د طالبانو امربالمعروف ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی، که کومه ښځه له شرعي محرم پرته یې کتنځي ته مراجعه وکړي، باید یا بېرته وګرځول شي او یا تر هغې انتظار وباسي چې محرم یې حاضر شي.
د کندهار د پوهنې ریاست د کارکوونکو د معلوماتو له مخې؛ د جمهوري نظام پرمهال په دغه ولایت کې د ښځینه ښوونکو او اداري کارکوونکو شمېر دوو زرو ته رسېده، خو اوس ډېرې ښځې له دندو لرې شوې دي او شمېر یې سلګونو ته راکم شوی دی.
له چادري سره مشروط وتل
په کندهار او ډېرو نورو ښارونو کې ښځې اوس د پوښتنو او محدودیتونو د مخنیوي لپاره چادرۍ اغوندي او هڅه کوي لږترلږه دوه یا درې تنې یوځای سفر وکړي.
ارزو د چادرۍ په اړه چې خپله یې هم تجربه کړې وویل: «د چادرۍ اغوستل اسانه کار نهدی، یو خوا د سترګو د لید ساحه محدودوي، بل ډېر وخت د ساه بندۍ ستونزې هم پیدا کوي. له مخ سره چادري که په لاس ټینکه ونه نیسو، نو د لید کچه لا کمزورې کېږي او که یې په لاس نیسو بیا له نفس تنګۍ سره مخ کېږو».
سره له دې چې په کندهار کې پر ښځو پراخ محدودیتونه لګېدلي؛ خو بیا هم اقتصادي اړتیاوې ښځې اړ باسي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د اقتصاد ریاست، کډوالو ریاست، سرې میاشتې او نورو ادارو مخې ته راټولې شي.
ډېری وخت دغه ښځې د ساعتونو لپاره په کتارونو کې ولاړې وي ځکه د ژوند اړتیاوې بل انتخاب نه ورپرېږدي. ارزو وايي، چې طالبانو له یوې خوا د ښځو پر کار بندیز لګولی؛ خو له بلې خوا بیا د مرستو د وېش مرکزونو مخې ته او په واټونو کې ناستې سوالګرې مېرمنې نه منع کوي او د کار زمینه ورته نه برابروي.
د دغه راپور له مخې، نږدې درې پر څلورمه برخه ښځو ویلي چې له محرم نارینه پرته له کوره د وتلو پر مهال ځان خوندي نه احساسوي. له نیمايي څخه زیاتو ښځو هم ویلي چې بازارونو، روغتیايي مرکزونو او نورو عامه ځایونو ته له تګ څخه ډډه کوي.
دا راپور د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې خپور شوی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له منځنۍ کچې زدهکړو او ښځې له پوهنتوني زدهکړو څخه محرومې دي.
د دې ادارې په وینا، طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۱۰۰ څخه ډېر فرمانونه او لارښوونې صادرې کړې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، دغو فرمانونو د ښځو پر وړاندې تبعیض لا پیاوړی کړی او په افغانستان کې یې د بشري حقونو کړکېچ نور هم سخت کړی دی.
طالبان وايي چې د ښځو حقونه د دوی د شریعت د تعبیر او د افغانستان د کلتور له مخې رعایتوي. د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو راپورونه او سپارښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په راپور کې راغلي چې پر ښځو او نجونو لګېدلو محدودیتونو د هغوی پر رواني روغتیا هم منفي اغېز کړی دی. د سروې له هرو لسو ښځو څخه اوو یې خپله رواني روغتیا «خرابه» یا «ډېره خرابه» بللې ده.
د راپور له مخې، دغو ښځو انزوا، د ټولنیزو فرصتونو له لاسه ورکول او د کار او مسلکي فرصتونو کمښت د خپل رواني حالت د خرابېدو له مهمو لاملونو څخه یاد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره زیاتوي چې د طالبانو تازه فرمانونو د ښځو قانوني ملاتړ هم لا کمزوری کړی دی. د دې ادارې په وینا، په روان کال کې وضع شویو مقرراتو د قانون پر وړاندې د ښځو او نارینهوو برابري نوره هم محدوده کړې، د کورني ژوند په چارو کې یې د نارینهوو واک زیات کړی او د ښځو لپاره یې د طلاق اخیستل ستونزمن کړي دي.
ښځې د کار په بازار کې هم خورا محدوده ونډه لري. د راپور له مخې، یوازې اووه سلنه ښځې په دندو بوختې دي، په داسې حال کې چې د نارینهوو د کار کچه ۸۴ سلنې ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو د ښوونې، روزنې او کلتور ادارې یا یونسکو هم د سهشنبې په ورځ ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زدهکړو څخه بېبرخې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، د دغه راپور موندنې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې د ۲۱۹۰ کسانو له کور په کور سروې او د ۲۰۲۶کال د اپرېل او مې په میاشتو کې د ۲۸۱۱ کسانو له ټیلیفوني سروې څخه ترلاسه شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ويلي، نیمايي افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بیرون وځي او نږدې درې پر څلورمه برخه یې له محرم پرته بهر تګ ناامنه بولي. دغې ادارې ویلي، ۷۰ سلنه ښځې خپله رواني روغتیا خرابه یا ډېره خرابه ارزوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د چهارشنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي، د طالبانو له لوري د ښځو پر تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ګډون د محدودیتونو له زیاتېدو سره، پنځوس سلنه افغان ښځې اوس په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له خپلو کورونو بهر وځي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه چې د جنسیتي برابرۍ د ودې لپاره کار کوي ویلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې له ثانوي زده کړو او ښځې له پوهنتوني زده کړو منع کوي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، چې د ښځو په اړه د حکومت ګڼ قوانین پلي کوي، د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی همدارنګه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم سمدستي تبصره نه ده کړې.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د سروې له مخې، له نیمایي څخه زیاتو ښځو ویلي چې په میاشت کې دوه ځله یا تر دې کم له کوره وځي، او نږدې درې څلورمه برخه یې ویلي چې له محرم پرته له کوره د وتلو پر مهال ځان خوندي نه احساسوي.
د دې ادارې په وینا، پر ښځو لګېدلو محدودیتونو د رواني روغتیا بحران هم لا پسې خراب کړی دی. له هرو لسو ښځو څخه اوو ویلي چې رواني روغتیا یې «خرابه» یا «ډېره خرابه» ده. دوی د انزوا، د فرصتونو د له لاسه ورکولو او د ملاتړ شبکو ته د محدود لاسرسي یادونه کړې ده.
د افغانستان د ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې تېرو پنځو کلونو افغانستان د خپل معاصر تاریخ له تر ټولو ژورو بشري، سیاسي او اقتصادي ناورینونو سره مخ کړی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې په دې لړ کې ښځې او نجونې له زدهکړو، کار، سیاسي مشارکت، په عامه ژوند کې له حضور او ګڼو بنسټیزو حقونو بېبرخې شوې دي. د ښځو د یاد غورځنګ په اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) خپره شوې راغلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مېلیونونه وګړي له خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو محروم شوي، ښځې په سیستماتیک ډول له عامه حضوره اېستل شوې، فقر پراخ شوی، جبري کډوالي زیاته شوې، د قانون حاکمیت او ملي بنسټونه کمزوري شوي او بشري ناورین لا ژور شوی دی.
په اعلامیه کې له افغان مېرمنو، د بشري حقونو له فعالانو، خبریالانو، مدني فعالانو، استادانو، محصلانو او ځوانانو مننه شوې، چې د نیونو، شکنجو او محرومیتونو سره، سره یې د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره مبارزه کړې ده.
د ښځو یاد غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې «جنستي توپیر» په نړۍوال قانون کې د جرم به توګه په رسمیت وپېژنې؛ تر څو هېڅ نظام، ډله او مسوول مقام ونه شي کولای د ټولنې د نیمایي برخې په حذفولو سره له حساب ورکولو ځان وژغوري.
په اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې رامنځته شویو ناورینونو ته په اشارې لیکل شوي: «د سیاسي او بشري حقونو له ناورین سره یوځای، د افغانستان خلک له پراخ فقر، د اقتصاد له کمزورتیا، بېکارۍ، پر بشري مرستو له زیاتېدونکې اتکا او د بېسارې کډوالۍ له څپو سره مخ دي. دغه وضعیت د افغانستان راتلونکی او د سیمې ثبات له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی».
په اعلامیه کې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو حضور او فعالیت هم د افغانانو، سیمې او نړۍ لپاره د اندېښنې وړ یاد شوی او زیاته شوې: «افغانستان باید د ترهګرۍ او افراطیت پر خوندي پټنځای بدل نهشي. د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د نړۍوال قانون په چوکاټ کې د بشري حقونو، د قانون حاکمیت او د حساب ورکونې له اصل سره په همغږۍ ترسره شي».
یاد غورځنګ د اعلامیې په وروستۍ برخه کې غوښتنه کړې، چې «جنسیتي توپیر باید په رسمیت وپېژندل شي، طالبانو سره له تعامل ډډه وشي، د یوه مشروع، قانوني، ټولشموله او ځوابویونکي نظام د جوړېدو ملاتړ وشي او د بشري حقونو فعالان، خبریالان او په دې نوم نور زندانیان دې ژر تر ژره خوشې شي».
د ښځو دغه غورځنګ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه دې افغانان نه هېروي او د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوال قانون پر بنسټ خپل مسوولیتونه ادا کړي.