نیسي.

د هغه په وینا، د جبهې موخه یوازې د طالبانو نسکورول نه دي، بلکې افغانستان له «وسله والې او بې‌ځوابه واکمنۍ» څخه داسې قانوني، ټاکنیز او ټولګډوني نظام ته لېږدول دي چې د خلکو پر خوښه ولاړ وي.

ښاغلي ضیا د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال په درشل کې له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې د وسله والو مخالفانو خپرې او چریکي بریدونهپه یوازې ځان نه شي کولای طالبان له واکه ګوښه کړي. هغه وویل، که مقاومت ونه شي کولای له محدودو پوځي عملیاتو واوړي، خپل ولسي بنسټ پراخ کړي او په یوه باوري سیاسي بدیل بدل شي، نو خپله تګلاره باید له سره وڅېړي.

دا ښايي د طالبانو پر ضد د پنځو کلونو وسله والې مبارزې په اړه د ضیا تر ټولو روښانه ارزونه وي. وسله والو مخالفانو په دې موده کې څو ځله د خپلو عملیاتو د پراخېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه نه د پام وړ سیمې تر خپل واک لاندې لري او نه یې د هېواد په کچه د ځواک انډول د خپل لوري په ګټه اړولی دی.

ضیا د پوځي بریدونو او د مقاومت د وروستۍ موخې ترمنځ دا واټن نه پټوي.

هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «دا ارزونه چې تر اوسه ډېری عملیات محدود او چریکي وو، په ټوله کې سمه ده او موږ باید رښتیا د تبلیغاتو په ځای ونه کړو».

د هغه په وینا، هر مسئول بهیر باید د «نننۍ وړتیا او خپلې وروستۍ موخې» ترمنځ توپیر په پام کې ونیسي.

ښاغلي ضیا دا هم وویل چې د ازادۍ جبهه د ډګر تر مبارزې سربېره، د خپلمنځي جوړښتونو پیاوړتیا، د سیاسي لیدلوري جوړول، د کادرونو روزنه او د حکومتولۍ لپاره تیاری ته هم هماغه ارزښت ورکوي.

هغه وویل: «افغانستان یوازې داسې ځواک ته اړتیا نه لري چې د جګړې وس ولري، بلکې داسې ځواک ته اړتیا لري چې د طالبانو له پای وروسته د دولت د ړنګېدو، غچ اخیستنې او د ګډوډۍ د بیا راګرځېدو مخه هم ونیسي».

ښاغلی ضیا د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په رسنیو کې لږ راڅرګند شوی دی. لا هم څرګنده نه ده چې اوس په کوم هېواد کې اوسي، خو په وروستیو میاشتو کې یې د سیمې، منځنۍ اسیا، د خلیج هېوادونو او اروپا ترمنځ سفرونه کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه شاوخوا پنځه کاله وړاندې جوړه شوه او په تېرو کلونو کې یې د طالبانو د ځواکونو پر ضد د یو شمېر بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. ملګرو ملتونو هم په خپلو راپورونو کې د دې جبهې د عملیاتو یادونه کړې ده. دا بریدونه تر ډېره محدود او چریکي وو، خو په وروستیو میاشتو کې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره د څو ورځنیو نښتو وروسته د آزادۍ جبهه ډېره مطرح شوه.

ضیا په دې لیکلې مرکې کې وویل چې د زیباک نښتو وښوده چې د طالبانو پر ضد مقاومت کولای شي له محدودو عملیاتو څخه په ډګر کې د مبارزې پېچلو او دوامدارو بڼو ته واوړي. خو هغه له دې جګړې د لویو پایلو له ایستلو ډډه وکړه او ویې ویل: «دا بدلون په یوازې ځان د هېواد په کچه د ځواک د انډول د بدلېدو مانا نه لري».

د هغه په اند د زیباک ارزښت په دې کې دی چې دا ښيي مخالفان کولای شي په ځینو حالاتو کې له لنډو او خپرو بریدونو واوړي. د آزادۍ جبهې مشر وویل: «دا بدلون ښيي چې له ناڅاپي بریدونو څخه دوامدار مقاومت ته تګ شونی دی، خو په دې شرط چې د حالاتو له کره سنجونې، د خلکو له ملاتړ او د ملکي وګړو د ژوند له ساتنې سره مل وي.»

تر اوسه روښانه نه ده چې د آزادۍ جبهه په نورو سیمو کې هم د ورته بریدونو د تکرار څومره وړتیا لري.

جګړه له سیاست پرته ځای نه نیسي

ښاغلي ضیا وویل چې د دې جبهې هیله د طالبانو د نسکورېدو په اړه پر «شعارونو او تشو خیالونو» ولاړه نه ده، بلکې پر هغه څه ولاړه ده چې دی یې د طالبانو «سیاسي ماتې» بولي.

د ضیا په وینا، طالبانو سره له دې چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې یې د حکومت ټولې اسانتیاوې په واک کې لرلې، نه دي توانېدلي چې ملي مشروعیت، د خلکو عمومي رضایت او نړیوال منښت ترلاسه کړي.

د آزادۍ جبهې مشر دا هم وویل چې د طالبانو پر ضد وسله واله مبارزه یوازې په یوه سیمه کې د څو پوځي ډلو کار نه دی، بلکې له سیاسي ناخوښۍ، د ښځو له محرومیت، د قومونو او سیاسي بهیرونو له ګوښه کولو، د پخوانیو امنیتي ځواکونو له ځپلو او د سوله ییز بدلون د لارو له تړل کېدو څخه ځواک اخلي.

هغه ټینګار وکړ چې د آزادۍ جبهه ځان «د افغانستان د خلکو ځایناستې» نه ګڼي او د طالبانو نسکورېدل هم یوازې د پوځي عملیاتو پایله نه بولي.

هغه زیاته کړه چې بل پړاو ته تګ یوازې د بریدونو په ډېرېدو نه شونی کېږي. مقاومت ته «د سیاسي جوړښت پراختیا، له ټولنې سره تړاو، د مشرتابه یووالی، په ډېرو سیمو کې شتون او د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه باوري بدیل جوړول» اړین دي.

ضیا د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان پنځه نور کاله هم په واک کې پاتې شي، ایا د آزادۍ جبهه به د پوځي مقاومت د تګلارې ماتې ومني، وویل چې هره مشرتابه باید د خپلې تګلارې د ارزونې لپاره څرګند معیارونه ولري.

ښاغلي ضیا وویل، که مقاومت په یوه مناسب وخت کې ونه شي کولای خپل ولسي بنسټ پراخ کړي، منظم سیاسي جوړښت رامنځته کړي، د ډګر وړتیا زیاته کړي او د واک د لېږد لپاره باوري لید وړاندې کړي، نو روانه تګلاره باید له سره وکتل شي.

ضیا د آزادۍ جبهې د کار د ارزونې لپاره پنځه معیارونه یاد کړل: د کورني ملاتړ پراخېدل، د سازماني یووالي او وړتیا ډېرېدل، سیاسي پرمختګ، د طالبانو په چلند او حسابونو کې بدلون او د خلکو د باور ترلاسه کول.

هغه وویل، که خلک آزادۍ جبهه «د جګړې د دوام لامل» وبولي، نو جبهه باید په خپل کار او لاره کې بدلون راولي. د ضیا په وینا، وسله واله مبارزه د آزادۍ جبهې لپاره «نه بدلېدونکې عقیده او نه هم خپلواکه موخه» ده، بلکې هغه وسیله ده چې د سیاسي لارو له تړل کېدو وروسته پر خلکو تپل شوې ده.

هغه زیاته کړه، که یوه ورځ د واک د لېږد، ازادو ټاکنو، د خلکو د ګډون او د وګړو د بنسټیزو حقونو د ساتنې لپاره یوه رښتینې، تضمین شوې او د باور وړ لاره رامنځته شي، «هیڅ مسئول ځواک باید جګړه پر سیاست غوره ونه ګڼي.»

پر کورنیو ځواکونو تکیه

د ازادۍ جبهې مشر د بهرنیو هېوادونو د رول په اړه وویل چې د پخواني حکومت او د دوحې د تړون تجربې وښودله چې افغانستان باید پر بهرني ملاتړ تکیه ونه کړي، ځکه هغه حکومت چې له بهره جوړ شي، د هماغو بهرنیو ملاتړو د سیاست په بدلېدو سره له منځه هم ځي.

د آزادۍ جبهې مشر ټینګار وکړ چې د مخالفانو تګلاره باید د بهرني پوځي لاس وهنې د انتظار پر بنسټ نه وي.

هغه پخواني امنیتي ځواکونه د مقاومت له مهمو وړتیاوو څخه وبلل. ضیا وویل: «د نظام له نسکورېدو وروسته زرګونه مسلکي افسران او سرتېري د دولت له جوړښت څخه ګوښه کړل شول، خو د هغوی تجربه، سیمه ییزې اړیکې او سازماني وړتیا له منځه نه ده تللې.»

هغه بدخشان او ننګرهار د هغو سیمو په توګه یاد کړل چې پخوا د پخواني دولت د پوځ او امنیتي ادارو د بشري ځواک له مهمو سرچینو څخه وې.

د ضیا په اند، د بدلون لاره «له ناخوښۍ څخه سازمان موندنې ته، له سازمان موندنې څخه ملي مقاومت ته او له ملي مقاومت څخه د یوه باوري سیاسي بدیل جوړولو ته» غځېږي. خو هغه ټینګار وکړ چې دا د نړیوالې ټولنې له اړتیا څخه د بې‌نیازۍ مانا نه لري.

ضیا وویل چې افغانستان په جغرافیایي تشه کې نه دی پروت او د افغانستان د خلکو د حقونو لپاره نړیوال سیاسي ملاتړ، د بشري حقونو د رعایت لپاره ډیپلوماټیک فشار، طالبانو ته د یو اړخیز مشروعیت د ورکولو مخنیوی او د افغانستان له دموکراتیکو ځواکونو سره اړیکې ارزښت لري.

هغه وویل، آزادۍ جبهه له نړیوالې ټولنې نه غواړي چې د دې جبهې لپاره وجنګېږي او نه هم دا غواړي چې د افغانستان حکومت وټاکي، بلکې تمه لري چې طالبان یوازې د افغانستان د پوځي واک د لرلو له امله د دې هېواد د خلکو قانوني استازي ونه ګڼي.

له طالبانو وروسته افغانستان

یاسین ضیا وویل چې د آزادۍ جبهه یوازې د طالبانو د نسکورولو لپاره جګړه نه کوي او د دې ډلې مخالفان باید د واک له بدلون وروسته ورځې لپاره هم تیاری ولري. د هغه په وینا، هغه ځواک چې یوازې د جګړې وس ولري، د افغانستان لپاره بسنه نه کوي. داسې ځواک باید وکولای شي د دولت د ړنګېدو، غچ اخیستنې او د ګډوډۍ د بیا راګرځېدو مخه هم ونیسي.

هغه وویل: «زموږ موخه یوازې د یوې ډلې نسکورول نه دي. موخه دا ده چې افغانستان له وسله والې او بې‌ځوابه واکمنۍ څخه یوه قانوني، ټاکنیز او ټولګډوني نظم ته ولېږدوو.» ضیا ټینګار وکړ چې که دوی د طالبانو له واکمنۍ وروسته سبا لپاره تیاری ونه لري، نو ان پوځي بریا به هم اړینه نه ده چې هېواد ته ثبات او امنیت راولي.

د آزادۍ جبهې مشر زیاته کړه: «موږ د طالبانو د ځای نیولو لپاره مبارزه نه کوو، بلکې د هغه نظام د پای ته رسولو لپاره مبارزه کوو چې واک د یوې وسله والې ډلې ځانګړې شتمني ګڼي.»

یاسین ضیا د افغانستان د پخواني حکومت له لوړپوړو امنیتي چارواکو څخه و. د جمهوري نظام پر مهال یې د پوځ د لوی درستیز او د ملي امنیت د عمومي ریاست د مرستیال دندې ترسره کړې وې.