• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو کارپوهان: له طالبانو سره دې د اړیکو د عادي کولو چلند ودرول شي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې ویلي چې د ښځو او نجونو په ګډون پر افغانانو د طالبانو له محدودیتونو سره سره له دې ډلې سره د تعامل بهیر دوام لري. دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې طالبان د بشري حقونو د سرغړونو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې د پنجشنبې په ورځ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پنځو کلونو په تېرېدو سره لا هم د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، اساسي حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې شوي، خو ورسره جوخت د دې ډلې د واکمنۍ د عادي کېدو هڅې لا هم روانې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په اعلامیه کې راغلي:«پنځه کاله د یوه هېواد په تاریخ کې ښايي لنډه موده وي، خو د یوه ماشوم په ژوند کې اوږده موده ده. د نجونو یو بشپړ نسل له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوی او هغه نجونې چې د بندیزونو پر مهال په شپږم ټولګي کې وې، اوس د ښوونځي له لیدو پرته د بلوغ عمر ته رسېدلې دي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ټینګار سره ویلي چې طالبانو په قصدي ډول ښځې او نجونې له بنسټیزو حقونو محرومې کړې دي او دا کړنې د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد ځورونې جرم دی.

کارپوهانو د افغانستان لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې او د نوي خپلواک څېړنیز میکانیزم د ملاتړ غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې دا میکانیزم باید یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نه شي، بلکې لازم امکانات او بودجه هم ورته چمتو شي.

دوی د افغانستان پر ژور بشري ناورین هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د بشري مرستو کمښت، اقتصادي بحران، وچکالي او له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو ډله‌ییز ستنېدل وضعیت لا پسې خرابوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې افغانستان خوندي هېواد نه دی او له نړیوالو یې غوښتي چې د نه‌ستنولو اصل ته درناوی وکړي او د افغانانو جبري ایستل ودروي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، تر څو چې طالبان د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، په برخه کې څرګند او د پام وړ پرمختګ ونه کړي، تر هغه باید د دې ډلې د واکمنۍ د عادي کېدو لپاره هېڅ ډول اقدام ونه شي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي
۱

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي

۲

هلمندیانو ته د متحدې جبهې خبرداری: خپل اولادونه مو د طالبانو له لیکو څخه راوباسئ

۳

افغانستان تر ۲۰۲۱کال وروسته؛ امریکا څنګه د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیوله؟

۴

نی: د طالبانو له لوري د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۷۰۰ پېښې مستندې شوې دي

۵

بدخشان کې د نښتو په تړاو غبرګونونه؛ جمعه‌خان فاتح له «نا برابرې جګړې» سره مخ شوی

•
•
•

نور کیسې

د بي بي ناز تریخ ژوند: نه د ستنېدو لار شته او نه د پاتې کېدو ځای

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۱
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

څلور کاله کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بي بي ناز له وسایلو ډک کور د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې پاتې دی، خو خپله په اسلام اباد کې د یوې نامعلومې راتلونکې په تمه په کرايي اپارتمان کې اوسیږي.

هغې لاهم د خپل کور دروازه هېره نه ده، چې ګاونډیانو ورته ویل «طالبانو له بهره قلف کړې ده».

بي بي ناز له خپلو ګاونډیانو مرسته وغوښته، خو هیچا یې مرستې ته زړه ښه نه کړ، ځکه کور د امارت په نښان مهر او لاک شوی و.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زما یوه لور واده شوې وه، خو د کورني تاوتریخوالي له امله مې بېرته خپل کور ته راوسته. پخوانی زوم مې د طالبانو جنګیالی و، هڅه یې کوله چې لور مې له ځان سره بوځي».

ګواښونه هغه وخت زیات شول چې زوم یې خپل طالب ملګري ته د پیغلې خښینې د نکاح کولو خبرداري ورکړل.

هغه اوس په اسلام اباد کې په یوه دوه کوټه يي کور کې د جامو ګنډلو له لارې د خپلو ماشومانو کفالت کوي، خو د کډوالو د نیولو، د کار د کمېدو او د بېوزلۍ له امله له نویو ستونزو سره لاس او خپړې ده.

نوموړې، چې هره شیبه د پولیسو د راتګ له ویرې له کړکۍنه لاندې کوڅې ته ګوري، وویل، « لوڼې مې ښوونځي ته نه شي تللی. زوی مې اووه کلن دی، کله کله په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو ځل ډوډۍ خورو، هغه هم چې پولیس له سیمې پناه شي».

هغې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته خپله دوسیه وړاندې کړې، خو تر اوسه پرمختګ پکې نه دی شوی.

تړلې قضیې او د انتظار اوږدې شیبې

د بي‌بي ناز کیسه د هغو زرګونو افغان ښځو د ژوند تریخ انځور دی چې له افغانستان نه د سیاسي بدلونونو، ګواښونو او ناامنۍ له امله وتلي، خو په پاکستان د قانوني اسنادو، کار، زده‌کړې، اقتصادي ستونزو او د ایستلو د وېرې تر سیوري لاندې له نویو ستونزو سره مخ دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، زرګونه افغانان د امنیتي اندېښنو، د پخوانیو دندو او اړیکو له وېرې او ځینې د خپلو لوڼو د زده کړو او راتلونکي لپاره د خوندي ځای په لټه کې پاکستان ته واوښتل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، پاکستان لا هم د میلیونونو افغانانو کوربه دی چې ثبت شوي کډوال، د افغان تابعیت کارت لرونکي او هغه کسان پکې شامل دي چې د قانوني وضعیت له روښانتیا پرته هلته ژوند کوي.

اسلام‌اباد له تېرو پنځو کلونو راهیسې د زرګونو هغو کورنیو په تمځای بدل شوی، چې د درېیم هېواد د بیا مېشتېدو، ویزو او یا د خپلو دوسیو د پایلو په تمه دي. د افغان کډوالو یوه برخه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د نورو هېوادونو له پروګرامونو سره ثبت شوې دوسیې لري، خو د اوږدو اداري پروسو، محدودو فرصتونو او د غوښتنلیکونو د زیاتوالي له امله ډېری قضیې لا هم له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي.

ډېری افغانان د کار د محدودیتونو، د پولیسو د نیولو له وېرې او د ایستلو د احتمال له امله هڅه کوي چې په کورونو کې پاتې شي. د ډېرو کورنیو ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي او ځوانانو د کار فرصتونه له لاسه ور کړي دي.

د دریو معلولو ماشومانو مور وړانګې، چې د جمهوریت پر مهال ښوونکې وه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې خاوند یې د کابل د پارلمان مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی و. د خاوند له مړینې وروسته هغې په ښوونځي کې د دندې له لارې د خپلو وړو ماشومانو کفالت کولای شوای، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کور کښېناسته.

وړانګې کاناډا ته د تګ لپاره خپل اسناد اړوندو ادارو ته سپارلي، خو په پاکستان کې له ستونزو سره مخ ده.پولیسو یوځل د هغې د کرايي اپارتمان دروازه ماته کړه، ځکه د معلولو ماشومانو له امله یې د تېښتې لاره نه درلوده. وروسته یې کمپ ته یووړه او افغانستان ته یې وشړله، خو د خپل کیس د تعقیب لپاره بېرته پاکستان ته لاړه.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « پېښور ته له رسېدو سره سم پولیسو بیا ونیولم او کمپ ته یې بوتلم. په کمپ کې د ژوند هېڅ اسانتیاوې نه وې، له سخت حالت سره مخ وم».

هغه په دویم ځل بیا افغانستان ته اخراج شوه، خو د سپین بولدک له لارې بېرته پاکستان ته واوښته.

په داسې حال کې، چې د ملامتۍ ګوته یې طالبانو ته نیوله، وړانګې وویل: «د ژوند کوم درد به ووایم؟ یوه لور مې معلوله ده، د بلې زړه سوری دی او درېیمه مې په غوږونو نه اوري».

وړانګې له نړیوالې ټولنې او د ښځو له ملاتړو بنسټونو وغوښتل چې د افغان ښځو لپاره د خوندي لارو او د ویزو ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.

۹۰ زره پروسس شوې دوسیې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍاو د کډوالۍ نړیوال سازمانپه خپل وروستي ګډ راپور کې ویلي، چې د پاکستان د "ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان" له پلي کېدو وروسته، په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د نیولو، توقیف او جبري ایستلو لړۍ پراخه شوې او د هغو افغانانو په اړه یې هم اندېښنه څرګنده کړې چې په درېیمو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو یا پناه غوښتنې دوسیې لري.

د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۱۶مې پورې ټول ۲،۳۹میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې ډلې شاوخوا ۲۴۷زره کسان په جبري ډول ایستل شوي، ۳۱۹زره د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ ستانه شوي او پاتې نور په خپله خوښه یا د فشارونو له امله بېرته تللي دي.

راپور ښيي چې یوازې د ۲۰۲۶ کال د مې له ۱۰مې تر ۱۶مې پورې ۴۱زره او ۶۷۲ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې ۱,۲۸۳ یې جبري ایستل شوي وو.

د پاکستان حکومت په ۲۰۲۵ کال کې د افغانانو د شړلو څو پړاوونه عملي کړل. لومړی بې اسناده افغانان، وروسته داې سي سيکارت لرونکي او ورپسې د ثبت کار (پي او ار)لرونکي هم د شړلو له خطر سره مخ شول. ډېری ستنو شویو افغانانو ویلي، چې د نیولو، توقیف او شړلو له ویرې ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړیوال سازماناو د بښنې نړیوال سازمانڅو ځله له پاکستان نه غوښتنه کړې چې نړیوال خوندیتوب ته اړ، د درېیمو هېوادونو د بیا مېشتېدو دوسیې لرونکي او نور زیانمن افغانان له جبري شړلو مستثنی کړي او نړیوالو بشري او د کډوالۍ اصولو ته درناوی وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په وروستیو کې دغو اندېښنو ته په ځواب کې وویل، چې د افغان وګړو د قانوني پاتې کېدو او درېیمو هېوادونو ته د انتقال په برخه کې همکاري کوي.

د یاد وزارت په وینا، اسلام اباد تر اوسه له ۹۰ زرو څخه د زیاتو افغانانو په انتقال کې مرسته کړې چې درېیمو هېوادونو ته ولاړ شي.

درېیم هېواد ته په تمه سلطانه، چې د څو کسانو سرپرستي ور ترغاړې ده، څو ځله پاکستاني پولیسو نیولې او هر ځل د پیسو په بدل کې خوشې شوې ده.

هغه وايي، د ملګرو ملتونو له ادارې سره یې هم دوسیه ثبت کړې او تمه لري چې کوم سفارت ورته د خوندي وتلو زمینه برابره کړي. هغه له ننګرهاره ځکه وتلې چې ددې د ادعا له مخې، د طالبانو یوه سیمه ییز قوماندان غوښتل د دې ۱۱ کلنه لور او ۱۲ کلنه خور په زور خپلو زامنو ته واده کړي.

په اسلام‌اباد او پېښور کې یو شمېر مېشت افغانان، چې د خپلو دوسیو د پروسس او درېیمو هېوادونو ته د انتقال په تمه دي، د بېلابېلو بنسټونو له ملاتړه برخمن دي. د بېلګې په توګه، د جرمني د نړیوالې همکارۍ اداره ځینو افغانانو ته، چې د انتقال لپاره یې دوسیې له اړوندو ادارو سره ثبت دي او د انتقال وړ ګڼل شوي، په هوټلونو کې د لنډمهاله استوګنې اسانتیاوې برابروي.

خو هغه افغان کډوال چې له ورته مالي او استوګنیز ملاتړه برخمن نه دي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړ دي چې کار وکړي. دغه کډوال د پولیسو د څارنې، پلټنې او نیول کېدو له وېرې نه شي کولای ثابت او دایمي کار پیدا کړي او یا خپله لاس په کار شي.

په اسلام اباد کې میشت الله محمد حسنزي لومړی د جوارو خرڅول پیل کړل، خو موسمي کار و او بېرته بېکاره شو. وروسته یې د یوه ملګري په مرسته د غمیو کار زده کړ، خو د خلکو د مالونو د ورکېدو له امله پرې ۹۵زره روپۍ تاوان راغی او په مارکیټ کې یې هم نوم بد شو.

د کډوالو د نیولو لړۍ، د اسنادو ستونزو او د کار محدودیتونو د هغه ژوند نور هم سخت کړ.

هغه وايي، « نه پوهېږم راتلونکی به مې کوم لور ته ځي، یوازې دومره پوهېږم چې کډوالي زموږ له قسمت سره تړل شوې ده».

په پېښور او اسلام‌اباد کې د هغو افغانانو شمېر کم نه دی چې له جګړو او ناامنیو وروسته یې پاکستان ته د کډوالۍ دویم پړاو تجربه کړی او اوس، د درېیم ځل لپاره، د یوه خوندي او باثباته راتلونکي په هیله د بهرنیو هېوادونو د کډوالۍ او بیا مېشتېدو د پروګرامونو په تمه شپې او ورځې تېروي.

جمعه‌خان فاتح: «له نظام سره ستونزه نه لرو، زموږ مخالفت له رالېږل شوې قطعې سره دی»

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۱
100%

د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه‌خان فاتح په یوه غږیز پیغام کې د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ته ویلي چې دوی د طالبانو له نظام سره مخالفت نه لري، بلکې ستونزه یې د طالبانو له هغې قطعې سره ده چې د بدخشان درواز او کوز او بر یفتل ولسوالیو ته تللې ده.

نوموړي ادعا کړې چې دغو ځواکونو د خلکو کورونه پلټلي، پر ملکي وګړو یې ډزې کړې او د یوه دیني عالم په ګډون یې یو شمېر کسان وژلي دي.

افغانستان انټرنشنل د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، د جمعه‌خان فاتح دغه غږیز فایل ترلاسه کړی دی.

د بدخشان په نُسي ولسوالۍ کې د طالبانو د سیمه‌ییزو ځواکونو او د جمعه‌خان فاتح د کسانو ترمنځ وروستیو ورځو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د غږیز پیغام له محتوا ښکاري چې فاتح دغه پیغام د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ته استولی او د سیمه‌ییزو ځواکونو او د طالبانو د استول شوې قطعې ترمنځ د رامنځته شوي اختلاف په اړه یې پکې توضیحات ورکړي دي.

فاتح ویلي، دوی ځانونه د طالبانو د نظام مخالف نه ګڼي او غوښتنه یې کړې چې د سیمه‌ییزو ځواکونو او ور لیږل شوې قطعې ترمنځ ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.

د جمعه‌خان فاتح په وینا، درواز او یفتل ولسوالیو ته طالبانو د دغې قطعې له تګ مخکې ډاډ ورکړل شوی و چې هلته به کومه ستونزه نه رامنځته کېږي، خو د نوموړي په ادعا، د ځواکونو له رسېدو وروسته امنیتي پوستې جوړې شوې او وضعیت کړکېچن شو.

هغه وايي، سیمه‌ییزو کسانو په لومړیو کې هڅه وکړه چې له لیږل شویو ځواکونو سره د مېلمه‌پالنې او همکارۍ له لارې د نښتې مخه ونیسي او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې همکاري به ورسره کوي.خو د فاتح په ادعا، وروسته د طالبانو ځواکونو د خلکو کورونه یو په یو تلاشي کړل او د خلکو خصوصي حریم ته داخل شول.

نوموړي همداراز ادعا کړې چې د طالبانو قطعې څو ټانکونه هم نیولي دي.

جمعه‌خان فاتح په خپل غږیز پیغام کې د یوه دیني عالم او یو شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو یادونه کړې ده.

د هغه په وینا، له نښتې وروسته د ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قوماندان په حضور کې هڅه وشوه چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي او قطعه له سیمې ووځي.خو د فاتح په ادعا، کړکېچ پای ته ونه رسېد او بل سهار د طالبانو ځواکونو یو ځل بیا امنیتي پوسته جوړه کړه او پر خلکو یې ډزې وکړې.

فاتح د رامنځته شوي تاوتریخوالي اصلي مسوولیت د طالبانو پر ور لیږل شوې قطعې اچولی او ادعا یې کړې چې د خلکو کورونو ته د دغو ځواکونو ننوتل او له ملکي وګړو سره ناسم چلند د شخړې اصلي لامل و.

هغه په پای کې ټینګار کړی چې که طالبان دغه ستونزه حل کړي، دوی به له نظام سره هېڅ ستونزه ونه لري.

تر اوسه د طالبانو دفاع وزارت یا لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د جمعه‌خان فاتح د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په تېر یوه کال کې ۱۰۲ ځله د رسنیو ازادي نقض کړې

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په یوه کال کې ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي، لږ تر لږه ۲۹ رسنۍ او رسنیزې ادارې یې تړلې یا یې د فعالیت جوازونه لغوه شوي او په ۲۵ ولایتونو کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز پراخ شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، په خپل راپور کې ویلي چې په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا پسې خراب شوی او د دوی په وینا، افغانستان د اطلاعاتو په «زندان» بدل شوی دی.

د دغه مرکز د موندنو له مخې، د خبریالانو نیول، د رسنیو تړل او د رسنیزو محدودیتونو د نه مراعاتولو په تور خبریالانو او رسنیو ته ګواښونه، په تېر یوه کال کې د رسنیو د ازادۍ د نقض تر ټولو مهم موارد وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۱۵خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیول کېدو موارد ثبت کړي دي.

دغه مرکز وايي، لږ تر لږه ۲۹رسنۍ او رسنیزې ادارې یا تړل شوې او یا یې د طالبانو د رسنیزو سیاستونو د نه رعایت له امله د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي.

د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه رسنۍ د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ادارو د غوښتنو او لارښوونو د نه منلو له امله د خپلو فعالیتونو درولو ته اړې شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په ۲۵ولایتونو کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز پراخ شوی دی.

د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه هم زیات شوي او په ځینو خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور شوی او په یو شمېر پروګرامونو او غونډو کې یې د ګډون مخه نیول شوې ده.

د راپور له مخې، لږ تر لږه دوه راډیوګانې هم لدې له امله د خپلو فعالیتونو درولو ته اړې شوې چې په ژوندیو خپرونو کې یې ښځو ته د ټیلیفوني اړیکو زمینه برابره کړې وه.

د خبریالانو اجباري اعترافونه

دغه مرکز وايي، په تېر کال کې د نیول شویو خبریالانو اجباري اعترافونه هم خپاره شوي دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیتونه هم د راپور له مهمو موندنو څخه دي. د مرکز په وینا، د طالبانو په شاوخوا ۴۰ وزارتونو او دولتي ریاستونو کې نږدې نیمایي ادارو ته د راپور ورکولو او تصویري مرکو اړوند محدودیتونه پراخ شوي دي.

همداراز، پر دولتي کارکوونکو د سمارټ‌فونونو د کارولو محدودیتونه هم زیات شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د ښځینه خبریالانو حضور او فعالیت په ځانګړې توګه له محدودیتونو سره مخ شوی دی. د دوی په وینا، په ځینو خبري کنفرانسونو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور شوی او په یو شمېر غونډو او کنفرانسونو کې د دوی د ګډون مخه نیول شوې ده.

مرکز وايي، دغه محدودیتونه د ښځینه خبریالانو پر مسلکي فعالیت سربېره معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي پر حق هم اغېز کوي.

د طالبانو جزايي اصول‌نامه

د راپور له مخې، د طالبانو جزايي اصول‌نامې هم خبریالان او رسنۍ له قانوني ګواښونو او د بند له خطر سره مخ کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ادعا کوي چې په دې اصول‌نامه کې قاضیانو ته د پراخو صلاحیتونو ورکول او د درنو مجازاتو ټاکل د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د قانوني فشار زمینه پراخولی شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له نړیوالې ټولنې او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي، څو د رسنیو ازادي رعایت کړي.

دغه مرکز همداراز غوښتنه کړې چې له خپلواکو رسنیو او له ګواښ سره مخ خبریالانو سره سیاسي، مالي او تخنیکي ملاتړ زیات شي.

د مرکز په وینا، د تېر یوه کال ۱۰۲ ثبت شوي موارد ښيي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا هم له جدي فشارونو سره مخ دی.

د بشري حقونو فعاله: د افغان ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړو او ازادۍ لپاره نه‌ده

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو افغانه فعاله او څېړونکې نازیلا علمي وايي، افغان ښځې د اوږدې مودې له محرومیتونو سره، سره «نه تسلیمېدونکې» دي او د زده‌کړو، ازادۍ او د ټولنې جوړولو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

نوموړې له جورج بوش له بنسټ سره په یوې مرکه کې وايي، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو پر وړاندې محرومیتونه له روانو بشري حقونو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې له محدودیتونو سره یوځای شوي او د دغه ښځو وضعیت یې لا زیانمن کړی دی.
د علمي په وینا؛ په افغانستان کې د ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړې، کار او تګ‌راتګ حقونو لپاره نه‌ده، بلکې ښځې له تاریخي تبعیض، جبري بې‌ځایه کېدو او نورو محرومیتونو سره هم مخ دي.
هغې وویل، کورنۍ یې له افغانستانه ن منځنۍ اسیا ته کډه شوې وه؛ خو له ۲۰۰۱کال وروسته بېرته افغانستان ته ستنه شوه؛ څو د خپلې ټولنې او کورونو په بیا جوړولو کې برخه واخلي.
د علمي په وینا؛ هغه د مزارشریف په یوه سیمه کې لویه شوې او وروسته یې کور وران او کورنۍ یې کابل ته جبري بې‌ځایه شوه. نوموړې وايي، یادې تجربې د جبري بې‌ځایه کېدو او بشري حقونو په اړه د هغې د څېړنو پر مسیر اغېز کړی دی.
علمي د خپلې کورنۍ د ښځو د زده‌کړیزو فعالیتونو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د هغې انا د خپلې کورنۍ له یوازینۍ ښځې په توګه د میراث د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه او وروسته یې په خپل کلي کې یو ښوونځی جوړ کړ.
د نوموړې په وینا، دغه ښوونځی وروسته پراخ شو او زرګونو نجونو په‌کې زده‌کړې وکړې؛ خو اوس هغه نجونې د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي. هغې ټینګار وکړ، چې بشري حقونه او امنیت باید له یو بل څخه جلا ونه ګڼل شي.
علمي وايي، که نړۍواله ټولنه د افغان ښځو او قومي لږکیو بشري حقونه له امنیتي او ترهګرۍ ضد سیاستونو جلا وګڼي؛ نو د خلکو شکایتونه، مبارزه او مقاومت به له پامه وغورځوي او د تېرو تېروتنو د تکرار ګواښ به زیات شي.
نوموړې په افغانستان کې د سفر کوونکو بهرنیو او افغان ټولنیزو رسنیو فعالانو پر فعالیتونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې یوازې د افغانستان د ښکلا، مېلمه‌پالنې او فرهنګ ښودل د دغه هېواد د اوسني وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي.
علمي وايي، باید له دوی وپوښتل شي چې په دغه انځورونو او ویډیوګانو کې افغان ښځې چېرته دي او ولې هغه کسان چې افغانستان ته سفر کوي د طالبانو له لوري په خوندي ډول ګرځول کېږي.
د هغې په وینا؛ طالبان له دغه سفرونو څخه د خپل حکومت د تبلیغ لپاره ګټه اخلي او د افغانستان د واقعي وضعیت د پټولو هڅه کوي. علمي وايي، په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو روانه مبارزه ورته هیله ورکوي.
نوموړې وویل، په افغانستان او بهر کې افغان ښځې او ځوانان د خپل هېواد د ښه راتلونکي لپاره مبارزه کوي او همدا دوامداره فعالیتونه د هغې د هیله‌مندۍ تر ټولو مهم لامل دی.
هغې د افغانستان د ځوانانو د یوې څېړنې یادونه وکړه او ویې ویل، ځینو ځوانو افغانانو ورته ویلي وو چې د افغانستان د راتلونکي په اړه «خوشبین» نه‌دي؛ خو «هیله‌من» دي ځکه د دوی په باور خوشبیني ښايي د اوسني وضعیت منل وي، خو هیله د بدلون لپاره له مبارزې سره تړاو لري.
علمي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو مقاومت لاهم دوام لري او د همدې مبارزې دوام د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د هغې د هیلې سرچینه ده.

پښتانه لیکوالان: د طالبانو په پنځه کاله واکمنۍ کې پښتو ادب د جمود ښکار شوی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېلابېلو برخو ترڅنګ پر ادبي، علمي او فکري فعالیتونو هم محدودیتونه زیات شوي. د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې مشر او لیکوال برکت شاه کاکړ وايي، چې د بیان، نقد او تخلیقي اظهار محدودېدل د ټولنې د پرمختګ پر بنسټیزو برخو منفي اغېز کوي.

برکت شاه کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، د یوې ادارې او ټولنې د پرمختګ مهم شاخصونه اصلاح، نقد، د احساساتو څرګندول او د نظر ازادي ده؛ خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د خلکو له بنسټیزو حقونو سره یو ځای د تخلیقي اظهار زمینه هم محدوده شوې ده.
هغه وویل، شاعران، لیکوالان، تاریخ‌پوهان او د ټولنیزو اصلاحاتو فعالان هغه مهال خپل کار په ازاده توګه نه‌شي ترسره کولی چې د بیان او نظر ازادي محدودوي. کاکړ زیاتوي، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو د نظام د نیمګړتیاوو، اداري فساد او نورو ستونزو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي؛ خو په هغه دوره کې د ادبي، هنري او ټولنیزو فعالیتونو لپاره پراخه زمینه برابره وه.
د نوموړي په وینا؛ اوس د فکر، نظر، نقد او خبرو د محدودېدو له امله نه یوازې ادبي او هنري فضا اغېزمنه شوې، بلکې علمي او سیاسي فکر هم له ستونزو سره مخ دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د تخلیقي او انتقادي فکر محدودول د افغانستان د ټولنیز او فکري پرمختګ لپاره جدي ستونزه ده او د ادب او هنر اغېز یې هم کمزوری کړی دی. بل لور ته پښتون لیکوال ،شاعر او د ادب شنونکی محمود اياز وايي، د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پرمهال پښتو شعر او ادب د ودې او پرمختګ لپاره له حکومت څخه د پام وړ ملاتړ نه‌دی ترلاسه کړی.
نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې وویل، د طالبانو په اوسني حکومت کې د شعر او ادب د ودې لپاره کوم ځانګړی او فعال رول نه‌دی لوبول شوی؛ بلکې په دې موده کې د پښتو ادب د پیاوړتیا پر ځای یوشمېر ستونزې لا زیاتې شوې دي.
هغه وویل، په تېرو پنځو کلونو کې نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې ګڼ شمېر لیکوالان او ادیبان له خپل هېواد او ادبي چاپېریال څخه لرې شوي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ادبي اړیکو او تګ‌راتګ کچه هم اغېزمنه شوې ده او د جمود ښکار شوې.
د نوموړي په وینا؛ شاعران، ادیبان او لیکوالان د ټولنې د روښانتیا او شعور مهمه برخه جوړوي او د خپل قلم له لارې خلکو ته پوهاوی ورکوي او د ټولنې د ستونزو انعکاس کوي.
هغه ټینګار وکړ، چې حکومتونه باید د لیکوالانو او شاعرانو ارزښت درک کړي، هغوی له پامه ونه غورځوي او د هېواد د مهمو فرهنګي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه له ادیبانو سره مشورې وکړي.
محمود ایاز وویل، لیکوال خپل ځانګړی مقام، شخصیت او ټولنیز حیثیت لري او باید درناوی یې وشي.
د هغه په وینا؛ د شاعر او لیکوال د کار ملاتړ یوازې د ادب ملاتړ نه‌دی، بلکې د ټولنې د فکري ودې او روښانتیا ملاتړ هم دی. هغه لهاړوندو چارواکو غوښتي، چې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي، د هغوی نظرونه واوري او د فرهنګي پالیسۍ په جوړولو کې د ادیبانو او لیکوالانو ونډه زیاته کړي.
نوموړي په پای کې وویل، که د شعر او ادب د ودې لپاره زمینه برابره شي، شاعران او لیکوالان کولای شي د هېواد د فکري او فرهنګي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.