• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه د نړۍوالو اړیکو او پانګونې پر وړاندې اصلي خنډ دی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، چې پر ښځو او نجونو د طالبانو سخت محدودیتونه په افغانستان کې د نړۍوالو اړیکو او د پانګونې پراختیا پر وړاندې اصلي خنډ دی او درانه ټولنیز او اقتصادي زیانونه لري.

یوناما د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه، پر مدني فضا فشار، د بیان ازادۍ ځپل او په ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوی د افغانستان لپاره د نړۍوالو مرستو او همکاریو د بشپړې ګټې اخیستنې زمینه محدوده کړې ده.

یوناما د امنیتي وضعیت په اړه ویلي، که څه هم د جګړو کمښت او د کوکنارو د کښت بندیزونو په څېر اقداماتو خلکو ته ځینې عملي ګټې رسولې او د بیارغونې او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ لپاره یې زمینه برابره کړې؛ خو ترهګریزې اندېښنې او د ښځو محرومیت د افغانستان د بیارغونې او له نړۍوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د یوناما چارسمبالې جورجت ګانیون ویلي: «تېرو پنځو کلونو وښودله، چې د افغانستان خلک له څو لسیزو جګړو وروسته سولې ته ډېر ارزښت ورکوي؛ خو دوامداره سوله او سوکالي یوازې د جګړې د نشتوالي په معنا نه‌ده. د افغانستان راتلونکی د داسې ټولنې جوړولو پورې تړلی دی، چې د ټولو افغانانو حقونه او وړتیاوې په‌کې خوندي او پیاوړې شي او ادارې د خپلو کړنو په اړه ځواب‌ویونکې وي».

هغې ټینګار کړی، چې د طالبانو اداره باید د تل‌پاتې سولې لپاره د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور محدودیتونه لغوه کړي، بنسټیز حقونه او ازادۍ یې تضمین کړي او د امنیت او ترهګرۍ په اړه د نړۍوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ووایي.

یوناما همداراز ویلي، ترهګریزې اندېښنې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې پېچلې کړې او له نړۍ یې غوښتي چې د افغانانو د غوښتنو او د افغانستان د اوږدمهاله بیارغونې د ملاتړ لپاره خپل اصولي، عملي او هر اړخیز تعامل ته دوام ورکړي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي
۱

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي

۲

هلمندیانو ته د متحدې جبهې خبرداری: خپل اولادونه مو د طالبانو له لیکو څخه راوباسئ

۳

افغانستان تر ۲۰۲۱کال وروسته؛ امریکا څنګه د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیوله؟

۴

نی: د طالبانو له لوري د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۷۰۰ پېښې مستندې شوې دي

۵

د محمود شاه حبیبي کورنۍ: موږ او امریکا شواهد لرو چې حبیبي له طالبانو سره دی

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: وروستیو سېلابونو د افغانستان په ختیځ او مرکزي سیمو کې زرګونه کسان اغېزمن کړي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۴۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د جولای له ۲۰مې راهیسې د افغانستان په مرکزي، شمالي او ختیځو ولایتونو کې سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

یونېسف د اګست تر ۱۰مې په خپل تازه راپور کې ویلي، یوازې د نورستان په ختیځ پارون ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۲۴ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ د مړو ۲۶ سلنه ښځې او ۷۴ سلنه نارینه دي، په‌داسې حال کې چې د ټپیانو له ډلې اووه سلنه ښځې او ۹۳ سلنه نارینه دي او یوشمېر نور کسان لاهم تري تم دي.
د سېلابونو له امله په ختیځه سیمه کې ۳۲۱ کورونه زیانمن شوي او شاوخوا ۲۴۰۸ کسان اغېزمن شوي دي. همداراز ۱۶ ښوونځي زیانمن شوي او د پارون په ګډون په ځینو سیمو کې د اوبو رسولو شبکې، سړکونه، پلونه، د سېلابونو مخنیوي دېوالونه، کرنیزې ځمکې او بازارونه هم زیانمن شوي دي.
یونېسف وايي، د اګست پر درېیمه د نورستان د برګ‌مټال ولسوالۍ هم د دویم ځل لپاره د ناڅاپي سېلابونو شاهد وه چې ۱۹۱ کورونه یې زیانمن یا ویجاړ کړي دي. د دغه سېلاب له امله سړکونه، پلونه، کرنیزې ځمکې او د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې دي.
په مرکزي سیمه کې د نهو ولایتونو سېلابونو دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان کړي دي. د راپور له مخې؛ ۳۱۶ کورونه زیانمن شوي او ۲۰۵۷ کسان یې اغېزمن کړي چې په‌کې ۶۸۸ نجونې، ۶۱۰ هلکان، ۳۹۵ ښځې او ۳۶۴ نارینه شامل دي. په دغه کسانو کې ۶۱ مېندواره ښځې هم شاملې دي.
په مرکزي سیمه کې شاوخوا ۱.۶ مېلیون متره مربع کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې، نږدې ۳۰۰ څاروي تلف شوي او ۱۷ ښوونځي زیانمن شوي دي. د دغه ښوونځیو له زیانمنېدو سره د ۱۱زره او ۱۱۴ زده‌کوونکو زده‌کړې اغېزمنې شوې دي.
یونېسف وايي، په ختیځه سیمه کې د سېلابونو له امله ۱۵ د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې دي. دغه اداره له خپلو شریکانو سره د اوبو شبکو د ترمیم او د اغېزمنو خلکو لپاره د پاکو اوبو برابرولو چارې پر مخ وړي.
د یونېسف د معلوماتو له مخې؛ په پارون کې شاوخوا ۷زره کسانو ته د پاکو اوبو رسولو لپاره د اوبو رسولو د یوې شبکې د بیارغونې عملي چارې هم پیل شوې دي. یونېسف وايي، تر سېلابونو وروسته یې له خپلو شریکانو سره په چټکۍ بېړنی غبرګون پیل کړی او د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو، حفظ‌الصحې او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې یې مرستې رسولې دي.
په ختیځه سیمه کې ۶۲۰ ماشومانو او ۱۶۰ پالونکو ته رواني او ټولنیز ملاتړ او د رواني لومړنۍ مرستې خدمتونه وړاندې شوي دي. همداراز ۳۰۰ نورو ماشومانو ته ډله‌ییزې مشورې ورکړل شوې او ۱۶ ماشومانو انفرادي مشورې ترلاسه کړې دي.
یونېسف وايي، ۲۲۱ یتیمو ماشومانو او له خپلو کورنیو جلا شویو ۱۷ ماشومانو ته هم ځانګړي خدمات وړاندې شوي او ټول له کورنیو سره بېرته یوځای شوي دي. د سېلابونو له امله په ختیځه سیمه کې ۱۶ ښوونځي زیانمن شوي، چې درې په نورستان، دوه په لغمان، یو په ننګرهار او لس په کونړ کې دي. د دغه پېښو له امله د شپږم ټولګي یو زده‌کوونکی هم مړ شوی او شاوخوا ۲۰۰ زده‌کوونکي له زده‌کړو پاتې شوي دي.
په مرکزي سیمه کې هم ۱۷ ښوونځي زیانمن شوي، چې د ۱۱زره او ۱۱۴ زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر یې اغېزمن کړی دی. یونېسف وايي، د سېلابونو له امله ښايي ځینې چاودېدونکي توکي له خپلو پخوانیو ځایونو راوتلي یا پخواني ښخ شوي ګواښونه بېرته راڅرګند شوي وي چې د سېلاب ځپلو سیمو د خلکو او بشري مرستندویانو لپاره یې د خوندیتوب ګواښونه زیات کړي دي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ: په هرو لسو افغان ماشومانو کې یو یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۳۵ GMT+۱
100%

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ «Save the Children» وايي، په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او نږدې له هرو لسو له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو یو یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی.

د دغه بنسټ په وینا؛ د ۲۰۲۶کال په دویمه ربع کې د افغانستان په ځینو برخو کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ کچه د تېر کال د ورته مودې پرتله لوړه شوې ده. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ اوس‌مهال د خوارځواکۍ پېښو د زیاتېدو مهم لامل د ساري ناروغیو ډېرېدل دي.

راپور زیاتوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ کچه ۱۴ سلنه لوړه شوې او په ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه ماشومان ترې اغېزمن شوي دي.

ورته مهال له افغانستان سره د بشري مرستو کچه هم ټیټه شوې ده. د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۲کال کې تر ۳.۲۷ مېلیارد ډالرو، په ۲۰۲۵کال کې د بشري مرستو کچه یو مېلیارد ډالرو ته راټیټه شوه او د ۲۰۲۶کال تر دې دمه یوازې ۴۳۸ مېلیونه ډالر مرسته ترلاسه شوې ده.

د مرستو د کمښت له امله نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یا یې هم فعالیتونه درول شوي، چې شاوخوا څلور مېلیونه کسان یې اغېزمن کړي او له دې ډلې نږدې نیمایي یې ماشومان دي.

یاد بنسټ وايي، د لنډمهاله مالي ملاتړ له لارې یې ۱۴ روغتیايي مرکزونه فعال ساتلي؛ خو د دغه مرکزونو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. دغه بنسټ زیاتوي، چې د افغانستان په یوه غرنۍ او لرې سیمه کې یې روغتیايي مرکز د شاوخوا ۱۰زره کسانو لپاره یوازینی روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د یاد مرکز په وینا؛ هره ورځ تر ۱۰۰ ډېر ناروغان ورته مراجعه کوي او ځینې یې د روغتیايي خدمتونو لپاره له دوو تر درېیو ساعتونو پورې په پښو مزل کوي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې د مرستو د کمښت له امله د دغه بنسټ د ملاتړو روغتیايي مرکزونو او ګرځنده روغتیايي ډلو د فعالیتونو کمېدو له امله شاوخوا ۷۰۰زره کسان چې ۱۴۰زره یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي؛ له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي.

په افغانستان کې د نفوس زیاتوالی، له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغانانو بېرته ستنېدل، وچکالي، طبیعي پېښې، بې‌ځایه کېدل او وروستۍ شخړې د بشري اړتیاوو د زیاتېدو له مهمو لاملونو بلل کېږي.

په افغانستان کې د «Save the Children» مشر اشیش ډملي د نړۍوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د بشري مرستو کمښت د ماشومانو ژوند او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د دغه بنسټ په وینا؛ دوی له ۱۹۷۶کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او اوس‌مهال په نهو ولایتونو کې مستقیم پروګرامونه لري او په ۱۱ نورو ولایتونو کې له شریکانو سره کار کوي. دغه بنسټ وايي، تېرکال یې تر ۲مېلیونه ډېرو کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي.

مجاهد: مخالفې جبهې په افغانستان کې ازمویل شوې او اوس د فعالیت «ګډ چتر» نه‌لري

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د طالبانو د مخالفینو ټلوالې او جبهې چې وړاندې یې د بېلابېلو ډلو او تنظیمونو په چوکاټ کې فعالیت کاوه «یو ګډ چتر» نه‌لري او د هغوی ترمنځ هم یووالی نه‌شته. نوموړي‌ زیاته کړې، د بدخشان وضعیت ارام دی او کومه ستونزه نه‌شته.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ایران اېراف سره په یوې ځانګړې مرکه کې خپلو مخالفو ډلو، جبهو او جریانونو ته د کنایې په ډول ویلي: «د دوی ترمنځ یوالی نه‌شته، د هرې ډلې لاره بېله ده او داسې ډلې هم شته چې په افغانستان کې یې خپله وړتیا او فعالیت ازمویلی دی».

هغه په مقابل کې د طالبانو حکومت د واحدې رهبرۍ لرونکی وباله او ویې ویل: «د لومړي ځل لپاره په تېرو پنځوسو کلونو کې په افغانستان کې داسې حکومت لرو، چې واحده رهبري لري، سیاسي او داخلي اختلافات په‌کې نه‌شته، سیاسي شخړې نه‌شته، تنظیمي، مذهبي او سمتي جوړجاړي او اختلافات نه‌شته او افغانستان هم د تجزیې او سقوط له ګوښ سره نه‌دی مخ».

مجاهد د طالبانو له مخالفانو سره د سیاسي حل‌لارې په اړه وویل: «که مخالفانو خپله وړتیا نه‌وای ازمویلې او په وار، وار نه وای امتحان شوي، موږ به هیله لرله چې هغوی د افغانستان برخه دي، افغانستان ته ګټه رسولی شي او په رېښتیا د افغانستان له ټولنیزو مسایلو سره تړاو او مثبت رول لري؛ په هغه صورت کې موږ کولی شو له هغوی سره خبرې او جوړجاړی وکړو او تعامل ولرو».

د مجاهد په وینا؛ د سیاسي مخالفانو ګډون ښايي افغانستان یو ځل بیا له هغه شرایطو سره مخ کړي، چې هېواد په تېر کې تجربه کړي دي. هغه زیاته کړه: «موږ هېڅوک په افغانستان کې له اوسېدو نه محروموو؛ خو سیاسي حضور بیا بله معنا لري او د اوس لپاره د افغانستان په ګټه نه‌دی».

نوموړي په بدخشان کې د طالبانو د یو قوماندان جمعه‌خان فاتح سره د اختلافاتو او د بدخشان د وضعیت په اړه وویل، چې وضعیت ارام دی او کومه ستونزه نه‌شته. نوموړي زیاته کړه: «ملا فاتح صاحب زموږ له مهمو قوماندانانو دی، چې په بدخشان کې ژوند کوي. د څه مودې لپاره د هغه په اړه د دښمن له لوري تبلیغات وشول؛ خو حقیقت نه‌لري».

مجاهد همداراز وویل، چې د بدخشان په یوه ولسوالۍ کې «یو تحرک» رامنځته شوی و؛ خو دغه موضوع په څو ساعتونو کې کنټرول شوه. د طالبانو ویاند دغه پېښه یو کوچنی ګواښ وباله او ویې ویل: «دا یو کوچنی ګواښ و، چې په هر هېواد کې رامنځته کېدای شي؛ خو د افغانستان په هېڅ برخه کې له کوم لوی ګواښ سره نه یو مخ».

د بدخشان په اعتراضونو کې د بهرنیو استخباراتو د لاسوهنې ادعا

ذبیح‌الله مجاهد د بدخشان د وروستیو اعتراضونو د رېښې په اړه ادعا وکړه، چې هلته په اصل کې اعتراضونه نه وو؛ بلکې له هېواده بهر ځینو کړیو د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅه کوله.

هغه د «بهرنیو لاسونو» په اړه د وضاحت پرمهال وویل، ځینې هغه کړۍ چې له هېواده بهر دي له بهرنیو استخباراتي ادارو سره اړیکې لري. د مجاهد په خبره، دغه کسانو ځینې ځوانان د ځانګړو اقداماتو لپاره هڅولي؛ خو طالبان توانېدلي چې دغه هڅې وځپي.

د طالبانو ویاند د بهرنیو استخباراتي فعالیتونو په اړه وویل، چې افغانستان اوس د ارامۍ، بیارغونې او پرمختګ په حال کې دی؛ خو ځینې داسې کړۍ شته چې طالبان یې له پخوا څخه له فعالیتونو زیانمن شوي دي.

مجاهد زیاته کړه: «بهرني استخبارات وخت ناوخت اجیرې کړۍ تحریکوي او بیا غواړي د افغانستان امنیت ګډوډ کړي». هغه د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست او ویې ویل: «طبعاً اړتیا نه‌شته چې موږ د کوم هېواد نوم واخلو؛ خو په سیمه کې استخباراتي فعالیتونه لیدل کېږي».

په افغانستان کې د القاعده حضور

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د القاعده د حضور په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو په تړاو وویل، چې القاعده ډلې پخوا په افغانستان کې حضور لاره؛ خو دغه ډله له افغانستان نه د امریکا له پوځي حضور وروسته عربي هېوادونو ته وتلې ده.

مجاهد وویل: «القاعده ډله په تېرو کلونو کې په افغانستان کې وه، هغه هم ډېر پخوا؛ خو د امریکا له تېري وروسته القاعده په عربي هېوادونو کې خپره شوه، ځکه غړي یې عرب وو».

هغه ټینګار وکړ: «هغوی اوس په افغانستان کې حضور نه‌لري او موږ هم بهرنیو ډلو ته اجازه نه‌ورکوو، چې په افغانستان کې فعالیت وکړي». مجاهد په دې اړه چې ایا طالبان القاعده یوه ترهګره ډله ګڼي وویل: «موږ اړتیا نه‌لرو، چې څوک ترهګر وبولو خو القاعده یوه ډله ده چې له افغانستان سره اړیکه نه‌لري».

هغه زیاته کړه: «دا د عربي هېوادونو یوه ډله وه. په هغه هېوادونو کې ځینو ځوانانو چې له خپلو هېوادونو ناراضه وو، دغه ډله جوړه کړې وه او له افغانستان سره اړیکه نه‌لري».

مختار خان یوسفزی: د طالبانو د واکمنۍ زیانونه تر لاسته راوړنو ډېر دي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۲۱ GMT+۱
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، افغان ملت یو ملت او یو وجود دی او په افغانستان کې هر ډول سیاسي او امنیتي بدلون د کوزې پښتونخوا پر خلکو هم اغېز کوي.

مختار خان ویلي، افغان ملت اوس په دوو برخو وېشل شوی چې یوه برخه یې په افغانستان او بله برخه یې د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي. د نوموړي په وینا؛ د کوزې پښتونخوا خلک خپلې هیلې له ازاد افغانستان سره تړي او که په افغانستان کې ملي، جمهوري او پرمختګ‌پاله ځواکونه واک ته ورسېږي؛ نو د پښتونخوا د خلکو د حقونو او خپلواکۍ مبارزې ته به هم ځواک ورکړي.
هغه د طالبانو حکومت ملي، جمهوري او پرمختګ‌پاله ونه باله او ویې ویل، چې د دوی اېډیالوژي د افغانستان د وروسته پاتې کېدو او بربادۍ لامل شوې ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کوزې پښتونخوا د ملي ازادۍ غوښتونکي غورځنګ پر روحیه هم د نهیلۍ اغېز شوی دی.
مختار خان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د امنیت په اړه وویل، په افغانستان کې د جګړې کمېدل د طالبانو ځانګړې لاسته راوړنه نه‌ده؛ ځکه همدغې ډلې مخکې جګړه روانه کړې وه او د افغانستان امنیتي ځواکونه، ښارونه، کلي، سړکونه او پلونه یې ویجاړ کړي وو.
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو د واکمنۍ زیانونه تر لاسته راوړنو ډېر دي، امنیتي ځواکونه له‌منځه تللي، افغانستان له دفاعي پلوه کمزوری شوی او د یوه ملي جمهوري نظام د نشتوالي له امله افغان ملت وېشل شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه لوستي کسان، هنرمندان او مسلکي افغانان له هېواده وتلو ته اړ شوي او ښځې د زده‌کړو، کار او نورو بنسټیزو حقونو له ترلاسه کولو محرومې شوې دي.
هغه وویل، د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه د افغانستان راتلونکی له جدي ستونزو سره مخ کوي. مختار خان همداراز وویل، د مشروع ملي حکومت د نشتوالي له امله د افغانستان ګڼ قومونه ځان په واک کې شریک نه بولي او دغه وضعیت د قومي بې‌باورۍ د زیاتېدو لامل کېږي.
هغه خبرداری ورکړ، که پر سوله‌ییزې سیاسي مبارزې بندیزونه دوام وکړي؛ نو ښايي خلک بیا وسله‌والې مبارزې ته مخه کړي، چې په پایله کې به یې د بهرنیو لاس‌ وهنو او نوې بې‌ثباتۍ زمینه برابره شي.
مختار خان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره له طالبانو وغوښتل، چې په خپله تګلاره کې بدلون راولي، ټول‌شموله ملي حکومت جوړ کړي، اساسي قانون بېرته نافذ کړي او د واک د لېږد لپاره د عمومي ټاکنو نېټه اعلان کړي.

مجاهد: کوچنۍ واکمنې ډلې د پاکستان ګټې یرغمل کړې او له افغانستان سره هم د کړکېچ غوښتنه کوي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران اېراف رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه ویلي: «اوس یوه کوچنۍ پوځي ډله واکمنه ده، چې د پاکستان ټولې ګټې یې یرغمل کړې او له افغانستان سره هم د کړکېچ غوښتنه کوي».

نوموړي زیاته کړې، چې د خپل مشر په استازیتوب یې د پاکستان د هرې خبرې ځواب ویلی. مجاهد په یادې ځانګړې مرکه کې یو ځل بیا ویلي، چې دوی له پاکستان سره شخړه نه غواړي او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکارول شي.

هغه زیاته کړه، اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پرضد وکارول شي او د پاکستان کورنۍ شخړې او اختلافات له افغانستان سره هېڅ تړاو نه‌لري.
مجاهد د پاکستان د تورونو او بریدونو په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د چوپتیا په اړه وویل: «اړینه نه‌ده چې مشر دې په هره موضوع کې دریځ ونیسي. موږ د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب خبرې کړې دي او همدا بسنه کوي».
مجاهد په دې اړه چې ولې پاکستان له طالبانو سره د ژورو اړیکو سره، سره لاهم دغه حکومت په رسميت نه‌دی پېژندلی وویل، چې ګڼ هېوادونه له افغانستان سره رسمي تعاملات لري او د هغوی سفارتونه په کابل کې فعال دي.

هغه وویل: «ما په پیل کې اشاره وکړه، چې هېوادونه له افغانستان سره رسمي تعاملات لري. د هغوی سفارتونه په کابل کې او د افغانستان سفارتونه په نورو هېوادونو کې فعال دي. دا د دې معنا لري چې موږ رسمي اړیکې لرو».

د ایران او امریکا د جګړې په اړه د طالبانو دریځ

مجاهد د ایران او امریکا د جګړې په اړه وویل: «موږ په سیمه کې د جګړې غوښتونکي نه یو او هر هېواد چې تېری کوي، موږ یې غندو. تېری د ستونزو حل‌لاره نه‌ده». هغه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور تجربې ته په اشارې وویل، افغانستان خپله د تېري قرباني شوی دی، ۲۰ کاله تر اشغال لاندې پاتې شوی او موږ د اشغال ترخې تجربې یې لیدلې دي».
هغه ویي: «موږ نه غواړو، چې هېڅ هېواد له داسې حالت سره مخ شي».

له امریکا سره اړیکې

مجاهد له امریکا سره د طالبانو د اړیکو په اړه وویل، افغانستان غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. نوموړي زیاته کړې:« موږ له کړکېچنو اړیکو او جګړو تجربه لرو، چې د هېڅ لوري په ګټه نه‌وې».

مجاهد: پخوانی ولسمشر اشرف غني کولای شي افغانستان ته ستون شي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هېواد ته د پخواني ولسمشر محمداشرف غني د راتګ په اړه وویل، که هغه وغواړي چې افغانستان ته راشي؛ نو اړیکې ته اړتیا نه‌لري، دا د هغوی هېواد او خاوره ده او کولای شي په‌کې ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه: «د هغوی د نږدې کسانو لپاره هم عمومي عفو اعلان شوې ده او په دې برخه کې موږ کومه ستونزه نه وینو». مجاهد د اشرف غني د احتمالي بېرته ستنېدو په اړه ټینګار وکړ، چې د افغانستان وګړي په خپل هېواد کې د ژوند کولو حق لري.

هغه زیاته کړه، د هغوی پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نه‌شته او طالبان هېڅوک خپل دښمن نه ګڼي. د طالبانو ویاند د اشرف غني د احتمالي قضايي څار په اړه وویل: «د حقوق‌الله او سیاسي موضوعاتو په برخه کې څوک تر قضايي څار لاندې نه نیول کېږي، ځکه عمومي عفو صادره شوې او همدا کافي ده. که کوم کس د بل چا پر وړاندې د خپل حق دعوه ولري، کولای شي محکمې ته مراجعه وکړي او خپله عریضه وړاندې کړي».

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو پنځه کاله تېرېږي. طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته کابل ته ننوتل.