په اعلامیه کې ویل شوي، چې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوي، ښځې له کاره اېستل او منع شوي او د اعتراض غږونه یې له نیونو، شکنجې، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
د ښځو دغو اعتراضي خوځښتونو ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه یوازې پر عادي ښځو نهدي لګېدلي، بلکې ډاکترانې، خبریالانې، استادانې، ښوونکې، محصلانې، ښځینه کارکوونکې، پخوانۍ پولیسې او پوځي ښځینه کارکوونکې او ځوانې نجونې هم له زدهکړو، کار او په ټولنه کې له مشارکت څخه محرومې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې پر افغان ښځو تپل شوي، یوازې د محدودیتونو ټولګه نهده، بلکې د ښځو د له منځه وړلو او له ټولنې او عامه ژوند څخه د هغوی د حذف سیستماتیک سیاست دی».
دوی له ملګرو ملتونو، یوناما، له امنیت شورا او همداراز له بشري حقونو شورا او د نړۍ له حکومتونو غوښتي، چې له تکراري غندنو ورهاخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسۍ د پای ته رسولو لپاره عملي او بېړني اقدامات وکړي.
د ښځو خوځښتونو همداراز د طالبانو د «حساب ورکولو» غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ بحث او پرېکړه باید د ښځو، په ځانګړي ډول د معترضو او عدالتغوښتونکو ښځو له «واقعي او معناداره حضور» پرته ترسره نه شي.
دوی له نړیوالو رسنیو غوښتي، چې د افغان ښځو د غږونو رسولو ته دوام ورکړي او د هغو نجونو، ډاکترانو، استادانو، خبریالانو او معترضو ښځو د وضعیت په تړاو راپورونه خپاره کړي، چې د طالبانو د محدودیتونو او ځپنې له امله اغېزمنې شوې دي.
په اعلامیه کې د ښځو د حقونو غوښتنې په دې ټکو راټولې شوې دي: «زدهکړه زموږ حق دی. کار زموږ حق دی. ازادي زموږ حق دی. له کرامت سره ژوند زموږ حق دی».
د ښځو خوځښتونو د اګست ۱۵مه د «تسلیمېدو نه، بلکې د افغان ښځو د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره د مقاومت او بیا ژمنې ورځ» بللې او ټینګار یې کړی، چې د نجونو تر بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ستنېدو او ښځو ته د کار او ازادۍ تر حق ورکولو پورې به یې مبارزه دوام ولري.
د سرچینې او د دغو ځوانانو د کورنیو د معلوماتو لهمخې، دوی پرته له دې چې د نیولو قانوني دلیل یا پر وړاندې یې تورونه په روښانه ډول وړاندې شي د طالبانو له لوري نیول شوي او وروسته د ساتنې او پوښتنو ګروېږنو پر مهال له تاوتریخوالي او سخت ناوړه چلند سره مخ شوي دي.
د دوی کورنۍ ادعا کوي، چې د شکنجې په دې پېښه کې د نورستان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان قاري مزمل ساتونکي ښکېل دي او په وینا یې، دا کار هم د قاري مزمل په مستقیم امر ترسره شوی دی.
د سرچینې په وینا، د څلورو ځوانانو له ډلې دوه کسان په نازک روغتیايي وضعیت کې دي او د کورنیو د معلوماتو له مخې، په کوما حالت کې دي. د دوی کورنۍ له مسوولو ادارو څخه غواړي، چې د هغوی روغتیايي وضعیت دې د خپلواکو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ژر تر ژره وارزول شي او بېړنۍ طبي درملنه دې ورته برابره شي.
د یادو کسانو کورنۍ همداراز غوښتنه کوي، چې د دغو ځوانانو د نیولو، انتقال، ساتنې او پوښتنو ګروېږنو په اړه دې بېړنۍ، بېطرفه او شفافه څېړنه وشي او که د کوم چارواکي یا امنیتي کس مسوولیت ثابت شي، د قانون له مخې دې حساب ورکړي.
هغوی له ملګرو ملتونو، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) او د بشري حقونو له دفتر (OHCHR) څخه هم غوښتي، چې د دغې قضیې د مستند کولو او تعقیب لپاره اقدام وکړي.
د هغه نږدې ملګري وایي، چې د پخواني پوځ له دغه افسر سره د هغه لسګونه پخواني نظامي ملګري هم له ایران څخه پاکستان ته تللي دي.
یو کس چې رحمت الله قادري یې څو میاشتې وړاندې په اسلام اباد کې له نږدې لیدلی، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «له هغه سره یوه هایلکس موټر و، شپږ باډیګارډان هم ورسره وو او هر یوه ټوپک لرلو».
د ازادۍ جبهې یوه جنګیالي، چې وايي، په پاکستان کې یې وسلې او روزنه ترلاسه کړې، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې نوموړی او ملګري یې اوسمهال د خیبر پښتونخوا ایالت په چترال کې مېشت شوي دي.
د هغه په وینا، دوی ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته دي او پلان لري چې د کونړ ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو ته نفوذ وکړي.
چترال د هندوکش له لوړو څوکو جوړ شوی او د افغانستان له نورستان، کونړ او بدخشان ولایتونو سره ګډه پوله لري. د بدخشان پامیر نرۍ څوکه دغه سیمې له چین او تاجکستان څخه بېلوي. د چترال په مدکلشت دره کې د بدخشان تاجیکان اوسیږي، چې سلګونه کاله وړاندې دې سیمې ته کوچېدلي او د بدخشي او مدکلشتي په نومونو یادیږي.
چترال د پخوانیو افغان مجادینو د روزنې مرکزونو او سمڅو له امله هم مشهوردی، چې د مجاهدینو او شوروي اتحاد د جګړو په وخت کې ترې د بدخشان، کونړ او نورستان لپاره اکمالات کېدل او جنګیالي پکې روزل کېدل. په دغو مرکزونو کې په تېرو کلونو کې محلي تاجرانو د جلغوزیو حاصلات ذخیره کول، خو د محلي سرچینو په وینا، د پاکستان پوځ د ۲۰۲۳ کال په نیمايي کې دغه پخواني ټریننګ مرکزونه خالي کړل.
د ازادۍ جبهې یاد جنګیالي ادعا وکړه، چې د دوی هر جنګیالي ته د شل زره افغانیو معادل معاش ټاکل شوی او د ختیزو ولایتونو « ۴۰۰ اوسېدونکي» چې پخواني نظامیان هم پکې دي، په پاکستان کې له دوی سره یو ځای شوي دي. په دغو څلور سوو کسانو کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان اوسېدونکي شامل دي.
له دې ډلې یو هم د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو د یو پخواني قوماندان خان محمد خان د کورنۍ غړی دی. خان محمد خان د واما بانفوذه کس قوماندان و او زوی یې سمیع خان اوس په چترال کې د ازادۍ جبهې له وسلهوالو سره یو ځای شوی دی.
یوې سرچینې وویل، « نوموړی ښايي د خپل سر خوندي کولو او په پاکستان کې د پاتې کېدو له امله مجبور شوی وي چې دغسې پرېکړه وکړي. که څه هم اوس عمر خوړلی دی، خو د یوې داسې کورنۍ مشري یې تر غاړې ده چې د طالبانو خلاف د جګړې او پاڅون اوږده مخینه لري».
د غالب تر څنګ د شینوارو ولسوالۍ یو شمېر نور قومي مخور او یو شمېر پخواني سیمهییز پاڅون کوونکي هم د طالبانو له مخالفو ډلو سره یوځای شوي دي.
خو په دې منځ کې چترال له بدخشان سره د لارو درلودو له امله ډېر پاموړ دی. د سیمې مختلط نفوس او له بدخشان، نورستان او کونړ سره لارې جنګیالیو ته دا امکانات ور کوي، چې له غرنۍ جغرافیا په استفادې هم پوځي عملیات وکړي او هم د خپلې مرګ ژوبلې کچه تیټه وساتي.
د نورستان او کونړ په اوږدو کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتوددې ډلې د کمزورۍ ګڼ ټکي ډاګیز کړل. داسې ښکاري، چې د طالبانو وسله وال مخالفان په خپله جګړه ییزه ستراتیژي او عملیاتو کې دغو ټکو ته ځیر دي.
د شنونکو له نظره، د ټي ټي پي پر سر د طالبانو او پاکستان اختلاف، ظاهرا اسلام اباد دې ته اړ اېستی چې د طالبانو د وسل والو مخالفانو ملاتړ وکړي. اسلام اباد له دې وړاندې د جمهوري حکومت خلاف د طالبانو د ملاتړ کافي تجربې لري.
طالبانو د جمهوري حکومت پر وړاندې خپل فعالیتونه د میرانشاه او کوټې په مرکزیت کول، خو د شخړو د مبدا په توګه د بدخشان انتخاب ښيي، چې چترال ښايي د طالبانو د مخالفانو په مهم مرکز بدل شي.
هغه اوس په اسلام اباد کې په یوه دوه کوټه يي کور کې د جامو ګنډلو له لارې د خپلو ماشومانو کفالت کوي، خو د کډوالو د نیولو، د کار د کمېدو او د بېوزلۍ له امله له نویو ستونزو سره لاس او خپړې ده.
نوموړې، چې هره شیبه د پولیسو د راتګ له ویرې له کړکۍنه لاندې کوڅې ته ګوري، وویل، « لوڼې مې ښوونځي ته نه شي تللی. زوی مې اووه کلن دی، کله کله په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو ځل ډوډۍ خورو، هغه هم چې پولیس له سیمې پناه شي».
هغې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته خپله دوسیه وړاندې کړې، خو تر اوسه پرمختګ پکې نه دی شوی.
تړلې قضیې او د انتظار اوږدې شیبې
د بيبي ناز کیسه د هغو زرګونو افغان ښځو د ژوند تریخ انځور دی چې له افغانستان نه د سیاسي بدلونونو، ګواښونو او ناامنۍ له امله وتلي، خو په پاکستان د قانوني اسنادو، کار، زدهکړې، اقتصادي ستونزو او د ایستلو د وېرې تر سیوري لاندې له نویو ستونزو سره مخ دي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، زرګونه افغانان د امنیتي اندېښنو، د پخوانیو دندو او اړیکو له وېرې او ځینې د خپلو لوڼو د زده کړو او راتلونکي لپاره د خوندي ځای په لټه کې پاکستان ته واوښتل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، پاکستان لا هم د میلیونونو افغانانو کوربه دی چې ثبت شوي کډوال، د افغان تابعیت کارت لرونکي او هغه کسان پکې شامل دي چې د قانوني وضعیت له روښانتیا پرته هلته ژوند کوي.
اسلاماباد له تېرو پنځو کلونو راهیسې د زرګونو هغو کورنیو په تمځای بدل شوی، چې د درېیم هېواد د بیا مېشتېدو، ویزو او یا د خپلو دوسیو د پایلو په تمه دي. د افغان کډوالو یوه برخه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د نورو هېوادونو له پروګرامونو سره ثبت شوې دوسیې لري، خو د اوږدو اداري پروسو، محدودو فرصتونو او د غوښتنلیکونو د زیاتوالي له امله ډېری قضیې لا هم له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي.
ډېری افغانان د کار د محدودیتونو، د پولیسو د نیولو له وېرې او د ایستلو د احتمال له امله هڅه کوي چې په کورونو کې پاتې شي. د ډېرو کورنیو ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او ځوانانو د کار فرصتونه له لاسه ور کړي دي.
خو هغه افغان کډوال چې له ورته مالي او استوګنیز ملاتړه برخمن نه دي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړ دي چې کار وکړي. دغه کډوال د پولیسو د څارنې، پلټنې او نیول کېدو له وېرې نه شي کولای ثابت او دایمي کار پیدا کړي او یا خپله لاس په کار شي.
په اسلام اباد کې میشت الله محمد حسنزي لومړی د جوارو خرڅول پیل کړل، خو موسمي کار و او بېرته بېکاره شو. وروسته یې د یوه ملګري په مرسته د غمیو کار زده کړ، خو د خلکو د مالونو د ورکېدو له امله پرې ۹۵زره روپۍ تاوان راغی او په مارکیټ کې یې هم نوم بد شو.
د کډوالو د نیولو لړۍ، د اسنادو ستونزو او د کار محدودیتونو د هغه ژوند نور هم سخت کړ.
هغه وايي، « نه پوهېږم راتلونکی به مې کوم لور ته ځي، یوازې دومره پوهېږم چې کډوالي زموږ له قسمت سره تړل شوې ده».
په پېښور او اسلاماباد کې د هغو افغانانو شمېر کم نه دی چې له جګړو او ناامنیو وروسته یې پاکستان ته د کډوالۍ دویم پړاو تجربه کړی او اوس، د درېیم ځل لپاره، د یوه خوندي او باثباته راتلونکي په هیله د بهرنیو هېوادونو د کډوالۍ او بیا مېشتېدو د پروګرامونو په تمه شپې او ورځې تېروي.