یاسین ضیا: د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته حالت ته هم تیاری نیسو

د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا وایي چې دا جبهه د وسله والې مبارزې تر څنګ د طالبانو له واکمنۍ له ړنګېدو وروسته وضعیت لپاره هم تیاری نیسي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا وایي چې دا جبهه د وسله والې مبارزې تر څنګ د طالبانو له واکمنۍ له ړنګېدو وروسته وضعیت لپاره هم تیاری نیسي.
د هغه په وینا، د جبهې موخه یوازې د طالبانو نسکورول نه دي، بلکې افغانستان له «وسله والې او بېځوابه واکمنۍ» څخه داسې قانوني، ټاکنیز او ټولګډوني نظام ته لېږدول دي چې د خلکو پر خوښه ولاړ وي.
ښاغلي ضیا د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال په درشل کې له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې د وسله والو مخالفانو خپرې او چریکي بریدونهپه یوازې ځان نه شي کولای طالبان له واکه ګوښه کړي. هغه وویل، که مقاومت ونه شي کولای له محدودو پوځي عملیاتو واوړي، خپل ولسي بنسټ پراخ کړي او په یوه باوري سیاسي بدیل بدل شي، نو خپله تګلاره باید له سره وڅېړي.
دا ښايي د طالبانو پر ضد د پنځو کلونو وسله والې مبارزې په اړه د ضیا تر ټولو روښانه ارزونه وي. وسله والو مخالفانو په دې موده کې څو ځله د خپلو عملیاتو د پراخېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه نه د پام وړ سیمې تر خپل واک لاندې لري او نه یې د هېواد په کچه د ځواک انډول د خپل لوري په ګټه اړولی دی.
ضیا د پوځي بریدونو او د مقاومت د وروستۍ موخې ترمنځ دا واټن نه پټوي.
هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «دا ارزونه چې تر اوسه ډېری عملیات محدود او چریکي وو، په ټوله کې سمه ده او موږ باید رښتیا د تبلیغاتو په ځای ونه کړو».
د هغه په وینا، هر مسئول بهیر باید د «نننۍ وړتیا او خپلې وروستۍ موخې» ترمنځ توپیر په پام کې ونیسي.
ښاغلي ضیا دا هم وویل چې د ازادۍ جبهه د ډګر تر مبارزې سربېره، د خپلمنځي جوړښتونو پیاوړتیا، د سیاسي لیدلوري جوړول، د کادرونو روزنه او د حکومتولۍ لپاره تیاری ته هم هماغه ارزښت ورکوي.
هغه وویل: «افغانستان یوازې داسې ځواک ته اړتیا نه لري چې د جګړې وس ولري، بلکې داسې ځواک ته اړتیا لري چې د طالبانو له پای وروسته د دولت د ړنګېدو، غچ اخیستنې او د ګډوډۍ د بیا راګرځېدو مخه هم ونیسي».
ښاغلی ضیا د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په رسنیو کې لږ راڅرګند شوی دی. لا هم څرګنده نه ده چې اوس په کوم هېواد کې اوسي، خو په وروستیو میاشتو کې یې د سیمې، منځنۍ اسیا، د خلیج هېوادونو او اروپا ترمنځ سفرونه کړي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهه شاوخوا پنځه کاله وړاندې جوړه شوه او په تېرو کلونو کې یې د طالبانو د ځواکونو پر ضد د یو شمېر بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. ملګرو ملتونو هم په خپلو راپورونو کې د دې جبهې د عملیاتو یادونه کړې ده. دا بریدونه تر ډېره محدود او چریکي وو، خو په وروستیو میاشتو کې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره د څو ورځنیو نښتو وروسته د آزادۍ جبهه ډېره مطرح شوه.
ضیا په دې لیکلې مرکې کې وویل چې د زیباک نښتو وښوده چې د طالبانو پر ضد مقاومت کولای شي له محدودو عملیاتو څخه په ډګر کې د مبارزې پېچلو او دوامدارو بڼو ته واوړي. خو هغه له دې جګړې د لویو پایلو له ایستلو ډډه وکړه او ویې ویل: «دا بدلون په یوازې ځان د هېواد په کچه د ځواک د انډول د بدلېدو مانا نه لري».
د هغه په اند د زیباک ارزښت په دې کې دی چې دا ښيي مخالفان کولای شي په ځینو حالاتو کې له لنډو او خپرو بریدونو واوړي. د آزادۍ جبهې مشر وویل: «دا بدلون ښيي چې له ناڅاپي بریدونو څخه دوامدار مقاومت ته تګ شونی دی، خو په دې شرط چې د حالاتو له کره سنجونې، د خلکو له ملاتړ او د ملکي وګړو د ژوند له ساتنې سره مل وي.»
تر اوسه روښانه نه ده چې د آزادۍ جبهه په نورو سیمو کې هم د ورته بریدونو د تکرار څومره وړتیا لري.
جګړه له سیاست پرته ځای نه نیسي
ښاغلي ضیا وویل چې د دې جبهې هیله د طالبانو د نسکورېدو په اړه پر «شعارونو او تشو خیالونو» ولاړه نه ده، بلکې پر هغه څه ولاړه ده چې دی یې د طالبانو «سیاسي ماتې» بولي.
د ضیا په وینا، طالبانو سره له دې چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې یې د حکومت ټولې اسانتیاوې په واک کې لرلې، نه دي توانېدلي چې ملي مشروعیت، د خلکو عمومي رضایت او نړیوال منښت ترلاسه کړي.
د آزادۍ جبهې مشر دا هم وویل چې د طالبانو پر ضد وسله واله مبارزه یوازې په یوه سیمه کې د څو پوځي ډلو کار نه دی، بلکې له سیاسي ناخوښۍ، د ښځو له محرومیت، د قومونو او سیاسي بهیرونو له ګوښه کولو، د پخوانیو امنیتي ځواکونو له ځپلو او د سوله ییز بدلون د لارو له تړل کېدو څخه ځواک اخلي.
هغه ټینګار وکړ چې د آزادۍ جبهه ځان «د افغانستان د خلکو ځایناستې» نه ګڼي او د طالبانو نسکورېدل هم یوازې د پوځي عملیاتو پایله نه بولي.
هغه زیاته کړه چې بل پړاو ته تګ یوازې د بریدونو په ډېرېدو نه شونی کېږي. مقاومت ته «د سیاسي جوړښت پراختیا، له ټولنې سره تړاو، د مشرتابه یووالی، په ډېرو سیمو کې شتون او د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه باوري بدیل جوړول» اړین دي.
ضیا د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان پنځه نور کاله هم په واک کې پاتې شي، ایا د آزادۍ جبهه به د پوځي مقاومت د تګلارې ماتې ومني، وویل چې هره مشرتابه باید د خپلې تګلارې د ارزونې لپاره څرګند معیارونه ولري.
ښاغلي ضیا وویل، که مقاومت په یوه مناسب وخت کې ونه شي کولای خپل ولسي بنسټ پراخ کړي، منظم سیاسي جوړښت رامنځته کړي، د ډګر وړتیا زیاته کړي او د واک د لېږد لپاره باوري لید وړاندې کړي، نو روانه تګلاره باید له سره وکتل شي.
ضیا د آزادۍ جبهې د کار د ارزونې لپاره پنځه معیارونه یاد کړل: د کورني ملاتړ پراخېدل، د سازماني یووالي او وړتیا ډېرېدل، سیاسي پرمختګ، د طالبانو په چلند او حسابونو کې بدلون او د خلکو د باور ترلاسه کول.
هغه وویل، که خلک آزادۍ جبهه «د جګړې د دوام لامل» وبولي، نو جبهه باید په خپل کار او لاره کې بدلون راولي. د ضیا په وینا، وسله واله مبارزه د آزادۍ جبهې لپاره «نه بدلېدونکې عقیده او نه هم خپلواکه موخه» ده، بلکې هغه وسیله ده چې د سیاسي لارو له تړل کېدو وروسته پر خلکو تپل شوې ده.
هغه زیاته کړه، که یوه ورځ د واک د لېږد، ازادو ټاکنو، د خلکو د ګډون او د وګړو د بنسټیزو حقونو د ساتنې لپاره یوه رښتینې، تضمین شوې او د باور وړ لاره رامنځته شي، «هیڅ مسئول ځواک باید جګړه پر سیاست غوره ونه ګڼي.»
پر کورنیو ځواکونو تکیه
د ازادۍ جبهې مشر د بهرنیو هېوادونو د رول په اړه وویل چې د پخواني حکومت او د دوحې د تړون تجربې وښودله چې افغانستان باید پر بهرني ملاتړ تکیه ونه کړي، ځکه هغه حکومت چې له بهره جوړ شي، د هماغو بهرنیو ملاتړو د سیاست په بدلېدو سره له منځه هم ځي.
د آزادۍ جبهې مشر ټینګار وکړ چې د مخالفانو تګلاره باید د بهرني پوځي لاس وهنې د انتظار پر بنسټ نه وي.
هغه پخواني امنیتي ځواکونه د مقاومت له مهمو وړتیاوو څخه وبلل. ضیا وویل: «د نظام له نسکورېدو وروسته زرګونه مسلکي افسران او سرتېري د دولت له جوړښت څخه ګوښه کړل شول، خو د هغوی تجربه، سیمه ییزې اړیکې او سازماني وړتیا له منځه نه ده تللې.»
هغه بدخشان او ننګرهار د هغو سیمو په توګه یاد کړل چې پخوا د پخواني دولت د پوځ او امنیتي ادارو د بشري ځواک له مهمو سرچینو څخه وې.
د ضیا په اند، د بدلون لاره «له ناخوښۍ څخه سازمان موندنې ته، له سازمان موندنې څخه ملي مقاومت ته او له ملي مقاومت څخه د یوه باوري سیاسي بدیل جوړولو ته» غځېږي. خو هغه ټینګار وکړ چې دا د نړیوالې ټولنې له اړتیا څخه د بېنیازۍ مانا نه لري.
ضیا وویل چې افغانستان په جغرافیایي تشه کې نه دی پروت او د افغانستان د خلکو د حقونو لپاره نړیوال سیاسي ملاتړ، د بشري حقونو د رعایت لپاره ډیپلوماټیک فشار، طالبانو ته د یو اړخیز مشروعیت د ورکولو مخنیوی او د افغانستان له دموکراتیکو ځواکونو سره اړیکې ارزښت لري.
هغه وویل، آزادۍ جبهه له نړیوالې ټولنې نه غواړي چې د دې جبهې لپاره وجنګېږي او نه هم دا غواړي چې د افغانستان حکومت وټاکي، بلکې تمه لري چې طالبان یوازې د افغانستان د پوځي واک د لرلو له امله د دې هېواد د خلکو قانوني استازي ونه ګڼي.
له طالبانو وروسته افغانستان
یاسین ضیا وویل چې د آزادۍ جبهه یوازې د طالبانو د نسکورولو لپاره جګړه نه کوي او د دې ډلې مخالفان باید د واک له بدلون وروسته ورځې لپاره هم تیاری ولري. د هغه په وینا، هغه ځواک چې یوازې د جګړې وس ولري، د افغانستان لپاره بسنه نه کوي. داسې ځواک باید وکولای شي د دولت د ړنګېدو، غچ اخیستنې او د ګډوډۍ د بیا راګرځېدو مخه هم ونیسي.
هغه وویل: «زموږ موخه یوازې د یوې ډلې نسکورول نه دي. موخه دا ده چې افغانستان له وسله والې او بېځوابه واکمنۍ څخه یوه قانوني، ټاکنیز او ټولګډوني نظم ته ولېږدوو.» ضیا ټینګار وکړ چې که دوی د طالبانو له واکمنۍ وروسته سبا لپاره تیاری ونه لري، نو ان پوځي بریا به هم اړینه نه ده چې هېواد ته ثبات او امنیت راولي.
د آزادۍ جبهې مشر زیاته کړه: «موږ د طالبانو د ځای نیولو لپاره مبارزه نه کوو، بلکې د هغه نظام د پای ته رسولو لپاره مبارزه کوو چې واک د یوې وسله والې ډلې ځانګړې شتمني ګڼي.»
یاسین ضیا د افغانستان د پخواني حکومت له لوړپوړو امنیتي چارواکو څخه و. د جمهوري نظام پر مهال یې د پوځ د لوی درستیز او د ملي امنیت د عمومي ریاست د مرستیال دندې ترسره کړې وې.